پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو
د ویشتلو حق نه لري
د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي پلوه تل له امنیتي، سیاسي او سرحدي ترینګلتیاوو ډکې پاتې شوې دي. د دې اړیکو یو له تازه بحثونو څخه دا دی چې پاکستان وخت ناوخت ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې څخه د «تحریک طالبان پاکستان» (TTP) ډله د پاکستان پر ضد عملیات ترسره کوي. په دې خاطر د ځان څخه د دفاع تر نامه لاندې ځان ته حق ورکوي چې د افغانستان په داخل کې ددې ډلې پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه وکړي. خو له نړیوال حقوقي، سیاسي او اخلاقي نظره دا ډول کړنه نه یوازې غیر قانوني ده، بلکې د سیمې ثبات ته هم جدي زیان رسوي.
د ملګرو ملتونو د منشور په دوهمه ماده کې څرګند شوي چې هېڅ هېواد حق نه لري د بل هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي یا د هغه پر خاوره برید ترسره کړي. افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د هغه پر خاوره هر ډول پوځي برید د نړیوال قانون له مخې تېری ګڼل کېږي. د هر هېواد د خپلواکۍ یو بنسټیز اصل د ملي حاکمیت درنښت دی. نو د پاکستان لخوا د افغانستان پر خاوره د توغندیو ویشتل یا هوایي بریدونه، د افغانستان پر ملي حاکمیت واضح تیری دی چې افغانان یې په وړاندې د عکسالعمل حق لري او نړیوالې ټولنې باید دا ډول اقدامونه وغندي.
د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه یو نړیوال مسؤلیت دی، خو دا مبارزه باید د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې او د اړوندو جایزو لارو سره سمه ترسره شي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یا د افغانستان د حکومت له همغږۍ پرته یو اړخیز عملیات مشروعیت نه لري. یو اړخیز برید د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی او د بېباورۍ فضا نوره هم غښتلې کوي. د ولسي ملکي خلکو وژل د ترهګرۍ د له منځه وړلو پر ځای پخپله ترهګري بلل کېدای شي او په افغانانو کې د غچ اخیستنې او انتقام غوښتنې احساس پاروي.
پاکستاني چارواکي ډېر وخت د TTP فعالیتونه د افغانستان له خاورې سره تړي، خو حقیقت دا دی چې د دې ډلې بنسټ او فکري رېښې تر ډېره د پاکستان په دننه کې موندل کېږي. د قبایلي سیمو اوږدمهاله بېثباتي، د عدالت نیمګړتیاوې، اقتصادي شاته پاتېوالی او د افراطیت په خپرولو کې د تېرو پالیسیو رول د TTP د راټوکېدو اساسي عوامل دي. تر څو چې پاکستان دغو داخلي عواملو ته د اصلاح له زاویې ونه ګوري او د ستونزې د حل عملي تدابیر ونه نیسي، د افغانستان پر خاوره د توپچي او هوایي بریدونه به د ستونځې واقعي حل نه وي، بلکې د امن پر لور به د پرمختګ خنډ پاتې شي.
له ورایه ښکاري چې اوسني افغان حاکمان ادعا کوي چې له خپلې خاورې د هر ډول تروریستي عمل په مخنیوي کې ژمن دي او په ځینو مواردو کې تر یوې اندازې بریالي هم دي؛ خو باید په پام کې ونیسو چې د هغوی امکانات محدود دي. طالبان پخپله په کور دننه له ګڼو ننګونو سره مخ دي او په نړیوال ډګر کې هم د رسمیت او ملاتړ د نشتوالي ستونزې تجربه کوي. د نړیوال تروریزم د مخنیوي دروند بار د ټولې نړۍ ګډ مسئولیت دی، نو دا انصاف نه دی چې دغه بار یوازې پر یوه دولت واچول شي، په تېره بیا که ځینې ګاونډي او نور هېوادونه د سیاسي موخو لپاره تروریستی او افراطي ډلو ته پناه ورکړي، ملاتړ یې وکړي او د سیاسي موخو له پاره یې د کابل په وړاندې استعمال کړي.
په تېرو کلونو کې داسې ادعاګانې ډیرې وې چې پاکستان د افغانستان په ضد د ځینو تروریستي ډلو ملاتړ کوي، وسلې یا استخباراتي معلومات ورکوي او هغوی ته د عملیاتو لپاره لارښوونې کوي. که څه هم د دغو ادعاګانو په تړاو بېلابېل رپوټونه او علائم موجود و، خو له دې ټولو سره سره د افغانستان لخوا د پاکستان خواته یو عمدي ډز هم نه کېده او د پاکستان ملی حاکمیت ته یې تل په درنه سترګه کتل او تر اوسه یې هم د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره د پاکستان په خاوره او هوا کې کوم اقدام نه دی کړی. ددې خبرې یاد ساتل پهکار دي چې د لانجې حل د دواړو خواوو مسؤلیتونو منل، د شفافو پلټنو او د قانوني تعقیب له لارې ممکن دی. کله چې د پاکستان لخوا د افغانستان په ځینو سیمو کې د درنو وسلو په واسطه بریدونه کېږي، تر ټولو زیات زیان یې ولسي خلکو ته رسیږي، ښځې، ماشومان او بېګناه کروندګر زخمي او وژل کیږي.
په تکرار سره وایم چې د افغانستان پر خاوره هر ډول پوځي برید، که د «ترهګرۍ پر ضد عملیات» ونومول شي یا د «ځان دفاع»، له نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشور سره ښکاره ټکر لري. هیڅ هېواد د بل هېواد د خاورې په داخلي چارو کې د زور له لارې د مداخلې حق نه لري. دغه ډول اقدامات نه یوازې قانوني مشروعیت نه لري بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ بېباوري ژوره کوي او د سیمهییز ثبات پر ضد عمل کوي.
یو اړخیز بریدونه، د سرحدي شخړو زیاتول او د ولسي خلکو وژل د ترهګرۍ د له منځه وړلو لاره نه ده؛ ترهګري د توپ او بم په زور له منځه نه ځي، بلکې د باور، همکارۍ، عدلې او اغیزمنو قانونې تعقیبې لارو څخه کنترول او کمېدای شي.
پاکستان باید درک کړي چې د افغانستان په هوا او خاوره یرغل نه د قانون له مخې روا ده او نه د اخلاقو له مخې توجیه کېدای شي. که د سیمې امنیت غواړو، نو باید د خبرو، همکارۍ او متقابل درناوي لاره خپله شي، نه د بمونو او بریدونو.
نور محمد غفوری
22.10.2025












