ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

له ټاکنو وړاندې د سولې په اړه، زلمی خليلزاد ولې محتاطانه خوشبينه دی؟

په داسې حال کې چې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته پوره پنځه مياشتې پاتې دي؛ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هيله ښودلې چې له دغو ټاکنو وړاندې به له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې بريالۍ او په افغانستان کې به سرتاسري سوله راشي. خلیلزاد د امریکا په سفارت کې یوې خبري غونډې پر مهال ويلي طالبان او د افغانستان حکومت به د راتلونکي لمریز کال د حمل د ۳۱مې نېټې د ولسمشرۍ تر ټاکنو وړاندې پر سولې موافقې ته ورسېږي. خلیلزاد د خبرو نتیجې ته محتاطانه خوشبینه دی او وايې، د سولې په لاره کې ستونزې شته او نه غواړي چې په غیر حقیقي ډول د خلکو توقع لوړه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې خليلزاد ولې محتاطانه خوشبينه دی، او دا چې د سولې په لاره کې يې د خنډونو او ستونزو يادونه کړې هدف يې څه يا څوک دي؟

څو دليلونه شته چې له امله يې زلمی خليلزاد تر ټاکنو وړاندې سولې په اړه محتاطانه خوشبيني دی او په پوره ډاډ د سولې وړاندوينه نه شي کولی

لومړی؛ د ټاکنو له ځنډولو سره د افغان حکومت مخالفت:

دا چې څو ورځې وړاندې لويديځو رسنيو د زلمي خليلزاد له ادرسه د افغان ټاکنو د ځنډولو د غوښتنې خبره مطرح کړه نو د ولسمشر غني په ګډون ورسره يو شمېر سياسي ګوندونو هم مخالفت وښود. غني ځکه له وخت وړاندې د ټاکنو مخالف دی چې غواړي د اوسنۍ واکمنۍ پر مهال يې سوله وشي. په اوسنۍ واکمنۍ کې ځکه د سولې غوښتنونکی دی چې له يوې خوا به يې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ځان په ګټه کمپاين کړی وي او له بلې خوا به له ولس سره خپله هغه ژمنه پوره کړي چې ويلي و که سوله يې د سر په قيمت وي؛ دی يې راوستلو ته ژمن دی. همدا دليل دی چې زلمی خليلزاد په پوره ډاډ سره د سولې وړاندوينه نه شي کولی او دا ځکه چې ممکن طالبان هم په سياست کې د ګډون په خاطر ټاکنې وځنډوي خو حکومت به يې مخالفت وکړي.

دويم؛ له سولې سره د ځينو جهادي ډلو او ګوندونو مخفي مخالفت:

دويم دليل چې زلمی خليلزاد يې د افغان سولې په اړه د خپلو هڅو محتاطانه خوشبينۍ ته اړ کړی؛ په کور دننه د يو شمېر هغه ګوندونو مخالفت دی چې اوس مهال په حکومت کې نيم په نيمه شريکان دي. دغه د اوسني حکومت شريکان سياسي ګوندونه او جهادي ډلې که څه هم ډیری يې ظاهراً په خوله څه نه وايې خو د پردې تر شاه صحنې ته د طالبانو په راتګ سره خپل ځانونه د صحنې شاته او خپله اوسنۍ حکومتي ونډه په خطر کې ويني. زلمي خليلزاد چې د دوی په نيت پوه شو نو دوی ته د قناعت ورکولو لپاره يې ورسره ليده کاته شروع کړل. په وروستيو کې خليلزاد د عطامحمد نور په ګډون له اسمعيل خان او حکمتیار سره هم ليدلي دي.

درېيم؛ په طالبانو کې د نوې چينلونو د ايجاد وېره:  

دا چې زلمی خليلزاد د افغان سولې د نتيجو په اړه محتاطانه خوشبينه دی؛ درېيم دليل يې دا دی چې د طالبانو په منځ کې د نويو چينلونو د ایجادولو هڅې روانې دي. دغه نوي چينلونه رامنځته کېدل د روسيې، ايران ، چین او پاکستان لخوا ترسره کيږي. دغه څلور واړه هيوادونه د امریکا د ستراتيژيو کلک مخالفين دي او نه غواړي چې امريکا دې د افغانستان له پیل کړي جنګ څخه په اسانۍ بريالۍ ووځي.

د طالبانو په منځ کې د نويو چينلونو د ايجاد هڅې وروسته له هغې شروع شوې چې کله وسله والو طالبانو تایيد کړه چې له امريکایانو سره يې په قطر کې ليدلي، چای او کولچې يې خوړلي او ليده کاته يې په دوستانه فضا کې ترسره شول. هغه مهال لا د امريکا حکومت زلمی خليلزاد د افغان سولې په اړه ځانګړی استازی نه ټاکلی او له طالبانو سره په لومړي ځل ليده کاته د اليس ويلز په مشرۍ ترسره شول. کله چې اليس ويلز له طالبانو سره خبرې وکړې او طالبانو هم خوشبيني وښوده نو مسکو پوه شو چې طالبانو له امريکایانو سره توافق ته نيږدې شوي دي، هماغه و چې د مسکو کنفرانس يې داير او په کې يې طالبانو ته هم بلنه ورکړه.

طالبانو له دغه کنفرانسه پوره ګټه واخيستله، له يو طرفه يې ټولې نړۍ ته خپل غږ وروسولو او خبرې يې د نړۍ د رسنيو د سر ټکي شول او له بلې خوا يې له روسانو سره پټ کاته وکړل او له امريکا سره د خبرو د نه بريالي کېدو په صورت کې د جنګ د بيا تمويل په اړه د روسانو ډاډ ترلاسه کړ. اوس زلمی خليلزاد هم همدغې خبرې اندېښمن کړی چې ګويا روسيه او ملګري هيوادونه يې په طالبانو کې د نويو چينلونو د ايجادولو په هڅه کې ده.

لیکنه: خوشحال آصفي