جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

پر نورو نیوکه، ملي ضد دریځ نه شي پټولای!

له هغې ورځې روسته چې د ټاکنو په اړه یوې څرګندونه کې جنرال دوستم وویل: د افغانستان د نه تجزيي په پار يي د عبدالله عبدالله له ډلې سره ایتلاف ونه کړ، نظارشورا او د عبدالله نورو پلویانو د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند ډاکټر اشرف غني او د هغه ټاکنیزټیم، په رسنیو کې تر پرلپسې ګوزارونو لاندې نیولی دی.
که څه هم د دوستم څرګندونې د ټاکنیزو منډو ترړو په درشل کې ترسره کیږي او په لومړي سر کې ښايي د ټاکیزو سیالیو بڼه او رنګ وځلوي، خو باید پام کې ولرو چې دوستم د نظارشورا او د هغې له بېلابېلو پلویانو او لارویانو سره اوږدې او ژورې اړیکې لري او د هغه دا څرګندونې یوازې د ټاکنیز کمپاین په لمن او غیږ کې راایسارې نه دي، بلکې د هیواد په وړاندې د پټو او خطرناکو چلوټو څخه په وخت پرده پورته کوي.
په ټولټاکنو او د ادامې او بدلون په تګلار سره د ډاکټر اشرف غني په څنګ کې د جنرال دوستم دریدا، د راتلونکي یو موټي افغانستان لپاره چې د تغییر، سمون او مختګ ژمنه هم لري، د ځینو سیکټاریستي او تنګنظرو کړیو لپاره د سترګو اغزی دی. مخکې هم له افغان ولس څخه د خپلو تېروتنو او شویو اشتباګانو په اړه د دوستم اعتراف او بخښنه غوښتل، د ډېرو هغو ډلو لپاره چې په افغانوژنه او هیواد ورانولو کې له نورو مخکښ تېرشوي خندنۍ ننداره ښکاري، خو جنرال دوستم په دې اړه تر ټولو لومړی ګام پورته کړ او که نظارشورا او عبدالله هم بڅرکې شهامت لري، د کابل د ۷۰ زره شهیدانو په اړه دې لومړي اعتراف وکړي او بیا دې له کابلیانو لږترلږه بخښنه وغواړي!
دلته موخه دا نه ده چې دوستم دې له حساب کتابه معاف شي، بلکې نورې ډلې دې هم چې لاسونه يي د افغانانو په وینو ککړ دي او تر ټولو لومړی باید د نظارشورا سړیخواره، د ملت په مخکې حساب کتاب ته کښينول شي.
د جنرال دوستم دوهم ګام هم چې له افغان وژونکو او د هیواد تجزیه کوونکو څخه يي خپله لار بېله کړه او له ټاکنو روسته يي د هیواد په اړه د هغوی شوم پلان او ملي ضد چلوټه رسوا کړه او د واحد او نه بېلېدونکي افغانستان په ننګه يي خپل غږ پورته کړ، ستاینوړ دی.
هغوی چې په خپلو تېروتنو او خطاوو د اعتراف او بخښنې غوښتلو ځواک لري او نه تکرار ته يي ژمن دي، پیاوړي او غښتلي دي خو هغوی چې خپلې خطاوې پټې ساتي، اعتراف پرې نه کوي، بخښنه نه غواړي او بیا بیا تکرار ته يي په کمین کې ناست وي؛ ولس او هیواد ته درواغجن، بې زړه، ډارن او خاین دي!
په ټولټاکنو کې د ډاکټر د اشرف غني او جنرال دوستم ملګرتیا او د راتلونکي افغانستان د یوموټيتوب، پياوړتیا او سوکالۍ لپاره د دوی ګډه تګلار، هغه څه دی چې سر له اوسه پرې د سیالو، حریفو، مخالفو او دوښمنو کړیو نیوکې، تورونه، ګواښونه او چلوټې یو په بل پسې راپیل او په نږدې راتلونکې کې به د ډېرو داسې پېښو لیدونکي واوسو.
د جنرال دوستم له وینا او ورپسې د ټاکنیزو ډلو د تګلارو د څرنګوالی په اړه د ډاکټر اشرف غني له څرګندونو روسته چې ویلي يي وو، چمتو دی په ۳۴ ولایتونو کې د ولسمشرۍ نوماندانو سره مناظره وکړي، که چیري له دوی څخه کوم یو دفتر ته اړتیا لري، همکاري ورسره کوي او که په ټاکنو کې دیموکراتیک اصول نه پلي کوي او وزلوبه جوړوي، د ټاکنو د وخت د یوې ټوکې پتوګه يي ویلای وو، دوی له دوستم څخه په وزلوبه کې ماهر نه دي، اوس له دې خبرې څخه ځیني په تېره بیا د ډبل عبدالله پلویان په رسنیو کې یوه انجړه مشوړه جوړوي او غواړي دا ټوکه پخپل ټاکنیز شعار بدله کړي.
که څه هم د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسون ویاند، محمدنادر محسني وايي « کمیسون اشرف غني احمدزي او د هغه مرستیالانو ته د یوه لیک له لارې د خبرداري ورکولو پریکړه کړې، چې هغوی بیا په داسې کار لاس پورې نکړي»
خو د ولسي جرګې استازی احمد بهزاد د کمیسون په پریکړه بسیا نه کوي او وايی « با یک تحلیل منطقی می توان به این نتیجه رسید که در صورت ورود جناب دکتر احمدزی به ارگ ریاست جمهوری – البته با چنین دیدگاه و نظرات عالمانه ای – کار به جایی خواهد رسید که مردمان این دیار به روح کفن کش سابق درود و صلوات بفرستند »
په پورته څرګندونو کې چې ښاغلي بهزاد يی د خپلې ادعا له مخې په یوه منطقي څېړنه کې داسې پایلې ته رسولای، لېدل کیږي چې دا ښاغلي له یوې کوچنۍ خبرې، څونه غټه بلا جوړولای شي او بیا دا بلا څونه « به مردمان این دیار» خطر پېښولای شي چې « به روح کفن کش سابق» چې په ناویلي توګه بهزاد د ۹۰ کلونو د رباني په سرخیلۍ د نظارشورا فجایعو او خرمستیو ته اشاره کوي، دعاووې وکړي او د هغو د سر خیرات وغواړي!
ډاکټر اشرف غني سره د دوستم د ملګرتوب په لامل، د داسې بلاوو جوړول یوازې د نظارشورا په بټۍ کې کېدونکې دي چې پرون يي ورسره د هیواد د تجزيي لپاره هر رازسلاوې او مشورې کولې!
خو په اریايی بریښناپاڼه کې د اشرف غني په وړاندې داسې تبلیغات نور هم ښکر او لکۍ پيدا کوي« من کلیپ اخیر دکتر اشرف غنی احمدزی را دیدم وشنیدم. کژنگری آشکار در اظهارات وی غیرقابل توجیه است. باید بحث دانش علمی وموضع گیری سیاسی ایشان را از هم جدا کرد. دردستگاه حکومت هیتلر دانشمندان ورزیده ای هم اجیر شده بودند که گاه تخصص خود را دراختراع فن کشتار دسته جمعی به کار میبردند و تحت نام حل مشکلات آلمان به هیتلر ارایه می دادند.»
برعکس اشرف غني د مالي د وزیر، د کابل پوهنتون د رییس او روسته له ایساف څخه افغان امنیتي ځواکونو ته د واک په لیږد کې د بهیر د مشر پتوګه، خپله پوهه او کاري تجربه په بریالیتوب او نیکنامۍ سره پلې کړیده. د مالي وزیر په مهال يي عواید او ګمرکات مرکزي کړل، پولي واحد ــ افغانۍ يي له مرګوني حالته راوویسته او بیرته يي د ګاونډیو هیوادو له پولي واحدو سره سیاله او حتی مخکې کړه.
ولې او د څه لپاره د یو شخصیت د پوهې او سیاسي دریځ تر منځ، که چیري ټاکلی سیاسي موخه او غرض نه وي او بلخوا داسې پوهه او سیاست دواړه د ولس په ښېګڼه او چوپړکې وي، د چین دیوال جوړکړو؟
ولې له هر عالم او سیاستوال افغان څخه هټلر جوړوو؟ ایا داسې خبرې د هیواد د تجزيي د پلانونو پشان خطرناکې نه دي، ایا داسې څه د پردیو په اشاره او د هغو د ګټو لپاره نه ترسره کیږي ؟
خو د ماندګار په نوم رسنۍ د خبرې بل اړخ رااخلي او وايی« به اشرف غني هشدار کافي نیست! » و « آنچه را که در مورد آقای احمدزی از سوی کمیسیون شکایات انتخاباتی انجام شده، باید تنها یک اقدامِ کوچک دانست که هرگز متناسب به تخطی انجام ‌شده نیست. حداقل از کمیسیون شکایات انتخاباتی انتظار میرفت که واکنش قاطعتری در این خصوص از خود نشان می‌داد تا جریان انتخابات از همین مراحل اولیه، وارد چرخۀ بحران و سازوکارهای غیرقانونی نمی‌شد.ماندګار»
دلته هم کتل کیږي، که جنرال دوستم د هیواد په اړه د نظارشورا له پټو پلانونو او توطيو پرده نه وای پورته کړې، نو « جریان انتخابات از همین مراحل اولیه، وارد چرخۀ بحران و سازوکارهای غیرقانونی نمی‌شد.»!
خو خاوران بریښناپاڼه کې یو انګریز میشت، افغان لیکونکی له دې وړاندې ځي او لیکي « به نظر می رسد که حرفهای غیر منطقی، احساساتی و حرکات روانی آقای غنی احمدزی نه تنها بسیاری طرفداران وی را مایوس ساخته است، بلکه سلامت روانی، دانش و اخلاق اجتماعی خویش را نیز زیر سوال برده است.»
که ریښتیا وویل شي، اشرف غني سره د دوستم په ملتیا او بل پلو د دوستم لخوا د دوی د هیوادني ضد پلانونو په رسواکولوسره، نظارشورا او په خم کې يي غوپه او رنګ شوي لیکوالان او نیمچه سیاستوال، خورا وارختا شوي او د دوی د دا ډول اوتو بوتو ویاله له همدې ورخه اوبه څښي!
د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۸ مه
سرلوڅ مرادزی