مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

یاداشت د حکمتیار صاحب زوی ( حبیب الرحمان جان ته) ؟؟؟


لیکونکۍ :: دکتور طاوس وردک لندن د اپریل ۱۷ لسمه ۲۰۱۷ کال

یوه فلسفی موضوع

زما وطنداره ، زما پښته زامنه ، زما وریره ، زما زړګیه ، زما وینی او زما هډه ، زما نیکی هیلی او ارزوګانی دقیق ولونه او ورنه دقیق استفاده وکړه ، زه ولی تاته د بچی او زوی خطاب کوم ؟؟

به خاطر ددی چی ستا پلار زمانه دوه کاله په صنف کی کښته یعنی وروسته وو او زه به یا دوه یا دری کاله ورنه مشر وم ، دواړه په یو ټولي او یوه کندک کی د حربی شونځي زده کونکی وو ، موږ دواړه تر دوولسه دیوه ګوند غړی نه وو ، زه چی حربی پوهنتون ته لاړم هلته می د پرچم د فرکسیون سره اړیکه پیدا شوه او ستا پلار هم ورسره په اړیکه کی وو خو بیا وروسته ستا پلار د اخوان المسلمین اسلامی ګوند ته جذب شو او فعالیتونه او مبارزه ېې پیل کړه ، اکثریت ځوانان یا د علاقمندی په اساس ، یا د محرومیت په اساس ، یا د قدرت ته درسیدو په خاطر ، یا د انتقام اخیستو په خاطر یا د ثروتمند کیدو په خاطر  یا د صادقانه خدمت په خاطر وطن او خلکو ته ، مختلفو ګوندو او ایدیالوژیو ته تمایل شودلو او ورته ورتلل او جذبیدل ؟؟

زه دیوه واقعیت لیکونکی شخص په حیث چی زما په کتابونو او تحلیللونو کی یوه زره دروغ او اضافه ګویی دهیچا په اړوند نشته او نه یی کوم نو تاته هم زه دیوه چاپه صفت مشوره او رهنمایی کوم چی هغه خراب کارونه او د انسانیت نه لری  چی زموږ د حزب دیموکراتیک دګوند د یو تعداد  د رهبری – فعالینو – کدرونو او صفوف نه وشوی چی یو تعداد بیګناه افغانان یی بندیان – تهدید – اوووژل او وطن ته ېې ډیر تخریبات او خرابۍ ورپه برخه کړلی چی تر ننه یوه حکومتی چارواکی – یوه والی – یوه وزیر – یوه جمهور ریس هغوی د محکمی میز ته را کش نه کړل او ورنه ېې پوشتنه ونه کړه چی ولی ؟؟؟ دا په خاطر ددی چی جهادی مشرانو او قوماندانانو داسی خراب او نه بښونکی کارونه کړی دی چی کمونستان ۱۰۰ فیصده نسبت دوی ته برات لری ؟؟

او بل دلیل ېې دا وو چی ایدیالوژی ګانی دیوه سره که ( ښی اړخه وی یا چیپي اړخه ) ټولی بیګانه او زموږ د خلکو دهضم وړ نه وی او تل تر تله زموږ په خلکو د اسلامی ایدیالوژۍ په شمول  تحمیل شوی او په زور عملی شوی دی ، چی تر ننه هم اکثریت افغانان نه د لمانځه په شرایطو او اصول او معنی نه یوازی چی نه پوهیژی بلکه په پټو سترګو یی منی او قبلوی چې دغه په خپله دیوی خوانه ګناه ده دبلی خوانه جنایت دی ، ځکه خدای کومه ایدیالوژی نه لری او نه ېې د یوه پیغمبر په کتابو کی  لیکلی ده ، کتابونه یو هم آسمانی نه دی بلکه دخلکو او اشخاصو له طرفه لیکل شوی او په زور او تهدیدورباندی عملی شوی دی ، که درواغ وایم وېې لونه چی زبور څه وایی – تورات څه وایی او انجیل څه وایی او قران څه وایی ، دټولو ادیانو رهبران او تطبیقونکی په پټه څه کوی او خلکو ته څه وایی ، او یو ( راهب ، یو پریست ، یو ملا ، یو آخوند ، یو روحانی ) داوله پاک نه وو او نه دی او هغه کارونه چی زموږ په هیواد کی ( حضرتانو – پیرانو – خلیفه ګانو – میرانو – دشعیه طریقت هزاره ګانو ) زموږ په ښځو او نارینه وو کړی دیوه مذهبی کتاب په متونو کی ما نه دی لوستی ؟؟؟

ستا پلار د نورو اوه ګونه اسلامی تنظیمو سره په پیښورکی او د شعیه طریقت اته ګونه اسلامی مشران په ایران کی ) د پاکستان او ایران د مستقیم حمایت او امر او فرمان لاندی د خپلو وطندارانو عادی افغانانو د اغوا او فریب له پاره د بیګانه د فرمان د تطبیق له پاره بهترینه وسیله او ارزانه وسله وه چی د ( امپریالیزم او نن د نیو کلونیالیزم ) له خوانه تر همدا ننه استعمالیژي ، خطرناکی وسلی او راکټونه ېې زموږ ددشمنانو په امر او فرمان زموږ په خلکو په کلیو او شهرونو کی استعمال، د افغانستا پایتخت یی په کنډ واله تبدیل کړو ، نمونی یی د شهر په اکثره ځایو کی لیدلای شی چی یوه نمونه یی د دارلمان دقصرونه قیاص کړۍ ، د تا پلار د سکر ډوله راکټونه د کابل په شهر اورول ؟؟ بیا د مسعود سره په جنګ کی دواړو طرفو د عبدالله عبدالله په ګډون کابل وران او ۷۰۰۰۰ کسان ووژل او ۲۴۰۰۰۰ کسان محاجرت ته مجبور کړل ،د کابل ټولی دولتی او شخصی فابریکی لوټ او چپاول شوې ،افغانستان وسله وال پوځ عملا د نواز شریف په فرمان ترکه او ټول محاربوی تخنیک او وسایط  چی تخمینی بیه ېې ۳۰۰ ملیارده ډالره کیده په کباړ تبدیل او په پاکستان –ایران خرڅ او یو مقدار ېې غرب په غول پیکره طیارو کی خپلو هیوادو ته انتقال کړو او دهغو د چور له برکه جهادی قوماندانان او رهبران نن ملیاردران او دشرق او غرب په شهرو کی دبلند منزله خاوندان دی او پرون یی ګوډ خر نه درلودلو خو نن په زرهی تندربرډ او بنسو او لکسیز موټرانو کی ګرزي  ؟؟

جهادی مشرانو او رهبرانو ته ایدیالوژی مطرح نه وه فقط خپلی پولی او ثرمایه داری منافع او په دوهم قدم کی د خارجی هیوادو منافع او دفرامینو تطبیقول مطرح وو ، لکه چی حزب جمیعت چی د طالبانو نه شکست وخوړو بیاد ربانی په مشری هغو ملحد پرچمی او کمونست جنرال دوستم ته مزار ته نانواتی لاړل د اسماعیل خان تورن په شمول او نن دیوه سره سترجنرالان دی ،ستا پلار هم دجنرال دوستم سره اتلاف وکړو او مسعد په ضد جنګیدل ، او بیا  ولی دغه د ستر جنرالۍ رتبی دوی ته بیدون له مکتب او تحصیل نه ورکړل شوی ؟؟  او نن هم دوی وینی چی ملی اوردو یی ( تنظیمی – مصلحتی – سمتی – زبانی – قومی او د شعیه او سونی ) په اساس تشکیل او جوړ او د غرب په فرمان رهبری کیژي ؟؟ طالبان یی د غرب سره په مشوره د ( ب۵۲ او اف ۱۶ ) په ذریعه سلاټه او خمیره کړل او اسیران یی په کانتینرو کی نیمه ژوندی په تعداد ۲۰۰۰ تنه د حیرتان په زابورو کی په خاورو ومنډل ؟؟

حامد کرزي چي غلو ، رشوتخورو ، قاچاقبرانو ، غاصبینو ،قاتلینو ته دوالیانو وزیرانو معینانو او لویو نظامی قوماندانانوته مقامونه  ور وویشل بیا ېې رسما ورته اعلان وکړو چی رشوت وخوری خو پیسی بیرون مه اوباسۍ ؟؟بیایی احمد شاه مسعود ته د قهرمان ملی لقب ورکړو بل ته یی مارشالی ورکړه؟؟او دغونډیو په سرویی خښ کړل ، یو عادی درباری شاعر خلیلی ، یی د یوه فیلسوف تر څنګ خښ کړو او بل مشهور غل حبیب الله سقاو یی د بلی غونډۍ سرته جګ کړو ؟؟

نن می ستا یو ویدیویی کلپ په فیسبوک کی ولیدو چی د بمونو دمور په بم په اچین کی په غوصه شوی وی ، او خپل احساسات د شکاره کول چی دیوی خوانه د قدروړ دی او دبلی خوانه دشمنان چی ستا وطنداران او دهغوی کورنی یی وژل او کورونه ورته سول او ماشوم ېې دوی ټوټی کولو باید په داسی بمو وویشتل شی ، خو دکرزي او دخپل پلار په قدمو یو متر لاړ نه شی ؟؟ هغه خراب کارونه چی ستا پلار کړی ته باید دیوه ځوان دیوه وطن پرست په حیث د افغانی خاوری د ساتلو او د ارضی تمامیت احساس ولری هیڅکله د پاکستان څخه خوښي او قدردانی ونه کړې ؟؟؟

ته به فکر کوی چی ستا پلار د حزب اسلامی په صفوفکی ډیر قدرمن سړي دی ؟؟ داسی نه ده موږ ولیدل کله چی ارغندیوال راغی او دهغو سره نور داسلامی ګوند وزیران او مامورین او قوماندانان راغلل هغوی د خپلو ګټو په قصه کی وو او بل داچی اوس خلک نور لیونی نه دی چی بل چاته ځان قربان او جهاد وکړی ،او  پردی ملیونران او ځانونه معیوب کړی ؟؟

آن شاهی که خودرا هلاکو می ګفت

واز ناز سخن با چشم وابرو می ګفت

برکنګره دیوار او پاخته یی

                                           نشسته و کوکو می ګفت               

خلاصه که اګر در آینده پوست ومقام احراز می کنی بسیار احتیاط کن که از جمله کسان باشی که همیشه متوجه- فقرا ، غربا ، مساکین و بی خانمان و افتادګان باشی ، همیشه دشمن دشمنانت باشی واز یک تیوری وایزم بیګانه پیروی نه کنی ؟؟