اختلال فکری و روحی در عرفان

دکتر بیژن باران قشر روشنفکر ایران زیر سنت چند هزار…

                 ریشۀ معضلات جاری افغانستان 

 میرعنایت الله سادات              …

افکار سازی عمومی در ماهیت حقوق رسانه ها برای افغانستان

چکیده اختلال و اختلاف سازی سازماندهی شده٬ در مبانی پدیده های…

چتر بزرگ ملی افغانستان، چراغ راه امید مردم افغانستان

نور محمد غفوری متن مکمل بیانیهٔ اینجانب نور محمد غفوری در…

پلخانف،- از چریک نارودنیکی، منشویک، تا مبارز پارلمانی

plechanow, G.W (1856- 1918) آرام بختیاری پلخانف،- میان تاریخ فلسفه و ماتریالیسم…

تاریخچه ی ضرب المثلها و حکم

دوکتور فیض الله نهال ایماق باید گفت که فولکلور – خزینه…

جهان برای مهار نمودن طالبان فراتر از دادگاهی شدن آنان…

نویسنده: مهرالدین مشید آیا با دادگاهی شدن طالبان بن بست موجود…

در مورد تهاجم ارتش اسرائیل به لبنان

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان موج جدید حملات و بمباردمان مناطق…

تئوری تجزیه !

درین روزگار که سواد سیاسی و فهم حقوقی برخی مدعیان…

جنرال جمال عبدالناصر صدیقی یا آقای هیچ!

مدیریت جهان یا گردانندگان جهان٬ که شامل ۱۳ خانواده در…

تصفیه کاری های درون حاکمیت و قدرت

در نظامهای ایدئولوژیک معمول بوده است که صاحبان قدرت با…

اشکی در پای فراق و فریادی در برهوت تنهایی و…

نویسنده: مهرالدین مشید صدایی که وجودم را تا ژرفنای استخوان لرزاند در…

ترجمه‌ی شعرهایی از ابراهیم اورامانی شاعر عراقی

(١) آمدن بهار و تابستان و  زمستان عادی‌ست  مشکل پاییز است، چو می‌آید، تو می‌روی!. (٢) با…

رسوایی ها!

امین الله مفکر امینی        2024-23-09! به رسوایی هــا ی میهن گره خورده…

فرهنگ روبرو در سیاست!

فرهنگ روبرو در سیاست عبارت از شتاب عمل بسوی نتیجه٬…

هشدار به مردم درون افغانستان و باشندگان شمال کشور

 تحریر از : مهریه شهاب گرچه فعالیت گروپ های مافیایی رهزن…

تشکیل حکومت در تبعید؛ بخشی از راه حل و به…

نویسنده: مهرالدین مشید تشکیل حکومت در تبعید و دراز راه ی…

 مارشال دوستم حکومت جلای وطن می خواهد و طالبان حکومت…

     تحرکات تازه ،عمر طالبان را طولانی تر می سازد.   …

تقسیم جامعه به: نخبه گان- عوام، نژادگرایانه است

Elitetheorie: آرام بختیاری  تئوری الیت-توده ها، ارتجاعی است. جامعه شنایان چپ، تئوری الیت…

دیدی گذرا بر اندیشه های اصلاحی در اسلام و جایگاه…

نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی و بی پایگی آن در متون…

«
»

چتر بزرگ ملی افغانستان، چراغ راه امید مردم افغانستان

نور محمد غفوری

متن مکمل بیانیهٔ اینجانب نور محمد غفوری در کنفرانس اعلان چتر بزرگ ملی افغانستان در دنمارک که به تاریخ ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴ خلاصهٔ آن به حضور مشترکین کنفرانس قرائت گردید، به خوانندگان محترم تقدیم می گردد: 

(بِسمِ اللهِ، تَوَکلْتُ عَلَى اللهِ، وَ لَا حَولَ وَ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِالله)

جای مسرت و مباهات است که امروز در این کنفرانس اعلانِ مرکز واحد سیاسی نیروهای وطندوست و ترقی پسند افغانستان تحت نام (چتر بزرگ ملی افغانستان) صورت می گیرد. قسمیکه شما حاضرین محترم خود می بینید و بینندگان تلویزیون و کلیپ های ویدیوئی انترنیتي نیز خواهند دید، در آغازین مجلس رسمی و جمعی این چتر سیاستمداران، دانشمندان، استادان، جوانان، زنان از کتگوریهای مختلف جامعهء افغانستان حضور بهم رسانیده اند. طوریکه که گفته اند که «سال که نیکو است، از بهارش پیدا است»، ما هم این آغازین کنفرانس به ترکیب رنگارنگ اجتماعی به فال نیک میگیریم. در مجلس امروزی ما نخبگان اقوام مختلف، مذاهب متنوع، گویندگان زبانهای مختلف، باشندگان شهرها و ولایت متفاوت، پیروان اسبق و فعلی ایدیولوژی ها و مکاتب سیاسی از هم جدا و همچنان نمایندگان سازمانهای سیاسی، کلتوری، مددرسانی و اجتماعی از داخل و خارج کشور اشتراک نموده اند. ما به ابتکار افغانی، برای حل مشکلات جامعهٔ افغانی به عنعنه و رواج افغانی و از همه مهمتر به ابتکار و مصارف افغانی بعد از مذاکرات طویل، ولی با نیت پاک و کار ثواب از راه خدمت به مردم رنجدیدهٔ افغانستان تحت نام (چتر بزرگ ملی افغانستان) باهم اعلان اتحاد و وحدت عمل می نماییم.

له تیارو نه د رڼا په خوا روان یو

موږ د خپل وطن د مينې پتنگان یو

د ملت دښمن که هر څو توطیې کا

مونږ پخپل وحدت ولاړ یو، افغانان یو

په ننی حضوري غونډه کې درنو ګډون کوونکو او د ویبنار ټولو درنو لیدونکو ته ښه راغلاست وایم. همدا راز نورو ټولو هغو کسانو ته چې اوس او یا وروسته زما او ددې کنفرانس د نورو ګډونوالو خبرې د چاپي، الکترونیکي، ډیجیټل مطبوعاتو او د خبري اجنسیو څخه ویني، اوري او لولي؛ د زړه له تله سلامونه او احترام وړاندې کوم.

درنو خویندو او وروڼو!

کله چې په ۲۰۰۱م کال کې د یوولسم د سپتمبر له غمجنې پیښې وروسته په افغانستان کې له خارجه د نظامی عملیاتو په اړه بحثونه کېدل، د افغانستان د ملی یووالی او پرمختګ نهضت چې د ۱۹۹۳ م  کال د سپتمبر په ۲۶ مه نېټه یې د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، له دې کار سره مخالفت وښود. په همغه وخت کې یې په رسمي توګه یوه اعلامیه په پښتو، دري او انګلیسي ژبو او پخپل نشراتي ارګان (اختر) کې خپره کړه او تر ملګرو ملتونو یې هم ورسوله. هغه وخت زموږ نظر داو چې د افغانستان ستونځه له بهره د وسلې او عسکرو په استولو او زموږ په خاوره کې د جګړې د اور د بلولو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې دا به هیواد ته نورې ستونځې وزیږوي.

موږ همغه وخت په جهر دا خبره طرحه کړه چې په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او عادلانه سولې راوستل، د هېواد بیا جوړونه، د مخدره موادو پر ضد مبارزه، د ولسواک نظام په پښو درول او د بشري حقوقو تأمین د نظامی افسرانو کار نه دی او خارجي توپونه، ټانکونه، جنګي الوتکې او بمونه د وطن د جوړولو نه، بلکې د ورانولو اسباب دي. که بیاهم له بهره څوک په دې نظر وي چې د افغانستان د ستونځو د حل له پاره جګړه ایزو وسایلو او جنګي پرسول ته اړتیا شته، همدا پخپله په افغانستان کې په کافي اندازه شتون لري. افغانستان چې پخپله زیاتې وسلې، نظامی پرسونل او جګړه ایزې تجربې په داخل کې لري، له خارجه د همدغو وسایلو اضافي واردول د افغانستان په ګټه نه دی. موږ هغه وخت هم سیاسي، اقتصادی، تخنیکی او د نورو علومو ماهرانو ته اړتیا لرله، نه جګړه ایز پرسونل ته. د نړیوالو لخوا د جګړو د مصارفو او د وسله والو جګړه مارو ځواکونو د ملاتړ له پاره د اټکل شوي مادي او معنوي ملاتړ لسمه حصه که د هېوادنیو ملي او دموکراتیکو ځواکونو په پلوۍ کارول شوې واي، پخپله افغانانو په ښه ډول کولای شوای چې په کم وخت کې سولې، ملي وحدت او  د پرمختګ مناسب لوړ مقام او د نړیوالو سره ښو اړیکو ته ځانونه ورسوي. هغه وخت په افغانستان باندې د تحریمونو د لګولو او منزوی کولو له ګټو څخه تاوانونه زیات و او دې خبرې ته مو د نړیوالو پام ور واړاوه.  

خو تاسې ټول پوهیږئ چې زموږ غږ ضعیف و او چا نه اورید او لکه چې غوښتل یې د طالبانو پر ځای یې دولتي واک ته د هغوی استادان (مشر مولویان) ورسول او بیا یې د څو له غربه ورلیږل شوو کسانو سره یوځای شل کاله په تحمیل شوې واکمنۍ کې په زور او لوړو مصارفو په واک کې وساتل. تقریباً ۲۴ کاله وروسته د همدې تپل شوې واکمنۍ او د هغې د ساتلو له پاره د بې حده مصارفو او د افغانانو او خارجیانو د وینو محصول دا شو چې اوس افغانستان له هغه وخت څخه زیات په ستونځو او پیچلو شرایطو کې قرار لري.

اوس هم موږ له ټولو خپلو متحدینو او مؤتلفینو سره په دې نظر یو چې د پردیو نظامي مداخله او د داخلي یا نیابتي جګړو اورته لمن وهل او د وسلو کارول د هېواد د ستونځو د حل لاره نه ده. په افغانستان کې په هره بهانه د جګړې اورته لمن وهل او د ظلم او استبداد څخه کار اخیستل د هېواد او افغانانو سره دوستي نه ده. د افغانستان د اوسنیو ستونځو حل د داسې بین الافغانی مذاکراتو او تفاهم له لارې منځ ته راتلای شي چې په محراق کې یې د یوه او یا بل ټولنیز یا سیاسي ګروپ ګټې نه، بلکې د واحد افغانستان جوړونه او د ټول ملت رفاهیت قرار ولري.

د همدې تفکر پر بنسټ (د افغانستان په لوی ملي چتر) کې راټول شوي لوی ائتلافونه او غټ سیاسي او ټولنیز بهیرونه تر اوږدو او دوامداره بین الافغاني خبرو اترو وروسته د خپلو هیواد والو د عامه ګټو د ساتلو او له دې نه زغمیدونکي وضعیت څخه د هیواد د راایستلو له پاره د افغانستان په سیاسي ډګر کې د بې مثاله اتحاد او واحد سیاسي مرکز په جوړولو بریالي شول. ددې سترې بریا مبارکي په لوی ملی چتر کې داخلو ټولو ائتلافونو، ګوندونو، اجتماعي سازمانونو او مدنی ټولنو او ټولو هېوادوالو ته وړاندې کوم.

 بې له شکه موږ به د افغانانو په ابتکار د بین الافغانی خبرو اترو بهیر ته نور هم دوام او سرعت ورکوو، تر هغو چې د خدای په توکل او د خپلو خلکو د فکر او مټو په زور د ستونځو په حل بریالي شو. د خپل هېواد ځمکنۍ بشپړتیا تضمین کړو او تر هر نامه لاندې د هر ډول جلاغوښتنې او د قومونو، ژبو او مذهبونو تر منځ د کرکې او نفرت روحیه مغلوبه او محو کړو. د داسې اساسي قانون په جوړولو او پلي کولو توافق وکړو چې په هغو کې د افغانستان په جغرافیا کې د ټولو اوسیدونکو آزادیو او بشري حقوقو ته درناوی وشي. د درۍ ګونو قواوو په تفکیک داسې قانونمدار نظام رامنځته شي چې په سیاسي او وطنی چارو کې د هیواد هر اوسیدونکي (نرو او ښځو) ته د ګډون برابر حق او چانس ورکړل شي. د اقتصادی مطلوبې او متوازنې ودې له پاره د تخصص او مسلکي مهارت پر بنسټ پر دندو د افرادو ګمارل اړین دي. افغانستان د ټولو اوسیدونکو ګډ کور دی او ټول یو له بله سره مساوي حقوق او د وطن د مور د خدمت په وړاندې مسئولیت لري.

موږ چې په خپل ابتکار، د هر ډول خارجي مداخلې او ملاتړ پرته د بین الافغاني اوږدو مذاکراتو له لارې د سترې ملي اجماع او (د لوی ملي چتر) د واحد سیاسي مرکز په جوړولو بریالي شوو، تر دې وروسته هم له استثنا پرته له ټولو وطنپالو افغاني خواوو سره د مذاکرې او تفاهم پلوي کوو. په داسې حال کې چې په بین الافغانی مذاکراتو فشار اچوو، د نړیوالې ټولنې او هر هېواد او سازمان لخوا د افغانانو د تفاهم له پاره د لویو او وړو اقداماتو څخه ملاتړ کوو او هیله لرو چې مختلف هېوادونه تر خپل منځ د افغانستان د ستونځو د حل په اړوند یو د بل په وړاندې انعطاف وکړي او په بین المللي ډګر کې هم یوه سوله ایزه اجماع په افغانستان او سیمه کې د دومدارې سولې او امنیت په خاطر را منځته کړي. دې موضوع ته د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا او د ټولو هغو هیوادونو او سازمانونو پام ضروری دی چې د افغانستان د موضوعاتو په اړه فعالیت کوي چې د خپلو غونډو د مشروعیت، مقبولیت او معقولیت د ارتقأ په خاطر پخپل زړه کسان نه، بلکې د عیني واقعیتونو پر بنا د افغانستان د ولس رښتینی استازي ور وغواړي.

د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز- کلتوری نظام په تعقل او مطلوبه توګه سمول د افغانانو ملي ارادې ته چې د ملی اجماع له لارې څرګندیږي، ضرورت لری. دا هغه وخت رامنځته کېدای شي چې ټول لوی او کوچني ائتلافونه، سیاسي ګوندونه، دیني عالمان، قومي مشران، ښځې او ځوانان او د مدني ټولنې استازي د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې په ملي ګډو هدفونو باندې موافق شي. په دې عامه او سراسري ملي اهدافو باندې د توافق له لارې د پراخ بنسټه ټولشموله او ولسواک اسلامي سیاسي نظام رامنځته کیدای شی. په همداسې سیاسي نظام کې چې افغانان او افغاني ډلې په شعوري توګه د مشترکو موخو پر شاوخوا راټول شوي وي، د هېواد ټول ټولنیز ګروپونه ځانونه لیدلای شي. تاریخي تجربو ښودلې ده چې د مختلفو افکارو څښتنو او متضادو سیاسي ایدیالوژیو د پیروانو ترمنځ د لنډې مودې له پاره په دولتي او حکومتي چارو کې د قومي او یا نورو اجتماعي ډلو د میخانیکی ګډون د تحمیل له لارې دوامداره رښتینې ټول شموله واکمني نه شي رامنځته کیدای.

د افغانستان لوی ملی چتر د تیرو ایدیولوژیکو، ژبنیو، قومي، مذهبي او محلي تعصبونو څخه راوتلی مدرن سیاسي جنبش دی چې د هیواد د راتلونکې له پاره د غمخوارۍ په خاطر او د تیرو تجربو څخه په استفاده د نن او سبا له پاره د مشترکو ملي موخو پر بنا منځ ته راغلی او تر خپل منځ او له نورو ائتلافونو او لویو حرکتونو سره د تفاهم او تقارب په لار ګامونه اخلي.

زموږ ګران هېواد د نړیوالې ټولنې نه جلاکیدونکی جز او د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس پخوانی او د اعتبار وړ غړی دی. موږ له نړیوالو سره د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د ښو او فعاله اړیکو په جوړولو کې زیار باسو. د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره د اوسنیو واکمنانو لخوا رامنځته شوي محدودیتونه تجدید نظر او بدلون ته ضرورت لري. د ښځو او نارینه و انساني فردي او اجتماعي حقوقو ته احترام د هېواد د ټولنیز ژوند په سمون او د ملي اقتصاد په تقویت کې مهم رول لوبوي. موږ د ټولو هغو بین المللي پلاتفورمونو څخه ملاتړ کوو چې د افغانستان ملي ګټې ورپکې خوندي وي. موږ په داسې حال کې چې نړیوالو تعهداتو ته د افغانستان پابندی غواړو؛ له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل د غښتلتیا او د دوحې له پروسې څخه چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا لخوا هم تأیید شوې ده، ملاتړ کوو. موږ له یوې خوا د خپلو خلکو خدمت او ملی ګټو ته ژمن یو، د بلې خوا د بین المللی اصولو په رعایت هم ځانونه مکلف بولو او غواړو چې هېواد له نړیوالې انزوا څخه ووزی او په بین المللي نظم کې معتبر مقام ولري.

د افغانستان لوی ملي چتر د ناهيلي ملت د امید ستوری دی!

28.09.2024