ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

عمران خان د کاليو سره په سترګو ننوځي

وروسته له دې چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی په اسلام آباد کې له پاکستانيو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه وکتل؛ د پاکستان صدراعظم عمران خان ويلي چې هېواد کې یې د طالبانو پټنځایونه نشته او له امریکا غواړي چې پاکستان د کرایي ټوپک په څېر ونه کاروي. یعنې امريکا دې پاکستان د پیسو بدل کې د بل لپاره (افغانستان لپاره) نه جنګوي. دا په داسې حال کې ده چې د اکسفورډ پوهنتون په مرسته د برېتانیا یوه څېړنه ښيي چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ډېر مرکزونه په پاکستان کې دي. راپور وايي طالبان، القاعده شبکه، لشکر طیبه، لشکر جنګوي او نور ترهګر هغه ډلې دي چې په پاکستان کې یې سر را اوچت کړی دی او لا هم په دغه هېواد کې مرکزونه لري.

عمران خان ولې رڼو سترګو کې شګې اچوي؟

په داسې حال کې چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډيری هيوادونه نور د پاکستان په اصلي څېره پوه شوي او ورته په ډاګه شوې چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ډېر مرکزونه په پاکستان کې دي؛ لا هم عمران خان د نړيوالو په سترګو کې شګې اچوي او د خپل هيواد د استخباراتي ملايانو د ږيرو لاندې ترهګر چڼي پټوي. اوس لويه پوښتنه هم همدا ده چې ټوله نړۍ په دې قانع ده چې پاکستان د ترهګرو مور ده چې په کال کې په زرګونو ترهګر زيږوي، نو بيا ولې عمران خان د ټولې نړۍ په سترګو کې شګې اچوي؟ آیا عمران خان ته دا ټوله نړۍ ړنده ښکاري يا نړيوال ماشومان فکر کوي او که عمران خان په خپله ماشومانه خبرې کوي؟

عمران خان ځکه په پاکستان کې په ټولو ترهګر او د ترهګر په پټنځايونو سترګې پټې کړې چې نوموړي ته د هغه هيواد پوځ لخوا لارښوونه شوې چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ليک ته تند ځواب ورکړي څو له امريکا مجبوره شي او پر پاکستان د ډالرو غوا بيرته لنګه کړي. د امريکا حکومت په وروستيو کې د تروریستي ډلو پر وړاندې د پاکستان له خوا په قاطع اقداماتوکې د اسلام اباد د پاتې راتللو له امله دغه هیواد ته د درې سوو میلیونو ډالرو پوځي مرسته وځنډوله. له هغې وړاندې امريکا دغه هيواد (پاکستان) سږکال د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي زده کړو له نړیوال پروگرام نه هم وويستلو. همداشان له دې وړاندې د امریکا کانګرس د ایتلاف له بسپنې پاکستان ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو ورکړه ځنډول شوې وه.

اوس دغه ټول فشارونه پاکستان حس کړي دي او د دې لپاره چې له امريکا ډيرې پيسې وشکوي؛ عمران په رڼا ورځ د نړيوالو په سترګو کې شګې اچوي او وايې چې پاکستان کې هيڅ ترهګر نشته. همداراز يو بل دليل چې عمران خان يې په دغه هيواد کې د ترهګرو په پټن ځايونو او ځالو سترګې پټولو ته اړ کړی دی؛ هغه په خپلو چارو کې د عمران نامستقل والی او پوځ پورې منحصر کېدل دي. په دې مانا چې عمران خان که څه هم د پاکستان صدراعظم دی خو د ترهګرو پر وړاندې د هر اقدام عام و تام صلاحيت د دغه هيواد د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی او عمران خان لکه د بوت په شان يو سمبول دی. هر څه چې پوځ وايې او د استخباراتو خوښه وي؛ هماغه د عمران خان په خولې نړيوالو ته وايې.

عمران خان ولې پاکستان له کرايې ټوپک سره تشبه کړ؟

دا چې عمران خان له امریکا غوښتي چې پاکستان د کرایي ټوپک په څېر ونه کاروي؛ اشاره يې د امریکا متحده ايالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا نوموړي ته استولي ليک ته وه چې په کې يې له عمرانه غوښتي چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي. اوس په پاکستان کې عام باور دا دی چې دغه هيواد له امریکا سره په ټانټو ژوولو کې لوی تاوان کړی دی. د پاکستان د اوسني سياست منتقدين د نوموړي هيواد په حکومتي نظام نيوکه کوي چې ولې يې د ډالرو له غوا (امریکا) سره خپلې اړيکې خړې پړې کړې؟

څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزارت د تروریستي ډلو پر وړاندې د پاکستان له خوا په قاطع اقداماتوکې د اسلام اباد د پاتې راتللو له امله دغه هیواد ته د درې سوو میلیونو ډالرو پوځي مرستو د بندولو اعلان وکړ. له دغې اعلان څو ورځې مخکې یو امریکایي مقام ویلي وو چې پاکستان سږکال د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي زده کړو له نړیوال پروگرام نه ایستل شوی دی. ټاکل شوی وه چې سږکال د پاکستان د پوځ ٦٦ منصبداران د نظامي زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ شي اما امریکا دغه هيواد (پاکستان) د پوځي زده کړو له دغه پروګرامه وويست. همداشان د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سږ کال په لومړیو کې پاکستان ته هغه مرستې وځنډولې چې د ایتلاف د ملاتړ د بسپنې په نوم ورکول کېدې. له دې وړاندې د امریکا کانګرس د ایتلاف له بسپنې پاکستان ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو ورکړه ځنډول شوې وه.

دغه ټول فشارونه سبب شول څو پاکستان خپله څېره په آينه کې وويني او په خپلو کړو پښيمانه شي. اوس د دې لپاره چې امريکا ته په ياد کړي چې مونږ (پاکستان) خو تل د امريکا کرايې ټوپک پاتې شوی دی او اوس نه بايد امريکا دغه هيواد هير کړي؛ عمران خان په تنبهي توګه امريکا ته خپل اصليت (کرايي ټوپک توب) وښود. اوس به ډير ژر پاکستان د امريکا ولسمشر ته د افغان سولې په پروسه کې د هر ډول مرستې سينه ډبوي او هڅه به کوي چې له امريکا سره د دغه هيواد ترينګلې اړيکې له سره ورغوي.

لیکنه : خوشحال آصفي