زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

«
»

معاشونه ولې ځنډېدلي؟

فضل الله غښتلی

تراوسه په دې اړه کومې رسمي مرجعې څه نه دي ویلي، خو د سرچوک په اوازو کې یې خبرې څه نورې نورې دي.

یوه اوازه دا ده چې د بیومتریک لپاره ځنډېدلي، په ځینو ولایتونو کې د پولیسو له لیکو د خیالي پولیسو د لرې کولو لپاره د لتفا سیستم تړلی پاتې شوی دی.

د پولیسو معاشونه د دغه سیستم له لارې د ماليې وزارت له خوا چک او حواله کېږي. دغه سیستم د بهرنیو ډونرانو(ناټو) پرمټ تمویلېږي.

د دغو معاشونو په اړه بله اوازه دا ده چې ناټو پر دغه سیستم خپلې پیسې وروسته له هغې ودرولې چې په ملي شورا کې یوشمېر وکیلانو وویل چې له امریکا سره پر امنیتي هوکړه دې له سره کتنه وشي او دغه هوکړه یې وننګوله.

ډېری خلکو به د ډوکسیکل او پاراډوکسیکل میتودونو په اړه اورېدلي وي، د پاراډوکسیکلو میتودونو له لارې معمولاً مسایل سرچپه قلمداد کېږي خو نتیجې یې راسته وي. یعنې په پاراډوکسیکل سیاستونو کې څرکندونې یو ډول خو اصلۍ خبرې نورې وي. ډېری خلک په دې اند دي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکې او ناټو سیاستونو مخه پاراډوکسیکلو سیاستونو ته اوښتې ده او په افغانستان کې د شوروي پوځیانو او چارواکو د وروستیو ورځو پېښې کوي.

له افغانستانه د شورویانو د وتلو پرمهال د پوهنتون محصل وم، د جنیوا هوکړه وشوه او د هغې له مخې باید شوروي پوځونه له افغانستانه وتلي وای. رنګارنګ خبرې او تبلیغات به کېدل، چا به ویل چې شورویان وځي، خو بل به ویل چې والله که به یې وباسې، هغوی دلته دومره ډېرې پیسې لګولي لکه د سر وېښتان، ایا دغه پیسې په سیند لاهو کولای شي. په دا منځ کې د وطن ګوند ځینو لوړپوړو غړو بیا دا ډول خبرې کولې چې شورویان یې له افغانستانه په غیرمسوولانه وتلو ملامتول. له دې نهیلۍ یې بیا داسې معلومېدل چې ګوندې شورویان دې ووځي.

د وطن د ګوند ډېری غړي د شورویانو په وتلو خفه وو، خو عام خلکو بیا ری نه واهه، ویل به یې چې نه يې پر چا کار لرلی او که رژیم بدلېږي; نو څوک به پرې کار ونه لري.

په دې وخت کې د دولت د مامورینو معاشونه د ۱۵ ورځو لپاره وځنډېدل، چارواکو یې سبب دا وایه چې د پیسو د حوالې چک په تېروتنه ختیځ المان ته تللی.

هغه مهال لکه د مسکو بانک له خوا د ازبکستان په کوم بانک باندې چک ورکول کېده او پیسې له هغه ځایه بیا کابل ته راتلې. هغه وخت دغه خبره ماته ډېره ګرانه تمامه شوه چې موږ ولې خپلې پیسې نه لرو او ان زموږ د مامورینو معاشونه له شوروي راځي، په داسې حال کې چې د حکومت مشرانو به خلکو ته د کور کالي ډوډۍ او هېواد ته د پراختیا ورکولو شعارونه ورکول، خو د پرمختګ څرک نه و او هېواد په بشپړه توګه د شوروري له مرستو سره تړل شوی و. دغه حالت د خلکو تر منځ دوه ډوله وېره رامنځته کړې وه، یوه له شوروي سره د تړلتیا او خپلواکۍ د سلبېدو او بله د حکومت د پرځېدو وېره وه.

 ۱۳۶۷ کال راورسېده په داسې حال کې چې ډېرو کمو خلکو فکر کاوه چې د شوروي پوځونه به ووځي، د دلوې په اوه ویشتمه یو لړ مراسم په کابل کې جوړ شول، ځینو ځوانانو او د حکومت چارواکو شوروي پوځیانو ته د ګلونو ګېډۍ په لاس کې ورکړې او په دې توګه په ډېر اسانه د شوروي پوځونو له افغانستانه وتل پیل کړل، خو بیا خلکو دغه وتل نمایشي ګڼل او فکر یې کاوه چې له کوم ګوټ څخه به بېرته دوره وکړي او بېرته به افغانستان ته راستانه شي. خو یوازې ډاکتر نجیب الله و چې په دې هکله تر بل هر چا ډېر پوهېده او خبر و، ځکه د شوروي پوځیانو د وتلو په لار کې لومړنی تعویض و چې شورویانو د کابل په اداره کې دوه کاله مخکې رامنځته کړی و او د دولت له مخالفانو سره یې د جوړجاړي دستور ورکړی و او دغه بهیر یې د ملي مصالحې په نوم په لاره اچولی و.

شورویانو په څه کم دوو کلونو کې له افغانستانه خپل وتل بشپړ کړل، جهادي تنظیمونو هم خپل کفایت ونه ښودلای شو او له حکومت سره یې د سولې پر ځای نور هم جګړې ته زور ورکړ او د ټوپک له لارې یې د حکومت پرځېدو ته ملاوې وتړلې. پر کابل او نورو لویو ښارونو یې لارې وتړلې او حکومت یې په محاصره کې راوست. له دې کار سره په لویو ښارونو او ټول هېواد کې د اجناسو نرخونه څو برابره لوړ شول او د بهرنيو اسعار نرخ هم ورسره څو برابره شو. ډالر لومړی له ۴۰- ۵۰ ته او بیا د څو میاشتو په لړ کې له ۵۰- ۷۰ او بیا د څو ورځو په لړ کې ۸۰ او بیا ۱۰۰ ته لوړ شو، چې ورسره یو ځای حکومت هم وپرځېده.

تېرو تجربو ته په کتو له دوو کلونو او په تېره له یوه کال راهیسې د افغانستان په اړه د امریکايي چارواکو له حرکاتو او سکناتو داسې څرګندېږي، چې دوی هم لکه په افغانستان کې د شورویانو سناریو تکرار کړي او پرته له دې چې په افغانستان کې خپل تر شا د سولې او ثبات په اړه کوم نړیوال تضمین او هوکړه پرېږدي، له افغانستانه پښې سپکې کړي؛ ځکه له کله چې ډونالډ ټرمپ واک ته راغلی له افغانستان سره یې د شوروي د هغه وخت د مشر ګرباچف په څېر بې تفاوته چلند غوره کړی دی.

ښکاري چې ټرمپ د افغانستان په اړه خپله علاقه او لېوالتیا له لاسه ورکړې، پخپلو ویناوو کې د افغانستان نوم نه اخلي او ان تر دې چې د نړیوالې ټولنې په عمومي غونډه کې یې هم له افغانستانه یادونه ونه کړه.

ټرمپ لا د خپل کمپاین پرمهال څرګنده کړې وه او ويلي یې وو، امریکا د دې پرځای چې د خپل امنیت لپاره پیسې په یو بهرني ملک کې مصرفې کړي بهتره دا ده هغه د هېواد په دننه کې د خپل دفاعي سیستم پر ټینګښت ولګوي.

دا څرګنده ده چې امریکايي ځواکونه به بالاخره یوه ورځ له افغانستانه وځي او د تل لپاره به د پیسو دا سپین چکونه زموږ لپاره نه لیلاموي، دا پر موږ ده چې مسوولانه چلند وکړو او د خپل هېواد چارو سمبالښت ته پخپله ملاوې وتړو او خپلو ستونزو ته ورسېږو، داسې نه شي چې خدانی ناخواسته یو ځل بیا پر کابل د مجاهدینو د انډوخر غوندې بل انډوخر راجوړ شي، د لوږې او چور لښکرې پر ښارونو ورسمې شي او کوم ناڅیز څه مو چې تراوسه د نړیوالو په مرسته ترلاسه کړي، هغه هم له لاسه ور کړو او یو ځل بیا کابل د خوارجو او نادانو جنګیالیو د جګړې، چور او چپاول په ډګر واوړي.

د نړیوالې ټولنې او امریکې له وروستیو مظاهرو لکه په افغانستان کې د معاشونو ځنډېدل، د پولي او امنیتي بحران او نورو مسایلو په اړه د بې تفاوتۍ زیاتېدل او له نورو داسې مظاهرو او سکناتو ښکاري چې امریکا لکه د عراق او سوریې غوندې افغانستان ته هم په نږدې راتلونکې کې شا کړي او دغه هېواد په ډاګ پرېږدي.

د هغه هېوادونو چارواکي خو وخت شناسه او ځیرکه وو د امریکې د لوري په بدلېدلو سره یې روسيې، چین او نورو سیمه ییزو ابرقدرتونو ته مخه کړه او د امنیت او نورو چارو په سمبالښت کې یې له هغوی مرسته وغوښته.

افغان چارواکو ته هم اړینه ده، څومره چې ژر شوني وي خپلې اړیکې له روسیې، چین، ترکیې او نورو سیمه ییزو هېوادونو سره د عادي دپلوماسۍ له کچې د ژورې همکارۍ کچې ته راولي زه فکر کړم چې دې تشې ته یوازي محمد حنیف اتمر د امنیت شورای پخوانی سلاکار متوجه او په دې هکله یې منډې ترړې هم کړي دي؛ خو په خواشیني سره چې هغه له خپلې دندې ګوښه او یا هم مستعفي شو که نه نو د هغه په شتون کې د داسې تشویشونه د امکان تر حده حلېدونکي و او بل خبره د نومړي له ګوښه کېدو ډېر افغانان ډېر خواشني شول او د نوموړي په هکله تر اوسه پورې خلک مثبتې لیکنې او یادونې کوي؛ نو که افغان حکومت د خپلو مامورینو معاشونه نه شي تادیه کولی باید په زغرده یې له دوی غوښتنه وکړي او دوی ته ووايي چې د یو باامنه او سوکاله افغانستان شتوالی د دوی اړتیا ده او دوی نه شي کولای د یوه کمزوري او ناامنه افغانستان په ګاونډ کې ارامه او باثباته پاتې شي.

همدا رنګه افغان دولت باید امریکې او اروپا ټولنې ته هم قناعت ورکړي چې افغانستان په خالي میدان پرې نږدي او مخکې له دې چې له دغه هېواده خپلې پښې سپکې کړي لکه د عراق او سوريې په څېر د افغانستان ستونزه له سیمه ییزو هېوادونو سره په تفاهم کې هواره کړي.