بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

«
»

له مغلګي نه تر سپېرې او له پاکستانه تر تاجيکستانه

عبدالصمد ازهر                                                                     ۱۷ / ۰۴ / ۲۰۲۲

کال ۱۳۲۸ل و، او زه د پغمان نمونې  لومړني ښوونځي د دريم ټولګي زده کوونکی وم. ښه مې په ياد دي چې د اصلاح په رسمي ورځپاڼې کې چې پلار ته مې راتلې، ما د پکتيا په مغلګي باندې د پاکستاني الوتګو د بمبارۍ خبر ولوست.  پلار مې له خپلو همکارانو او ځايي مشرانو سره هم په ډېر خپګان او قهرجنه توګه پر دې پېښې غږېده. هغه بد اثر او ژوره کرکه چې دغې ناوړې پېښې زما پر ماشومو ماغزو پرېښوده، تر اوسه لا په همغه قوت سره پاتې دي.

په تېرې نيمې پېړۍ کې پاکستاني نظاميانو ډېر او نه شلېدونکي تېري او رنګ رنګ جنايتکارانه کړنې زمونږ پر هېواد تر سره کړي دي، خو هغه څه چې دوی نن بيا  درې اويا کاله وروسته له مغلګۍ نه د خوست په سپېرې او د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې وکړل هماغه زاړه پرهارونه يې بيا وسپړل. 

د سپېرې په څلورو کليو کې پاکستاني جت الوتکو د سهار په درو بجو، د مبارکې روژې د پېشنمي په مهال، پر ملکي ولس او د وزيرو کډوالو پر کورنيو، کوم چې کلونه پخوا د پاکستاني نظامیانو د نادودو له امله راکډه شوي ول، بمونه وغورځول، لسګونه کسان يې ووژل او لسګونه نور يې ټپيان کړل.

د ډيورنډ پر کرښه ګربزو کې يې هم له طالبانو سره په نښتې کې درې طالب پوله ساتونکي  ووژل. 

ها خوا، د کنړ په شلتن ولسوالۍ کې پاکستاني توپخانې او راکټونو پنځه ماشومان او يوه ښځه وژلي او ډېرۍ نور يې ټپيان کړي دي.

په نيمروز کې هم د پاکستاني ډزو له امله يو افغان وژل شوی او اته نور ټپيان شوي دي.

دا د يوه خپلواک هېواد پر ځمکنۍ بشپړتيا او ملي واکمني باندې بربنډ تېری او له نړيوالو قوانينو نه ستره سرغړونه ده. مونږ د دغو ناوړو تېريو په مقابل کې خپله ژوره کرکه څرګندوو او په کلکه يې غندو. له طالب چارواکو او په متحده ملتونو کې د افغانستان په نامه ناست پلاوي نه هم غواړو چې متناسب غبرګون وښيي او د امنيت شورا ته کلک رسمي شکايت وړاندې کړي.

زه د دې تر شا ستره دسيسه وينم. د امريکې په لمسون د پاکستاني نظاميانو له خوا د پارلمان له لارې له عمران خان نه د باور بېرته اخيستل، امريکې ته د جنرال باجوه او همدا رنګه د شهباز شريف له خوا د وفادارۍ اعلان او د طالب تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې سمدلاسه يرغل او کلکې ضربې وهل، ټول سره په اړيکه وينم. څو ورځې دمخه هم وويل شول چې د نيمروز په فضا کې د بې پيلوټه الوتکو الوتنو د ځايي خلکو پام وراړولی و. دا هم له امکانه ليرې نه ده چې پاکستاني نظاميانوامريکې ته د ښکاره يا پټې اډې په ورکولو هوکړه کړې وي. د عمران خان له تګ سره د طالبانو پر مخ سخت دريځه سياست نيول، خامخا يو بېخ لري.

له بلې خوا، د طالبانو په مقابل کې په رنګ رنګ نومونو د جګړييزو جبهواعلانېدل او په ځانګړې توګه د تاجيکستان له خوا د يونيسف او آغاخان بنياد په مرسته د هغه هېواد په سهيلي څڼده کې د احتمالي (!) افغان کډوالو له پاره د يوه پنډغالي جوړول، کوم چې يوه ښارګوټي ته ورته دی او زما په آند نه د کډوالو بلکه د جګړه مارانو له پاره جوړ شوی دی، د ډېرو بدو پېښو او د نورو تودو جګړو او وينو تويولو پر تابيا دلالت کوي. دا لومړی ځل دی چې د نړيوالو په مرسته په يوه هېواد کې مخکې له دې نه چې کومه جګړه روانه وي، تصوري کډوالو ته ښارګوټي په شان پنډغالی جوړېږي. د دې خبرې مانا دا ده چې د بلې جګړې تابيا نيول شوې ده او که د امريکې پر پلان پرمخ ځي نو پايله يې دا هم کېدای شي چې تاجيکستان له روسيې وربېل کړي.

طالب چارواکو ته لازمه ده چې د ناپوهۍ له خره راښکته شي، د خلکو پر حقونو او انساني آزادي ګانو سترګې پټول بس کړي په واکدارۍ کې له انحصار نه لاس واخلي، قانونيت او ولسواکۍ ته مخه کړي او نړيوالو ارزښتونو ته درناوی ولري، څو ولس ورسره ودرېږي. خدای دې نه کړي چې بيا زموږنږ پر هېواد غوبل پيل شي او دښمنان ګټه ترې واخلي.

۲۷ / ۰۱ / ۱۴۰۱

۱۶ / ۰۴ / ۲۰۲۲