پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب او فرهنګ په روڼ آسمان کې پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکی او هڅاند څېړونکی دی، د نړېوال ادبي ښوونځی ناتورالیسم په تړاو ځانګړې مرکه.
مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود
د ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!
دا ځل تاسو ته د پښتني- افغاني فرهنګ د ېوې پېژندل شوې، درنې او نوموتې کورنۍ داسې نوښتګر لیکوال، تکړه شاعر، څېړونکی او ژباړونکی در پېژنو، چې د خپلو مسلکي کارونو تر څنګ له خپلو علمي، ادبي او فرهنګي لیکنو او پنځونو سره یې د علم او ادب غوړېدلی ډګر تود ساتلی دی. زموږ دغه پیاوړی لیکوال، څېړونکی او هڅاند شاعر ګران او منلی ډاکټر طارق رشاد د دروند، نومیالي او رښتینې څېرې علامه اکادیمسین پوهاند عبدالشکور رشاد زوی دی. علامه استاد عبدالشکور رشاد د علم او ادب په تلځلاند ډګر کې هغه روڼ او روښانه ستوری دی، چې څېړنیز او تحقیقاتي نشیرونه(آثار)، علمي، ادبي ویناوې، مقالې او تاریخي پنځونې یې د علم، ادب، ټولنیز، پښتني، ملي، وطني او جغرافیایي ارزښتونو، انساني، بشري، سیاسي او تاریخي ژوند په بېلابېلو برخو کې د خورا ستاینې او درنښت وړ دي. د استاد علامه رشاد نوښتګر اندو فکر، خیال، انساني او اخلاقي پیغامونه د پوهې، علم او ادب په ډګر کې نوې لارې پرانیستې او د ده ژور لید د قلم خاوندانو ته د الهام نوې سرچینې وربښلې دي. د استاد رشاد صاحب نوم د علم او ادب په تاریخ کې د درناوي، نوښت او لوړ هنري مقام په زرینو تورو لیکل شوی دی. د ده پنځونې، څېړنې او شننې ځواک، فکري ژورتیا او ادبي چوپړ او خدمتونه به راتلونکو نسلونو لپاره د الهام روښانه مشال پاتې شي. د علم او ادب مینه وال علامه استاد رشاد د یو پوخ، مخکښ او پیاوړي لیکوال، علمي، ادبي او تاریخي سټې، نوښتګر پنځوونکي او څېړونکي په توګه په هېواد کې د ننه او بهر پېژني او ورته درناوی لري.
ما د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د بشپړې پېژندې په موخه د یو لنډ ژوند لیک په ملتیا د څو نوموړو علمي او ادبي څېرو لیدتوګي هم ترلاسه کړې دي. هیله ده ورسره به د ده د علمي او ادبي سټې په تړاو معلومات د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې تاسو درنو مینه والو ته وړاندې شي.
ښاغلی ډاکټر طارق رشاد د علامه اکادیمسین پوهاند استاد عبدالشکور رشاد زوی دی، چې په (۶) مه د می میاشتې پر (۱۹۵۶)زېږدیز کال کې په لوی کندهار کې زېږېدلی دی. په پښتو او دري ژبو یې لیکنې او نښیرونه (آثار) چاپ شوې دي. له انګلیسي او هالندي ژبو سره هم بلد دی. ګڼ شمېر خپلې لیکنې یې په دغو ژبو هم ژباړلې دي.
چاپ شوي نښیرونه(آثار) یې دا دي:
ـ د زړه سانده: ( پښتوګډه شعری ټولګه )
ـ شعری که خنجر است: ( مجموعه شعری دری مختلط )
ـ سپیدې: ( پښتو ګډه شعری ټولګه)
ـ در میلاد خورشید: ( مجموعه شعری دری مختلط )
( دشعرونو او لنډو کیسو ګډه ټولګه د هالندی ژباړې سره ) On the board of memories _
ـ افغانی شمله: ( د لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبیبي په اړه د مقالو او شعرونو ټولګه)
– د افغانستان په اوسینو حساسو شیبو کې د ملي سیاسي او ټولنیز ـ کلتوري هڅی اړتیا
چاپ شوي کتابګوټی:
ـ پېښې او نندارې (تیاتر)
ـ د پښتو ادب لنډ تاریخ
ـ پښتو ولسي ادب (فولکور)
ـ دویښو زلمیانو د اثر سریزه او د نورو نښیرونو(آثار) سرېزې
ـ بیلا بیلې ادبي ، روغتیاتي او سیاسي لیکلنې
چاپ شوې مجلې:
ـ روغتیا ( روغتیاي مجله ) مهتمم (۲۰۰۰) زېږدیز په هالند هیواد کې
ـ څانګه (کلتوري او ادبي مجله ) مسوول مدیر په هالند هیواد کې
ـ شمله ( کلتوري او ادبي مجله ) مسوول مدیر په هالند هیواد کې
زده کړی:
ESOL_ LEVEL 2 : North West Kent College
English Language in UK
: 2007 _ 2009
Dutch Language : Regional opleiding Centrum
LEVEL 5 The Netherlands
1995-1997
Basic computer program Utrecht computer programmer
The Netherlands
1998
د کابل طبي انستیتوت:
کابل ـ افغانستان
MD Diploma (1976_1983 )
د نادریې لیسه: بکلوریا
کابل – افغانستان
1969_1975
دندې:
له (۲۰۱۷) تر (2021) زېږدیز په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو سلاکار.
ـ کاریز مرستندویه تولنه (روغتیا او ښوونه): ولایتی مشر
کندهار ـ افغانستان : د رشاد کلینیک داکتر
2004_2007
ـ د لوی کندهار کلتوري مرکه: مشر
2005_2006
ـ د نیدرلند افغاني طبي ټولنه: دنړیوالو اړیکو مسوول مشر
2000_2002
ـ د نیدرلند افغاني کلتوري ټولنې: مشر
2000_2003
په اروپا کې د کلتوري ټولنو ګډې جرګګی: د مشرتابه غړی
د جمهوریت روغتون 1983_1988 د داخله ډيپارتمنت ډاکټر
د افغانستان راډیو (1987-1988 ) د هنر او ادبي پروګرام ویاند او چلونکی
په بیلابیلو نړیوالو او د کور دننه کنفرانسونو کې یې ګډون کړی د بیلګې په توګه هالند،جرمنی،بلجیم، اتریش،سویدن ،بریتانیا،امریکا،کاناډا،جاپان او د هیواد په پلازمینه او ډیری ولایتونو او داسی نورو سیمو کې…
ځانګړې لیوالتیاوې:
ـ طبي، ادبي ، کلتوري، سیاسي مطالعه او لیکوالي…
***
ډاکټر طارق رشاد هغه هڅاند او تاند لیکوال، څېړونکی، ژباړونکی، تکړه ویناوال او شاعر دی، چې په خپلو ادبي لیکنو او شعرونو کې یې د افغاني ټولنې رښتیني انځورونه له ټولو ورپېښو دردونو او کړاوونو سره په ډېره زړورتیا په شاعرانه احساس او هنرمندانه ژبه خپلو مینه والو ته داسې بیان کړې دي، چې د لوستونکو او اورېدونکو او هر با احساسه انسان په زړونو او ذهنونو کې د هېواد، بشر پالنې، ملي پیوستون، اتحاد او اتفاق انساني احساسات، جذبات او ولولې راپاروي.
***
ښاغلی ډاکټر زرین انځور د پښتو ادب د روڼ اسمان په لمن کې هغه نوموتی لیکوال او پیاوړی څېړونکی او کره کتونکی دی، چې په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي ډاکتر طارق رشاد د علمي او ادبي سټې په تړاو یې داسې کښلې دي:
((…. د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد په اړه خبرې موږ ته له دوو اړخونو د پام وړ دي. لومړی دا چې هغه د افغانستان د يوې داسې علمي کورنۍ غړی دی چې د افغانستان د تاريخ ، ادبياتو او فرهنګ په څېړلو او راسپړلو کې يې ونډه ډېره درنه ده. ارواښاد استاد رشاد د هېواد يوه ستره علمي هستي وه او زامن يې ډاکټر خالد رشاد، ډاکټر طارق رشاد او استاد شېرشاه رشاد او نور، هر يو په خپل خپل ځای کې د علم او فرهنګ په کار کې د يادونې وړ ځای لري.
له بلې خوا خپله ډاکټر طارق رشاد که د خپل مشر ورور ډاکټر خالد رشاد په څېر د طب ډاکټر دی، خو يو ښه شاعر، ليکوال او څېړونکی هم دی. هغه لږ ليکل کړي ، خو هغه څه چې يې ليکلي دي ، پاخه يې ليکلي دي او سړی پکې د استاد رشاد د درندو څېړنو نخښې نښانې ليدلی شي.
د دې په څنګ کې هغه يو صادق انسان، يو خواخوږی دوست او ملګری، يو پر وطن مین شخصیت دی. دا هغه څه دي چې د ارواښاد استاد رشاد په ټولو اولادونو کې يې موږ د هغه د شخصيت د وړانګو په توګه کتلای شو.))
(۲۹) می (۲۰۲۶)…
***
ډاکټر طارق رشاد له خپل هېواد او هېوادوالو، پښتو او پښتونولۍ سره، له ولس، ژبې او فرهنګ سره ژوره، پاکه او سپېڅلې مینه لري. د ده په ذهن کې د ملي یووالي، اتحاد او اتفاق، ملي پیوستون، ورورۍ او برابرۍ موخه او مرام له ورایه راڅرګندېږي.
ډاکټر طارق رشاد زړه سواندی، مینه ناک، خواخوږی او متفکر انسان، رښتینی، دروند، د عالي او نیکو اوصافو او لوړو اخلاقو، انساني عواطفو او سپېڅلو احساساتو خاوند شخصیت دی. د علم، پوهې او ادب سره ځانګړې مینه لري. د خبرو او بیان ژبه یې پسته، اغېزناکه او سلیسه ده.
***
ښاغلی نظیف تکل هغه پیاوړی لیکوال، غزلبول او خوږ ژبی شاعر دی، چې د خپلو منظومو او منثور نښیرونو له لارې یې د پښتو ادب ګلبڼ ښېرازه او روښانه ساتلی دی. ده په خپله یوه لیکنه کې د ډاکټر طارق رشاد د علمي او ادبي شخصیت په اړه داسې کښلې دي.
((…. ډاکتر صاحب طارق رشاد په کسبي حساب د طب ډاکتر دی او د انسان د اناتومۍ سره سر و کار لري په طبابت کې هم مجرب او وتلی ډاکتر دی، له بله اړخه شاعر، ليکوال او څېړونکی هم دی چې دا اړخ يې بيا د انسان د روح او روان سره سر و کار لري.
د همدې علمي او ادبي امتزاج له برکته يې په ليکنو او څېړنو کې د عقل او احساس منطق، تخيل، علم او هنر ښکلی توازن ليدل کېږي.
ډاکتر طارق رشاد په معاصر فکري او فرهنگي ډګر کې هم د يو فعال او اغېزناک قلموال په توگه پېژندل کېږي.
په شخصي ژوند کې هم د يو دروند ظريف شخصيت خاوند دی، په ملگرتيا کې ډېر ښه ملگری دی، يو ښه ښوونکی دی باریک بين دی زر يې په خبره سر خلاصېږي او بل هم زر پوهولی شي، زه يې په ملگرتيا وياړم، روغتيا او خوشاله ژوند ورته غواړم.))
***
ما د ښاغلي ډاکټر طارق رشاد د پوره پېژندګلوي په تړاو له ده سره یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم او ادب درنو مینه والو پام ورته راګرځوم.
ګران ډاکټر طارق رشاد صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنئ، اجازه راکړئ چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران مسعود صاحب ډېره مننه. زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم او ستاسو په خدمت او چوپړ کې یم.
***
مسعود: تاسو په هېواد کې د ننه او بهر د لرغوني ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې او منځپانګه څه ډول څېړئ؟
ډاکټر رشاد: ادبیات د انسان د فکر، احساس، تجربې او ټولنې هنري بیان دی. دا د ژبې هغه لوړه بڼه ده چې یوازې د معلوماتو د لیږد لپاره نه، بلکې د ښکلا، تخیل او معنوي تجربې د رامنځته کولو لپاره کارېږي. ادبیات د انسان د ژوند هینداره ده او د هرې دورې فکري، ټولنیز او کلتوري حالتونه منعکسوي.
لرغونی ادبیات د انسان د فکري تاریخ له پخوانیو ریښو سره تړاو لري. دا ادبیات د اساطیرو، حماسو، مذهبي متونو او شفاهي روایتونو له لارې رامنځته سوي دي. په دې متونو کې د هغه وخت د انسان نړۍ لید، باورونه، دیني تصورات او ټولنیز ارزښتونه نغښتي دي. لرغونی ادبیات یوازې تاریخي میراث نه دی، بلکې د انساني فکر د پرمختګ لومړني پړاوونه دي.
لرغونی ادب باید په دوو لارو وڅیړل سي: لومړی، د اسطورو ، وياړونو او ټبر پېژندنې له لار ې چې نکلي ، دیني او حماسي ریښې لري.
دوهم، د تاریخي ښکلاپوهنې لار ده چې د ادبي قالبونو بدلونونه د ټولنیزو بدلونونو په رڼا کې وړاندي کوي لکه د لرغوني یونان او روم ادبیات چې د کلاسیکیزم د مکتبونو بنسټګر دي، په داسې حال کې چې د پښتو لرغونی ادب پر دود، دستور ، حماسو، طبیعت، دین، تصوف او اسلامي کلتور ولاړ دی.
د همدې لرغوني ادب په څېړنه کې باید پوه سو چې د پښتو ژبې لرغونی او زوړ ادب پر دوو برخو ویشل کېږي: نالیکلی (شفاهي) او لیکلی (تحریري). تمرکز
خو پښتو ژبه د نالیکلي (شفاهي) ادب د ډېروالي او څرنګوالي له امله ډېره بډایه ده او د سیمې په ژبو کې ځانګړی مقام لري لکه لنډۍ (ټپې)، کاکړۍ، پاړکي (لنډکۍ، بندۍ، سورې، بچکي)، سروکي (نیمکۍ، پامونه)، نارې، چغیان (انګۍ، هوی سندرې)، د ښادۍ سندرې، د میندو سندرې، ساندي، نکلونه، متلونه…
په پښتو کې د نالیکلې ادب دغه بیلابیل ډولونه او د دغه ادب ډیروالی سړی په دې باور کوي چې زموږ خلکو سره څومره هنري ذوق او احساس وو او خپل ذوق و احساس یې د دغه ادب په بیلابیلو قالبونو کې ځایاوه .
اوس چې موږ د پښتو د نالیکلي ادب کومې ثبت سوي بیلګې لرو له کومو استثنايي مواردو پرته له تاریخي پلوه ډيري لرغوني نه دي خو مفکوره او د فکر طرز يې په ځينو کې لرغونی او د ځينو شکلي جوړښتونه هم له ډیرو لرغونو وختونو روایت کوي او له هغو آريايي سندرو سره ورته والی چې زرګونه کلونه وړاندي په دې خاوره کې ويل سوي، پالل سوي او وده ورکړه سوې ده او ځانګړنه يې داده چې په غاړه(لحن) ويل کیږي.
د لرغونی پښتو ادب په لیکلي لومړي پړاو کې چې له دوهمې هجري پیړۍ پیل کېږي، ډېر یې په لېږد کې څڅېدلي او ضایع سوي، ښايي ځينو تورو یې د وخت په تیریدو بدلون موندلی وي څو تر موږ رارسيدلي دي چې په غور کې د امیر کروړ له ویاړنې، د کسۍ غره لمنو کې د بیټ نیکه له مناجاته او همدارنګه د شیخ اسماعیل او خرښبون د بیلتانه له سندرو، او په ملتان کې د شیخ رضی لودي د شعر په ځواب کې د نصر لودي له شعر څخه چې په لرغونو اوزانو کې ویل سوي دي، را پیل کېږي ، بیا د شیخ تیمن کاکړ او قطب الدین بختیار کاکي د مینې له سوزه ډک دبیلتانه له سندرو، د ښکارندوی د طبیعت د ښکلا او د پسرلني ښکلي انځورګر شعر او داسې نورو نیولې تر کلاسیکي دیواني شاعرۍ لکه د خوشال بابا، رحمان بابا، حمید بابا او داسې نورو تر شاعرۍ پوري غزیږي او د خپلو لرغونو شعري قالبونو د دود ترڅنګ د ختیځي شاعرۍ دود هم رامنځته کيږي او د هغه نوي شعري ژانرونه خپلوي، لکه قصیده، غزل، قطعه، رباعي، مثنوي، مخمس، مسدس، ترکیب بند، ترجیع بند او نور شعري ډولونه. خو په یو توپیر سره چې په ۱۳۴۸ لمريز کال کې علامه اکاډمیسن پوهاند عبدالشکور رشاد د “پښتو نظم عروضي سیسټم” اثر ولیکی چې په دې سره یې د عربي عروضي او سیلابیک سیسټم تطبیق پر پښتو رد کړ او سیلابوټونیک سیسټم یې د پښتو لپاره د عروضي سیسټم په توګه ثابت کړ چې په دغه بکر اثر یې په کال ١٣٥٠ ل کال کې د “پوهنوال ” علمي رتبه ترلاسه کړه ځکه نو پښتو د ختیځي شاعرۍ ډولونه له خپل عروضي سیسټم سره د ځان کړل، نه د هغو د عروضي سیسټم سره. ورو ورو مسجّع نثر هم په روان نثر بدل سو.
خو د نالیکلي یا شفاهي ادب تاریخ چې ډېر پخوانی دی، ټول نه خو ځینې يې سینه په سینه ساتل سوي او خوله په خوله را انتقال سوي دي خو ولسي موسیقۍ هم د هغه په لېږد کې خپل رول ادا کړی دی، چې ځینو ډولونو یې لرغوني ترنمي جوړښتونه ساتلي دي چې د آریايي سندرو او د ریګویدا او اوستا سندرو او ګاڅونو ته ورته دي، ساتلي دی.
د دغه نالیکلي(شفاهي ) پښتو ادب د بیلګو په راټولونه کې زما د معلوماتو له مخي تر ټولو پخوانی کار د هندوستان د نواب محمد ارتضی خان دی، ده د ١٢٢٥ سپوږمیز(ه ق) شاوخوا په خپل فرهنګ ارتضایی نومي کتاب کې ځیني پښتو لنډۍ ثبت کړي دي او د لويدیخوالو څخه د جمیز ډارمسټتر کار د یادولو وړ دی چې “د پښتونخوا د شعر هار و بهار “يې په ١٨٨٨ زیږدیز(م) کال په پاریس کې چاپ سو او په افغاني پوهانو کې غلام محی الدین افغان(١٣٠٠ ل مړ) دا کار تر هر چا دمخه کړی دی او په “سراج الاخبار افغانیه ” کې د پښتو متلونو بیلګې چاپ کړي دي. تر ده وروسته په کندهار کې د پښتو ادبي انجمن سره او بیا په کابل کې د پښتو ټولنې له تاسیس سره سم زموږ خواخوږو اديبانو د پښتو شفاهي ادب د بیلابیلو ډولو نمونې ثبت او خوندي کړې ، په دې کسانو کې د سرلاري په توګه محمد ګل نوري(١٣٥٢ ل مړ) د لوی حق خاوند دی .
د ادبي اثارو په څېړنه کې باید د هغه د ایجاد او ودې شرایطو او د ادبي پدیدو شکلي او موضوعي ځانګړتیاوو ته پام وسي. مهمه دا ده چې دا متنونه د هغه وخت او ځای د خلکو د دود او دستور سره وڅيړل سي.
مسعود: په هېواد کې د ننه او بهر د معاصرو ادبیاتو تاریخي شالید، رېښې، آر، فکري او هنري بنسټونه او ارزښتونه، ځانګړتیاوې، پیل، پرمختیا او پراختیا څه ډول څېړئ؟ د دې زمانې، د ملي، ادبي، علمي او فلسفي نامتو سټو په تړاو څه لید لرئ؟
ډاکټر رشاد: بهر کې معاصر ادب له مدرنیته پیلېږي. د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، صنعتي انقلاب او بیا نړیوالو جګړو دودیز ادب بدل کړ.
په افغانستان کې معاصر پښتوادب د مشروطه غوښتنې او سیاسي بدلونونو تر اغېز لاندې دی.
د دې تر څنګ باید وویل سي چې پښتو معاصر ادب په اوسني افغانستان کې پر څلورو پړاونو ویشل کېږي:
لومړی پړاو یا د روښانتیا پړاو، چې د “سراج الاخبار افغانیه” د خپرېدو له وخته پیلېږي.
دوهم پړاو یا د ویښتیا پړاو، چې د ویښ زلمیانو له وخته را پیلېږي.
دریم پړاو یا د اوښتون پړاو، چې د ظاهرشاه د ډیموکراسۍ د لسیزې له لومړیو راپیلېږي.
څلورم پړاو بدلون یا انقطاب پړاو، چې له کودتاوو، تېریو او سیاسي بدلونونو را پیل کېږي.
خو پښتو معاصر ادب په هغه سیمه کې چې انګریز ښکیلاک له خپلې اډانې بېله کړه، بېله بڼه غوره کړه. ځکه نو تر ډیورنډ کرښې هاخوا، د هند د نیمې وچې له ویش مخکې د پښتو معاصر ادب پړاو دی او بل له هغه وروسته د پښتو معاصر ادب پړاو دی خو یوه خبره د پام وړ ده چې د کډوالو په ورتلو سره د دې ادبي بهیر راکړه ورکړه ډیره سوه او هلته هم شمالي پښتونخوا بیله او جنوبي پښتونخوا بیله پر دوو حوزو ویشل کيږي، ځکه د دوی د ادب هستونې پرمختيا بهیرونه څه توپیر لري.
همدارنګه اوس د سند، هند، خلیج او عربي هېوادونو ترڅنګ په لویدیځو هېوادونو، روسیه او نوره نړۍ کې کلتوري ټولنې او د پښتو ادب فرعي حوزې موجودې دي چې خپلې ادبي لاسته راوړنې لري.
پښتو معاصر ادب تر ډېره د سیاسي بهیرونو ترڅنګ وده کړې ده او تر شلمي پیړۍ پوري یوازي د عربي او سیمې له اثارو سره اشنا و او ورشو یې له همدې بڼې ، خوند او ښکلا له چینې خړوبیده خو وروسته د نړۍ د ادب له پېژندلو سره یې د خپلو ادبي ډولونو ترڅنګ د هغو ژانرونه او ډولونه هم د ځان کړل، لکه: ناول، رومانس، لنډه کیسه، د ساینس فکشن او میتافکشن کیسې، ډرامه، آزاد شعر، سپین شعر، هایکو او داسې نور.
خو زما په اند اوس نه یوازې پښتو ادب، بلکې د سیمې ادب پر دریو لیکو روان دی: لیبرال ادب، ملي ادب او بنسټپال یا رادیکال ادب.
مسعود: ستاسو په اند کوم ډول نښیرونه(اثار) د ادبي نښیرونو(اثارو) او ادبیاتو په توګه وېشل کېدای شي؟ او دا راته ووایاست څه وخت لیکوال او شاعر یو ادبي اثر پنځولای شي؟
ډاکټر رشاد: ادبي اثر هغه لیکنې یا وینا ته وايي چې په هغې کې د ژبې ښکلا (استعاره ، ایهام، شرنګ …) له یوازې خبرو یا ګرامري دندې څخه غالب وي.
یوه ساینسي یا ورځپاڼیزه لیکنه ادبي نه ده خو په ځیرکتیا له ادبي صنایعو څخه ګټه اخلي.
لیکوال یا شاعر هغه وخت کولای سي ادبي اثر هست کړي چې د سبک پوهاوي ته رسېدلی وي؛ یعنې په ادبي قواعدو او دودونو پوه وي او یا په قصدي او هنري توګه یې مات کړي. همدا راز ادبي اثر باید په لوستونکي کې یو ډول ښکلاپوهنیزه تجربه راپیدا کړي، لکه هېښتیا، همدردي، یا پاکي.
مسعود: د ادبیاتو د موخو او دندو، همدا راز د ژمنو او نا ژمنو ادبیاتو او د ادبیاتو د نورو اړخونو په اړه که لږ څه رڼاوی ورکړئ؟
ډاکټر رشاد: زما په اند ادبیات څلور اصلي دندې لري: پوهنیزه (د نړۍ او انسان پېژندنه)، روزنیزه (اخلاقي جوړښت)، خوندورتیا (ښکلا او تفریح) او ټولنیزه نیوکه (د ټولنې پټ زخمونه ښکاره کول).
د ادب په ژمنتیا باندې: سارتر وايي چې لیکوال نسي کولای بې ژمنې وي ځکه لیکل پخپله یو عمل دی او هر عمل په تاریخي حالت کې مانا لري. په مقابل کې، د هنر د هنر لپاره پلویان وايي چې د ادبیاتو ارزښت په خپله به ده کې دی نه یوې نظریې ته خدمت کول. زما په اند، غوره ادب هغه دی چې ژمنتیا په قالب بدله کړي نه په شعار بلکې د روایت په طریقه، د لید په زاویې او د استعارو په انتخاب .
مسعود: د ادبیاتو د وېش، د ژبې او ادبیاتو د اړيکو په اړه څه لید لرئ؟
ډاکټر رشاد: د ادبیاتو وېش په درېو غورو برخو کې کېږي: غنایي (شعر، سرود)، کیسه ایز (ناول، کیسه) او ننداریز (ډرامه، فلم نامه). په نوي عصر کې، ترکیبي قالبونه (منثور شعر، شاعرانه ناول، مستنده کیسه) پولې کمزورې کړي دي. خو له وېش څخه مهمه د ژبې او ادب اړیکه ده چې ادب د طبیعي ژبې د قواعدو په چوکاټ کې د ژبې هنري لوبه ده. شاعر او لیکوال نه له ژبې تښتي او نه بشپړ د هغه تابع دی، ژبه یو ثانوي جوړښت ته اړوي چې موسیقي، ناڅرګندتیا او څو ماناوي پیدا کړي. پرته له ژبې ادبیات نسته، خو ادبیات ورځنۍ ژبې ته د بدلون ځواک لري.
مسعود: ژان پل سارتر(۱۹۰۵-۱۹۸۰) چې د شلمې پېړۍ له مخکښو پنځونکو، مخورو او مهمو فیلسوفانو او اندیزو څخه وو، دغه تکړه لیکوال د خپلو نوموتو اثارو تر څنگ د (ادب څه شی دی؟) په نوم یو اثر هم کښلی دی او دا کتاب د لمړي ځل لپاره پر(۱۹۴۸)زېږدیز کال کې خپور شو. ستاسو په اند سارتر د ادب او ادبیاتو د ارزښت، ژمنتیا او مسؤلیت په اړه څه فکر كاوه؟
ډاکټر رشاد: سارتر استدلال کوي چې ادبیات همیشه ژمن دي، ځکه لیکوال په لیکلو سره یوه نړۍ د لوستونکي پر مخ پرانیزي او د انتخاب بلنه ورکوي. د ادبیاتو ارزښت له واقعیت څخه په تېښته کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې واقعیت د بدلون وړ یو شی وښيي. سارتر د شعر او نثر ترمنځ توپیر کوي: شاعر د لغتونو څخه د یو شي په توګه کار اخلي، خو د نثر لیکوال د لغتونو څخه د اشارې د وسیلې په توګه ګټه پورته کوي. نو نثر لیکوال نه سي کولای بې پرې او بې پروا وي. د لیکوال مسؤلیت دا دی چې د لوستونکي ازادي راوپاروي او هیڅکله د هغه پر ځای پرېکړه ونه کړي.
***
اوس به راشو د ادبي ښونځیو لورلید ته:
د ادبي مکتبونو او سبکونو په تړاو خبرو ته:
***
مسعود: تاسو ادبي مکتبونه، ادبي سبک، تگلوري او ارزښت یې، همدا راز ادبي ځېلونه، ټوټې (ژانرونه) څنګه راپېژنئ(تعریفوئ). او دا راته وویاست،چې کوم مکتوبونه کولای شو د ادبي مکتبونو په نوم ونومولای شو؟
ډاکټر رشاد: ادبي مکتب د لیکوالانو او کره کتونکو هغې ډلې ته وايي چې په یو ټاکلي تاریخي دوره کې د ښکلاپوهنې د یوشان اصولو پیروي کوي او ډیری یو ډول مانیفست یا تګلاره لري. ادبي سبک خو د یو لیکوال یا دورې ځانګیړنه وي او لازمي نه ده چې ډله ایزه پیروي وي. ژانر هم یو دودیز قالب دی چې د فحوا او محتوا ځانګړي توقعات رامنځته کوي.
زما په اند، هر هغه منظم جریان چې نظري شالید، شاخص ، اثار او تاریخي اغېز ولري، ادبي مکتب بلل کېږي؛ لکه کلاسیسېزم، رومانتیسېزم، رئالیسېزم، ناتورالیسېزم، مدرنیسېزم او پستمدرنیسېزم…
مسعود: تاسو د ادبي مکتبونو په بهیرکې د ادبي ځېلونو(ژانرونو) د بنسټیزو بدلونونو د ودې او پرمختیا په اړه څنگه اندئ؟
ډاکټر رشاد: ادبي ژانرونه هیڅکله ثابت نه دي. مثلاً ناول چې یو وخت عام خوښوونکی ژانر و، وروسته غالب ژانر سو. هر ادبي مکتب موجود ژانرونه بدلوي. کله کله مکتبونه نوي ژانرونه پیدا کوي. په افغانستان کې هم موږ د رئالیسېزم په تیره بیا انتقادي رياليزم او ناتورالیسېزم تر اغېز لاندې د پښتو د هنري نثر ، آزاد شعر او ښاري لنډې کیسې د بیا زیږون شاهدان یو.
مسعود: د هیڅ ادبي مکتب رامنځته کېدنه ناڅاپه او له سریزې پرته نه وي، د هر یوه ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي اثارو کې موندل کېدای شي. تاسو هغه لاملونه او توکي څنګه ارزوئ چې د ادبي مکتبونو د پیدایښت، جوړېدنې، بدلون، ودې او پرمختگ او د له منځه تللو لامل ګرځي؟
ډاکټر رشاد: ادبي مکتبونه هیڅکله په خلا کې نه راپیدا کېږي. اصلي عوامل دا دي:
۱. ټولنیز-سیاسي بدلونونه: صنعتي انقلاب د رئالیسېزم او ناتورالیسېزم سبب سو. نړیوال جنګونه د مډرنیزم پیدا کوونکي وو.
۲. د علومو پرمختګ: د تکامل تیوري او رواني کتنې په ناتورالیسېزم او سوریالیسېزم باندې ډېر اغېز وکړ.
۳. د مخکیني مکتب په وړاندي غبرګون: ناتورالیسېزم د رومانتیسېزم د ایډیالیسېزم غبرګون و.
۴. تخنیکي نوښتونه: د عکاسي اختراع انځورګران امپرسیونېزم ته واړول؛ سینما د ناول د روایت پر بڼه اغېز وکړ.
د مکتبونو زوال بیا هغه وخت پېښېږي چې د هغوی اصول کلیشیی سي او نوی نسل د نوو تجربو د څرګندولو لپاره نوو قواعدو ته اړتیا پیدا کړي.
مسعود: ستاسو په اند يو ليکوال او شاعر څنګه کولای شي چې هم د یو مکتب پليونۍ اووسي او هم خپل ځانگړی چلندلار او دود ولري؟
ډاکټر رشاد: دا کشمکش د خلاقیت له ډېرو جذابو اړخونو څخه دی. ځواب د قواعدو په بیا پیدا کولو کې پټ دی. خلاق لیکوال د مکتب قواعد د زنځیر په توګه نه ګوري چې لاس او پښې يې ور تړي بلکې د امکاناتو د یوې وسیلې په توګه درک کوي. قاعده منل يې له پوهې او ماتول يې په حساب وې، دغه روښانه لار ده.
مسعود: تاسو ناتورالیست ادب څنګه راپېژنئ؟ د دې ادبیاتو تر ټولو اړینې ځانګړنې او ځانګړتياوې کومې دي؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیسېزم په ادب کې د ساینسي (تجربي) میتود کارول د انسان په مطالعه کې دي. ناتورالیست لیکوال د یو ژوپوه په څېر د کرکټرونو چلند د دې فرضیې له مخې چې د دوی برخلیک د ارثيت او چاپېریال له خوا ټاکل کېږي، تحلیلوي.
د هغه اړینې ځانګړنې:
۱. جبر: انسان ازاد نه دی.
۲. عینیت: د ساینسي راپور په څېر عینیت (لیکوال مستقیم اخلاقي قضاوت نه کوي).
۳. تمرکز: د ژوند پر تیاره اړخونو تمرکز (بې وزلې، لېونتوب، نشه، تاوتریخوالی…).
۴. طبقاتي چلند : عادي او ډيری د ښکته طبقې کرکټرونه.
۵. د شعار ورکولو صنعتونو ردول (په «حقیقت» پسې دی ، نه ارماني «ښکلا»).
مسعود: د ناتورالیسمو ادبیاتو تر ټولو مهم او نوښتګر لیکوال څوک ول؟ مهرباني وکړئ د هغوی د نامتو او گټورو اثارو نومونه واخلئ.
ډاکټر رشاد: بې له شکه امیل زولا د ناتورالیسېزم تر ټولو مهم او نوښتګر لیکوال دی. هغه د شلو ټوکو لړۍ «روګن ماکار» سره د ناتورالیسېزم بنسټ ایښی دی.
د دې لړۍ تر ټولو مهمو اثار دا دي:
د نلدوانۍ ژرنده.
خوړنځای – د کارګرو بدحالي او الکولیزم انځورول.
ژرمینال – د کان کیندونکو د اعتصاب ، تر ټولو ځلېدونکی ناول.
مځکه – توند کلیوالي ژوند ښودل.
ساني – د یو سرتېري د رواني ړنګېدا تحلیلول.
تېرس راکن – د هغه لومړی مهم ناول.
مسعود: تاسو د ناتورالیسم(طبیعت ګرایی یا طبیعت باوری) ښوونځی څنګه راپېژنئ او ارزوئ، کوم چې په نولسمه پیړۍ کې د علمي او فلسفي اندونو او افکارو د پراختیا پایله وه. مهرباني وکړئ د دې مکتب د تاریخ، آر او بنسټ په اړه لنډ مالومات راکړئ، چیرته، کله او د چا لخوا جوړ شوی دی او لومړني بنسټ ایښودونکي یې څوک دي؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم د نولسمې پېړۍ په دوهمه نیمایي په فرانسه کې راټوکېدلی ادبي مکتب دی، چې له ۱۸۶۵ څخه تر ۱۸۹۵ پورې خپل اوج ته ورسېد. دا مکتب په اصل کې د علمي انقلاب، صنعتي بدلونونو او ټولنیزو بحرانونو مستقیمه پایله وه. د دې بنسټ اېښودونکی «ایمیل زولا» دی، هغه څوک چې نه یوازې دا مکتب یې تعریف کړ بلکې عملي بڼه یې هم ورکړه.
خو په څرګند ډول د ” ناتورالست مکتب” نوم ايښودنه د ١٨٧٧ ز کال د اپریل پر شپاړسمه د ” تراپ” په رستورانت کې د شپې ډوډۍ پر میز تر سره سوه ، کله چې ګوستاو فلوبر، ایزمونو دو ګونکور، ایمیل زولا او د آینده ډله(مدان) راټول سوي ول. دا وراشه(اصطلاح) چې د علم ، فلسفې او هنر د کره کتنې له ژبې را اخیسته سوې وه ادب ته ننوته .
سره له دې چې د اوولسمې پیړۍ راهيسي د فرانسې د ښکلو هنرونو اکاډمي هغه عقيده چې د طبیعت تقلید په هرڅه کې اړین بولي ناتورالیستي بللې ، دا وراشه یا اصطلاح په ځانګړي ډول په انځورګرۍ کې کاريده . بودلر باور درلود چې :” انګر Ingre د طراحۍ په برخه کې د ناتورالیست مکتب تر ټولو مشهور استازیتوب کوي “.
په فلسفه کې ناتورالیزم د هغو کسانو نظام دی چې طبیعت د لومړي اصل په توګه مني او د هر څه نسبت هغه ته کوي . د اپیکوریان څخه نیولې تر پوزیټیویستانو پوري چې دې کې ګاسانديGassendi او د دايرةالمعارف انډیوالان ځاییدای سي.
دا وراشه د ځينو کره کتونکو په نظر یو قياسي مفهوم لري او هغه لیکوالو ته ویل کيږي چې د ویکتور هوګو په وینا ( د پیړۍ کیسه ١٨٥٩) ” هڅه کوي چې له ټولنیزو ستونزو سره هغه چارې وکړي چې یو طبیعت پوه يې د ژویو پوهني feral sciene سره کوي ” بودلر په ١٨٤٨ ز کال کې بالزاک ته ” طبیعت پوه… مشاهده کوونکی… او ناتورالست” وايي.
د زولا ناتورالیزم د حقیقت سره بي پایه وفاداري او یو ډول ښکلاپوهنه ده او هم پوزیتویزم ته ادبي اړتیا ورکول دي او په پایله کې د طبیعي تاریخي میتودونو يو ډول ناول ته راوړل دي .
زولا په خپل اثر «تجربوي ناول» کې دا نظریه وړاندې کړه چې ناول باید د ساینس په شان وي: لیکوال باید لکه یو ساینسپوه مشاهده وکړي، فرضیه جوړه کړي او بیا یې په کیسه کې وازمويي. د دې نظر تر شا درې اساسي سرچینې دي: د اګوست کنټ پوزیتیویزم، د ډاروین د تکامل تیوري، او د کلود برنار تجربوي میتود.
پوزیتیویزم وایي چې یوازې هغه څه رښتیا دي چې د حس له لارې درک کېدی سي. ډاروین انسان د طبیعت یوه برخه ګڼي، نه یو استثنا او دژوند او وراثت قوانین باندي پلي کوي .
برنار وايي چې حقیقت باید د تجربې له لارې کشف سي. ناتورالیزم دا درې واړه ادبیاتو ته راوړي.
مسعود: د هر ادبي مکتب ډېرې نښې د پخوانۍ دورې په ادبي اثارو کې موندل کېدای شي او د هر ادبي او هنري مکتب رامنځته کېدنه د خپلې دورې د ځانګړو ټولنیزو، کلتوري، سیاسي او تاریخي شرایطو او د فلسفي افکارو تر اغیزې لاندې وي. ستاسو په اند هغه عوامل او انګیزې څه دي چې د ناتورالیسم مکتب د رامنځته کیدو لامل شوي دي؟
ډاکټر رشاد: د دې مکتب د رامنځته کېدو لاملونه څو اړخیز دي. له علمي اړخه، د ډاروین نظریې او د ساینس پرمختګ د انسان پر ازادې ارادې شک پیدا کړ. له ټولنیز اړخه، صنعتي انقلاب یوه نوې غریبه طبقه پیدا کړه چې تر هغه مخکې ادبیاتو کې نه ښکارېده. له ادبي اړخه ناتورالیزم د رومانتیزم د احساساتي مبالغې او د واقعیت پالنې د نیمګړتیاوو پر ضد یو غبرګون و.
سیاسي شرایط هم مهم ول: سانسور، بېعدالتي او د دوهمې سترواکۍ فشارونو لیکوالان دې ته اړ کړل چې د ښکلي خیال پر ځای سخت واقعیت وښيي.
مسعود: تاسو د ناتورالیسم د مکتب آرونه، بنسټیزې او مهمې قاعدې، اړینې ځانګړنې او غوره ځانګړتیاوې او د ناتورالیسم سبک، تګلوري او ارزښتونه څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: د ناتورالیزم قوت په دې کې دی چې ژوند بېپردې ښيي. هغه موضوعات چې مخکې شرمناک یا پټ بلل کېدل لکه فقر، فساد، جنسي انحراف ،دا ټول یې ادبیاتو ته راننایستل. د حسي جزيياتو او تجربو دقیق بیان یې هم ځانګړنه ده، چې لوستونکی د صحنې برخه ګرځوي.
خو کمزورۍ یې هم څرګندې دي: جبرپالنه یې دومره قوي ده چې انسان بېاختیاره ښکاري، بدبیني یې تر حده اوړي او کله کله د علمي تقلید له امله ادبي ښکلا کمزورې کېږي.
سره له دې، ارزښت یې دا دی چې ادبیات یې له خیال څخه راکښته کړل او د ټولنیزو حقیقتونو بیان یې ممکن کړ.
مسعود: ناتورالیسم چې له فلسفي پلوه يو هنري خوځښت دی، په اصل کې يوه اصطلاح ده چې د علم، ساينس، فلسفې او هنري تنقيد او کره کتنې له ژبې څخه ادب ته داخله شوې ده. تاسو دا مکتب د فلسفي افکارو په رڼا کې څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: له فلسفي اړخه، ناتورالیزم د مادیت پالنې او میخانیکي ماټریالېزم یوه بڼه ده. انسان پکې د طبیعي قوانینو تابع یو موجود دی، نه یو ازاد فاعل. دا فکر د هابز، دیدرو او هلوتیوس له نظریاتو سره تړاو لري.
دغه لید وروسته د اګزیستانسیالیستانو له خوا نقد سو، ځکه هغوی ویل چې انسان باید ازاد وي او خپل انتخاب ولري.
مسعود: شوپنهاور (زیږیدنه: 1788، مړینه: 1860) یو آلماني فیلسوف دی چې په اروپا کې یو له سترو فیلسوفانو څخه شمېرل کېږي او د اخلاقو، هنر، معاصر ادب او نوې ارواپوهنې په برخه کې په تاریخ کې ترټولو اغیزمن فیلسوف دی. نوموړي ډیر لیکوال او له هغې ډلې څخه د تاتورالیسم د مکتب لیکوال یې هم اغیزمن کړې دي. تاسو په ناتورالیستو لیکوالو کې د شوپنهاور د فلسفې اغیز په تړاو څنګه اندئ؟
ډاکټر رشاد: د شوپنهاور فلسفه، که څه هم مستقیمه نه ده، خو پر ناتورالیزم اغېز لري. هغه نړۍ د ړندې ارادې محصول ګڼله او ژوند یې له رنځ سره تړلی باله. دا بدبیني د ناتورالیزم له فضا سره نژدې ده.
خو توپير یې دا دی چې شوپنهاور هنر په تیره بیا موسيقي د لنډ مهاله خلاصون وسیله ګڼي، خو ناتورالیزم داسې هیڅ هیله نه پرېږدي.
مسعود: په ادبياتو او هنر کې د ناتورالیسم د ښوونځی د آرونو او بنسټونو په اړه څه لید لرئ؟ تاسو په ادبي ناتورالیسم کې مهم توکي څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: د ناتورالیزم مهم عناصر دا دي: شخصیت د میراث او چاپېریال محصول دی؛ چاپېریال فعال او د اصلی شخصیت راوی دی او روایت بیا کلینیکي او عيني وي؛ پلاټ ساده او ژبه یې سیده او مستقیمه وي او ډېر وخت مستند او تکراري جزیات کارېږي.
مسعود: امیل اډوارډ شارل انتون زولا (زیږیدنه: 1840، مړینه: 1902)رمان لیکونکی، ډرامه لیکونکی، ژورنالیست، تر ټولو نامتو فرانسوی لیکوال، چې د ناتورالیسم د غورځنګ یو له مهمو مخکښانو او بنسټ ایښودونکو څخه شمیرل کیږي. مهرباني وکړئ د دې نامتو لیکوال د اندونو او افکارو، عقایدو، لید توګو د علم او ساینس د تیورۍ او پرمختګ په برخه کې په ځانګړې توګه د فیزیولوژي او جیولوژي د علم په تړاو او د ده د نوموتو اثارو په اړه په لنډه توګه خپل مالومات راسره شریک کړئ؟
ډاکټر رشاد: اېمیل زولا (Émile Zola) د نولسمې پېړۍ له هغو سترو فرانسوي لیکوالانو، ژورنالستانو او مفکرانو څخه و، چې د ناتورالیسم (Naturalism) ادبي مکتب بنسټګر ګڼل کېږي. نوموړی په ۱۸۴۰م کال کې په پاریس کې زېږېدلی او په ۱۹۰۲م کال په کور کې د لوګي او د مونګاز یا کاربن مونو اکسایډ (Carbon Monoxide) ګاز له امله مسموم او ومړ . زولا یوازې یو ناول لیکونکی او ادیب نه و، بلکې یو ټولنیز متفکر، سیاسي فعال او د حقیقت غوښتونکی هم و.
زولا په دې باور و، چې ادب باید یوازې د خیال او رومانتيک احساس څرګندونه نه وي، بلکې د انسانانو واقعي ژوند، ستونزې، ټولنیز حالت او طبیعي شرایط باید په دقیق او علمي ډول انځور کړي. هغه به ویل: «لیکوال باید لکه یو ساینسپوه ټولنه مطالعه کړي او واقعیتونه د تجربې له لارې وڅېړي.»
د زولا علمي او فلسفي نظریات:
زولا د ساینس له پرمختګونو ډېر اغېزمن سوی و، په تېره بیا د فیزیولوژۍ، بیولوژۍ، جیولوژۍ، وراثت او ټولنپوهنې څخه . هغه د فرانسوي فیزیولوژیست کلود برنارد (Claude Bernard) نظریات مطالعه کړي وو، چې باور یې درلود انسان او طبیعت باید د تجربوي علومو له لارې وپلټل سي. زولا دا نظر ادبیاتو ته راواړاوه.
جیولوژۍ(مځکپوهنې) علم د ناتورالیزم په رامنځته کولو کې غیر مستقیم خو مهم رول درلود ځکه جیولوژي ښيي چې طبیعت او چاپېریال د مځکې جوړښت بدلوي . زولا هم باور درلود چې د انسان شخصیت او چلند د چاپېریال، ټولنیزو شرایطو او وراثت له خوا ټاکل کیږي. يعني لکه څنګه چې طبیعي قواوي غرونه او د مځکې طبقې جوړوي همداسي ټولنیز او فزیکي شرایط انسان جوړوي.
جیولوژي نړۍ د مادي قوانینو له مخې تشریح کوي او ناتورالیزم انسان بیا د دغه طبیعت یوه برخه ګڼي.
ده ويل : لکه څنګه چې ساینسپوه په لابراتوار کې تجربه کوي همداسي لیکوال باید انسانان او ټولنه وڅیړي او وشني ځکه نو ده خپل ادبي سبک ته ” تجربوي ناول ” ویلی و .
هغه استدلال کاوه چې:
انسان د خپل چاپېریال(Environment) محصول دی يعني هغه فضا او ماحول چې انسان بکې ژوند کوي لکه کور، کوڅه ، کارځای او داسي نور .
وراثت (Inheritance) د پلرونو او نیکونو خویونه چې انسان ته رالیږدي او د انسان پر اخلاقو، مزاج او چلند ژور اغېز لري.
ټولنیز شرایط (Social conditions) هغه تاريخي او ټولنیز حالت لکه جګړه، فقر، بډايتوب او داسي نور .
ځکه فقر، ټولنیز ظلم، شراب، فساد او اقتصادي فشار د انسان شخصیت بدلوي.
هغه ویل :”انسان د ټولني او طبیعت ګډ موجود دی چې د هغه اعمال د دې دواړو تر فشار لاندي تر سره کيږي. “
خو د لیکوال دنده داده چې د ټولنې پټ حقیقتونه او دردونه بربنډ کړي، هغه څه چې نور ورته پام نه کوي.
د ناتورالیسم په اړه د زولا نظر:
زولا به ویل: «ناتورالیسم د ریالیزم پرمختلونکې بڼه ده.» ریالیزم یوازې حقیقت بیانوي، خو ناتورالیسم د حقیقت تر شا لاملونه هم لټوي. د ده په اند: «انسان د طبیعت، ارث او چاپېریال تر اغېز لاندې دی.» نو ځکه د زولا په ناولونو کې انسان اکثراً د ټولنیزو شرایطو قرباني ښودل سوی.
د زولا مشهور آثار:
ژرمینال (Germinal): دا دزولا تر ټولو غوره ناول ګڼل کیږي. په دې اثر کې د فرانسې د سکرو کانونو د کارګرانو د ژوند کیسه ده چې په کې فقر، زبیښاک(استثمار) ، لوږه او طبقاتي مبارزه په دردونکي ډول انځور سوې.
د دې ناول نوم د فرانسوي انقلابي کلیزې د یوې میاشتنۍ(چې د پسرلي مانا لري ) څخه اخیستل سوی خو په دې کې فضا ډیره تیاره او دسختۍ ده .
تیریس راکېن (Thérèse Raquin): د انساني شهوت، جرم او رواني عذاب ناول دی.
دا د یوې نجلۍ کیسه ده چې د خپل ناروغ میړه سره په مینه کې د یو بل سړي سره ملګرتیا کوي. زولا په دې ناول کې د انسان رواني عذاب او تر جرم وروسته وجدان ډیر ښکلی انځور کړي دی .
نانا (Nana): د فرانسوي ټولنې اخلاقي فساد او د یوې بدلمنې (فاحشې )د ژوند انځور دی.
دا د یوې رنډۍ(فاحشې) کیسه ده چې د فرانسې د دوهمې سترواکۍ (ناپلیون) په زمانه کې د اشرافو او بډایو خلکو اخلاقي فساد رسوا کوي او دا د ټولنې ویرونکې هینداره ده . ٠L’Assommoir دشرابو ناوړه اغېزې او د مزدورې طبقې بدبختي پکښې بیان سوې چې د شرابخورۍ او بیوزلۍ دردناک انځور دی
روګون ماکار (Les Rougon-Macquart): د شلو ناولونو یوه لویه ټولګه ده چې د یوې کورنۍ څو نسلونه پکښې راغلي او څېړل سوي. زولا هڅه کړې چې وښيي ارث او چاپېریال څنګه د انسان برخلیک ټاکي.
سیاسي او ټولنیز رول:
زولا د عدالت ږغ و او زړور مبارز هم و ، هغه د «ډرېفوس قضیې» (Dreyfus Affair) په نامه مشهوره سیاسي پیښه کې یې د یوه بېګناه افسر دفاع وکړه او خپله مشهوره مقاله «زه تور(اتهام) لګوم» (J’Accuse) یې ولیکله او په هغه کې د فرانسوي پوځ او ح پر لوړ پوړو چ تورونه ولګول او دې کار د هغه ژوند له خط سره مخامخ کړ خو ده عدالت تر هر څه لوړ وګاڼه چې د فرانسې په سیاسي تاریخ کې ډېر ارزښت لري.
مسعود: په ادبیاتو کې، “امیل زولا” هغه فرانسوي لیکوال، کره کتونکی او سیاستوال وو، چې د شلو ټوکونو ټولګه یې د (۱۸۷۱)ز تر (۱۸۹۳)ز کلونو په منځ کې د (روګن ماکار) په نوم کښلې ده. نوموړی د دې ټولګې په لیکنو سره زیات مشهور شو. امیل زولا د ناتورالیسم د ادبیاتو اغېزمن بنسټ اېښیدونکی دی او د ناتورالیسم پر ادبیاتو یې زیات اغېز پرېیښی دی. ده د فرانسې ټولنه په خپلو ګټورو آثارو کې انځور کړې ده. ښه به وي كه د دغې نامتو لیکوال د عقایدو، اندونو او لاسته راوړنو په اړه او د «روګن ماکار» د ټولګې د منځپانګې، سکالو، مضمون او پیغام په تړاو لنډ مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: ایمیل زولا د دې مکتب تر ټولو مهم استازی دی. هغه غوښتل چې ناول د ساینس په شان کړي. د هغه «روګن ماکار» لړۍ ، یوې کورنۍ د نسلونو له لارې دا ښيي چې څنګه میراث او چاپېریال د انسان ژوند ټاکي.
هغه یوازې ادیب نه و، بلکې سیاسي فعال هم و. د «زه تورنوم ( زه متهم کوم) …!» سرخلاصی لیک د دریفوس پيښه ده چې د روڼاندۍ د عدالت غوښتنې یوه تاریخي بېلګه یې بللای سو .
مسعود: ویل کیږي چې “امیل زولا” د خپل ژوند په لومړیو کې د «انوره دو بالزاک» له اثارو سره بلد شوی وو، کوم چې یو له مشهورو فرانسوي لیکوالو څخه وو او له (۹۰) څخه زیات ناولونه او داستانونه او لنډې کیسې یې لیکلي دي. امیل زولا هغه څوک وو چې د بالزاک پوهه او ګټور او اغېزمن آثار یې ډېر ښه وپېژندل. همدا دلیل وه چې د بالزاک اثار په هغه باندې ژوره اغیزه درلوده او دی یې دې ته وهڅوو چې خپل ځانګړي آثار ولیکي. تاسو د دغو دوو نوموتو لیکوالو د پېژندل شوو اثارو په رڼا کې د هغوی عقاید، افکار، لید توګي او لید لوري څنګه پرتله کوئ؟
ډاکټر رشاد: زولا او بالزاک ترمنځ توپير دا دی چې بالزاک د انسان پر اراده باور لري، خو زولا هر څه د طبیعي جبر نتیجه ګڼي. سره له دې هم زولا د بالزاک له ټولنیز لید څخه ډېر څه زده کړي دي.
مسعود: ستاسو په اند، د بالزاک سربیره، امیل زولا د نورو نامتو لیکوالو او د هغوی د قیمتي او ګرانبیو اثارو تر اغیز لاندې هم وو او که نه؟ که وو، نو په لنډه توګه د دغو لیکوالو د آثارو په تړاو لنډه رڼایي واچوئ
ډاکټر رشاد: پر زولا نور لیکوال لکه ګونکور وروڼه، فلوبر، هوګو، تورګینیف او تولستوی اغېز لري. فلوبر هغه ته بېطرفه روایت ور زده کړ، او نور لیکوالانو د ټولنیز او هنري پراخوالي حس ورکړ.
مسعود: ویل شوې دي: د فلسفي لیدلوري له مخې، ناتورالیسم د تحقیقي فلسفې (پوزیتویسم) یا اثباتي فلسفې پر بنسټ ولاړ دی او د رومانتيک له لرې تخیلاتو څخه یې ځان لرې کړی دی … د فلسفي افکارو په رڼا کې په دې اړه ستاسو لید څه دی؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم د پوزیتیویزم ادبي بڼه ده. دواړه پر مشاهده، تجربه او علمي میتود ټینګار کوي. خو وروسته دا نظریه نقد سوه، ځکه ادبیات د ساینس په شان دقیق نه سي کېدای.
مسعود: ویل شوې دي: د امیل زولا تر څنګ، «تورګینف» (زیږیدنه: 1818ز، مړینه: 1883ز) روسي رومان لیکونکی، شاعر او ډرامه لیکونکی وو. او جورج الیوټ (زیږیدنه : 1819ز، مړینه: 1880ز) انګلیسي رومان لیکونکی. دا دواړه هم د ناتورالیسم د مکتب له مخکښانو څخه ول. که مهرباني وکړئ د دغو لیکوالو د اندو واندو”افکارو او نظریاتو”، عقایدو او ادبي او هنري کارونو او ګټورو آثارو په تړاو لنډه روښاني واچوئ.
ډاکټر رشاد: تورګینیف او جورج الیوټ د ناتورالیزم نرمې بڼې وړاندې کوي. په ځانګړې توګه الیوټ د جبر تر څنګ د اخلاقو لپاره هم ځای پرېږدي.
مسعود: د ناتورالیسم یا طبیعیت ګرایی او ریالیزم یا واقعګرایي او رښتیني لیکنې، د داستاني لیکوالو د سبک او تګلوري په اړوند، د داستاني ادبیاتو، نامتو او پېژندل شوي داستان لیکونکي، کره کتونکي او منتقدین څه لید لري؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم او واقعیت پالنه سره نږدې دي، خو توپير یې دا دی چې واقعیت پالنه د بدلون امکان مني، خو ناتورالیزم انسان محدود ګڼي.
مسعود: د ناتورالیسم د داستانونو مهمې ځانګړتیاوې څنګه ارزوئ؟ د ناتورالیسم د سبک او تګلوري تر ټولو مهم او نوموتي داستانونه کوم دي او د دې سبک او طرز پېژندل شوي او غوره داستان لیکونکي څوک دي.
ډاکټر رشاد: ناتورالیستي کیسې خطي وي، جزیات دقیق وي، ژبه عامیانه او پایله اکثره بدبینانه وي. موپاسان، هارډي، جیک لندن او ډرایزر یې مهم استازي دي.
مسعود: د ناتورالیسم مکتب هغه ادبي خوځښت دی چې د ریالیزم له زړه څخه راپورته شوی او د ژوند او واقعیت رښتینی بیان دی او په خپلو طریقو او موخو کې یو څه ورته والی لري. تاسو د دوی مشترکه وجه او ارزښت څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم وروسته کمزوری سو، خو اغېز یې لا هم په سینما، معاصر ادب او ژورنالیزم کې پاته سوی دی. دا مکتب ادبیات له خیال څخه واقعیت ته راواړول او د انسان د ژوند پټې برخې یې ښکاره کړې.
مسعود: ویل کېږي: د ناتورالیسم ښوونځی هغه ادبي او هنري مکتب دی، چې د نامتو لیکوالو او بنسټ ایښودونکو تر څنګ، توماس هاردي (زیږیدنه: 1840ز، مړینه: 1927ز)، تر ټولو نوموتی انګلیسي لیکوال، ناول لیکونکی، شاعر او د لنډې کیسې او داستانونو لیکوال، جګ لندن (زیږیدنه: 1867 ز او مړینه: 1916ز) د شلمې پیړۍ یو له پېژاندو امریکایي لیکوالو څخه وو، وګي ډوموپاسان (زیږیدنه: 1850ز، مړینه: 1893ز) د نولسمې پیړۍ یو له سترو فرانسوي کیسه لیکونکو څخه وو. دا ټول لیکوال د ناتورالیسم د ادبیاتو له مخکښو لیکوالو څخه ول. ښه به وي كه د دغو نامتو لیکوالو د عقایدو، اندونو او لاسته راوړنو او نښیرونو(اثارو)په اړه لنډ مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: ۱- توماس هارډي (Thomas Hardy):د انګلستان مشهور لیکوال، شاعر او ناول لیکونکی چې ١٨٤٠ ز کې زیږیدلی دی.
هغه په خپلو اثارو کې د کلیوالي دودیز او سخت ژوند، ټولنیزو محدودیتونو، د تقدیر جبر او د انسان د ناکامیو خوپ (تت) انځور وړاندې کوي.
د هارډي نظریات:
انسان تل د ټولنې او تقدیر قرباني کېږي.
ټولنیز قوانین ډیری ظالمانه وي.
مینه او انساني احساسات د ټولنې له سختو فشارونو څخه ماته خوري.
ده انسان د یو بې وسه موجود په توګه معرفي کاوه چې د یو ظالم او مبهم تقدیر(fate) تر ولکې لاندي ژوند کوي .
ده د ويکټوريا د وخت پر ټولنیزو بندیزونو، د واده پر قوانینو او د کلیسا ير ریا کارۍ سخته نیوکه کوله .
مشهور آثار یې :
ټېس دې اوربرویلي (Tess of the d’Urbervilles): د یوې پاکې او بېوزلې نجلۍ غمجنه کیسه ده چې د ټولنې د ظلمونو او د یو سړي د خیانت قرباني کیږي.
دا ناول د ښځو د مظلومیت یوه ژړا ده .
له لیونۍ ګڼې کوڼې څخه لیري (Far from the Madding Crowd): د مینې او کلیوالي ژوند کیسه ده.
ناپیژانده( مبهم) جود (Jude the Obscure): د زده کړو، مذهب او ټولنیزو محدودیتونو ستونزې یادي سوي دي .
دا د يو بیوزلي هلک کیسه ده چې غواړي عالم او ملا سي خو د ټولني طبقاتي خنډونه یې له دې خوب و خياله بې برخې کوي.
دا اثر دومره جنجالي و چې ځینو کلیساګانو اور ورواچاوه.
۲- جک لندن (Jack London):
د امریکا مشهور لیکوال و، چې د طبیعت، د سخت ژوند بقا او ټولنیزو ستونزو په اړه یې لیکل کول، د انسان او طبیعت ترمنځ یې سختې مبارزې انځورولې .
ده خپله د ژوند ډيرې ستونزې ليدلي وې ، له بیوزلۍ یې د سروزرو په لټه الاسکا ته سفر کړی و .
د جک لندن افکار:
ژوند د بقا یوه ستونزمنه مبارزه ده(Survival of the fittest) ، ده باور درلود چې ژوند یوه تلپاتې مبارزه ده او يوازي هغه څوک چې غښتلی، هوښیار او د بدلون وړتیا لري بریالی کیږي.
طبیعت پر انسان غالب دی.
یوازې قوي انسان ژوندی پاتې کېږي .
د ده په افکارو کې د ټولنیز ډاروینیزم (Social Darwinism) اغېز څرګند دی.
مشهور آثار یې :
د وحشت ږغ (The Call of the Wild): د یوه سپي “بک” کیسه ده چې له ارامه کوره د الاسکا د واورو او سړو سختې سیمې ته وړل کیږي او په پای کې خپل اصلي وحشي طبیعت ته راګرځي .
سپین فنګ (سپین غاښی )(White Fang): د انسان او حیوان تر منځ اړیکې بیانوي.
دا د يو شرموښ یا لیوه کیسه ده چې د انسان له خوا نیول کیږي خو بیا هم له خپلو غریزو سره مبارزه کوي.
مارتین اېډن (Martin Eden): دا د يو بیوزله سمندري سړي کیسه ده چې غواړي لیکوال سي او د یوې بډایې نجلۍ مینه خپله کړي.
دا ډیر د ده د خپل ژوند ناول دی .
دی د بقا ، فقر ، طبقاتي مبارزې او انساني غریزو په بیان کې ډیر پياوړی دی .
ګي دو موپاسان (Guy de Maupassant):
د فرانسې مشهور کیسه لیکونکی او د لنډې کیسې استاد بلل کېږي.
ده په خپلو لنډو خو په زړه پورو کیسو کې د انسان نفسي حالتونه، جنسي غوښتنې، حرص او ټولنیز فساد په ډیر مهارت لیکي دي.
د موپاسان نظریات: دی ډیر بدبین(Pessimist ) و او د ده په نظر :
انسان ډېر وخت د خپل نفس او شهوت تابع وي.
ټولنه له دباندي اخلاقي ښکاري خو دننه له ریا او فساده ډکه ده .
انساني کمزورۍ باید په ریښتیني او بربنډه توګه وښودل سي.
د هغه په کیسو کې انسان ډیری د خپلو غریزو قرباني کیږي.
مشهور آثار یې :
بیل آمی (Bel-Ami): د یوه فرصت طلبه او ځانغوښتونکي انسان کیسه ده چې د ښځو او درواغو په زور د فرانسوي ټولنې تر لوړو پوړیو رسیږي.
د ټال ګیند یا توپ(Boule de Suif) دا د هغه لومړنی او مشهور ناول دی.
په دې کې د یوې بدلمنې (فاحشې) او د فرانسوي اشرافو د یوې ډلې کیسه ده چې د احساساتو او دښمنۍ په وخت کې د هرچا اصلي مخ ښکاري.
یو ژوند (Une Vie): د یوې ښځې د ناکام او دردناک ژوند داستان دی.
ګاڼه یا ګیڼه (La Parure): د جګړې او انساني منافقت په اړه مشهوره کیسه ده.
چارلس دیکنز(Charles Dickens) د انګلستان مشهور ناول لیکوال و. هغه د ١٩مې پیړۍ له تر ټولومهمو لیکوالو څخه ګڼل کیږي.
دیکنز زیاتره د ریالیزم(Realism ) له ادبي مکتب سره تړل کیږي نه نګه(خالص) ناتورالیزم سره خو هغه په خپلو ناولونو کې لکه ناتورالیزم د ټولنې د خوارانو ستونزي، بیوزلي، دکوچنيانو سخت ژوند او د صنعتي انقلاب اغیزې انځورولې اما انسان يې لکه ناتورالیستانو غوندي مجبور نه ګاڼه لکه ده هغه په دې اثارو کې:
الیور ټویسټ(Oliver Twist) : دا د الیور يتيم د بیوزلۍ، ظلم او سخت ژوند کیسه ده خو بیا هم هغه خپل ښه اخلاق ساتي او شرایط د هغه خوی نه بدلوي.
ډيويډ کاپرفیلډ(David Copperfield ) : دا د ډیوډ هلک د ژوند کیسه ده چې له کوچینوالي تر ځوانۍ پوري له ډیرو ستونزو تيريږي. ناول د مبارزې ، زده کړې او بریا پيغام لري .
د دوو ښارونو کیسه( A Tale of Two Cities ) : دا ناول په لندن او پاریس کې د خلکو ژوند په انقلاب کې ښيي چې دې کې د عدالت، قربانۍ او مینې موضوعات ډیر مهم دي .
سترې هیلې( Great Expectations ) : دا د”پپ ” په نوم د غریب هلک کیسه ده چې د بډای کیدو خوبونه ويني. دا ناول د انسان د هیلو ، اخلاقو او ژوند د بدلونونو په اړه ژور بحث دی.
مسعود: د طبیعت پوهانو په وینا، وراثت او چاپیریال د انسان د برخلیک اصلي ټاکونکي دي. د دې مکتب او ریالیزم تر منځ توپیر دا دی چې په ریالیستي نښیرونو(آثارو)کې انسان تل تر خپل چاپېریال مهم وي، خو په تاتورالیسم کې د انسان اهمیت د شیانو له اهمیت نه زیات نه دی. تاسو د فلسفي افکارو په رڼا کې په دې تړاو څه لید لرئ؟
ډاکټر رشاد: ریالیزم او ناتورالیسم دواړه د حقیقت د انځورولو مکتبونه دي، خو مهم توپیرونه لري:
ریالیزم انسان ته ارزښت ورکوي خو ناتورالیزم چاپېریال ته زیات ارزښت ورکوي .
ریالیزم کې انسان نسبي ازادي لري خو په ناتورالیزم کې انسان د جبر قرباني دی.
رياليزم اخلاقي انتخاب مهم ګڼي خو ناتوراایزم وراثت او طبیعت مهم ګڼي .
رياليزم متوازن حقیقت وړاندې کوي خو ناتورالیزم تور او سخت حقیقت وړاندې کوي.
نو ویلای سو چې ریالیزم انسان یو ارادي ټولنیز موجود ګڼي خو ناتورالیزم انسان یو بیولوژیکي مجبور موجود ګڼي ، په ریالیزم کې انسان کولای سي د عقل او ارادۍ په مټ خپل برخلیک بدل کړي خو ناتورالیزم کې انسان د خپل وراثت، چاپیریال او غریزو له خوا مجبور کړی سوی دی.
د ریالیزم تمرکز د ټولنې پر روښانه انځورولو او ډیر د منځنۍ طبقې پر ستونزو او اخلاقو دی خو د ناتورالیزم تمرکز ډیر پر کښته طبقې او د هغو پر ستونزو او تیاره اړخونو راڅرخي .
فلسفي ارزونه:
ناتورالیستان د جبریت (Determinism) پلویان وو. دوی باور درلود چې انسان د ارث، طبیعت او ټولنې تر اغېز لاندې دی او بشپړه آزادي نه لري. خو وروسته فیلسوفانو لکه سارتر (Sartre) استدلال وکړ چې انسان د انتخاب حق لري او کولای سي خپل برخلیک بدل کړي. د حق خبره خو داده چې انسان هم د چاپېریال تر اغېز لاندې وي او هم د ارادې او فکر ځواک لري.
هر څه د علت او معلول له مخې ټاکل کېږي.
په دې اړه د چالیرز دیکنز امیل زولا، توماس هارډي، جک لندن او موپاسان تر څنګ د(Madame Bovary) لیکوال گوستاو فلوبر هم یادولای سو.
مسعود: د نقاشۍ په برخه کې د ځانګړي ښوونځي په توګه، د ناتورالیسم اصطلاح د لومړي ځل لپاره د چا لخوا، چیرته او کله وکارول شوه؟ د ناتورالیسم د ښوونځي د هنرونو، انځورونو او نقاشیو په برخه کې، کوم نښیرونه(اثار) تر ټولو اغېزمن، ارزښتمن او د پام وړ دي، او د دې نښیرونو(اثارو)نامتو او پېژاندو انځورګرانو نومونه او کارنامې او نښیرونه(اثار) یې راته په ګوته کړئ؟
ډاکټر رشاد: په هنر کې د ناتورالیسم اصطلاح په فرانسه کې د اتلسمي او نولسمې پېړۍ له انقلابونو وروسته رواج سوه. هنرمندانو غوښتل چې له مذهبي او تاریخي خیالي انځورونو څخه خلاصون ومومی، طبیعت او انسان له کومې مبالغې پرته، لکه څنګه چې دي، انځور کړي.
ځانګړتیاوې:
واقعي انځورګري، له افسانوي یا رومانتيکو عناصرو پرته.
د طبیعت دقیق انځور وړاندي کول .
د عادي خلکو لکه بزګرانو، مزدورانو، خوارانو ، کوڅه ډبو او داسي نورو ژوند انځورول.
مشهور انځورګران:
ګوستاو کوربه (Gustave Courbet): د ناتورالیستی نقاشۍ بنسټګر ګڼل کیږي ده ویل:” زه پرښته (ملایکه ) نه انځوروم ځکه ما نه ده لیدلې” خو دی د فرانسوي ریالیزم او هم ناتورالیسم مهم استازی دی .
مشهور اثار یې : «د نړۍ سرچینه» او «د اورنانس په ګورستان کې ښخېدل» او د ډبري ماتونکي(The Stone Breakers ) چې د دوو بې وزلو کارګرانو انځور یې د ټولنې لپاره لوی چلنج و .
ژان فرانسوا میله (Jean-François Millet): د بزګرانو او کروندګرو د مینې او خوارۍ انځورګر و .
مشهور اثر یې : «غلې ټولونکي» (The Gleaners): چې درې ښځې تر کښتۍ وروسته د پاتې غنمو د تللو په حال کې انځوروي .
هونوره داومیه(Honoré Daumier ): د ټولنیز ظلم او قانوني فساد کارټونیسټ او انځورګر .
مشهور اثار یې:
د بیوزلو سفر
Wagon de troisieme classe))
او Gargantua یو سیاسي کارتون چې د فرانسې پاچا Louis- philippe یې د لغاز په ډول انځور کړی و او له همدې امله زنداني سو.
ایلیا رېپین (Ilya Repin): روسي انځورګر.
مشهور اثر یې: «د ولګا سیند پر غاړه پنډي یا جوالي».
مسعود: د نندارې”تياتر”، ډرامې، سینما او د فلمونو په جوړولو کې او همداسې د عکاسۍ او معمارۍ په برخه کې د ناتورالیسم د سبک اصلي او مهمې ځانګړتیاوې څه ډول ارزوئ؟ د دې سبک د نامتو فلمونو، عکاسۍ، ډرامې او تیاتر او معمارۍ د مهمو پېژندل شویو استازو په تړاو لنډه رڼا واچوئ؟
ډاکټر رشاد: ناتورالستي تیاتر هڅه کوي چې د ژوند واقعي بڼه له مصنوعي شيانو پرته وړاندې کړي.
ځانګړتیاوې یې : طبیعي خبرې، عادي کرکټرونه، واقعي صحنې، د ټولنیزو ستونزو څرګندونه.
مشهور ډرامه لیکوالان:
هېنریک ابسن (Henrik Ibsen) :ناروېژی لیکوال چې د کورنۍ او ټولنې تیاره اړخونه یې لکه «د یوه ګوډاګي کور» یا ” کورنی ډار” نندارې ته وړاندي کړي دي .
انتون چیخوف(Anton Chekhov ): روسي لیکوال چې د انسانانو داخلي دردونه او ولسي خبرې يې لیکلې. مشهوره ډرامه یې د ګیلاسو ونو باغ ( The Cherry Orchard ) چې د روسیې د اشرافو د زوال او ټولنیزو بدلونونو کیسه ده .
وانیا اکا یا تره(Uncle Vanya) : د کلیوالي ژوند، ناهیلیو او د انسان د دننه ستونزو انځور دی.
او اګسټ سټرېندبرګ :(August Strindberg) مشهور سويډني لیکوال، ډرامه لیکونکی او ناتورالیست ادیب و. هغه د اروپا د عصري تیاتر له مهمو بنسټګرو څخه دی .
د هغه تر ټولو مشهوره ډرامه:پيغله جولي( Miss Julie) ده چې د اشرافو او خادمانو ترمنځ د طبقاتي توپیر، مینې او رواني شخړو موضوع ښيي.
په سینما کې:
د ناتورالیزم اغېز په ایټالوي نیوریالیزم(Neorealism ) فلمونو کې ډیر څرګند دی.
دغه فلمونه د فقر، کارګرانو او عادي خلکو ژوند په تت او مستند ډول انځوروي.
د ایټالیا مشهور فلم جوړونکی او ممثل ویتوریو دیسیکا (Vittorio De Sica) د ناتورالیستي سینما له مهمو بنسټګرو څخه و هغه په خپلو فلمونوکې د بیوزلوخلکو ،له جګرې وروسته ژوند او د ټولنې رښتینې ستونزې په ډیر طبیعي او عاطفي ډول ښودلې دي .
مشهور فلم يې:
د بایسکل غل » (Bicycle Thieves) (Ladri di biciclette) 1948»: دا فلم د یو غریب پلار او زوی د ژوند ستونزي او د کار لپاره د بایسکل د غلا کیسه ده او د نړۍ له سترو شاهکارونو څخه ګڼل کیږي.
Umberto D (1952):
دا د يو زوړ متقاعد مامور کیسه ده چې یوازي ژوند کوي. فلم د فقر او د انسان د مجبورۍ ډیر قوي انځور وړاندي کوي.
Shoeshine (1946):
د دوو کوچنیو هلکانو کیسه ده چې بوټونه رنګوي خو په جرمونو کې ښکیل سي او زندان ته ځي .
Two Women (1960):
د یوې مور او لور کیسه ده چې په جګړه کې له تاوتریخوالي او لوږي سره مخامخ کیږي. دا فلم د جګړې د وحشتونو له امله ډير مشهور سو.
یو مشهور بریتانوي فلم جوړونکی کین لویچ (Ken Loach) دی چې د ټولنیز ریالیزم او ناتورالیستي سینما لپاره پيژندل کيږي .
هغه په خپلو فلمونو کې د کارګرې طبقې ، بیکارۍ، بیوزلۍ او ټولنیزو ستونزو رښتنی ژوند انځوروي.
مشهور فلمونه یې :
Kes (1969)، (کیس)باز:
د یو بیوزله هلک کیسه ده چې په ښوونځي او کور کې له سخت ژوند سره مخ وي خو د یو کوچني باز(falcon)سره مينه پيدا کوي .
I, Daniel Blackeزه ډینل بلیک :
د یو ناروغ کارګر د دولتي نظام له ستونزو سره مبارزه .
هغه باد چې اوربشي رپوي (The Wind That Shakes the Barley)(2006): د ایرلنډ د ازادۍ جګړې په اړه دی چې دوه وروڼه د انګریزانو سره په جګړه کې بیلې لارې انتخابوي. فلم د جګړې او سیاسي اختلاف دردونه ښيي.
بخښنه غواړو ، ياديږئ مو(Sorry, We Missed You) 2019): د یوې کونۍ کیسه ده چې د(لنډمهاله ) کارونو تر فشار لاندي دي . فلم د معاصر کار بازار سخت واقعیتونه ښيي.
د کین فلمونه ډیر ساده، واقعي او انساني عواطفو ته نژدې دي .
په عکاسۍ کې:
ناتورالیستي عکاسي(Naturalistic Photography ): هغه سبک دی چې هڅه کوي واقعیتونه هغسي وښيي لکه څنګه چې په طبیعي ژوند کې دي ، بې له زیاتې جوړونې، مصنوعي رڼا یا دروند ایډت(editing ) څخه يعني واقعیت ته نژدې ، مصنوعي ښکلا پکې کمه او د ژوند طبیعي شېبې ثبتوي .
عکاسان لکه ډوروتیا لانګ (Dorothea Lange) د لوی خپګان پر مهال د بېوزلو خلکو طبیعي او له تصنع پرته انځورونه اخیستل.
وجین ایګیټ(Eugene Atget) د پاریس د کوڅو ، زړو ودانیو او عامو خلکو رښتینی انځورنه بیله تصرفه اخیستل .
Henri Cartier-Bresson
د ده کارونه د ژوند طبیعي او ناببره شیبې ښيي.
Angel Adams
د طبیعت منظرې په توره او سپينه عکاسي کې .
Steve McCurry
د رنګه مستندي عکاسۍ تر ټولو پيژندل سوې څیره ده چې دAfghan Girl شين سترګي انجلۍ یې نړیوال شهرت پیدا کړ .
په معمارۍ کې:
ناتورالیستي معماري” د بڼې ، جولې یا شکل دنده تعقیبوي د “(Form follows function) له اصولو پیروي کوي.
سادهګي، طبیعي مواد (لرګی، خښته، ډبره) او له چاپېریال سره همږغي .
د بیلګې په توګه د فرانک لویډ رائټ (Frank Lloyd Wright) عضوي معمارۍ.
مسعود: د موسیقۍ په هنر کې د ناتورالیسم د ښوونځی د مهمو او اغېزمنو ځانګړتیاوُ په اړوند څه لید لرئ او د دوی نوموتي او مهم استازي څوک ول؟ هیله ده كه تاسو د موسیقۍ په هنر کې د ناتورالیسم د هنرمندانو د هنري سبک او د هنري نامتو نښیرونو (اثارو)د ارزښت په اړه لنډه رڼا واچوئ.
ډاکټر رشاد: په موسیقۍ کې ناتورالیسم د طبیعت ږغونه، د ورځني ژوند اوازونه ، انساني عواطف او احساسات وړاندي کوي.
ځانګړتیاوې:
· د طبیعي اوازونو کارونه لکه د باران، باد، د مرغانو ریز (سندرې).
· ژور، ځینې وخت خپه احساس.
· د واقعي فضا جوړول.
مشهور موسیقاران:
· لودویګ وان بېتوون (Beethoven): د «پاستورال سمفونۍ» په شپږمه سمفوني کې د طبیعت ږغونه راوړي.
· بېلا بارتوک (Béla Bartók): د ختیځې اروپا کلیوالي موسیقي او طبیعي عناصر راوړي.
· جان کیج (John Cage): د «۴ دقیقې او ۳۳ ثانیې» په نامه اثر کې یې د خاموشۍ او ناڅاپي ږغونو ناتورالستي تجربه کړې.
.جارج بزیه(Georges Bizet ): هغه مشهوره اوپرا کارمن (Carmen ) د هسپانیا په یوه فابریکه کې د یوې کارګرې ښځې د سخت ژوند کیسه ده چې له خیانت ،مینې او مرګه ډکه ده .
.جاکومو پوچیني(Giacomo Puccini ) د هغه اوپرا لا بوهم(La Bohème ) د پاریس د بیوزلو هنرمندانو او لیکوالانو د خوارۍ ژونکې کیسه ده .
مسعود: تاسو د ناتورالیسم د مکتب د زوال او د له منځه تللو لاملونه، انګیزې او اصلي عوامل څنګه ارزوئ؟
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم انسان د وراثت، چاپیریال او ټولنیزو شرایطو اسیر ګڼي چې آزاده اراده هغه کې لږ رول لري.
خو وروسته لیکوالو او فیلسوفانو دا فکر ډیر “سخت” او ” میخانیکي ” وباله ؛ دوی ویل چې انسان یوازي د طبیعت محصول نه دی بلکې هغه احساس، اراده او رواني اړخ هم لري.
ځکه د شلمې پېړۍ په پیل کې ناتورالیسم کمزوری سو چې مهم لاملونه یې دادي :
· ډېر تور او بدبینانه لیدلوری.
· د انسان د ارادې او ازادۍ ارزښت کم ګڼل.
· د نويو ادبي او هنري مکتبونو لکه سمبولېزم (Symbolism)، مدرنېزم (Modernism) او اګزیستانسیلېزم (Existentialism) ظهور.
· په هنر کې د تخیل او الهام کمښت.
· یوازې مادي اړخونو ته پاملرنه او له رواني اړخونو غفلت.
. د روانپوهنې پرمختګ: د سیګموند فروید(Sigmud Freud) او نورو سایکولوژیسټانو نظریاتو و ښودله چې د انسان چلند یوازي د چاپېریال له امله نه وي بلکې لاشعوري، داخلي غوښتنې او رواني غروړی(غوټې) هم اغیز لري.
له همدې امله لیکوالو او هنرمندانو د انسان “دننني نړۍ” ته سر ورښکاره کړ او د ذهن جریان(Stream of consciousness ) یې وکاراوه.
وروسته مکتبونو لکه سمبولېزم او مدرنېزم د ناتورالیسم پر ځای د احساساتو، نښو او داخلي نړۍ انځورولو ته مخه کړه.
د انسان د ازادې ارادې او داخلي فضا ارزښت زیات سو او خلک یوازي په دغه علمي او مادي تفسیر باندي قانع نه سول .
خو سره له دې ناتورالیزم پر معاصر ناول ، ټولنیز ادب او واقعي ادبي سبکونو ژور اغېز پریښود.
مسعود: د پښتو ژبې د ادبي نښیرونو(اثارو)او ځانگړي ډولونو (ژانرونو) په اړه د ناتورالیسم د مکتب تگلوری او اصول څنګه ارزوي؟ مهرباني وکړئ د هغو نوموتو لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د نومونو او نښیرونو په تړاو، چې د ناتورالیسم له ښوونځی څخه اغېزمن شوې دي په لنډه توګه مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: په پښتو ادب کي ناتورالیزم تر ډېره د شلمي پېړۍ له نیمایي وروسته څرګند سو، کله چي لیکوالو د ټولني واقعي ستونزي، فقر، بېوزلي، جګړې، مهاجرت او د انسان دردونه په واقعي ډول بیان کړل.
د ناتورالیزم ځانګړني په پښتو ادب کي :
د ژوند د حقیقتونو ریښتینی انځور
د غریبو او مظلومو خلکو یادونه
د چاپېریال اغېز پر انسان
د احساساتو پر ځای واقعیت ته پام
د کلیوالو او ټولنیزو ستونزو بیان
د جګړو او بدبختیو ریښتینی انځور
ناتورالیزم په پښتو نثر کي :
١. استاد ګل پاچا الفت :
په خپلو نثري لیکنو کي د افغان ولس غربت، بېعدالتي او ټولنیزي ستونزي په ډېر واقعي ډول بیان کړي دي.
لکه:
“د زیارت ډیوې” او ” د شاعر تحفه”
په غربت او بېوزلۍ کې د کلیوالي ژوند ستونزې او د انسان مجبوریتونه انځور کړي دي او هم يې د ظالم او مظلوم له پوسته جوړې تحفې راپېژندلې دي .
٢.علامه عبدالحی حبیبي:
سره له دې چې دده ليکنې ډيري څیړنیزې دي او په دې برخه کې د لومړيتوب حق لري خو په هنري نثر کې هم قلم خورا ښه چلیدلی .
لکه :
“د پلار مړي د اختر خولۍ”
چې د خوار او بډای د ژوند ټولنیز توپیر په ریښتینې بڼه انځوروي .
٣. نور محمد ترهکی :
په خپلو کیسو او ناولونو کي د بزګرانو، مزدورانو او بېوزلو خلکو ژوند ډېر طبیعي او واقعي انځور کړی دی.
لکه:
«بنګ مسافري» ناول
«سپین» ناول
” د غوايي لاندی” لنډه کیسه
” د بزګر لور” لنډه کیسه
په دغو اثارو کې فقر، لوږه ، ټولنیز ظلم او طبقاتي ژوند ښودل سوی دی.
٤. استاد عبدالروف بینوا:
د ټولني دردونه، د هیواد وران حالات او د خلکو ستونزي په ریښتیني انداز بیان کړي دي.
لکه:
” د زړه خواله “
دا اثر دده د خیالي ملګري سره د ټوليزو دردونو هینداره ده .
۵. پوهاند صدیق الله رشتین: د نثر بېلګه یې، « کلیوال ژوند »: کلی د غرونو په لمن کې پروت و، د چینې اوبه به د سهار له نسیم سره ګډېدې او د بزګر د خولو بوی به له خاورو سره یو ځای پورته کېده. په نثر کې د طبیعت او کلیوالي ژوند انځور وړاندې کوي.
۶. علامه رشاد بابا:
د غریبو پر ژوند یې د ژړا اسویلي انځور کړي او د دوی رښتینی ژوند یې را پیژندلي دي .
لکه :
“ژړاند لیمه او ویړي خولې “
چې د خوارې ښځې مجبوریت ځرګندوي.
“جګې ماڼۍ او وریښمینې جامې” چې د بډای هوس او سخت زړي ښيي او د خوار له فقره قرباني .
۷. ګل محمد بیتاب
د ډیورنډ کرښې ها خوا د غربت او بیږزاۍ ناتورالبستي انځور وړاندي کوي
لکه :
“د کلي ژوند ” لنډې کیسې
او داسي نور تر نني ځوانو لیکوالو پوري .
۸. عبدالوکیل سوله مل شینواری
چي په لنډو چیخوفي کیسو کې د ټولنې ستونزي په تیره بیا د ښځو کړاونه بیانوي چې ځينې ناتورالیستي دي .
لکه :
“بندي غږونه ” د لنډو کيسو وروستۍ ټولګه يې چې په ځینو ځایونو په تیره بیا په “بدل ” کې له دوديزو پولو پښه اړوي او تابو ماتوي .
او داسي نور لیکوال.
ناتورالیزم په پښتو نظم او شعر کي
١.قیام الدین خادم :
د واقعیت ویلو ژبه يې له دغه نيم بيتي څخه څرګنده ده چې وايي:” رښتيا رښنیا به وایم که وم وم که نه وم نه وم” دا د ناتورالیزم یوه ښه بیلګه ده .
لکه:
“د شاعر مسلک ” د رښتیا ویلو ډیره ښه او په زړه پوري وینا ده .
٢. اجمل خټک
که څه هم ډیر ریالسټیک او انقلابي شاعر دی خو د ولس دردونه، بېوزلي او سیاسي ظلمونه یې په طبیعي او واقعي انداز بیان کړي دي.
لکه:
“جنت” نظم چې د ټولنې د بیلابیلو پوړيو له استازو څخه د جنت پوښتنه کوي او د ټولو پوهه په رښتينې توګه بې له تصرفه د هغو د نړۍ لید له زاویې بیانوي چې دا د ناتورالیزم یو ښه انځور دی .
٣. غني خان
که څه هم زیات فلسفي شاعر دی، خو په ځینو شعرونو کي یې د انسان داخلي درد، طبیعت او ټولنیز حقیقتونه په ناتورالیستي بڼه راغلي دي.
د مایوسۍ یوه بیلګه یې دغه بيتونو کې :
ولی غم لکه اسمان په جهان خور دی؟
خدایه! ولي خوشالي دي کړه ناپايه؟
ولي جوړ دي کړه ننګي د ګل د پاڼو ؟
خدایه! ولي نشه بيايې له شرابه ؟
***
او یا ” بابا ته” د شعر دا څو بیتونه :
ستا خطونه ټول زما سر ته پراته دي
زه يې لولم هره شپه دوباره دوباره
کله خاندم ، کله ژاړم لیونی یم
ای زما په بند کې پروت غریبه پلاره!
٤. استاد عبدالروف بینوا
د “پریشانه افکار ” په ټولګه کې: د يتيم نغمه ، دا هم ژوند ؟ …
۵. د پوهاند صدیق الله رشتین نظم کې، «د بزګر سندره».
په هغه کې د طبیعي چاپېریال، د بزګر ژوند، د خاورې او کار رشتینی انځور شیي.
۶. علامه رشاد بابا
د غریب زکندن
۷.سید رسول رسا
د ښکیلاګرو تر څنګ له زورواکو څخه بربنډ شکايت کوي او وايي:
خدای زما او ستا خو یو دی موږې دواړه بندګان یو
ته په څه باندي مالک شوې موږه ولي فقيران یو
یو زور ظلم د فرنګ دی بل ستا لاس په وینو رنګ دی
تاسو واړه شرمښان یئ موږ بې ژبي ټول ګډان یو
۸. ښاغلی عبدالباري جهاني
سره له دې چې دي ریالسټ لیکوال او شاعر دی خو په کیسه ایزو نظمونو کې د پند تر څنګ د ناتورالیزم بیلګې سته.
۹ .ښاغلی رحمت شاه سایل
سره له دې چې انقلابي او ریالسټیک شاعر دی خو د پښتنو بد حالت ، غربت او ټولنیزو ناخوالو تصویر یې خپلو ځينو شعرونو کې ډېر طبیعي او ناتورالیستيک راوړی دی.
۱۰. ښاغلی دریش درانی
سره له دې چې ډیر فلسفي شاعر دی خو پښتنو تصویر تر یو ځایه په ناتورالیستيکه بڼه وړاندي کوي.
۱۱. ښاغلی پيرمحمد کاروان:
چنار اخیستی اور یې د ناتورالیزم خورا ښه انځور
۱۲. اروښاد مطیع الله تراب:
د ظلم ، بې عدالتیو ډير لوڅ او بربنډ انځور د ولس په ژبه وړاندي کړی چې د ناتورالیزم خورا ښه تابلو ده .
مخکنی شاعران یا د موضوع، یا د بڼې او یا دریځ له اړخه یو څو ناتورالیستې بیلګې لري خو مطیع الله تراب هم د ژبې له اړخه، هم د بربنډ انځور او هم د موضوع او دریځ له مخې د ناتورالیزم د مکتب بشپړ او ښه استازیتوب کوي.
مسعود: د ناتورالیسم، د انځورګرۍ او نقاشۍ هنر، ځانګړتیاوې، منځپانګه او پیغام او همداسې د دوی د هنر تګلوری او د سبک مهمې ځانګړنې زموږ په افغاني ټولنه کې څه ډول ارزوي؟ او دا راته وویاست، چې کومو نامتو انځورګرو او نقاشانو د ناتورالیسم د انځورګرۍ او نقاشۍ په هنر کې برخه اخیستې ده، د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) راته په ګوته کړئ.
ډاکټر رشاد: ناتورالیزم (Naturalism) انځورګرۍ کې هغه هنري مکتب دی چې هڅه کوي طبیعت، انسان او ورځنی ژوند په ډېر واقعي او طبیعي ډول وښيي یعنې هنرمند شیان هماغسې انځوروي لکه څنګه چې په واقعیت کې ښکاري، بې له مبالغې او خیالپردازۍ.
لکه څنګه چې مخکې وویل سوه چې ناتورالیزم د ۱۹مې پېړۍ په منځنیو کلونو کې په ځانګړي ډول له ۱۸۵۰م وروسته په فرانسه کې مشهور سو. دا مکتب د رومانتیزم او اکاډمیک هنر پر ضد راپورته سو، ځکه هنرمندانو غوښتل ریښتینی ژوند او عادي خلک انځور کړي.
د ناتورالیزم بنسټ ایښودونکي او مخکښ هنرمندان
. Gustave Courbet
ده ته د ناتورالیزم او ریالیزم له مهمو بنسټګرو څخه ویل کېږي. هغه بزګران، کارګران او عادي خلک په واقعي بڼه انځورول.
مشهور آثار یې :
The Stone Breakers
A Burial at Ornans
***
. Jean-François Millet
ده د کلیوالو خلکو او بزګرانو ژوند په ډېر طبیعي ډول انځور کړی.
مشهور آثار یې :
The Gleaners
The Angelus
***
. Édouard Manet
که څه هم وروسته د امپرېشنیزم له هنرمندانو سره اړیکې ټینګوي خو د طبیعي او واقعي ژوند په انځورولو کې یې مهم رول درلود.
مشهور آثار یې :
Olympia
Luncheon on the Grass
***
د ناتورالیزم ځانګړنې:
د طبیعت او انسان واقعي انځورول
د عادي خلکو ژوند ښودل
د رڼا، سیوري او رنګونو طبیعي کارول
له خیالپردازۍ او مبالغې څخه ډډه
ټولنیز حقیقت ته پام کول
د ناتورالیزم اغېز:
ناتورالیزم وروسته پر Impressionism او Realism هم اغېز وکړ او د معاصرې رښتینې انځورګرۍ لپاره یې لار هواره کړه.
په Afghanistan کې ناتورالیستي (طبیعتپاله او واقعي) انځورګري د شلمې پېړۍ په پیل او په ځانګړي ډول د امان الله خان د واکمنۍ (۱۹۱۹–۱۹۲۹م) پر مهال، په نوې بڼه وده وکړه. له اروپا او Turkey څخه د هنري زده کړو او عصري فکرونو له راتګ سره، افغان هنرمندانو هم د انسان، طبیعت او ټولنیز ژوند رښتني انځورول پیل کړل.
د ناتورالیستي انځورګرۍ پیل کوونکي
استاد عبدالغفور برښنا:
استاد برښنا د افغانستان د معاصرې نانځورګرۍ له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي. هغه په Germany کې هنري زده کړې کړې وې او وروسته یې افغانستان ته د اروپايي سبکونو، په ځانګړي ډول ریالیزم او ناتورالیزم بڼه راوړه .
د هغه په انځورونو کې:
طبیعي منظرې
د افغانانو ورځنی ژوند
کلیوالي صحنې
تاریخي او کلتوري موضوعات
ډېر ښکاره کېږي.
نور مشهور افغان ناتورالیستي او ریالیستي انځورګران
پروفيسر غلام محمد میمنه ګي
استاد میمهګي د افغانستان له لومړنیو واقعي انځورګرانو څخه و. هغه د دربار، طبیعت او خلکو ډېر طبیعي انځورونه جوړ کړل.
مشهور آثار:
د افغان پاچاهانو انځورونه
د کابل زړې منظرې
طبیعي باغونه او کلیوالي
استاد خيال محمد خادم
استاد خادم د افغان فولکلور، بزګرانو او دودیز ژوند واقعي انځورونه جوړول.
مشهور آثار:
د بزګرانو ژوند
اتڼ او محلي دودونه
د افغانستان کلیوالي منظرې
محمد زمان
هغه د معاصر افغان ریالیزم او طبیعتپالې د انځو ګرۍ له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي او د انساني احساساتو او طبیعي فضاوو په انځورولو کې مشهور و.
د افغان ناتورالیزم ځانګړنې:
د افغانستان طبیعي منظرې انځورول
دودیز لباسونه او کلتور ښودل
د کلیوالي ژوند انعکاس
د خلکو واقعي څېرې او احساساتو ښودل
د رنګونو نرم او طبیعي استعمال
مشهور موضوعات
افغان ناتورالیستي هنرمندانو زیاتره دا شیان انځور کړي:
د کابل زاړه بازارونه
غرونه او طبیعي منظرې
بزګران او کوچیان
دودیز مراسم او اتڼ
تاریخي شخصیتونه
د دې مکتب اهمیت په دې کې دی چې په افغانستان کې د معاصر هنر د ودې بنسټ کښېښود او افغان هنر یې له دودیز مینیاتور څخه عصري واقعي انځورګرۍ ته ورنژدې کړ.
مسعود: په پښتو ادبیاتو کې د ناتورالیسم لارویانو تر ټولو نامتو لیکوال څوک دي؟ ایا دوی د ناتورالیسم له ښوونځی او تگلوري څخه اغیزمن دي که نه؟ مهرباني وکړئ د دې لیکوالو د نوماندو نښیرونو(اثارو) نومونه واخلئ.
ډاکټر رشاد: په پښتو ادب کې هیڅکله یو بشپړ او منظم ناتورالستي مکتب نه و رامنځته سوی، خو د شلمې پېړۍ ډېر لیکوالان ترې اغېزمن سوي دي.
د دوی په آثارو کې د ټولنې حقیقي ستونزې، فقر، بېوزلي، اقتصادي فشار او د چاپېریال اغېزې په صریح او هنري توګه لیدل کېږي، خو د فرانسوي ناتورالیسم په څېر سخت او تجربي بڼه نه لري.
مسعود: په افغاني ټولنه کې د نندارې”تياتر”، ډرامې، سینما او فلم جوړونې او همداسۍ د عکاسۍ او معمارۍ په هنرونو کې د ناتورالیسم تگلاری او هنري اغېز څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست په دې هنري برخو کې د دوی نامتو استازي څوک ول. ښه به وي که د دوی پېژندل شوي نښیرونه(آثار) راته په کوته کړئ.
ډاکټر رشاد: په سینما او سینماتوګرافۍ کې ناتورالیزم (Naturalism) هغه هنري سبک دی چې هڅه کوي ژوند، خلک او پېښې په ډېر واقعي، عادي او پرته له مصنوعي ډوله وښيي. هدف دا وي چې نندارچي احساس کړي چې دا صحنې رښتینې دي، نه جوړې سوې.
د ناتورالیزم مهمې ځانګړتیاوې:
۱. طبیعي اداکاري(تمثیل)
لوبغاړي عادي او واقعي چلند کوي، ډېر تیاتري یا مبالغهناک احساسات نه کاروي.
۲. طبیعي رڼا او چاپېریال
ډېر فلمونه په واقعي کورونو، کوڅو او طبیعي ځایونو کې فلمبرداري کېږي، نه یوازې په سټوډیوګانو کې .
۳. د ژوند عادي موضوعات
بېوزلي
کورنۍ ستونزې
ټولنیز فشار
کارګري ژوند
جګړه او مهاجرت
۴. لږ موسیقي او مصنوعي افکتونه
فلم هڅه کوي واقعي ږغونه او چاپېریال وساتي.
۵. اوږدې او ارامې صحنې
کمره کله ناکله یوازې ژوند تعقیبوي، بې له چټک کټ او زیاتې ډرامې.
دا سبک د ۱۹مې پېړۍ د فرانسوي لیکوالانو لکه:
Émile Zola
له ادبي ناتورالیزم څخه اغېزمن او سینما ته داخل سو، په ځانګړي ډول د ایټالیا نیوریالیزم (Italian Neorealism) ،مستند ډوله فلمونو او هنري سینما ته.
مشهور ناتورالیستي فلمي مکتبونه:
ایټالوي نیوریالیزم
د دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته سو.
ځانګړنې:
غیرمسلکي لوبغاړي
واقعي کوڅې او ښارونه
د بېوزلو خلکو ژوند
مشهور فلمونه:
Bicycle Thieves
د یو غریب پلار او زوی کیسه.
Rome, Open City
د جګړې واقعي ژوند ښيي.
نور مشهور ناتورالیستي فلمونه:
Children of Heaven
د ماشومانو، فقر او کورنۍ ساده خو واقعي ژوند.
The 400 Blows
د یو هلک واقعي او ستونزمن ژوند.
Kes
د کارګرې طبقې د ماشوم ژوند.
Taste of Cherry
ارامه، فلسفي او طبیعي سینما.
مشهور کارګردانان (Directors)
Vittorio De Sica
Roberto Rossellini
Abbas Kiarostami
Satyajit Ray
Ken Loach
دي .
خو په افغان فلمونو کې هم د جګړې، کډوالۍ او کلیوالي ژوند واقعي انځورونه لیدل کېږي.
ځینې بېلګې:
١. “د کونډې زوی “سریال سره له دې چې ریالسټیک دی خو
د کلیوال او ښاري ژوند توپیرونه او د شادګل ساده کلیوال تمثیل چې په ډیر ښه او رښتیني ډول تر سره سوی د ناتورالیزم بڼه لري .
٢. اسامه» فلم
دا فلم د طالبانود لومړي ځل د وخت د یوې نجلۍ رښتنی او دردناک ژوند انځوروي.
ناتورالیستي ځانګړنې یې:
واقعي چاپېریال
طبیعي اداکاري(تمثیل)
د فقر حقیقي تصویر
٣. فلم «خاک و خاکستر»
دا فلم د جګړې درد، د کورنۍ غم او د افغان انسان محرومیت په واقعي ډول بیانوي.
ناتورالیستي تیاتر (Naturalistic Theatre) د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې، شاوخوا د ۱۸۷۰م او ۱۸۸۰م کلونو ترمنځ په France کې رامنځته سو. دا تیاتر د ریالیزم له مکتب څخه وده وکړه، خو هڅه یې دا وه چې ژوند لا ډېر دقیق، علمي او طبیعي وښيي.
د ناتورالیستي تیاتر د رامنځته کېدو لاملونه
دغه تیاتر د څو فکري او علمي بدلونونو له امله پیدا سو:
د ساینس پرمختګ
د Charles Darwin د تکامل نظریه
صنعتي انقلاب
د ښارونو پراختیا او ټولنیزې ستونزې
لیکوالانو باور درلود چې تیاتر باید ژوند لکه څنګه چې دی هماغسې وښيي.
د ناتورالیستي تیاتر ځانګړنې دادي :
واقعي صحنې او کورنی چاپېریال
عادي او بېوزله خلک د کیسې اتلان
طبیعي خبرې او ورځنی ژبه
د ټولنیزو ستونزو بیان
د احساساتو او چلند واقعي انځور
مشهورې څېرې
Émile Zola
د ناتورالیزم اصلي بنسټګر ګڼل کېږي.
ده د “تجربوي تیاتر” نظریه وړاندې کړه.
Henrik Ibsen
د معاصر واقعي تیاتر مهم شخصیت.
د کورنۍ او ټولنې ستونزې یې بیانولې.
August Strindberg
د انساني ذهن او ټولنیزو فشارونو په ښودلو مشهور و.
Anton Chekhov
د ورځني ژوند او انساني احساساتو واقعي انځور وړاندې کاوه.
مشهورې نندارې (ډرامې)
Thérèse Raquin
د جرم، احساساتو او چاپېریال اغېز ښيي.
A Doll’s House
د ښځو حقونه او کورنی ژوند بیانوي.
Ghosts
د کورنۍ پټ رازونه او ټولنیز فشارونه.
Miss Julie
د طبقاتي توپیر او رواني شخړو ډرامه.
The Seagull
د انسان ارمانونه او ناکامۍ انځوروي.
د ناتورالیستي تیاتر اغېز وروسته پرمعاصر تیاتر،سینما ، تلویزیوني ډرامو او ټولنیزو فلمونو پاته سو او د نن ورځې ډېر واقعي فلمونه او سریالونه د همدې سبک ادامه بلل کېږي.
اوس که له نړیوال ناتورالیستي تیاتر څخه راسو ناتورالیزم په افغاني تیاتر کي دا راته څرګنده کیږي چې په افغان تیاتر کي ډېر هنرمندان د خلکو ریښتینی ژوند تمثیلوي چې له لومړي سره د شاه امان الله د پغمان له نندارې او پوهنې نندارې نیولې بیا تر کابل نندارې ، مرستون نندارې آن تر راډیو او ټلويزيون پوري يې رسولي دي خو په طنز ، لغاز او ټوکو کې، چې د کابل او ولایتونو صحنې او تمثیلې ټوټې هم هغه کې څرګند رول لري سره دې چې بخوا کندهار کې ناټکانو به دا ډول تمثیل کاوه .
بېلګي:
د دفتر د پیاده ګانو ، تعویذ ګرو ، کوډګرو ، میرزایانو ، میرزا قلمانو ، بیروکراسۍ او داسي نورو تمثیل دي.
د کډوالۍ ستونزي
د ښځو محرومیت
د کلیوالو خلکو ژوند
د بیوزلۍ او جګړې دردونه
ځکه نو ویلای سو چې دا ډول تیاتر تیاتر د ټولني ستونزي بې له مصنوعي رنګ څخه نندارې ته وړاندي کوي.
په فوټوګرافي کې ناتورالیزم هغه سبک ته وایی چي پکې عکاس هڅه کوي شيان، خلک او طبیعت هماغسې وښیی لکه په رشتیا چي دي بې له ډیري مصنوعي رڼا، دروند ایډیټنګ، یا جوړې سوې صحنې.
د ناتورالیزم مهمې ځانګړنې:
طبیعي رڼا کارول (لکه د لمر رڼا).
د صحنې واقعي رنګونه.
لږ ایډیټ یا فلټر.
د خلکو طبیعي حالت او احساسات.
د چاپېریال رښتینی ښودل.
د ناتورالیزم مثالونه:
د کلي د ژوند عکاسي.
د طبیعت او غرونو انځورونه.
مستنده فوټوګرافي.
د خلکو له مصنوعي جوړښته پرته عادي شیبې.
د نورو سبکونو سره توپیر
د فېشن یا سټوډیو فوټوګرافي برعکس، ناتورالیزم کې مصنوعي جوړښت لږ وي. هدف یې د ښکلا تر څنګ حقیقت ښودل وي.
د مثال په ډول، که یو عکاس د بزګر انځور په پټي کې د لمر په طبیعي رڼا واخلي او هماغه چاپېریال وساتي، دا ناتورالیزم ته نژدې انځور بلل کېږي.
خو په افغانستان کې ناتورالیستي فوټوګرافي د خلکو د واقعي ژوند، کلتور، کلیوالي چاپېریال، جګړو او ورځنیو حالاتو د ثبت له لارې پېژندل کېږي. دا سبک ډېر د مستندي فوټوګرافي سره نژدې دی، ځکه عکاسان هڅه کوي چي حقیقت بې له مصنوعي جوړښته وښیی.
فوټوګرافي افغانستان ته د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د امیر عبدالرحمان خان د دورې پر مهال راغله. په لومړیو کې دا یوازې د دربار او رسمي انځورونو لپاره کارېده، خو وروسته ورو ورو د ښارونو، دخلکو، د ولسي جامو، بازارونو او طبیعي منظرو انځورونه هم واخیستل سول.
د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو پر مهال ژورناليستيکي او مستنده عکاسي نوره هم پراخه سوه، او د جګړو په کلونو کې نړیوالو او افغان عکاسانو د افغانستان د واقعي ژوند انځورونه نړۍ ته ورسول.
پخواني مشهور عکاسان
ولیم سمپسن(William Simpson )د دوهمې افغان-انګریز جګړې پر مهال د افغانستان د خلکو او سیمو انځورونه ثبت کړل.
رولان او سابرینا میشو (Roland and Sabrina Michaud) د ۱۹۶۰مو او ۱۹۷۰مو کلونو افغانستان یې په طبیعي او فرهنګي بڼه نړۍ ته معرفي کړ.
سټیو مککری( Steve McCurry)د افغانستان د جګړو او مهاجرو مشهور طبیعي او مستند انځورونه اخیستي دي، په ځانګړي ډول د «افغاني شين سترګي نجلۍ» انځور.
معاصر یا اوسني مشهور افغان عکاسان :
نجیب الله مسافر: هغه د جګړې، مهاجرت او د افغانانو د سخت ژوند رښتیني عکسونه اخیستي دي .
مسعود حسېني: د جګړو او انساني حالاتو واقعي انځورونو لپاره مشهور دی.
وکیل کوثر: د فرانس پریس لپاره یې د افغانستان د طبیعي او ورځني ژوند انځورونه اخیستي.
فرزانه وحیدي: د افغان ښځو، کلیوالو او ټولنیزو موضوعاتو په مستند او ناتورالیستي سبک کې کار کوي.
شاہ مروي: د افغانستان د جګړو او عام ژوند واقعي صحنې یې ثبت کړې.
فاروق زرنګ او داسي ډیر نور په تیره بیا د باختر اژانس ، ملي راډیو تلویزیون او نورو رسنیو عکاسان.
د افغانستان د ناتورالیستي فوټوګرافي ځانګړنې:
د جګړې او مهاجرت رښتیني انځورونه
قومي او کلتوري ژوند.
د کلو او بازارونو طبیعي حالت.
د خلکو احساسات او ورځنی ژوند.
د طبیعت او غرونو واقعي منظره.
افغانستان کې ناتورالیستي فوټوګرافي تر ډېره د واقعیت، درد، مقاومت او کلتور د بیان وسیله پاته سوې ده.
مشهور تصویر:
د کابل د چاودنې وروسته د یوې ژوبلي نجلۍ عکس چي نړیوال شهرت یې پیدا کړ.
مسعود: تاسو د افغاني موسیقۍ په هنر کې د ناتورالیسم تگلاری او هنري اغېز څه ډول ارزوئ؟ ښه به وي که تاسو په دې برخه کې د نامتو هنرمندانو او د دوی د نښیرونو(اثارو) په اړه مالومات راکړئ.
ډاکټر رشاد: د “ناتورالیستي موسیقۍ” اصطلاح عموماً هغې موسیقۍ ته ویل کېږي چې د طبیعت ږغونه، فضا او احساسات په رښتینې یا طبیعي بڼه څرګندوي. دا سبک هڅه کوي چې اورېدونکی د طبیعت له نړۍ سره ونښلوي.
ځینې مهم ځانګړنې یې:
د باران، باد، مرغانو، سیند او ځنګله ږغونه پکښې کارېږي ارامه او نرم ریتم لري.
ډېر وخت د آرام، مراقبې او ذهني سکون لپاره اورېدل کېږي.
ډیریو سازونو کې له شپيلۍ ، پیانو، ګیتار او نرمو الکترونیکي ږغونو څخه استفاده کېږي.
کله ناکله د فلمونو او مستندو پروګرامونو لپاره هم جوړېږي.
د ناتورالیستي موسیقۍ بېلګې:
د طبیعت ږغونو سره مراقبوي موسیقي
Ambient music
New Age music
د ځنګل یا سمندر ږغونو سره ارام کمپوزونه
مشهور نړیوال هنرمندان چې دې ته نژدې سبکونه لري:
Ludovico Einaudi
Brian Eno
په افغانستان کې “ناتورالیستي” یا طبیعتمحوره موسیقي د لوېدیځ په شان جلا رسمي سبک نه ګڼل کېږي، خو د افغانستان په ولسي، کلیوالي او صوفيانه موسیقۍ کې د طبیعت نرم احساس ډېر ژور حضور لري. د غرونو، دښتو، باران کوچ، شپې، سپوږمۍ،باد او کليوالي ژوند انعکاس د افغان موسیقۍ یوه مهمه برخه ده.
د افغانستان د ناتورالیستي موسیقۍ ځانګړنې:
د طبیعت او کليوالي ژوند انځورول
نرمې او اوږدې نغمې
د شپیلۍ ، رباب، دمبورې، دوتار او طبلې طبیعي غږونه
پښتني ولسي نغمو کې د غرونو او سفر حس ، د پکتیاغرنۍ سندرې ، د هرات او بدخشان ولسي سندرې
صوفيانه او مراقبوي فضا
افغان موسیقي ډیره له ولسي، صوفيانه او کلاسیکو رېښو سره تړلې ده، او همدا عناصر یې ناتورالیستي رنګ پیاوړی کوي.
مشهور هنرمندان:
ډاکټر صادق فطرت(ناشناس)
د پښتو او دري غزلواو نرم سبک له امله مشهور دی. بیلګې :
چې مي یار په سفر تللی زه په کور یم ، دره به دره هوای پغمان به دره او داسي نوري.
ساربان
د افغانستان له تر ټولو شاعرانه او نرمو ږغونو څخه ګڼل کېږي. د هغه موسیقي کې د طبیعت، باران او احساساتو ژوره فضا لیدل کېږي.
بیلګې :
ای ساربان آهسته ران ، آهسته برو او داسي نورې سندرې.
ایوب استاد
د افغانستان له ولسي سندرغاړو او له سوزه ډک ږغه برخمن و .
بیلګې :
ای عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم ، لیونۍ مینې کړم آشنا له بیابانه سره ، راشه جانانه شه مهربانه، وخت مازدیګر دی جينکۍ ګودر ته ځینه .
استاد ګل زمان
چې کمپوزونه یې ډیرو هنرمندانو ویلي دي.
بیلګه :
“په ګل غونډي کې” د طبیعت انځورګري ده .
استاد محمد عمر
د رباب ستر استاد و. د هغه نغمې د افغانستان د طبیعي او ولسي روح استازیتوب کوي.
نسيم خوشنواز
د هرات دودیزې او ارامې ربابي نغمې ږغوي چې Ambient او طبیعتمحوره احساس لري.
عبدالسلام مفتون
د بدخشان د موسيقي سالار چې هم سندرغاړي هم شاعر او کمپوزیتور دی په سندرو کې د طبیعت ښکلا او مینه انځوروي .
بیلګې :
يار بدخشانی، دلبر اشکاشمی
احمدظاهر
که څه هم پاپ هنرمند و، خو ځینې سندرې یې د طبیعت، باران او حسي فضا له امله ناتورالیستي رنګ لري لکه باران شوم که ببارم قطره قطره.
د موسیقۍ سیمې او بېلګې
د پکتیکا ولسي موسيقي
د پکتيا غرني ږغونه او سندرې چې د جګو غرونو ، څنګلونو ، کوچ او طبیعت ډیره په زړه پوري ترجماني کوي چې د شپلۍ او کله له ډوله سره ملې وي .
د هرات موسیقي
د هرات دودیزې نغمې ډېرې نرمې، شاعرانه او طبیعتمحورې دي. د دوتار او رباب استعمال یې ځانګړی سکون لري.
د هزارهګانو دمبوره
د غرونو او کليوالي ژوند احساس پکې ډېر غښتلی وي .
د بدخشان غیچک ، رباب ، تنبور
د غرونو ښکلا او د طبیعت ښایست انځوروي .
پښتني ولسي سندرې د ډول ، رباب ، شپيلۍ ، منګي او کاسې سره
ټپه، لنډۍ او د کوچیانو سندرې اکثر د غرونو، باران، سیندونو او د سفر احساس بیانوي.
د کندهار ولسی موسیقي، صوفيانه عصاوي او نشرې، د ننګرهار داستاني موسیقي، ټپې، چاربيتې او داسي نور.
***
پایله:
ناتورالیزم په پښتو ادب او د افغانستان په هنرونو کي د واقعیت او د انسان د ژوند د اصلي ستونزو د بیان مکتب دی. که په شعر کي وي، که په ناول، سینما، انځورګرۍ، تیاتر، فوتوګرافي او یا موسیقۍ کي ، هدف یې دا دی چي ژوند لکه څنګه چي دی، همغسي وښيي.
افغان هنرمندانو او لیکوالانو د جګړو، غربت، مهاجرت، بېعدالتۍ او د ولس د دردونو واقعي انځورونه وړاندي کړي دي، چي دا د ناتورالیزم تر ټولو مهمه ځانګړنه ده.
***
ګران او منلی ډاکټر طارق رشاد صاحب!
زه ستاسو منندوی یم، چې زما پوښتنو ته مو بشپړ او کره علمي او ادبي ځوابونه را کړل. ستاسو د علمي، ادبي او مسلکي ژوند ډېوې تل روښانه او ځلانده غواړم.
ګران انجنیر مسعود صاحب!
ستاسو څخه مننه، چې د خپلې ژبې او فرهنګ د خوندي ساتنې، پالنې او ودې په اړه مو کوټلي ګامونه اخیستي، چې له هغو څخه یوه بیلګه همدا ده چې غواړی په پښتو ژبه کې هم له بېلابېلو مکتبونو او ښوونځیو له پژندلو لپاره له بېلابېلو قلموالو او فرهنګیانو سره مو اړېکې ټینګې کړي او د هغوی پاملرنه مو دې لوري ته را جلب کړې او د پر له پسې ټینګار په وجه مو، دوی دې ته هڅولي چې خپل نظر او خپل قلم له تاسو ونه سپموي. ستاسو یې کور ودان، تل بریالي او نیکمرغه اوسئ، په ژوند و قلم مو برکت.
په پښتني او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود












