عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

ولې مقدس او عام المنفعه ځايونه نښه کیږي؟

لیکنه: زمریال

کلونه کيږي چې افغانان د يوې کرغيړنې جګړې په لمبو کې سوځي. دغې جګړې افغانانو ته نه یواځې د سر او مال زيان اړولی دی؛ بلکې معنويات، مذهب او د خلکو احساسات يې هم زيانمن کړي دي.

 په هغه جګړې کې چې د ميليونو افغانانو د شهادت او ټپي کېدو تر څنګ مو ديني، مذهبي، کلتوري او علمي مقدسات هم ويجاړ شوي دي. ښه بېلګې يې په وروستيو کلونو کې پر مسجد، تکيه خانه، مکتب، پوهنتون، کلينیک او زیارتونو باندې د طالب او داعش بريدونه يادولی شو.

پر مسجدونو، مدرسو او ټولګټو ځايونو بريدونه

څو ورځې وړاندې په ننګرهار کې د رمضان کپ کرکټ سياليو کې په روژې مبارکې مياشت کې په عامو خلکو پرله پسې بريدونه چې په کې ۸ تنه شهيدان او له ۵۰ ‌ډېر ټپيان شول، له دې وړاندې د خوست ولایت مرکز اړوند یعقوبیو اډه کې په یوه مسجد کې چاودنه چې ګڼ شمېره مرګ ژوبله يې لرله، د روان ميلادي کال د اپريل په دېرشمه په کندهار کې په مدرسې بريد چې په کې ۱۱ تنه د مدرسې قاري صاحبان په کې شهيدان شول، له هغې وړاندې د کندز په دشت ارچي کې د طالب لخوا له مدرسې څخه د ترهګريزو کړنو لپاره د وسيلې په توګه استفاده کول او بيا پرې د امنيتي ځواکونو بمباري چې په کې ۵۰ ملکيان شهيدان او له ۲۵ زيات طالبان ووژل شول.

د  ۲۰۱۶ کال د جون په ۱۲ نېټه په جلال آباد ښار کې د جمعې لمانځه په لمونځ کوونکو خونړی بريد چې په کې څلور تنه شهيدان او له ۸۰ زیات نور ټپيان شول. دا هغه څه دي چې لوی دي او يواځې د يو کال په جریان کې ترسره شوي دي. که له لومړي سره حساب وشي نو د شهيدو مسجدونو، منبرونو، قرانونو، مدرسو، کلينکونو او په کې موجودو شهيدان شويو افغانانو شمېر له زرګونو اوړي.

پر مکتبونو او پوهنتونو بريدونه

د روان کال د مې مياشتې په ۲۹ مه وسله والو طالبانو په فراه ولايت فراه ښار پورې د اړوندې سیمې (رېګ کلي) د نجونو ښوونځی وسوځولو، د وران ميلادي کال د اپرېل په ۱۰ مه وسلوالو طالبانو سهار وختي درې بجې د مومندرې د هزارناو لیسې ننوتل او ادارې ته یې اور واچولو، د روان هجري کال د وري په ٢۱مه د شپې نهه بجې وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د مغل خېلو سيمې د نجونو لېسه وسوځوله، يو کال وړاندې دکابل ښار د قرغې پر سړک د حربي پوهنتون د محصلانو د لېږدونې پر موټر خونړی بريد چې په کې ۱۵ ډېر شهیدان او په لسګونو نور ټپيان شول، دوه کاله وړاندې په کابل کې پر افغان امريکايې پوهنتون خونړی بريد چي په پایله کي ۱۳ کسان وژل شوي او نژدي ۳۷ نور ټپیان شول، او دې ته ورته په لسګونو نور بريدونه.

جنګ هم اصول لري خو له بده مرغه د افغانستان جګړه دومره ناولې ده چې هيڅ پوله او سرحد نه پېژني. په دغو جګړه کې افغان شهيد شوی، د افغان مسجد، قرآن او منبر شهيد شوی، د افغان مکتب سوځېدلی، د افغان پوهنتون ويجاړ شوی او استاد يې بې رحمانه شهيد شوی، د افغان کلينيک په بمبارد يا بمونو الوځول شوی او دېته ورته په لسګونو نورې بدبخۍ. خو اوس پوښتنه اساسي دا پيدا کيږي چې دا کرغېړن عمل څوک کوي، د چا په خوښه يې کوي او د څه لپاره يې کوي؟

ځواب ښکاره دی، هغه څوک دا بريدونه کوي چې د افغانانو اساس او بنسټ ته يې پتېلې چې له منځه یې وړي، دوی په دې سره هڅه کوي چې اسلام بدنام کړي او همدا شان مسلمانان بدناموي او هڅه او کوښښ کوي نړۍ ته د اسلام ناوړه انځور وړاندې کړي؛ ځکه دا بريدونه يا طالب کړي او يا داعش کړي چې دواړه د اسلام له نومه په استفادې هغه وحشتونه ترسره کوي چې اسلام ورسره کلک مخالف دی. دوی دا کارونه د خپلو بادارانو په امر او لارښوونه د اسلام نوم بدوالي، د افغان نوم بدوالي او له تعليمه د افغان بچي د پاتې کېدو په خاطر ترسره کوي. دوی ته بادارانو يې لارښوونه کړې چې افغان بچی بايد زده کړې ونه کړي، د افغانانو تر منځ مذهبي نفاق رامنځته کړي او په ټوله کې نړۍ ته د اسلام يو بد انځور وړاندې کړي. دوی او یا هر څوک چې دا ډول بریدونه کوي په ښکاره د اسلام د دفاع خو په حقيقت کې د اسلام د نوم بدۍ او له دغه مبارک دينه د خلکو د زړه بدۍ په خاطر ياد خونړي بريدونه ترسره کوي.