چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

«
»

ولسمشر څه وایې؟

ګډ حکومت هم عجیبه جوړښت لري، کارونه او څرګندونې یې هم عجیبه دي، تیره ورځ د ګډ حکومت مشر غني سيمه ييزو چارواکو ته امر کړى، هغه څوک چې په دندو کې غفلت کوي او يا هم صادقانه کار نه کوي، ډېر ژر دې يې ګوښه کړي. غني د ارګ د توحید له ملي مرکزه د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار، زابل، اروزګان او دایکنډي ولایتونو له والیانو، امنیه قوماندانانو، د امنیت له ريیسانو او د ۲۰۵ اتل قول اردو له قوماندان سره د حکومتولۍ او امنیتي وضعیت په هکله خبرې وکړې.

دلته خلکو ته پوښتنې پیدا کیږي چې آیا ولسمشر په خپل واک او خپله خوښه تر اوسه کوم غافل چارواکی له دندې ګوښه کړی دی؟ آیا په ګډ حکومت کې غافل چارواکي نشته او که ولسمشر دا غافل چارواکي نه ویني؟

که ولسمشر غني په دندو کې د غفلت او د خلکو ستونزو ته د نه رسیدنې په صورت کې د بې کفایته چارواکو له دندې ګوښه کول غواړي نو لمړی خو باید له خپل ځانه او د حکومت له شریکانو نه شروع وکړي. د ګډ حکومت مشران باید لمړی په خپله خپل ولس ته ځواب ووایې. ولسمشر سره د خپل ټیم او اجرایوي ریس سره د خپل ټیم باید د هیواد روان وضعیت او د خپلو کړو ژمنو اړوند د ولس پوښتنو او اندیښنو ته ځواب ورکړي. بیا دې خپل له ختیځ او لویدیځ ځني هغو راغلو وزیرانو نه پوښتنه وکړي چې د هیواد له اساسي قانونه نه دي خبر، د هیواد په ملي ژبو لیک، لوست او خبرې نشي کولای، د خپل هیواد جغرافیا ورته نه ده معلومه حتا که لټون وشي؛ داسې وزیران به هم وموندل شي چې د هیواد په څلور خواوو نه پوهیږي. د وزارت په سطحه داسې وزیران هم لرو چې په پښتو او دري ژبه نه پوهیږي او کله چې مکتوب ورته راوړل کیږي نو ژباړونکی یې لمړی ورته په انګلیسي ژباړي. د ګډ حکومت مشران په ځانګړي ډول غني دې لمړي دغه وزیران اصلاح کړي. له دې هاخوا دې خپلو بې شمیره تش په نامه مشاورینو ته هم سر ورښکاره کړي، لږ دې ددوی کارونه هم وڅاري او ودې ګوري چې په کومو چارو بوخت دي؟
بیا دې د ولایتونو په سطحه چارواکو کې د اصلاح لپاره چاڼ وکړي. همدا اوس هم په ولایتونو کې د بې کفایته والیانو، ریسانو، امنیه قوماندانانو او نورو چارواکو ‎شتون د دې لامل شوی دی چې له یوې خوا په سیمه ‎يیزو ادارو کې کار پڅ شي او له بلخوا جرمونه او حتا ناامنۍ په ولایتونو کې زیاتې شي. خلک خپلې ستونزې د ولسوالانو او والیانو له لارې لوړپوړ چارواکو ته رسوي، وزیران خو څوک په دوربین هم نشي لیدلای، نو کله چې والیان بې کفایته وي، دخلکو غږ نه اوري او دغه سیستم فلج وي؛ خلک له ستونزو سره مخامخ کېږي او نو همدا ده چې پر حکومت د خلکو باور کمېږي او حکومت خلکو ته رسېدنه نه شي کولای.

د ګډ حکومت چارواکي په څلورو کټه ګوریو ویشل شویدي:

۱ـهغه چارواکي، چې خوله یې هم پڅه وي او کارونه یې هم پڅ دي

۲ـ هغه چارواکي، چې خوله یې تېزه وي او کارونه یې پڅ وي

۳ـ هغه چارواکي، چې کار یې تېز وي، خو خوله یې پڅه وي

۴ـ هغه چارواکي، چې هم یې کار تېز وي او هم یې خوله تېزه وي

په خپله ولسمشر او اجرایوي ریس په دویمه کټه ګورۍ کې راځۍ. دا یو تریخ حقیقت دی چې په ګډ حکومت کې د وروستیو دوو هغو شتون ډير کم تر سترګو کیږي، زمونږ چارواکي ډيری يې په هغه دوه لومړنیو کټه ګوریو کې راځي یا یې خوله او کارونه دواړه پڅ دي او په نشت حساب دي او یا هم خوله یې تیزه وي خو د عمل په ډګر کې یې د کار درک نه لګیږي. د ولسمشر او اجرایوي مشر په ګډون د ګډ حکومت ډېری چارواکي له اساسي کارونو لرې ګرځي او ځانونه یې په لباسي، نمایشي او بېخي وړو کارونو کې بوخت ساتلي دي، کوم څه چې اړین دی؛ هغه یې له هیره ویستلي دي.

د ګډ حکومت چارواکي باید دې ته پاملرنه وکړي چې په تېره نږدې یوه نیمه لسیزه کې په افغانستان کې د فساد شتون د هغه کرغېړن پیغور بڼه درلوده چې ټول افغانان په ګرده نړۍ کې پرې شرمېدل، د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق مو د هیواد په لمن بل تور داغ و، همداشان په کور دننه اوس هم ډيرې ستونزې لرو چې باید ورته رسیدنه وشي. اوس که بیا هم د حکومت مشرانو، وزیرانو، والیانو، امنیه قوماندانو او ریسانو په سطحه بې کفایته او لټ چارواکي لرو نو دا به د ولس او هېواد په وړاندې نه بښل کېدونکی جرم وي چې په یقین سره حکومت مشران به یې د ځواب ورکولو توان ونلري. د ولسمشر وروستی اقدام ولس په نیک فال نیسي خو کاش چې عملي شي.

لیکنه : خوشحال آصفی