لعنتي شېطان
اړم ئې لګوه لۍ مانه، نه ځي خرامان دی
داسپين تور چې ښکارېږي دا مکاررضيل شېطان دی
افغان خو ئې تباه کړ اوس پر ټول جهان کړي لوبې
فغان پر اولسونو بېا ددې غدار کردار دی
هنر اومهارت کې ممتاز ښکاري له هر چانه
چې لږ بېره پرې راشي ،موږه کانو کې سرداردی
شرنګار چې دټنګو شي هېبتي ورته عېارشي
په منډو اوټو پونو دستوري هلته روان دی
پر ما ئې چې څه کړي ،ځما لاسونو ،دۍ رسواکړه
تورمخې خجل ځان سره بېا هم چنګ چمچه ماردی
مانه پرېږدي ژوندون ته ،نه ارام نه ارامي شته
پر هر محل غفس دی ،کوټه سپې شودامې حال دی
په فکر دکوم ېار کې چې تصوير ئې را انځورکړم
ابليس ورته نارې کړي قلبه يان شول دا عېان دی
نه ورورشته،نه خوره ېئ،نه مې خورجانه،نه ملګري وفاداره
چې زړه مې ډېر په تنګ شي چې ورپاڅم لين جان دی
اسمانه راکوزېږه ،تنهائي ده ډېره سخته
بېا هم چوپ او چوپتېا کې داخپل ځان راته شېطان دی
ادم پر لېاره ستړو منزلو کې دررسېږي
داطوق لعنت لاس کې دی ستا غاړه کې درولېږي
ويانا
26.9.2015
انجنېر ظهورالدين اندېش