رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

یک عکس وهزار خاطره

راديو تلويزيون و افغانفلم سابق افغانستان تنى چند از ژورناليستان اولين…

مارهای آستین؛ بازگشت هیولاهای جنگ نیابتی به دامان پاکستان

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتیژی تا عمق بحران؛ چرخش شمشیر…

ظلم ظالم

رسول پویان جهان به لاف وپـوف ظلم برنمی گردد اســـیـر ظالـــم و…

روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

«
»

طالب د اوربند په ردولو څه ثابت کړل؟

وروسته له هغې چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ درې ورځنی اوربند په پراخه کچه د خلکو له هرکلي سره مخ شو؛ وسله والو طالبانو د اوربند په درېيمه ورځ مخکې له دې چې د اوربند ټاکلی وخت پايته ورسیږي؛ د هلمند، کندهار، ارزګان،، فاریاب، جوزجان، فراه، غزني او لغمان په ولایتونو کې د افغان ځواکونو په سنګرونو بریدونه کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې د سولې اتل ولسمشر اشرف غني د خلکو په غوښتنه لس ورځې نور هم اوربند غځولی خو طالبانو رد کړی او د خندق عملياتو د ادامې يادونه يې کړې ده.

نړيوالې ټولنې، نړيوالو سازمانونو او بېلابېلو هيوادونو د ولسمشر غني لخوا د اوربند غځول ستايلي او ملاتړ يې کړی دی. د امريکا دفاع وزارت ويلي چې دوی هم چمتو دي چې له وسله والو طالبانو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي. له دې وړاندې طالبانو په وار وار ويلي چې له افغان حکومت سره خبرې نه کوي ځکه د دوی په وينا چې حکومت خپلواک نه دی او ټول واک له امریکا سره دی. خو اوس سره له دې چې امریکا له طالبانو سره د خبرو لپاره چمتووالی ښودلی، طالبانو د اشرف غني لخوا د اوربند غځول رد کړي او د افغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې د جګړې اعلان کړی دی.

له طالب سره د ولس درې ورځنۍ مينه

د اوربند له اعلان وروسته ولس د طالب هر ډول وحشت هېر کړ او د يو اتل په توګه يې ورته په غاړو کې ګلان واچول، د عزت لنګۍ يې ورپه سر کړې او سلفي عکسونه يې ورسره واخيستل. حکومتي چارواکو هم ورته په پراخه سينه مېلمستيا وکړه او داسې وروښودل چې د حکومت غاړه د طالبانو لپاره خلاصه ده او که چيري ټوپک کيږي، کولی شي د عام ولس په توګه په دې خاوره د وياړ زندګي وکړي.

ولس او حکومت له وسله والو طالبانو څخه دا تود هرکلی د دې لپاره نه و چې ګويا د اختر ورځ ده او ساعت تيرې پرې وکړي، بلکې د دې لپاره و چې ولس نور له جنګه ستړی شوی او د روانې مردارې پردې جګړې له ښکېلو غاړو غواړي چې نور دا پردی ټوپک له اوږې ښکته او د خپل مسلمان ورور وژنه بس کړي. ولس د طالب تېر وحشت په دې خاطر هېر کړی او په غاړه کې يې ګلان وراچول چې دغې ډلې ته پيغام ورسوي چې که د غلامۍ له ژونده ځانونه خلاص او ورور وژنه بس کړئ، توبه وباسئ نو د ولس په منځ کې ځای موندلی شئ، ولس د دې لپاره د طالب تود هرکلی وکړ چې ګويا دا ډله به د ولس مينه وګوري او اوربند به وغځوي چې په پايله کې يې دايمي سولې ته لار هواره شي.

خو طالب د ولس هيلې شهيدانې او غوښتنې يې تر پښو لاندې کړي. طالب نه د ولس محبت په نظر کې ونيولو چې د اوربند په درې ورځو کې يې له طالب سره وښود، نه د حکومت مېلمستيا او د ولس غوښتنې په نظر کې ونيولې او يواځې د خپل بادار امر يې پر ځای او د ولس او افغان امنيتي ځواکونو پر ضد يې ناحقه جګړه بيا پيل کړه.

طالبانو ولې اوربند وکړ؟

که څه هم له وړاندې ولس په دې باور دی چې جګړه دلته پردۍ او د لويو قدرتونو ده چې د طالب او داعش پر مټ پر مخ وړل کيږي خو د طالبانو لخوا د حکومت سره اوربند کولو دغه نظر باندې يو اندازه سيوری وغوړولو او خلکو داسې انګېزه پيدا کړه چې ګويا طالب خپلواک دی او که وغواړي له حکومت سره سوله کولی شي. دا هغه څه دي چې پخپله زبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي؛ رسنيو ته په استول شوې اعلاميه کې کړې ده. مجاهد ويلي چې په اوربند سره یې غوښتل ثابته کړي چې هغوی د چا تر کنترول لاندې نه دي، مستقل دي، په یوه امر کار کوي، په یوه امر یې اوربند وکړ او په یوه امر اوربل کوي.

خو اصلاً داسې نه ده. د افغان حکومت او طالب تر منځ د اوربند منل د طالب يو مجبوريت چې بايد ترسره کړی يې وای. ځکه په کابل کې د څه باندې ۲۵۰۰ ديني عالمانو فتوا او د ولسمشر غني لخوا طالبانو ته د سولې بې ساري وړانديز نور له طالبه دلته د جګړې هر جواز اخيستی و او تر څنګ يې د خلکو تر منځ اعتماد هم له منځه تللی و. طالب د خپل تللي حيثيت د بېرته ترلاسه کولو او د ولس په منځ کې يو ځل بيا د مصنوعي محبوبيت پيدا کولو لپاره اړ و چې اوربند وکړي.

بل لور ته د حکومت او طالبانو تر منځ په اوربند کې پاکستان هم خپل ځان ثابت کړ. پاکستان افغان حکومت ته وښودله چې لاهم په طالب باندې نفوذ لري او که وغواړي ورسره يې په يو ميز کېنولی هم شي او که غواړي پر خلاف يې جنګولی هم شي. ځکه کله چې طالبانو له حکومت سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ نو د پاکستان د آی ايس آی ملا سميع الحق په زغرده وويل چې دا اوربند کومه ګټه نه کوي او له اختر وروسته به طالبانو خپلو جګړو ته دوام ورکړي. په حقيقت کې د مولانا سميع الحق څرګندونې د آی ايس آی څرګندونې يادولی شو چې افغان حکومت ته پيغام ورکوي چې لا هم طالبان د دوی تر امر لاندې چليږي.

لیکنه : خوشحال آصفي