زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

خوستوالوهوښیاراوبیداراوسی!

دپیړیوپه پوړیوکې دخوست غیرتي،میړني،توریالي په خپله خاوره ،خپلواکۍ اوهیوادمین قومونه لکه دیوي وني ګلونه داخوږه سکني وروڼه څنګ په څنګ سره اوسیدلي اودتاریخ په بیلابیلوپړاوونوکې یی دخوست تاریخي عظمت اودرنښت پخپل قومي ټینګ یوالي اوپیوستون  تل په میړانه اوسرښندنې سره ساتلی دی داپه پښتواوپښتونواله باوري اوکلک ولاړهغه باتورولسونه دي چې دټول هیواد په کچه یی دا سترافتخارګټلی چې وایی پښتو له خوسته راغلي بې له شکه خوست نه یوازې دپښتواوپښتونوالی ټاټوبی بلکې زموږدګران هیواد د دفاع اوساتنې یوپیاوړی اونه ماتیدونکی سنګر دی

دګران هیواد دټولوولایتونوپه پرتله په خوست کې ګڼ شمیرقومونه اوپرګنې اوسیږي اوخوست میشته قومونه ټول دخوستوالو په واحد ویاړلي نوم یادیږي اوپه خوستي خوږه نامه کې ټول قومونه اوخیلونه نغښتي اوله دغوغیرتي بیلابیلوپرګنوڅخه یی یوتن جوړکړیدی چې دهمدغه تاریخي برمیال جوړښت په برکت یی دتوري اوسرښندنې کارنامې هرچاته څرګندې اوپه دغه ولایت کې درنې درنې پښتني سټې اوپیاوړي مشران تیرشویدي چې تل یی دخوست دغیرتي ولس ترمنځ دورورګلوی ټینګ پیوستون اویووالې ساتلی دی .د دغه مبارزوپرګنو سیمه ییزستراتیژیک،سیاسي،اقتصادي،نظامي اوجغرافیوي موقعیت په چم ګاونډ اوټول هیوادباندې څرګنداوجوت اغیزلري اوهمداسبب دې چې زموږدهیواد تاریخي دوښمنانوتل دهمدغه تاریخي سنګرپرضد له هیڅ رازلاسوهنواومخربوتوطیوڅخه ډډه نه ده کړي اوغواړي چې د دغووروڼوقومونوتاریخي پیوستون اویووالی خدای مه کړه کمزوری اویاچورلټ له منځه یوسي .

په ډیره ژوره خواشینی په خوست کې وروستی ستره غمیزه اوزړه بوږنوونکي تراژیدي دتورمخواوبې وجدانه دوښمنانودرذیلانه اونامردانه توطیوپه لړکې رامنځته اوګڼ شمیرکورنۍ اوټول خوست یې دسترناورین اوغم لړلي ماتم په ټغر کښیناوه اودپسرلي په دغه ښیرازه موسم کې دپسرلنیومرغیواوبلبلانوداوازونوپرځای زموږ دخویندو،میندواوماشومانودژړاووکړیکي اوسوي،سوي ساندې پورته شوي اودخوست میشته تکړه اوفرهنګپالوشاعرانواوادیبانودپسرلنیوشعرونواوادبي پنځوونودبنډارونواومشاعروګلبڼ یې دریغا!دریغا! وزموله اوپه ښکلي ګلالي خوست کې یې دویري اوترهې خیرنه فضا رامنځته کړه دشهیدودرنومشرانو،استاذانوښکلوتنکیوځوانانواوماشومانوله یاده خدایږودزړه اوقلمه ویني څاڅي داویرجن اوغمجن ناتاراوسترناورین دڅوتنواوباشانوبې ضمیره اوبېوجدانه دزراوزوردلیونیانودخپلوچټلونفسونودارضاع اواستکباري غوښتنوزیږنده وه چې دیوي خونړۍ سونامۍ په توګه یې ټول خوست اوآن ګرده هیواد ولړزاوه هغه خوست چې په ګران هیواد افغانستان کې دسوکالۍ اوپرمختګ دکاروان دسرلاری اومخکښ پوتانسیل اوځواک په درلودلوسره دژبوپه سرووخوست ته دالاسته راوړنې دهیڅ دولتي اویاحکومتي چارواکومحصول نه بلکې پخپله دخوست میشتوهیوادپالواوپاک ضمیره ولسونو دهڅوهاند پایله ده .دیوه افغان اوبیا دیوه خوستي په توګه دخوشال بابا په کلام ټولودخوست اوسیدونکووروڼواوخویندو ته خطاب کوم چې وایې:.

که آسمان دې دزمري په خوله کې ورکا            دزمري په خوله کې مه پریږده همت

دخوست قدرمنواومعززودیني عالمانو،ملایانو،قومي سپین ږیرواومخورو دمدني اوفرهنګي ټولنوفعالینواوکارمندانو دپوهنتون اوتعلیمي موسساتودرنواستاذانوښاغلواواغلوښوونکو،پیاوړوادیبانو،شاعرانو،فرهنګپالواوبیداروځوانانو،ملالوغیرتي پیغلوخویندووروڼوملي،دیني اوافغاني دېن اومسوولیت دی چې دخوست دوروڼو قومونووروګلویزیووالی اوپیوستون لکه دپخوا په څیروساتي اودشریروکړیواواوباشانودغورزوپرزواوسبوتاژمخه ډب کړي اوپري نه ږدي چې دباوراوزغم فضادخوست میشتووروڼوپه منځ کې زېانمنه شي .درامنځته شوي ناورین په مخنیوي کې له ولس مشرنیولي بیا ترنورولوړپوړي چارواکي دلوی خدای (ج) اوبې وزله خوستیانوپه وړاندې مسول اوپړه دي دپیښې دعاملینواومسببینوپه سزا اوپه ډاګه کولوکې د درنه ولس مشرداکترمحمداشرف غني اونوروعدلي اورګانونودقاطع اوجسورانه کړنوپه هیله یوداسې پریکړې ته چې په راتلونکې کې دهرچالپاره عبرت اوپندوي.

د درنوشهیدانوروح دی ښاداودغمجنوکورنیودی لوی خدای( ج) تل مل اوساتندوی اوسي.آمین یارب العالمین.

بسم الله اکبري هالینډ

۸-۴-۲۰۱۵