زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

انگیزه های سفرملایعقوب به قطر 

                            نوشته ی : اسماعیل فروغی       اخیراً…

از واگرایی های سیاسی تا اشتباه ی راهبردی و تاریخی

نویسنده: مهرالدین مشید شعار های قومی دشمنی با وحدت ملی و…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست سوم ایجاد اصلاحات و نخست وزیری شاه محمود: به نظر میرمحمد…

«
»

پګواش – اسلام اباد: د ولسمشر د سولې ضد څرګندونې

نظرمحمد  مطمئن

لیکوال او شناند

که پلان بدلون ونه مومي، د نومبر ۲۲مه ۲۰۱۶ به اسلام اباد د پګواش د قطر د لړۍ څلورمې ناستې کوربه وي.  تر دي له مخه په قطر کې د پګواش دوې مهمې ناستي د ۲۰۱۵ مئ او ۲۰۱۶ جنورې  کې شوې وي، چې ګډونوال یې له دي کبله هم خوښ وو چې هلته پکې د طالبانو رسمې استازو او دافغان حکومت استازو په غیر رسمي ډول برخه درلودله، د افغان سیاستوالو تر څنګ پکې یو شمیر میرمنو، ځوانانو او مدني فعالانو ته هم برخه ورکول شوې وه.له دي مخکې په دوبۍ کې د ۲۰۱۲ سپټمبر او ۲۰۱۳ جنوري کې هم بې نتیجې ناستې شوې وې، ځکه په یادو دوو ناستو کې د طالبانو استازو ګډون نه درلود.

د سولې جرګه

د  دوحه پګواش ناستو په تسلسل کې کابل کې د سولې جرګې تر نوم لاندي د پګواش د ګډونوالو او ځینو نورو سیاسي څیرو یوه مجموع جوړه شوه، تر څو د سولې په برخه کې عملي کار وشي، د طالبانو او امریکا، طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د همدې سولې جرګې پرانسته د کابل ښار په کابل سټار هوټل د ۲۰۱۶ ز. کال د جون په ۲۳مه وشوه، چې تر ډیره د سولې جرګې کریډیټ او امتیاز په ښکاره خو د کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داودزي او د ماليې او سوداګري پخوانې وزیر، دحکومت د اپوزیسون د نوي ملي جبهې مشر انوارالحق احدې ته منصوب شو.

داچې د دارلانشاء له پاره یې ۶ نفره وټاکل شوو (فیض محمد ځلاند، ضیاء الحق امرخیل، احمد وحید مژده، مریم صافۍ، خلیل صافی او نظرمحمد مطمئن)، د کارونو د ښه والي اړوند د دوی ترمنځ درې او څلور غونډې هم وشوې، دا ډول د سولې جرګې اونیزو غونډو هم دوام درلود، په وروسته وختونو کې د دارالانشاء د یو غړي خلیل صافي سره د ځینو مشرانو ستونزه پیداشوه.

د دارلانشاء لخوا په کابل کې د یوې غونډې تابیا نیول کیدله، چې وروسته د دارلانشاء غړي خلیل صافي لخوا د خپلې انجو  ( دسولې څیړنیزه ټولنه Peace Research Society )د نوم او لوګو کارولو ټینګار کیدی، او هغه ویل چې د سولې جرګه دده په نوم په عدلیه وزارت کې ثبت شوې. د دارلانشاء نورو غړو ورسره مخالفت وکړ.

د همدې انجو تر نوم لاندي د ناروي  او چین هیوادونو د کابل سفارتونو ته د مرستې پروپوزلونه د سولې جرګې د مشرتابه له خبریدو پرته استول شوې وو. د احدي صاحب او عمر داودزي صاحب له نومونو څخه ګټه اخیستل شوې وه.

د چین سفارت ته د یوناما د برخې د کوم مشر لخوا ویل شوې وو چې دا شخصي انجو ده، او د سولې لپاره بودیجه ورکول ممکن شخصي وکارول شي.

د دارالانشاء د غړو لخوا پریکړه وشوه چې په کابل کې د سولې جرګې لخوا غونډه به بې باورې رامنځته کړي، او د دغې جرګې د ځینو مشرانو هم له دي امله موافقه نه وه چې د سولې په برخه کې د ویلو او نوي پرمختګ لپاره کوم څه نه لري.

خلیل صافی چې په کابل کې د پګواش استازیتوب او د پګواش د جنرال سیکرټر ښاغلي پاولو ملګری پېژندل شوی، د هغه اصرار داوو چې غونډه باید وشي، ځکه چې اوس د همدې غونډې لپاره نږدې ۴۰۰۰۰ ډالر په نظر کې نیول شوې او د پاولو لخوا مصارف منل شوې. بیا هم د دارلانشاء او د سولې جرګې د ډیری مشرانو خوښه نه وه، بالاخره د دارالانشاء غړو ښاغلي  صافي ته وویل چې که غونډه کیږي د پګواش تر نوم لاندي دي وشي، او که چا پکې ګډون کاوو او یا نه خپله خوښه یې ده.

موږ څلور کسانو (وحید مژده، فیض ځلاند، خیلیل صافي او مطمئن) د پګواش د مشر ښاغلي پاولو سره د کابل سټار هوټل کې په کابل کې د غونډې اړوند  ماشام مهال ولیدل، هغه ته ښاغلي فیض ځلاند واضح وویل چې په دغسي وخت کې د یوې لویې غونډې جوړول کومه ځانګړې لاسته راوړنه  به ونه لري، صافي صاحب جدي عکس العمل وښود.

د سپټمبر پر ۵مه ۲۰۱۶ز. کال په کابل کې د پګواش تر نوم لاندي د سولې غونډه جوړه شوه، د سولې جرګې او د پګواش دوحې ځینو ګډونوالو پکې شرکت ونه کړ، سید اسحاق ګیلاني، استاد محمد زمان مزمل، استاد فیض محمد ځلاند، حاجي احمد فرید، انجنیر احمدشاه، ملاعبدالسلام ضعیف او ځینې نورو…

هغه لسټونه چې مخکې پري کار شوی وو، د هغوی پرځای په بیړنې ډول نور کسان غونډې ته غوښتل شوې وو. د لوی کندهار استازي پکې نه وو، او د لويې پکتیاء استازولي هم پیکه، کابل کې میشتو د ولایتونو کسانو او د ننګرهار خلکو پکې ګډون درلود. له همدې کبله وه چې غونډه یو ډول له ناکامي سره مخ شوه.

اسلام اباد کې د پګواش ناستې اړوند

داچې په هرات کې د اکټوبر ۱۵مه ۲۰۱۶ ز.ل کال  د سیمې امنیت اړوند غونډه وه، د پاکستان څخه هم ورته ځینې سیاستوال راغوښتل شوې وو، له همدې موقع نه په استفادې په بیړنې ډول د اکټوبر پر ۱۴مه ۲۰۱۶،  بیا هم د پګواش تر نوم لاندي د کابل سرینا هوټل کې یوه وړوکی مجلس جوړ شو. ګډنوال یې محمد عمر داودزی، انوارالحق احدي، ملاعبدالسلام ضعیف، د پاکستان له لوري رستم شاه مومند، اسد درانی او ځینې نور وو، داځل د سولې خبره نه وه، بلکې د افغانستان او پاکستان په اړیکو خبره کیدله.

دادی اوس بیا پلان دی چې د نومبر په ۲۲مه داځل اسلام اباد کې د پګواش لخوا د افغانستان او پاکستان اړیکو د رغونې او ښووالي په موخه غونډه وشي، د پګواش اداره وایې چې (د پګواش مؤسیسې تر اوسه په بېلا بېلو هیوادونو کې له بېلا بېلو ګډونوالو سره غونډې کړې دي. د پګواش موخه داده، چې اړیکې او همغږي رامنځته ، سوله او همکاري زیاته کړي. د پګواش مؤسیسه غواړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ښې شي او دوی په دې برخه کې تر خپله وسه پورې هلې ځلې کوي. په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره اړینه ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکاري زیاته او اړيکې ښې شي. د نومبر په دوه ویشتمه نیټه په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي او په سېمه کې د سولې په اړه یو علمی او څیړنیز کانفرانس د پګواش مؤسیسى لخوا ترسره کیږي، له طالبانو سره مذاکرات ددې کنفرانس په اجنډا کې نشته. پګواش په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د سیمې په بل کوم هیواد کې د افغان سولي په هکله یو بل کنفرانس جوړ کړي چې افغان دولت ته باوری اشخاص، دافغانستان د طالبانو د اسلامی تحریک د سیاسي کمیسون غړي، نور افغان سیاستوال، علماء، قومی مشران، د ښځو او مدني ټولنو استازي او یو شمیر نړیوال ناظرین به دغه کنفرانس ته راوبلل شي، ددغه کنفرانس نیټه او ځاې تر اوسه ندی مشخص شوی).

داچې کانفرانس ته علمي او څیړنیز نوم ورکول شوی، ولي معلوم سیاستوال ورته غوښتل شوې، نو له دي کبله ده چې کانفرانس ته علمي او څیړنیز نه بلکې سیاسي غونډه ویل کیدای شي.

د ځینو افغان ځوانانو سره دا اندیښنه پيداشوې چې ممکن د پګواش د سولې هڅې  د پاکستان او ځینو ځانګړو کړیو له خوا یې د بې باورې هڅې شوې وي، تر څو پدغه پروسه هم د افغانانو بې باورې پیداکړي، ځکه پاکستان  چې څلور اړخیزه ناستې پېل کړي وي، همهاله ورسره د پګواش ادراې لخوا هم د سولې هڅې روانې وي، څلور اړخیزې ناستې ناکام او پګواش غونډو ته امیدونه وو، داچې مخکې هم شک ښودل شوی وو چې د پګواش په افغان لوري کې داسي څیري شته چې د پاکستان د پټو ادارو سره ممکن لاس ولري او هڅه به وکړي چې د پګواش د سولې پروسه زیانمنه کي، لیدل کیږي چې هغه اندیښنې کرار کرار په حقیقت بدلیږي، کومه اړتیا ده چې پګواش د افغانستان اوپاکستان د اړیکو د ښه کولو په موخه کانفرانس کوي؟ دوی خو د طالبانو او امریکایانو، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو لپاره د زمینه برابرولو خبره کړي وه.

په وروسته وختونو کې  ځینو هیوادونو ټټر وهلی وو چې که دطالبانو سره د سولې اړوند کومه ناسته کیږي، دوی یې کوربه توب ته چمتو دي، دځینو افغان سیاستوالو (د افغانستان د ملي پیوستون ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني، د مالیې پخوانی وزیر انوارالحق احدي، د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزي، د افغانستان پخوانی لومړی وزیر انجنیر احمدشاه احمدزي، د ولسي جرګې پخوانی غړی حاجی احمد فرید، د هیواد په کچه پېژندل شوې سیاستوال استاد محمد زمان مزمل، دولسې جرګې غړی جعفر مهدوي، د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، د کنړ پخوانی والي شجاع الملک جلاله،  د سیمېیزو ادارو پخوانی مشر عبدالخالق فراهي او زما لیکوال ) لخوا هڅې کیدي چې د سولې په نوم پروژې نه بلکې د رښتونې سولې لپاره یوه منتج ناسته وشي.

د دغو پرمختګونو اړوند په کابل کې د پګواش ادارې هغه کسان چې د پاکستان سره نږدې اړیکې لري، ممکن پاکستان او دوی په ګډه دا اندیښنه هم ښودلي وي چې که په قزاقستان او یا چین کې د پګواش او پاکستان له وساطت  پرته ناستې کیږي، نو دوی به د سولې له امتیاز څخه بې برخې پاتې شي، او یا ممکن پاکستان غواړي چې د پګواش ادارې په ناستو کې خپل حضور په راتلونکې کې ثابت کړي، ځکه که په کابل او اسلام اباد کې رستم شاه مومند، جنرال اسد درانی او جنرال سعد د پګواش ناستو کې ګډون کوي، نو بیا به په راتلونکو کانفرانسونو کې هم چې د طالبانو سره خبرې وي، ددوی ګډون ته لاره هواره وي.

د پګواش راتلونکې ناسته او ګډونوال یې

په اسلام اباد کې کیدونکې د پګواش ناستې ته کیدای شې د افغانستان څخه د مالیې پخوانی وزیر دکتور انوارالحق احدی، د پوهنې پخوانی وزیر او د ولسمشر سلاکار ډاکټر فاروق وردګ، ډاکټر فاروق اعظم،  د ولسي جرګې غړی جعفر مهدوي، د شمال ټلوالي پېژندل شوی قومندان دین محمد جرائت،  دولسې جرګې غړی میرویس یاسیني،  د ولسې جرګې غړی فریدون خان مومند،د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن ، د امریکا سره د ستراتیژیک تړون  د دودیزې لویې جرګې ویانده صفیه صدیقي ، د ګوانتانامو  پخوانی زنداني حاجي روح الله او ځینې نور د ناستې ګډونوال وي.

اسلام اباد کې د پګواش ناسته کې د ګډون لپاره د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي څخه څو ځله غوښتنه شوي چې ګډون وکړي، د بېلابېلو لاملونو له کبله هغه په ناسته کې ګډون نه دي منلی.  او د ځینو لاملونو له کبله ما لیکوال هم په یاده ناسته کې ګډون ونه مانه.

دا ډول د  ضیاء الحق امرخیل نوم هم د پګواش په وروستي لسټ کې نه لیدل کیږي، او انوارالحق احدي یواځنی څوک دی چې د افغان لوري څخه دغې ناستي ته قوت ورکولای شي.

د پاکستان د لوري به د آی ایس آی پخوانی مشر جنرال اسد درانی، دپوځ  متقاعد جنرال او د افغانستان لپاره پخوانی نظامي اتشه سعد محمد،  کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند، بریګیډر سکندرعلي ،په هند کې پخوانی د پاکستان لوی کمشنر عزیر احمد خان،  کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر طارق عزیزالدین، د پاکستان د اطلاعاتو وزیره شیري رحمان، جنرال طلعت حسین، کابل کې پخوانی سفیر اوسمهال د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار محمد صدیق به ګډون وال وي.

تیرو تجربو ته په کتو سره ډیرځله  داسي هم شوې چې د طالبانو د قطر دفتر د استازو  سفر پاکستان او یا هم کوم بل هیواد ته کیدونکي وي،  د سفر د نیټې سره نږدې په پاکستان کې دافغان سولې اړوند د ځینو غونډو د جوړیدو خبرونه هم ورکول کیږي، او یا پاکستانې چارواکي څرګندونې کوي چې طالبانو د افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.  د طالبانو د قطر دفتر د استازو سفر  نږدې هر هیواد ته، پاکستان ورڅخه ډیر ځله په خپله ګټه استفاده کړي او  پر طالبانو د خپل نفوذ اړوند یې پروپاګنډ کړی، داځل هم بعیده نه ده چې همداسي یو پلان به وو. طالبانو به کوم هیواد ته د افغان کشالې او سولې اړوند سفر درلود، په همدې موده کې کیدای شي پاکستان  په پګواش افغان اداره کې د خپلو نصب شوو کسانو په ذریعه زمینه برابره کړي وي چې په اسلام اباد کې د پګواش تر نامه لاندي ناسته وشي، او بیا پاکستان ووایې چې  طالبانو په کانفرانس کې د ګډون لپاره چمتووالي ښوودلی، که په همدې موده کې طالبان پاکستان او یا هم د پاکستان د لارې څخه کوم بل هیواد ته سفر کوي، بیا به پاکستان له همدې موقع نه د سولې اړوند ناوړه ګټه پورته کوي .

داسي فکر کیږي چې داځل اسلام اباد ته د پګواش کانفرانس ته ځینې هغه کسان غوښتل شوې چې یو ډول نه یو ډول پر دوی تور دی چې د پاکستان سره نږدې اړیکې لري، او یا خو د خپلو سیاسي موخو تر لاسه کولو په خاطر له پاکستان سره نږدي والی لري.

د یو علمی او څیړنیزکانفرانس لپاره په کار وه چې د ټولنې رښتونې استازي په غونډه کې ګډون ولري، د سیمې بانفوذه کسان، علمي کدرونه، پيژندل شوې باوري اشخاص، تر څو د شخړې او ستونزې پر اصلي او محوري مسایلو بحث وکولای شي.

سیاستوال تر ډیره تړلي خلک دي، د ملت استازي نه دي، د ګوند او حکومت خلک خپلواک او د خپلې رایې وړ نه دي.

طالبانو او افغان حکومت  د اسلام اباد ناسته نه ده تاید کړي، د افغان حکومت رسمي کسان (ښاغلی فاروق وردګ) ممکن پکې ګډون وکړي، ولي طالبانو ته د ګډون رسمي بلنه نه ده ورکول شوي.

طالبانو ته نږې سرچینو ویلي چې د پګواش د دوحې د لړۍ د دریمې ناستې اړوند هم تر اوسه د طالبانو سره خبره نه ده شوي.

طالبان  سوله کې د پاکستان فشار نه مني

په رسنیو کې ویل شوې وو چې د پاکستان لخوا پر طالب مشرانو فشار دی چې یا به خپلې کورنۍ د ډیورنډ هغې غاړي څخه وباسئ او یا به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته د پاکستان په وساطت کښینئ.

د نومبر پر ۱۳مه ۲۰۱۶ز.کال د طالبانو نظامي کمیسون لخوا پاکستان ته په ښکاره ډول ویل شوې چې د پاکستان په غوښتنه او ددوی په فشار کله هم له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته نه کښينې. او ډیورنډ هغې غاړې څخه د خپلو کورنیو وتلو ته چمتو دي.

داسي ښکاري که پاکستان ټینګار وکړي، طالب مشران به جدې ستونزه ونه لري چې له پاکستان سره خپلې اړیکې قطع کړي.

د طالبانو له جدې غبرګون وروسته ښکاري چې پاکستان په خپل دریځ کې نرمښت راوستی او پر طالبانو د فشار لامونه یې پر پاکستان د نړیوالو فشارونو څخه یاودنه کړي.

که د طالب او پاکستان ترمنځ ستونزه مخ په لویدو شوه، او په رسنیو کې راغلل چې طالبانو له پاکستان سره د هر ډول اړیکو مقاطعه اعلان کړه، چین هیواد ممکن د ګوادر پروژه  او پاکستان کې د خپلو نورو اقتصادي پروژو اړوند خپله پانګونه وځنډوي او یا یې ودروي او دابه پاکستان ته لوی اقتصادي زیان وي. پداسي حالت کې بیا ایران ګټونکی دی او چابهار بندر به مخ په کامیابي روان وي.

د پاکستان بله لویه ستونزه چې پر طالب جدي فشار نه شي راوړلای ، بلوچستان کې د بلوچانو او دا ډول د پښتنو ستونزه په کوټه او نورو سیمو کې ده، که د طالب او پاکستان ترمنځ اړیکې ډیرې خرابې شي، د بلوچستان بلوچان او د خیر پښتونخوا او کوټې هغه پښتانه چې د پاکستان ضد لاسوهنو کې کار کوي، هغوی به په خلاص مټ د افغانستان ځینو سيمې وکارولای شي.

امریکا د هند سره مرسته کوي چې هند په سېمه کې بانفوذه هیواد جوړ شي، تر څو راتلونکې کې د چین د اقتصادي ګټو مخه ډب کړلای شي، او هند له د همدې اړیکو له کبله کوشش وکړي چې د پاکستان د بلوچستان په سيمه کې خپل نفوذ زیات او پاکستان ته سرخوږی جوړ کړي.

د همدې راتلونکو خطرونو د مخنیوي لپاره ځینې ناتاید شوې راپورونه دا هم ورکول شوې چې د پاکستان په کوټه کې د اسلامي دولت  (داعش) ډلې غیر رسمي دفتر هم شتون لري.

د سولې ضد څرګندونې

که له یوه لوري د پګواش ، سولې شورا او بېلابېلو نومونو لاندي د سولې د هڅو خبرونه ورکول کیږي، بلخوا بیا د نومبر ۱۴مه ۲۰۱۶ ، ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمیټې څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو د مشرانو شتمنې کنګل او په تورلسټ کې د مولوي هبة الله نوم شامل  کړي. او دا ډول ویې غوښتل چې د ښاغلي حکمتیار نوم دي له تورلسټ څخه لیري شي.

د ولسمشرغني دغه ډول غوښتنې د هغه د سولې د شعار او سولې د پرمختګ ضد غوښتنه ګڼل کیږي. زما په اند ولسمشر وروسته له هغه داخبرې په احساساتي ډول وکړي چې کله پوه شو چې د طالبانو نظامي کمیسون د پاکستان چارواکو ته قاطع جواب ورکړی چې د پاکستان تر فشار لاندي د افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه دی، ولي دا ښکاره ده چې طالبانو کله هم د بین الافغاني تفاهم او رښتونې سولې خبرو څخه د پریکون او یا نه کولو خبره نه ده کړي. هغوی د سولې د خبرو لپاره اوس هم د بېلابېلو هیوادونو له استازو او افغان سیاستوالو سره ګډې ناستي لري.

داچې طالبان تر بل هر وخت اوسمهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دوو مهمو غړو هیوادونو روسيې او چین سره ډیر ښه اړیکې لري، او دا ډول د امنیت شورا د بل غړي هیواد فرانسې سره هم رغوونکې اړیکې لري، او د امنیت شورا ټول دایمې غړي پنځه هیوادونه دي، له همدې کبله ده چې د غني دغه ډول غوښتنه په اوس وخت کې به مشکل وي چې د  ملګرو ملتونو د امنیت شورا یې ومني.

د بې پولې خبریالانو او رسنیو استازو بیا په همدې ورځ (د نومبر ۱۴مه) له حکومت څخه وغوښتل چې له طالبانو سره پرته له قید او شرط څخه د سولې مذاکرات پېل کړي.

او په همدې ورځ د اروپایې ټولنې لخوا د افغان پولیسو د روزنې ۹ کلن ماموریت ختم اعلان شو، د بیا پېل لپاره یې نیټه ونه ښودله.

د افغانستان کشالې اړوند ضمیر کابلوف څرګندونې

د روسیې رانووستي اژانس ته د روسیې د ولسمشر پوتین د افغانستان لپاره ځانګړې استازي ضمیر کابلوف ویلي  چې د افغانستان ګډ حکومت غیرقانوني او د امریکا ناکامه پروژه وه. د افغانانو ترمنځ نفاق ته لمن وهل دي. ده ویلې چې امریکا دي د افغانستان مسئله کې له روسیې سره مرسته وکړي.

دا ډول کابلوف په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي چې روسیه د طالبانو سره د ښو اړیکو جوړولو په درشل کي ده، او طالبان دیوې رښتونې سیاسي وسلوالي ډلې په توګه په رسمیت پېژنې.

کابلوف د افغان ولسمشر د هغې غوښتنې اړوند چې د طالبانو مشر دي د ملګرو ملتونو په تورلسټ کې شامل شي، غبرګون یې ښودلی . کابلوف انټرفاکس اژانس ته ولي چې افغان حکومت ته په کار ده چې په دي اړه مواجه دلایل وړاندي کړي. کابلوف دا راز ویلې چې د طالبانو اړوند کومه انديښنه نه لري، روسیه او طالبان په سيمه کې ګډ دښمن لري.

د نومبر ۱۴مه ، کرزي ویلي چې روسیه، چین او هند باید د افغانستان مسئلې دحل لپاره کار وکړي. او امریکا په افغانستان کې ناکامه شوې.

د روان کال په ډسمبر میاشت کې په روسیه کې د افغانستان د کشالې اړوند کانفرانس جوړيږي چې د چین او پاکستان هیوادونو استازي به هم پکې ګډون کوي، او د افغانستان د سولې اړوند به بحث کوي. روسیې غوښتل چې راتلونکې غونډه کې د هند او ایران هیوادونو استازي هم په ناسته کې ګډون ولري، ولي داچې هند هیواد له افغان حکومت سره ډیر نږدې اړیکې لري، او طالبانو اړوند انديښنې لري، د امریکا سره یې د ملګرتیا نوي پروسه پېل شوې، له همدې امله به وي چې هغوی داځل ګډون ته زړه نه وي ښه کړي.

ایران هیواد چې د امریکا سره د اټومې وسلو پر سر جنجال لري، او له پوره احتیاط څخه کار اخلي، هغوی هم داځل د ګډون لپاره زړه نه دی ښه کړی. ویل کیږي چې راتلونکي کال ۲۰۱۷ کې به بیاځل روسیه کې د افغانستان د ستونزو د حل په موخه غونډه کیږي او کیدای شي چې د روسیې، چین، پاکستان د استازو سره یوځای د هند او ایران استازي هم ګډون وکړي.

وړاندیز:

پګواش چې د سولې برخه کې یوه منل شوې کاناډایې اداره ده، په دي برخه کې یې ډیرې لاسته راوړنې درلودلي، په کار ده چې د ځینو مشخصو کړیو لخوا ددوی د سولې هڅې سبوتاژ نه شي، همهغه د دوحې لړۍ ته چې بین الافغاني تفاهم ته زمینه برابروي دوام ورکړي. که چیرته پکې د پاکستان او یا نورو هیوادونو لاسوهنې پېل شي، ممکن دا لړۍ هم هغه ډول ناکامه شي لکه چې مخکې له دي د څلور اړخیزو ناستو یو طرفه ناستې له ناکامي سره مخ شوې.

زما هیله له خپلو افغانانو وروڼو څخه داده چې ډیر ځله د افغان مظلوم ولس پر سر معاملي شوې، هغوی چې د سولې په برخه کې پروژوې کار کوي، او پر دغسي پروسو د افغانانو بې باورې زیاتوي، امید دی چې نور به له نږدې ۴۰ کلې جګړې څخه ستړې شوې وي، او په رښتونې ډول د سولې په برخه کې کار وکړي.

د امریکا نوی مشرتابه ته په کار ده چې د افغانستان رښتونې جوړښت ته په کتلو سره خپلې اوږدې جګړې ته د دوام پرځای د رښتونې سولې د دوام لړۍ ته توجه وکړي، په افغانستان کې د خپلو پوځیانو په شتون باندي ټینګار ونه کړي، او په افغانستان کې د افغان شموله ، مستحکم او  افغانانو ته د منلو وړ حکومت کې له افغان لورو سره مرسته وکړي.

روسيې، چین، پاکستان، هند او ایران څخه هیله لرو چې د افغانستان نا امني ته خوښ نه وي، د یو ارام او باثباته افغانستان په وجود کې د یادو ټولو هیوادونو ګټې خوندي دي، هیله مو ده چې یاد هیوادونو هم په افغانستان کې د جګړې په درولو او سولې راوستلو کې مرسته وکړي.