عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

«
»

ولسمشر ته پرانیستی دردمن لیک

عبدالرحیم موسی زی

اې ولسمشره زړګی می داسې له تڼاکو ډک دی هک پک پاتې یم چې درته څه ولیکم؟ ځکه تا د ټاکنو او له هغه نه مخکې په خپلو خبرو کې په ځوانانو حسابول او هماغه ځوانان ول چې ته یې د بریا ترهسکې څوکې ورسولې خبره به بل لور ته نه بیایم دا چې تا خپله بریا قصداً د جان کیري خان په منځګړیتوب خپل سیال سره نیمه کړه دلته مونږ پړه نه یو هغه ستا تېروتنه وه که چیرته تا هم لکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شان ځان ټینګ کړی وی او په خپلو پلویانو دې اعتبار درلودی نو د هېواد ځوانان او برخلیک به داسې بې برخلیکه شوی نه وای.

ولسمشره!

ما خو تاته د ټاکنو پرمهال په دې خاطر لیکنې او کمپاین نه کوه چې ګواکي ماته څوکۍ راکړې ما به ویل چې خدای مهربانه دی کیدای شي د ښاغلي غني له بریا سره به په دې خاوره کې سوله، ثبات، ورورولي، د قانون پلي کیدل، اقتصادي پراختیا، فساد پر وړاندې رښتېنې مبارزه او داسې نور حاکم شي، مجرم او ظالم ته به جزا ورکول کیږي، مونږ به له مډرنه ملوک طوایفي نظامونو څخه خلاصیږو او بلاخره مونږ به په لوړو او منځنیو دولتي پوسټونو کې د بهرنیو، زورواکو، واسطه لرونکو اودې ته ورته کسانو له سپارښتنو او فرمایشي کسانو له ګمارنو څخه خلاص شو یواځې او یواځې به د استعداد او اهلیت له مخې پوسټونه کارکوونکو ته ورکول کیږي خو نه!

په ډېرې خواشینۍ سره چې لا تر اوسه هم په دې سهامي شرکت کې هغه پخوانۍ کېسې روانې دي ترڅو د یوه سیاسي ګوند، وزیر، مرستیال، وکیل او د کوم لوړ پوړي کس سره پېژندګلوي ونه لرې په هېڅ صورت د چا استعداد، لوړو زده کړو او تجربې ته څوک ارزښت نه ورکوي.

مونږ په ټول توان او زیار سره په دې هڅه کوله چې د غني په بریالیتوب سره به د دولت میراثي څوکیو فرهنګ پای ته رسي خو خبر نه وو چې د ده د بریا سره سره به هماغه زاړه ملایان او زړې تراوېح روانې وي.

زما په ګډون ستا میلونونو پلویانو دا هیله درلوده چې افغانستان به ستا له بریا وروسته په سیمه کې په یوه رښتېنې اقتصادي ځواک بدل شي خو مونږ نه پوهېدو چې ته به خپله بریا د امریکې په سفارت کې د جان کیري خان په سپارښتنه خپل سیال سره د ملي یووالي حکومت تر نامه لاندې ویشې.

ښاغلیه ولسمشره ….زه له دې حالته په تنګ یم د هېواد په ګوټ ګوټ کې ظلم، وحشت او بربریت روان دی د خدای له پاره نور دې ظلمونو مخه ونیسه، اندیښنه مه لره مونږ درسره یو، هماغه ډول مو چې نړیوالو ته د هغوی د دسیسو پر وړاندې د ټاکنو پر مهال غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ اوس هم مونږ کې هر ډول توان شته دی، ز مونږ ولس د سولې تګی دی، ثبات غواړي، ډوډۍ غواړي او عزت غواړي.

مونږ پوهیږو چې ستا پر وړاندې نن سبا فکري او نا اعلان شوې استخباراتي جګړې روانې دي خپل مورال له لاسه مه ورکوه مونږ ځوانان درسره یو، په هر حالت کې درسره یو مهمه نه ده چې کمپاین مو درته وکړ او دنده دې را نه کړه، خیر ده چې زمونږ پر ځای دې د زورواکو او لوړ پوړو چارواکو زامنو ته فرمایشي مقامونه ور وبخښل زمونږ ګناه دا ده چې د ټاکنو پر مهال مو تاته کمپاین او تبلیغات وکړل.

زړه مه غورځوه مونږ تاته رایه درکړې او ته د افغانانو منتخب ولسمشر یې له چا هیره مه لره، په خپلو چارو کې قاطع وسه خو لږ د هغو ځوانان له حاله هم خبر شه چې تا ورسره د ټاکنو پر مهال ژمنې کړې وې، زه په خپله د کومې څوکۍ یا مقام ترلاسه کولو خوبونه نه وینم خو زه د هغو زرګونو او میلیونونو ځوانانو د زړه حال درته بیانوم چې ستا لپاره یې خپل د سر وینه خپلو لپو کې نیولې وه، ستا په خاطر یې د هېڅ جابر او ظالم ګوتڅنډنو پر وړاندې غلی پاتې نشو.

ښاغلیه ولسمشره!

ته باور وکړه چې ما ستا د ښو برنامو او قاطعیت په موخه خپل د میاشتني معاش څخه ستا د کمپاین له پاره پیسې بیلې کړې وې او تاته مې پرته له دې چې له کومې سرچینې پیسې ترلاسه کړم په شخصي لګښت کمپاین کاوه په دې نه چې سبا ته ماته څوکۍ راکړې هغه کار ما په دې کاوه چې که خدای وغوښتل چې ته ولسمشر شې تر څو په کلیو او بانډو کې د کونډو، رنډو، یتمیانو او بیوزلو د زړه له حاله خبر شې، مګر ستا تر څنګ داسې کسان راټول شول چې آن له تا یې لاره ورکه کړه او له تا یې ستا خپلې برنامې او پروګرامونه هېر کړل.

ښاغلیه ولسمشره!

نه کوم سیاسي ګوند کې یم، نه د کوم هېواد څارګرې ادارې غړی یم، نه د کوم ظالمه سړي زوی یم او نه هم غوړه مال یم زه خپلواک یم.

زه د دې مور (افغانستان) رنځ لیدلی بچی یم چې د خپل ولس له پاره کړیږم او مبارزه کوم زمونږ خوار ولس هره ثانیه د یوې ښې هیلې په امید شیبې شماري خو په تاسف سره  چې د دې خاورې بهرني او کورني دښمنان د ویرې، بد مرغۍ او بې ثباتۍ په هڅه کې دي.

بېوزله ولس د سولې ثبات په تمه او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په لټه کې دی خو زمونږ سیاستوال او ځیني دولتي لوړ پوړي چارواکي شپه او ورځ د دسیسو جوړولو او میلمستیاوو په مستیو کې ډوب دي.

زمونږ ولسمشره!

مونږ له تا ډېرې هیلې درلودې او لرو یې ….

ستا لومړنۍ تېروتنه د جان کیري خان په منځکړتوب د واک ویشل ول چې ستا ټول پروګرامونه یې په غیر فزیکي توګه سبوتاژ کړل او د ملي یووالي تر نامه لاندې یې دا شرکت جوړ کړ چې ټول ولس ناهیلی شو.

تاسې خو مصلحت او شهامي شرکت نه غوښته …. نو بیا دې ولې داسې یو شوم پلان ته سر کېښود؟

ستاسو ډېر ټینګار په شایسته سالارۍ او کار اهل کار ته سپارل ول نو اوس ولې هغه بااستعداده ځوانان چې آن ستا کمپاینونو او سختو شرایطو پر مهال درسره ول اوس سرګردانه او لاله هانده ګرځي او په لوړو دولتي پوسټونو کې یواځې د پخوانیو چارواکو زامن ځای پر ځای کیږي آیا مونږ د دې خاورې بچیان نه یو؟ ته ووایه مونږ څه وکړو؟ له چا سره یوځای شو او تر څو د ظالمانو ظلمونه او توطئې وزغمو؟

د لیکلو له پاره ډېر څه لرم خو دا چې د درنو لوستونکو وخت ونه نیسم یواځې غواړم په پای کې دا ووایم چې اې زمونږ ګرانه ولسمشره!

ته هرڅه کولای شې، هرڅه ستا په وس کې دي، د دې ولس بهرنیو دښمنانو او کورنیو مزدورانو د دسیسو پر وړاندې غوڅ دریځ ونیسه ولس تاسره دی د ولس د زړونو پر پرهارونو باندې د مرهم پټۍ کیږده ولس ته هیلې ور په برخه کړه دا کال ستا د واکمنۍ تر ټولو سخت آزمایښتي او له ننګونو څخه ډک کال دی هڅه وکړه چې د دسیسو ښکار نه شې مونږ د خپلې وینې په قربانۍ درسره یو خو پام کوه چې د غلامو او د ولس د دښمنانو هرې ببولالې ته لبیک ونه وایې.

هر نوی دولت له یو لړ ننګونو او ستونزو سره مخ وي، ستاسو او زمونږ سیالان هڅه کوي چې ستا دولت له روحي فشارونو سره مخ کړي خو ته هم بیداره شه او د هغوی فکري جګړې پر وړاندې کلک ځواب ورکړه چې ملا یې ماته شي، ولس د هیلو په تمه دی له خدای ج  څخه په ډېر درنښت او عجز ستا د بریا او د ولس د یووالي غوښتنه کوم.

و من الله توفیق