فلسفه امید بلوخ،- میان مارکس و مسیحا

Ernst Bloch (1885-1977 ) آرام بختیاری سوسیالیسم حتمی است !، مارکسیستی یا…

دلزار حسن

استاد "دلزار حسن" (به کُردی: دڵزار حەسەن) شاعر، نویسنده و…

مقام عشق 

رسول پویان  کلام عشـق و محبت چقدر شیرین است  نبید خسرو و…

تحول در متغیرهای ژئوپلیتیکی افغانستان: بازتعریف نقش طالبان در معادلات…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در معرض تلاطم؛ از صعود سریع تا…

برای نخستین‌بار، مصاحبه‌ی طولانی من با هوش‌مصنوعی

محمدعثمان نجيب  بخش دوم پندار من نسبت به هر پدیده‌یی منفی نی‌ست.…

 ما و گفته های شرل بنارد، همسر  آقای خلیلزاد پیرامون…

نوشته بصیر دهزاد  در یک تحلیل ، ارزیابی  و محورچه باید…

شهروندی بنیاد عملی دموکراسی

شهروندی به مفهوم منتفی امت نیست. بلکه رویکرد عملی از…

برهی که رفته ایم!

امین الله مفکرامینی      2025-22-05! بـرهی که رفته ایم ورویــم،نگردیم بــرعقــــــــب ورجان وتنــراوقربان داریم…

نشست تخصصی و کارگاهی فردوسی‌شناسی در بروجرد برگزار شد

به گزارش رها نیوز، و نقل از دکتر "محمد فصیحی"…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(فصل دوم)

مارکس علیه پرودونیسم و باکونیسم نوشته: آ. لوزوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس علیه پرودونیسم و باکونیسم کارل…

آنجا که دیوار ها فریاد می زنند؛ روایت یک ویرانی…

نویسنده: مهرالدین مشید از خشت تا خیال؛ روایت خانه ایکه طالبان…

اُلیګارشي څه شی ده؟

نور محمد غفوری د اُلیګارشي په اړه په (قاموس کبیر افغانستان) کې داسې…

دو پرسش

۱-- آیا در افغانستان قوم یا ملیتی است که اجدادشان…

چالش های درونی میان طالبان و مخالفان آنان؛ آزمونی تعیین‌کننده…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و دور زدن گروها و سیاستگران نابکار…

من و هوش مصنوعی CHATGPT

دوستش‌ شوید… محمدعثمان نجیب بخش نخست از دیر زمانی می‌شنیدم که هوش‌مصنوعی ابداع…

دی‌دار آشنا، گزاره‌یی نکو از گزارنده‌گان نکو

لطفاً نامش را مگر تغییر بدهید. محمدعثمان نجیب برمقتضای نیاز، وظایف گونه‌‌گونی…

درک لنین از عدالت

ترجمه. رحیم کاکایی کازونوف الکساندر سرگیویچ، دکتر علوم فلسفه، پروفسور دانشگاه دولتی…

افغانستان در یک ناگزیری

افغانستان که در یک ناگزیری ناشی از فشارهای آمریکا و…

کنګره څه شی ده؟

  نور محمد غفوری یادونه: له ټولو هغو ځوانانو څخه چې د فیسبوک او…

آدرنو؛- نابغه تئوری، ناتوان در عمل

Adorno, Theodor (1903-1969) آرام بختیاری نقش آدرنو، در مکتب فرانکفورت. تئودور-آدرنو(1969-1903.م)، فیلسوف،جامعه شناس،…

«
»

خونړی بې رحمه پاچا

یوه پاچا دخپلودرباریانواوشاهي ګارد په بدرګه اوملتیا په شاهانه آسانودښکارپه موخه دځنګله په لور روان شودپاچا دپلیواوسپاروله موکبه دځمکې ګردآسمان ته پورته کیده کله چې له یوي غرنۍ کلیوالې سیمي تیریدل ګوري چی په یوه شنه اوښیرازه کرونده کې یوتن بزګرپه کار اوزیاربوخت دی پاچا له لیري دکروندګرپرسرکلیوالي خولۍ ته پام شو اوهغه یې خوښه شوه خپلوعسکروته یې شا هانه امر وکړچې په چټکی دبزګر له سره ټوپۍ ورته راوړي دخواربزګر پرسرچې دومره ښایسته ښکاري نوزما پر سربه یې ښایست په کومه کچه وي.دپاچا عسکروخپلوآسونوته دبزګر په لوري پوندي ورکړل اوپه یوه شیبه کې دهغه په شاوخواراتاوشول کروندګر یې خبروته پری نه ښود توري یې ورپسې راوایستي دسترګو په رپ کې یې دهغه سر له تنه جدا اودبزګر سریې له خولۍ سره دشاه حضورته راووړپاچا ورته وویل مایې خولۍ غوښته اوتاسویې سر هم راووړکټ،کټ له خندا شین شو دبې وزلي کروندګرککره یې جلادانولیري ګوزارکړه اوپاچا ته یې خولۍ ورپه سرکړه اودفرغوني غرور په نیلي سپورپاچادخولۍ په سرولودخپل لیوني تکبرتنده ماته کړه اوخپل ښکاري سفر ته یې دوام ورکړ.

دادی دهغه خونړي پاچا لارویان اوداستکباربړیڅي په لازیات اوبي ساري وحشت اوبربریت سره زموږپه بې وزلوافغانانوورته ناتار راوستی چې دکندوزدبې پوله ډاکټرانودروغتون بې رحمه اوسوپروحشت بمباردمان دبشریت وجدان څه چې یې عرش ولړزاوه اوغمیدلوافغانانوته بی رحمه پیلوټ دهیروشیما اوناګاساکي خونړۍ ډرامه تکراراوورپه زړه کړه چې ټوله نړۍ یې ولړزوله اودنړیوالودسترنفرین اوکرکې سره مخ شوه.

دکندوزدغمجنې تراژیدی په اړه بې پولي ډاکټران وایې په برید کې دبې پولي ډاکترانو۱۲ کارکوونکي ۱۰ تنه ناروغان وژل شوي او۳۳ تنه تراوسه لادرکه دي دفرانسې خبري آژانس دافغانستان لپاره دبې پولي ډاکټرانوسازمان یوه چارواکی ګیلهم مولیني وایې امکان لري چې مړي لاهم  دنړیدلي روغتون تر کنډوالولاندې وي اود نا امنۍ له کبله ممکنه نه ده چې کره پلټنه ترسره شي.

د دغه زړه بوږنوونکي وحشیانه برید له کبله دامریکا دمتحده ایالاتوجمهور ریس بارک اوباما بښنه غوښتي ده.

خودبې پوله ډاکټرانونړیوالې خیریه ادارې په کندوزکې دخپل روغتون دبمباری په اړه د ۱۹۹۱کال دجینوا کنوانسیون دپریکړوسره سم په بشري چاروکې دحقیقت موندنې دنړیوال کمیسون له خوا دپلټنې غوښتنه اوټینګارکړی دی.همدراز دبې پولي ډاکټرانو دنړیوالې ټولنې مشرجوا ان لیوپه جینواکې یوي خبري ناستې ته په خپلوخبروکې تاکید وکړچې د دغې پیښې پلټنه دی دیوي بې پرې ادارې له لوري ترسره شي.

له بده مرغه داډول ډله یېزي مرګ ژوبلي اوناورینونه دهیوادپه بیلابیلوسیموکې دڅوکالوراهیسي په څو،څووارې رامنځته شوي اودهغه خواربزګر په څیر موسرونه دخولیوپه لوټ بایللي خوهیچا دزوریدلواوسټ شویوافغانانوچیغې اونارې سورې نه دي اوریدلي خو دزورورواوبه په پیچوموخیږي دانارشی اوخپل سری په دغه بې ساري پړاوکې افغان ولس دلوی خدای هیلي پرته بله هیله نه لري اودمولا نصرالدین په وینا زموږپه هیواد کې سپي خوشي شوي اوکاڼې تړل شوي دي اولیکنه دخوست ولایت دصبریوولسوالۍ دزمبردشنې اوغرنې درې دیوه مجذوب اوصوفي مشربه ملنګ مولاشیرمادک نامی په غو سه ناکه خبره رانغاړم هغه دزړه له درده وایې:.

ای دافغانستان خلکوماته غوږشی خبره مې په غورواوری!

طالبان هم ډیرښه خلک دي،امریکایان هم بې جوړې ښه خلک دي ،دولتي چارواکي اوحکومتي کارکوونکي هم بې ساري ښه خلک دي خوموږاوتاسو عام ولسونه اوخلک ټول بداوخراب خلک یواوزموږشپه ځکه چپه اوخرابه ده چې په لوی لاس مودوی ته دهرډول ناروا،ظلم اوتیري زمینې برابرکړي ټول شل،شل ویشل شوي یو تن اویوسوک نه شوو څو د دغه خدای ناترسوکږي خولې ورسمې اوزامې یې ورماتې کړوله دې پرته په زغرده وایم چې دوی ګرده ښه خلک اوموږله څیرمې خراب خلک یو.

علامه سیدجمال الدین افغان وایې له ظالمه اومظلومه مې بد راځي ظالم ډیربد دی خومظلوم هم بد دی چې ظالم ته یې دظلم کولوزمینه برابره کړي ده که مظلوم په قاطعیت،جسارت اوسرښندنه دظالم په وړاندې ودریږي دهرظالم لاس به دظلم کولوڅخه لنډشي.

دافغانستان دمظلوم ولس دبیداری اودظالمانودلاسونو دلنډیدواوماتیدوپه هیله.

بسم الله اکبري

۱۰/۱۰/۲۰۱۵هالینډ