شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

انگیزه های سفرملایعقوب به قطر 

                            نوشته ی : اسماعیل فروغی       اخیراً…

از واگرایی های سیاسی تا اشتباه ی راهبردی و تاریخی

نویسنده: مهرالدین مشید شعار های قومی دشمنی با وحدت ملی و…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست سوم ایجاد اصلاحات و نخست وزیری شاه محمود: به نظر میرمحمد…

کشوریکه تاریخ ندارد

حکام نظامی اش میگویند با افغانستان دشمنی تاریخی دارند ! هفتاد…

دنیای پرآشوب

رسول پویان در این دنیای پرآشوب و فقر و فتنه دلتنگم فـلـک…

گردهمایی اعتراضیه فعالین حقوق زن درکشورشاهی

تاریخ هشتم مارچ سالجاری گردهمایی به ابتکار چتراتحاد ملی زنان…

روز جهانى زن را گرامى ميداريم

هشتم مارچ روز جهانی زن است که همه ساله بخاطر…

مبنا و منبع قانون چیست؟

مبنا لاتغییر و ثابت می باشد و منبع تحول پذیر…

افغانستان تحت حاکمیت طالبان، لکه ی ننگی بردامان سیاستگران بدنام…

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت طالبان ابتذالی برخاسته از عمق فاجعه ی…

ماهیت « حقوقی »قرارداد دوحه 

https://youtu.be/J4E-bizAX1I?si=p5LkiwAjRdExuv8-

به مناسبت روز همبستگی بین المللی زنان!

پیام اجماع بزرگ ملی افغانستان «اجماع بزرگ ملی افغانستان» که ائتلاف…

نظام حقوقی سیاسی برای کشور٬ در مثال درخت!

ریشه درخت: ریشه٬ مردم و نسل موجود می باشد. که ارده…

پیدایش جهان و جامعه

دکتر بیژن باران پیدایش اتفاقی کیهان، زمین، انسان مستقل از…

مقام زن

نام نیکویت بزرگ و قامتت بالا بلند هرچه گوید دشمنان در…

روز هشتم مارچ این روز اقدس زن باید ستود!

امین الله مفکر امینی       2024-08-03! اینـــروزاقــــــدسِ زن را باید ســــتود نه تنها…

اگر خواهیم زنده گی مثل انسان!

امین الله مفکر امینی  2024-29-03! مــــا نهراسیــدیم ونهراسیم زهیـــاهوی نبـــــــردِ دشمنـــــان  سربکف بوده…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست دوم سرزمینی که تاریخ آن با خون تبعیدیان نوشته شده…

     زبان مادری را پاس میداریم  

زبان مادری عالی ترین پیوند انسانهاست  نمیدانم چگونه مقصد این پاسدار…

«
»

ولې ولسوالۍ پرله پسې طالبانو ته تسليميږي؟

نور محمد غفوري

 د امريکا او ناتو د عسکرو د وتلو سره يوځاى طالبانو ته د دولتي نظامي پوستو، ولسواليو او د څو ښارونو د ځينو برخو د تسليمۍ چټک بهير پيل شو. د دولتي نظامي مقاماتو او د طالبانو د رسمي اظهاراتو او مطبوعاتو په قول په کمه موده کې تر سلو زياتې ولسوالۍ له دولت څخه د طالبانو خواته بې له جګړې او يا د کمو جګړو په پايله کې واوښتې او د تسليم شوو ولسواليو ډیرې کمې يې د جګړو په زور د طالبانو لخوا تسليم او ونيول شوې. ددې پروسې د پيل او دوام علتونه نوي نه دي، بلکې دا په ملي، ولایتي او ولسوالي سطحه د دولت د شل کلنو غلطو سياستونو، بې رحمه جګړو، په دولتي ادارو کې د فساد، ټنبلي، د حاکمانو لخوا د خارجي مرستو چور، د ملي او د خلکو د شخصي شتمنيو غصب او چپاول او داسې نور علتونه دي چې په تدريجي ډول يې دولت او د حکومت مشران د خلکو ترمنځ تجريد او بدنامه کړل او ښکاره علایم یې اوس لیدل کیږي. 

که په نړیواله او ملي کچه د بن له کنفرانس وروسته پر هیواد د تپل شوو حاکمانو د سترو سیاستونو له غلطیو سترګې پټې کړو، په ولایتي او محلي سطحه هم داسې څه شوي، چې د اوسني حکومت او ولسونو ترمنځ د پخلاینې چانسونه یې له منځه وړي دي. دولتي او نړيوالې مرستې په ولایت او ولسواليو کې مستحقو کسانو ته نه رسيدې. دستونزو د حل پر ځای به د شور او جنجال په سبب به واوښتې. د والیانو او ولسوالانو لخوا به خپلو د ګټو شریکو ملګرو او د خپل تنظیم کسانو ته وویشل شوې. داسې وخت راورسید چې عوام خلک ددې پرځاى چې مرستو ته خوښ او ترې مستفيد شي، له مرستو بيزاره او د مرستندويانو، د مرستو له ويشونکو او رسوونکو څخه يې کرکه پيدا شوه. دا انګازې هم پورته شوې چې نړیوالو ته ووايي چې دا مرستې مو نه غواړو!

په نظامي جګړه کې په تيرو شلو کالو کې بې ګناه کسان د همدې دولتي کارمندانو لخوا امريکايانو ته په ناحقه د طالب په نامه په لاس ورکړل شول. په نيمو شپو کې د خارجيانو او دولت لخوا په کليو او بانډو کې چاپې واچول شوې، خلک وډارول شول، نا آرامه او ناراضه شول. دوامدارو، مزمنو او سولوونکو جګړو د خلکو ترمنځ وهم خپراوه، د هيچا مال او ځان په امن کې نه و. عادی بزګران به په لاره، ميلمستيا او يا په کرونده کې د پټيو د اوبولو په وخت کې د الوتکو لخوا ويشتل کیدل او بې ګناه وګړي شهيدان شوي دي. نجونې او هلکان هره لحظه د ښوونځيو په لاره او پخپله په ښوونځيو کې د جګړې تر خطر او ډار لاندې و او تر څو به یې چې اولادونه کور ته راتلل، د میندو او پلرونو نيمې غوښې به يې له غم او غوصې څخه اوبه شوې وې.  

د ځينو کسانو د دروازو او لارو په مخ کې به پخپله د دولتي نظامى قوماندانانو لخوا لوی او کوچني ماينونه کيښودل شول، بيا به يې نور کسان ورباندې نيول او ځورول او د ټول کلي خلک به ورسره سرګردان و چې طالب او د مین خښوونکي ومومي او په لاس یې ورکړي. سپين ږيري او د عزت او حيثيت کسان به يې هم په شپو شپو د ګناه له ثبوت پرته په پوستو کې ساتل چې قضيه به يې حتى ولسوالۍ ته هم نه راجع کوله. په عادي مسئلو، له محکمې او تحقيق پرته به د پوستې قوماندان پخپله کليوالو ته سخته جزا ورکوله.  د محکمې له امر پرته د نظامي قوماندانانو لخوا ځوانان خسي شوي او له اولاده غورځول شوي دي. د خلکو په کورونو او عامه تاسيساتو به مرمۍ لګيدې.  که له يوې خوا د ولسواليو او د کليو او بانډو اوسيدونکي د خارجيانو له شتون، د دولتى لويو سياستونو او د لوړپوړو دولتي چارواکو له شر او فساد څخه ناراضه و، په محلي او ولسوالي کچه د دولتي مامورینو او نظامي پوستو له کړنو څخه به هم تر پزې راغلل. 

ددې پرځاى چې دولتي امنيتي پوستې د خلکو د ځان او مال امن وساتي، د خلکو د ځورونې، ناآرامۍ او ربړ سبب کيدې. د همغې پوستې د شاؤخوا کليو به بالآخره تصميم ونيو، چې دا پوسته وباسي او ځان يې له غمه خلاص کړي. په ملي، ولايتى او محلي کچه د حاکمانو چلند به پخپله د خلکو ترمنځ نارضايتي او ځوان طالبان او د هغوى کليوالي پلويان را توليد او تقويه کول. د دولتي واکمنانو چلند په ولس کې د نارضایتۍ او نارضا کسانو د تولید ښه فابریکه وه چې دا قهریدلي کسان بیا طالبانو په آسانه پخپلو لیکو کې تنظیم او تسلیح کول. کليوالو به د دولتي نظامي پوستو د ظلم او مزاحمت څخه د خلاصون په خاطر په پوستو حملې پيل کړې، پوستې به يې راحصارې کړې، جنګ به شدت وموند او نور به د ټولیو او کنډکونو قوماندانان آزاد او په زغرده کليو ته نشواى را وتلاى، کمینونه به ورته نیول کیدل او کليوالو به يې په دې ډول له روځني شر او مزاحمت څخه ځانونه خلاص کړل. پوستې به پخپلو قرارګاوو کې د خپلو مورچلونو تر شا محصورې پاتې شوې او له کليو او کليوالو سره به يې راشه درشه بنده شوه. ددې په سر به طالبانو هم اعلان وکړ چې هيڅوک حق نه لري چې له دولتي پوستو سره تماس ونيسي. نور به په عسکرو د باغونو زردآلو، د لارو د سر توت او له کورونو څخه بې بيې شلومبې (تروې) او نورې عادي مرستې هم بندې شوې. که به د ژمي په سړو او د دوبي په ګرميو کې پر عسکرو باندې د ځينو ميندو او سپينږیرو زړونه هم خوږيدل، خو د مرستې لاس رسى يې نه لاره. نو چې پوستې به د خلکو د امنيت د نيولو پرځاى د مزاحمت او جنجال په عامل واوښتې، نه يوازې چې لارې او محلونه يې نه شواى ساتلاى، بلکې خپل ځانونه يې هم نه شواى ساتلاى او اکمالات به هم ورته نه شواى کيداى؛ دولت به مجبور شو چې دا پوستې راټولې کړي او محلونه طالبانو ته پريږدي.

د یادولو وړ ده چې له دا ډول نظامي دولتي پوستو سره د جګړې له پاره له خارجي هېواده څه چې له بل ولایت او حتی بلې ولسوالۍ څخه هم طالب جنګیالي نه راتلل. د دولتی پوستو ایستل د همغه محل د طالبانو دنده وه، اکثره یې د خپلې ولسوالۍ د لرې پرتو کلیو طالبانو ته هم په نږدې پوستو د حملې اجازه نه ورکوله او ان په جګړه کې يې د نورو سیمو د مرستو سره هم رضایت نه ښود. دایې د خپل محل په چارو کې د نورو لاسوهنه بلله. محلی طالبانو له محلی دولتی پوستو سره د جګړو بار پخپله غاړه اخیست. کله به چې دولت پر جګړه کې ښکیلو طالبانو باندې هوایی برید وکړ او یا به د مرستو لوی قطار د پوستې له پاره په لاره روان شو، بیا به د نورو سیمو د طالبانو جنګي ګروپونو هم په جګړه کې برخه اخیسته او د جګړې ډګر ته د حمایوي دولتي قوې د رسیدو مخه به یې نیوله. د طالبانو دې جګړو کوم لوی پلان ته اړتیا هم نه لرله، دا د طالبانو د جګړه ایز تکتیک معمولي او روځنۍ کار و او په یوه چیغه او یوه لحظه کې به سره راټولیدل.  

ډیر کلونه پخوا او په ډيرو ځايو کې د خارجي عسکرو په شتون کې چې د ولسوالۍ په تعمير کې به د دولت وسله وال ځواکونه پراته و، هم کليوالي خلک ولسواليو ته نه ورتلل او حتي ډيرو به تذکرې هم په ولايتونو کې اخيستي، ځکه چې ولسوالیو ته د ورتلو امکان او د طالبانو اجازه یې نه لرله. په ځینو ولسوالیو کې به هغه وخت کارونه اجراکیدل چې  کلیوالو ته به طالبانو د ورتګ اجازه ورکړه. ولسواليو د طالبانو له موافقې پرته خدمتونه نه وړاندې کول. په حقیقت کې د همغه محل او ولسوالۍ خلک د طالبانو تر امر او فرمان لاندې و. 

د ولسوالیو ملکي پرسونل به حاضر نه و او د حضور اړتیا یې هم نه وه. د معارف، زراعت او په ځينو نورو برخو کې مامورينو هم د دولت او هم د طالب هدایتونه او اوامر عملى کول. ګذاره يې کوله. د محصورو ولسواليو اکمالات هوايي او يا په کال کې څو وارې د قطار له لارې کيدل چې معمولا له سختو جګړو سره به تړلى و. که به د خارجیانو او یا مرکزی دولت لخوا د ولسوالیو له پاره مرستې معینې شوې، د مرستو مالونه به هم د ولسواليو په نامه په ولايت کې ويشل او چور کيدل… لنډه داچې د داسې ولسواليو صرف تعميرونه له دولتى ځواکونو سره و او هلته پراته نظامیان به هر وخت او هره شپه د طالبانو د حملې او د ځان د دفاع په فکر کې و. نو اوس چې خارجي قوتونه وتلي، د ولسواليو پرسونل پوهيږى چې دوی مقاومت نه شي کولاى، مهمات نه ورته رسيږي، هغه پخوانی هوايي اغیزمن ځواک نشته، د ځمکې له لارې د قطار ورتلل ورته ناشوني دي، نو طبیعي ده چې هغوى د وضعيت تر محاکمې وروسته له طالبانو سره لارې جوړوي او له جګړې لاس اخلي او پخپل فکر ځانونه او نور افغانان له مړینې ژغوري. 

په ځينو ځايو کې طالبان هم په دولتی نظامي پوستو، ولسوالیو او ولایتي ښارونو باندې د حملو کولو بيړه نه کوي، ځکه چې فکر کوى چې دا پوستې او ولسوالى بالاخره له تسلیمیدو پرته بله چاره نه لري او چې پوستې او ولسوالۍ طالبانو ته تسلیم شي، د ولایاتو مرکزونه هم د دوی په پله د پله ایښودو ته مجبوریږي.

 په ځینو ځايو کې دولتي ځواکونه پخپله پستې او ولسوالي چور او پخپل سر پريږدى. هغه څه چې ورسره وړاى شي، وړي يې او چې نه يې شي وړاى، پريږدي يې. وروسته بيا طالبان او يا حتى د طالبانو تر مخ ځايي خلک د مالو د راوړلو او چور له پاره ورځې. د داسې محلونو او دولتی بیزونو او تعمیرونو د چور مخنیوی پخپله طالبان هم نه شی کولای. د طالبانو د خبرتیا او ور رسیدو تر مخه هغه کسان چې له دولتی پوستو سره په پټ او یا ښکاره تماس کې دي، ورباندې خبریږي او د چور او تالان له پاره تر نورو مخکې ور رسیدلی شی. دا د دولتی فاسدو مامورینو او قوماندانانو په ګټه هم ده چې د ادارو اسناد ورک او چور شي او ددې له پاره د امکاناتو په جوړولو کې خپله هڅه نه سپموي. 

طالبان چې د دولتي واک مدعیان دی، باید په ډیره هوښیارۍ د دولتي او اداري اسنادو او عامه شتمنیو په ساتلو کې هڅې او هاند وکړي او چوروونکو ته یې سخته سزا ورکړي. 

د جګړې  مخ اړول، غزول او پر طالبانو باندې د امریکا هوایی بریدونه د محلي پوستو او ولسوالیو د پرله پسې تسلیمدو بهیر ځنډولی شي، خو په ټپه یې نه شي درولای. ملت د سولې په اړه عاجلې او معقولې پریکړې ته ضرورت لري.  

دولتی وسله وال ځواکونه که په زور او یا پخپله رضا په تدریجي ډول او قرار قرار تسلیم شي، په ملي کچه زموږ جوړ شوی مسلکي پوځي نظام د پرسونل، روحیې او تخنیک له پلوه سخته ضربه ویني. ښه داده چې مخکې له دې چې نظامی پوستې، ولسوالۍ، ولایتونه او نظامي واحدونه په تدریجي ډول تسلیمۍ ته مجبور شی، زر تر زره په ملي، ولایتي او ولسوالي سطحه د دولت په سیاست او پرسونل کې بدولون او په افغانستان کې سوله راشي. په دولتي او حکومتي واک د ټول ولس د غوښتنو مطابق جوړجاړی وشي او د وسله والو ځواکونو د فرسایش او تدریجي انحلال مخه ونیول شي. همدا د ملی اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د نظام جوړول د شلو وروستیو کالو له خورا مهمو لاسته راوړنو څخه هم بلل کیږي چې ساتل او غښتلي کول یې د ملی ګتو د محافظت له پاره اړین دی. 

۲۷/۷/۲۰۲۱