در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

چارلي هیبدو

 –  ملا عبدالسلام ضعیف

پر هغه اداره چې دپاریس په زړه کې وه  د دوو اسلامي جذباتو لرونکو غیرتمنوځوانانولخوا دسپيڅلي پيغمبر صلی الله علیه وسلم  دتوهین په انتقام کې داسي دقیقه وسلواله حمله وسوه چې په ډیر ګړندي ډول یي د هغواسلام دښمنوانسانانو څخه ژوند واخستی چې په ډیره سپين سترګې سره یې  دنړۍ تر یونیم ملیارډ زیات وګړي مستقیماً ګواښل،  او دادی ترهغه وروسته یوځل  بیاهم هغه ډول توهین په عادي توګه تکرارسو.

کله چې داحمله وسوه په دې حمله کې دولس کسان ووژل سوه،  او ټول هغه کسان په نښه سوې وه چې په نړۍ کې دسلګونو انسانانودمرګ اوقتل غیرمستقیم عاملین وه،  داځکه کوم وخت چې ددغه ادارې له خوا په ۲۰۰۶  زېژدیزکال کې توهینونکي کارټونونه چاپ سول، دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو دهغوی پر ضدمظاهرې وکړي، په ځینوهیوادونو کې مظاهرې په اخ او ډب واوښتلي اوپه سلګونو مسلمانان پکښي ووژل سول.  موږ ویلای سوچې داسي لمسونکی عمل چې دانسانانو ژوندګواښي په حقیقت کې دانسانانو  په وژنوکې ونډه اخستل دي، او داهغه عمل دی چې که داکارمسلمانان وکړي نوسمدلاسه به دلویدیز لخوا دټروریسټانوپه لسټ کې داخل سي،  او نوم به یي هم په مطلوب او غوښتونکي (وانټيډ)  لسټ کې خپورسي، اما دا کار بیا په په فرانسه کې دمطبوعاتودازادۍ ترنامه لاندې  دفرانسې دحکومت په حمایت اومرسته سره ترسره کیږي.

موږ داڅو ورځي وینوچې دعامومسلمانوعکس العمل دومره زړه دردونکی دی چې دا دیوه صلیبي جنګ یوه برخه ګڼي اوپه رښتیاسره هم داسي ده، داخو ښه خبره  ده ، داسلام اوخپل  محبوب رهبرسره دمينې اومحبت اظهار دی ، مګر د بل پلوه  چې ګورو داسلامي هیوادونو اکثرو  واکمنانو ددغه  دوو تنکیو زلمیانو داسلامي جذبې  ډک عمل چې بله لاره یي دحل نه لیدله، او د دغو بزدله اوبې احساسه واکمنانو د بې غورۍ له کبله اړسول چې په عمل لاس پورې کړي، بیا هم د همدغو اکثرو اسلامي هیوادونو د واکمنانو له خوا د ځوانانو دغه عمل  وغندل سو،تردې چې ځيني واکمنانوپه هغه څو ملیوني مظاهره کې هم ونډه اخستي وه چې ددغه عمل دغندني او دمجلي د قباحت په ملاتړ دیهودو تر رهبري لاندي په پاریس ښار کې جوړه سوې وه، دلته یو لوی  فرق موجود دی، او  ټوله اسلامي نړۍ په حقيقت کې هم داکارځور وي.

زماپه نظر په کارخودا وه چې داسلامي نړۍ دچارو واکمنانو په یوه اواز اول دمجلې دغه شنیع عمل په کلکه غندلی وای اودوېم یي ددغه مؤمنو انسانانو دقربانۍ قدرکړی وای، او د دوی د دغه قربانۍ څخه یې مثبته ګټه اخستي وای، اوددې عمل پړه یي  ددغه لمسونکي مجلې پر مشرانو او اداره  باندې اچولي وای،کوم چې په حقيقت کې ددې ټولومسؤلیت د دوی  په غاړه  دی، داچې څوک حقیقت پټوې او نه سي ویلای دانوبیابېله خبره ده.

درېم باید د چارو واکمنانو دخپل مسؤلیت په درک سره په یوه اوازسره دفرانسې د حکومت  څخه همدارنګه په ملګروملتونوکې دهغې ادارې له خوا په ټینګه غوښتنه کړي وای چې د داسي لمسونکوکړنومخه په کلکه سره ونیسي، ځکه چې داسي لمسونکي اعمال که په هرنامه سره کیږي ، په ټوله نړۍ کې نفرتونه  زيږ وې ، همداسي اعمال دجنګونواو وینوتویولو سبب کیږي، او باالاخره  په نړۍ کې بې ثباتي رامنځته کوي.

زه دیوه مسلمان په صفت دهغواعمالوپلوي نه کوم چې په نړۍ کې دبې ثباتۍ او نفرتونو د زېژندې عامل ګرځي،مګرحل یي داهم نه دی چې داسلامي نړۍ دچارو واکمنان په ډير ډار او ذلالت سره د هغوکسانو په ملاتړ ږغ پورته کوي چې دنیمې نړۍ  مسلمانان په خپلوکورونوکې په روحي لحاظ ځور وي، د دوی دغه د بې غیرتۍ ږغ  چې د مجلې دشنیع عمل په ملاتړ یي پورته کړی دی،  باید چې ټول مسلمانان په کلکه سره وغندې، ځکه چې همدوی د دي  کارپه کولو سره  داډول اسلام  دښمنه افکارو لرونکو ته لا هم نور جرئت ورکړ  چې په پراخه کچه داسي نور بد اعمال ترسره کړي، دنړۍ هغه کسانوته چې ظاهراً د مسلمان په صفت  له دوی سره یوځای سول دشرم خبره ده.

دراتلونکې په اړه:

په ټوله اسلامي نړۍ کې  په ځانګړي  ډول  زموږ په هیوادکې باید دبهرنیوچارو  د وزارت  لخوا دفرانسې سفارت ته په  پرانستي اولیکلي ډول  دافغان ولس پیغام ورکول سي، داچې دفرانسې هیواد په نړیواله سطحه مسؤلیت لري چې دټولومذهبونودرناوی وکړي، داچې د دوی په هیوادکې یوه ډله  یا مجله  داسي ګستاخانه عمل ترسره کوي چې هم دمذهب سپکاوی  وي، هم نړیوال تشنج ته لمن وهل وي،  اوهم  د جنګونو، وینوتویولو سبب کیږي ، د فرانسې حکومت يې باید په کلکه مخ نیوی وکړي، او د فرانسي په هیواد کې د داسي عمل د کوونکي   چې هر څوک يې کوي، او دعکس العمل پړه  به په راتلونکې کې مستقیماًد فرانسې  دحکومت پر  غاړه  وي

   په درناوي

ملا عبدالسلام  ضعیف

په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۶/۱۰/۱۳۹۳