کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

څوک او ولي د بدلون او تداوم ټیم له بري، ډاریږي؟

         

د مۍ میاشت په پيل کې، نظارشورا ته کږې ملي ارمان ورځپاڼې د بلخ والي عطامحمد نور سره مرکه کړې او له نوموړي يي د ټاکنو په اړه یو لړ پوښتنې کړې چې دلته يي ځینې برخې د ځغلنده شننې لپاره رااخلم:

عطا نور وايی: «  ټیم تحول وتداوم برای اینده کشور بسیار خطرناک است» او د بلې پوښتنې په ځواب کې زیاتوي« بعيد نيست که اگر اشرف غني پيروز شود تمام انرژي خود را در محاکمه اعضاي حکومت کرزي به مصرف خواهد رسانيد» او ورپسې د پیغام  به برخه کې په تېره بیا د ټاکنو د قومي کېدو په اړه وايي« پيام من اين است که بايد مردم ما دربرابر توطئه هايي که بيشتر از سوي قوم گرايان  دامن زده مي شود، ايستاده گي کنند. قوم گرايان که ازآموزه هاي ديني چيزي نمي دانند، با دامن زدن آتش نفاق زيرنام قوم، زبان وسمت تلاش داشتند و دارند که ملت ما را از هم جدا  سازند. وقومي شدن انتخابات  کار مردم ما نيست بل توطئه شبکه هاي جاسوسي است»

که څه هم اسلامیت، هیواد او افغانیت سره د ښکاره دوښمنۍ په اړه، د عطامحمد نور او یا د نظارشورا د نورو سړیخورو او لنډه غرو تبصرې او کړچار، د هیوادوالو له پامه نه دي غورځېدلي خو کله چې غل او مل دواړه یوشان نارې وهي، غل د تظاهر او د تېرایستلو لپاره ويښتان او ګریوان څیروي او سرټکوي نو د ړندو په داسې ښار کې سړی اړوځي چې د غل او مل ترمنځ د توپیرلیکه یوځل بیا روښانه کړي او ولس د داړه مارو له نویو داړو او توطیو څخه خبر او وژغوري.

د عطانور او د هغه د جرمي شریکباڼو اندیښنه او له راتلونکي ډار، د هغه پخپلو خبرو کې له ورایه ځلیږی. د نوموړي یوازې لاندې دوه جملي د هغه د رسوايي تشت له بامه غورځوي « ټیم تحول وتداوم برای اینده کشور بسیار خطرناک است » او دده په وینا ځکه خطرناک دی چې« بعيد نيست که اگر اشرف غني پيروز شود تمام انرژي خود را درمحاکمه اعضاي حکومت کرزي به مصرف خواهد رسانيد.»

د بدلون او تداوم ټیم، د عطا نور په وینا چې د کرزي په واکمنۍ کې د بلخ فرعون، قارون او میلیاردر ګڼل کیږي، ځکه خطرناک دی چې که دا ټیم په ټاکنو کې بریالی شي، په تېرو ۱۳ کلونو کې د خوړل شویو ډالرو او د بیت المال د تالا شویو افغانیو پوښتنه به وکړي. داچې په دې کې د یو میلیارد ډالرو په اندازه یوازې د عطامحمد نور سهم او برخه ده، نو ځکه د عطانور اندیښنه د پوهېدو وړ ده او د ورځو په اوښتو سره به داسې اندیښنې نورې هم زیاتیږي!

د مالي وزارت روستي راپور کې ویل کیږي، په تېرکال کې دري نیم میلیارده افغانۍ، د عطانور د واکمنۍ په بندر حیرتان کې چور شوی دی.

په تېرو ۱۳ کلونو کې د کرزي او نظارشوا شریک دولت په فساد او چور په نړۍ کې لومړی مقام ګټلې، خو د عطانور په وینا او هیله ددې فساد، چور او بې قانونۍ عاملان باید، په نوي او راتلونکې حکومت کې بې پوښتنې پاتې شي! د کابلښار د ورانۍ، د ۷۰ زره کابلیانو او په افشارو کې د هزاره وروڼو د ټولوژنې د نظار خونړۍ ډلې مجرمین باید بې ګرویګنې وګرځي!

البته دې لیکنه کې موخه دا نه ده چې د نظارشورا ټولې درغلۍ او بیا بیاهیوادپلورنه، د کرزي د سهامي حکومت په دننه او له هغه بهره رالړ او وشمېرم او یا د هغو بیان ددې لنډې لیکنې په غیږګړه کې ممکن دی، خو له دومره غلاوو، داړه ماریو او ټولوژنو سره سره، ځان د ولس په سترګو کې بېګنا او سپیڅلی ځولول، سړی یو بیړڼي غبرګون ته اړباسي او ځوروي!

د بدلون او تداوم ټیم له چا څخه غچ او انتقام ته اړتیا نلري او نه د غچ او انتقام لپاره جوړ شوی. دا ټیم پخپلې علمي او عملي تګلار سره د هیواد د ژغورون او د داړه مارو له لاسه د افغان ولس د خلاصون په موخه منځته راغلی، خو که ددې ټیم د بري په مهال، پر ولس شوی ناورین او ترسره شوی ظلم ونه څېړل شی او عدالت تامین نه شي، ولس به د راتلونکې مدنې ټولنې د سمبالښت لپاره  ډاډه او یوموټي نه کړای شو.

د عطا نور ددې پیغام په وړاندې چې وايي« پيام من اين است که بايد مردم ما دربرابر توطئه هايي که بيشتر از سوي قوم گرايان  دامن زده مي شود، ايستاده گي کنند.» ښه داده چې د شېرولي شېر په نوم د یو تن افغان دا لاندې سپارښتنه راواخلم، هغه وايي«  په جرمني کې د عبدالله یو نیژدې کس چی په اروپا کې داړیکو او مرستو د جذب مسول یې هم دی په یوه خصوصي محفل کی ویلي چې :
د ټاکنو دوهم پړاو ته د دوی یو پلان دادی چې د پښتنو هغه سیاسي ګوندونه ، سیاسي او ټولنیز خوځښتونه چی په ښکاره ډول له عبدالله څخه ملاتړ نشي اعلانولی، دوی سره کار روان دی چی د پیسو او مقامونو په بدل کې لږ تر لږه په ټاکنو کی برخه وانخلي او پښتانه په بیلابیلو بهانو د ټاکنو بایکاټ ته تشویق کړي او په دې برخه کې دوی سره په کابل کی د پاکستان سفیر هم دمرستې ژمنه کړې

د مۍ په دوهمه، نیوز پاکستانۍ ورځپاڼې ولیکل « عبد الله عبدالله د پاکستان لپاره غوره کاندید دی او وايي چې د عبدالله عبدالله کامیابي حتمي ده خو په عین حال کې دا اندېښنه شته چې که عبدالرب رسول سیاف او زلمی رسول له اشرف غني احمدزي سره ايتلاف وکړي وضعیت به د عبدالله لپاره خطرناک شي. د آی ایس آی پخوانی رييس او د سیاسي چارو کارپوه متقاعد جنرال حمید ګل باور لري چې د عبدالله عبدالله بری ګټور دی. د ده په ګومان که عبدالله بریالی شي له طالبانو سره د سولې امکان برابرېږي ځکه چې عبدالله جهادي سابقه لري. یو بل پاکستانی شناند اجمل وزیر بیا وايي پاکستان په وروستیو کې د افغانستان له غیر پښتنو قومونو سره اړیکې زیاتې کړي او اوس له هغو سره خورا نژدې او صمیمانه اړیکې لري. تاند»

لږ مهال وړاندې بلې پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس هم لا وار دمخه، ډبل عبدالله په ټاکنو کې بریالی راایستلی وو، نو خکه عطانور د بهرنیو ورځپاڼو او جاسوسي کړیو په ډاډ، خپله دې مرکه کې وايی«در اين رابطه بايد گفته شود که تيم اصلاحات و همگرايي با ارزيابي هايي که صورت گرفت هفتاد فيصد آراي مردم در روز انتخابات را به دست آورد وبايد کميسيون انتخابات پيروزي  اين تيم را در دور اول اعلان مي کرد»

خو عطانورچې د خپلو ملي بنسټونو لکه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د شکایاتو د کمیسیون پرځای، ټاکنو کې د پاکستاني او ایراني چارواکو ملاتړ، تبلیغ او قضاوت ته سترګې نیولي او هغو ته پنا وړي، هیروي چې دې روستیو کې د تجارت خوني په وینا « د ټاکنو په لومړي دور کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د رأیو د فیصدي زیاتوالي د سوداګرو او پانګوالو ټولنه وارخطا کړې، او د پانګه اچونې پر بهیر یې منفي اغېز کړی. د دې خونې سرچینې وایي، په وروستیو دریو اونیو کې په سلګونه میلونه ډالره پانګه له هېواده کوچېدلې او داسې اندېښنه ښودل کېږي چې که دا وضعه دوام وکړي، ممکن د افغانستان بانکونه له مالي افلاس سره مخ او دېوالي شي.

سرچینه وایي، له دې سره د جایدادونو قیمتونه را لوېدلي، کاروبارونه په ټپه ولاړ او هېواد د یوه اقتصادي بحران له مقدماتو سره لاس و ګرېوان دی. دعوت »

همداراز د پاکستاني رسنیو سره یوځای ایراني رسنۍ هم په لا سپينسترګۍ، د افغانستان په کور دننه چارو لکه ټاکنو کې لاسوهنه او له عبدالله څخه ښکاره ننګه او مرسته نه پټوي او د بدلون او تداوم پر ټیم او ددې ټیم پر ویاړلي مشر اشرف غني د انسانیت له چت وتلې تورونه لګوي او په دې توګه د افغانستان په وړاندې خپله دوښمني په ډاګه کوي!

بلخوا د عطا نور دا وړاندوینه چې د ټاکنو دوهم پړاو کې به اشرف غني داسې ماته وخوري چې بیا به هیڅکله رامطرح نه شي، خو دلته هم نوموړی هیروي چې اشرف غني، یوازې فزیکي څېره او شخص نه دی بلکې هغه اوس د افغانستان د ملي یووالي، بدلون او تداوم د غورځنګ نوم دې چې د ۲۱ پېړۍ د ځوان اومخکښ پښت پر اوږو او مټ او د تېر تاریخ او د نورو له ماتو څخه د تجربو پر بنسټ مخ پر وړاندې درومي!

د ۲۰۱۴ کال د مۍ ۶ مه

سرلوڅ مرادزی