توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

«
»

متحده عرب اماراتو کې د افغان سولې مذاکرات او انديښنې

طالبان، امریکا، سعودي عربستان، عرب متحده امارات او پاکستان

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

په متحده عرب اماراتو کې چې طالبان له امریکایانو سره مخامخ خبرې کوي، تمه ده چې دغه خبرې ښې پایلې ولري، زه د یو افغان په صفت د وړاندیز تر حده وایم، دا چې نن ورځ غونډې کې د سعودي عربستان، د اماراتو او پاکستان استازو د ګډون سره طالبانو توافق کړی،  په داسي حال کې چې ستونزه د امریکا/ناټو ځواکونو د شتون پر سر ده. او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ډیر ځله مخکې هم مخامخ خبرې شوې، نو ښه به وای چې د سعودي عربستان ، متحده عرب اماراتو او پاکستان د استازو د ګډون پر ځای په غونډه کې د افغان حکومت د استازو له ګډون سره طالبانو توافق کړی وای.

زما په آند چې په ننۍ غونډه کې به بیا هم اساسي خبره دا وي چې پر طالبانو د بېلابېلو لارو فشار راوستل شي، تر څو د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته زمینه مساعده شي.

که طالبان کوم وخت د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو د فشار نتیجه کې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالي ښيې، نو ښه به وای چې له ننۍ غونډې وړاندي یې لیوالتیا ښودلي وای، او ویلي یې وای چې پرته د نورو هیوادونو له فشاره، ښه ګڼو چې له افغان حکومت سره مخامخ دوه په دوه ناسته ولرو، غواړو چې د سولې برخه کې د هغوی پر واک او صلاحیت باندي پوه شو.

داچې امریکا تر ۵ ځله زیات له طالبانو سره مخامخ خبرې کړي، او طالبان ځان ډیر قوي هم ښيې، که کوم وخت پرته د نورو هیوادونو له فشاره، د خپلو شرایطو او پریکړې له مخې د افغان حکومت له استازو او افغان سیاسي ډلو له مشرانو سره کیني، دا به یو د سولې اړوند پرمختګ وګڼل شي، او باالاخره یوه اړتیا هم ده.

هره هغه لوبه چې پاکستان پکې دخالت ولري، افغان ولس انديښنه لري چې نتیجه به یې ښه نه وی، موږ د مجاهدینو د وخت ترخې او ناکامه تجربې مخکې لرو.

د مجاهدینو رهبرانو اګاهانه او یا د امریکا او روسانو د توافق له امله ونه شوای کولای چې له روسانو سره د جګړې د ختم لپاره د افغان ولس ښه استازولي وکولای شي، د دوی پر ځای د افغان – روس جګړې اړوند په ژنیو کې پاکستان پریکړه وکړه، چې د همهغه نا سمې پریکړې (۱۹۸۸ ز کال) له امله تر دې مهاله موږ (افغانان) په جګړه کې پاتې شوي یو.

که د افغان سولې اړوند طالبان د کوم بهرني هیواد تر فشار لاندي پریکړو ته مجبوره کیږي، او یا نا اګاهانه تیروتنه کوي، د مجاهدینو په پخوانیو قدمونو خپل قدمونه ږدي، داسي یوه نه جبرانیدونکې سیاسي تیرونه به ورڅخه کيږي، چې کلونه نور به هم افغان ولس په جګړو کې پاتې شي، او یا به د امریکا د پوځیانو شتون ته زمنیه برابره شي، چې بیا به هم د سیمې هیوادونه زموږ په کورنیو چارو کې د امریکا دپوځیانو د شتون سره د مخالفت له امله مداخلې کوي، نا امني به وي، او د نورو هیوادونو تر منځ د جګړې قربانیان به افغانان وي.

فکرکوم چې د ماسکو فورمټ غونډې امریکا وارخطا کړي، امریکا له بېلابېلو لارو پر پاکستان فشار راوړی، همدا ډول امریکا له سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو څخه د مرستې غوښتنه کړي، په دغسي حساس پړاو کې د طالبانو استازي نه باید د تیرو ۱۷ کلونو د افغان ولس قربانۍ، دربدرۍ، وژنې او بې ځایه کېدنې نا لیدلي ونیسي، او د امریکا د  فشار په نتیجه کې دوی هم د ځینو هیوادونو د فشار له کبله هغه تیروتنې تکرار کړي کوم چې د مجاهدینو رهبرانو وکړي.

د سولې اړوند د هرې هڅې قدرداني کوو، خو چې د امریکا- افغان جګړې اړوند مسئلې کې څومره هم نور د امریکا ملګري هیوادونو ته  په خبرو کې برخه ورکول کیږي، په هغه اندازه به د خبرو پله (تله) د امریکا په ګټه وي.

د اماراتو غونډې وښودله چې امریکا غواړي په ډیر مهارت سره د افغان سولې خبرو کې د ماسکو، چین ، منځنۍ اسیا، ترکیې، قطر او ایران هڅې پيکه کړي. که څه هم د افغان سولې اړوند  زموږ ګټې هیڅ هیواد په نظر کې نه نیسي، هغوی به خپلې ګټې او امتیازات غواړي، ولي د پاکستان په وساطت په امارتو کې غونډه، په داسي حال کې چې وار له مخه د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې پېل شوې، افغان ولس سره پوښتنه داده د ناستې ګټه به طالبانو ته که ورسره ناستو هیوادونو ته ډیره وي.

ښکاري چې په اماراتو  کې افغان سولې اړوند غونډې له امله به یوازي پاکستان او د هغوی متحدین (سعودي عربستان او عرب متحده امارات) ګټه کوي، امریکا ته ښیې چې طالبان هڅوي چې له امریکا سره یوې معاملې ته چمتو شوي، خو طالبان به پکې دا تاوان کوي چې ځینې هغه هیوادونه چې په سېمه کې د امریکا د پوځي شتون سره مخالفت لري، د امریکا ګټې په سیمې کې ننګوي، هغوی به پر طالبانو شکمن کړي، او له طالبانو سره به بیرته فاصله ونیسي.

پرته له شکه چې ایران به په اماراتو کې د سعودي عربستان او اماراتو د استازو ګډون په انديښنه کې واچوي، همدا ډول ترکیه.

او ماسکو چې غوښتل یې د امریکا یکه تازي په سېمه کې ووننګوي، د ماسکو فورمټ غونډه یې جوړه کړي، د امریکا او ملګرو ملتونو له فشار سره سره یې طالبانو ته په غونډه کې د ګډون زمینه مساعده کړه، هغوی به هم د امریکا نوي هڅې ته د شک په سترګه ګوري.