ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

«
»

طالبان ولس ته خبره نه لري

زمریال نااشنا

د طالبانو استازو د اندونیزیا په غونډه کې له ګډونه انکار وکړ.

دوی د خپل انکار لپاره هم کوم موجه دلیل وړاندې نه کړ. هغه څه چې د طالبانو له دې حرکته د چا په ذهن کې راتلای شي، دوه خبرې دي. یا دا چې طالبانو د غونډې لپاره څه نه درلودل چې ويې وايي او له ځانه پرې دفاع وکړي او یا دا چې په غونډه کې پخپل نه ګډون سره یې د غونډې نه جوړېدل او ناکامول غوښتل.

اوس چې لیدل کېږي طالبان هغه څه کوي چې پخوا به جهادي تنظیمونو کول. جهادي تنظیمونو ته به افغان حکومت تل د مخامخ خبرو او سولې وړاندیز کاوه، خو جهادي تنظیمونو به هغه له یوه سره رداوه او دا خبره به یې هم ورسره ورغوټه کوله، چې د کابل اداره واک نه لري او دوی له شورویانو سره خبرو ته کېني. دا په داسې حال کې وه چې کله د عمل ځای راغی او واک جهادي ډلو ته ولېږدول شو، نو ثابته شوه، چې دغه ډلې سختې کمزورې، مسوولیت نه منونکې او بې کفایته وې.

یعنې دغه ډلو چې د قدرت له کومې موضعې خبره کوله، هغومره قدرت یې نه درلود، د پردیو د ګټو لپاره کارېدلې او د ځان لپاره یې څه نه درلودل او یا هم خپل واک یې تمثیلولای نه شو، هغه وو چې کله کابل ته راغلل پخپلو کې سره په جګړو کې کېوتل، خپل واک یې یو پر بل ټینګ نه کړای شو او په نتیجه کې یې د کابل ښار په کنډواله بدل کړ او دا دی تر ننه په هېواد کې جګړه روانه ده.

طالبان او نور ښکېل اړخونه باید وپوهېږي چې سوله په هېواد کې خپل د خوښې چناق نه دی، بلکې د دې هېواد سخته اړتیا او د ولس غوښتنه ده، که څوک ترې دومره اسانه په څنګ تېږي، نو د ولس له سخت عکس العمل سره به مخامخ شي. معنا دا چې په افغانستان کې د جګړې ښکېل اړخونه باید خپله خبره د خپلې خولې په اندازه وکړي، هسې باټې او په کمزورې تنه لويې خبرې ورسره ښه نه ایسي، ځکه نه پرې څوک سولې ته رسېدای شي او نه پرې څوک افغان ولس غولولای شي.

د افغانستان د سولې، ثبات او امنیت مساله یوازې په افغانانو پورې اړه نه لري، بلکې نړیوال او سیمه ییز اړخونه هم لري، لکه ناټو، امریکا، روسیه، چین، ایران، پاکستان، هند، ترکیه او نور، چې نه افغان حکومت او نه طالبان د دې جوګه دي، چې خپلې غوښتنې او قنجې دې پر دوی وټپلای شي.

دلته باید هم افغان حکومت او هم طالبان د سولې هر فرصت غنیمت وګڼي، غفلت و نه کړي او اوږه ترېنه خالي نه کړي.

په نړیواله دپلوماسۍ او خبرو کې لیدل شوي چې ډېءی د خبرو فرصتونو ډېرې سترې لانجې هوارې کړي او ډۍر ناشوني کارونه یې شوني کړې دي.

د بېلګې په ډول د سویز د کانال، د کیوبا پر سر د شوروي او امریکې د مخامخ جګړې د رامنځته کېدو، د برلین د دېوال، له چکوسلواکیا نه د شوروي ځواکونو د وتو، د جنیوا تړون او له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتو او په دې وروستیو کې د شمالي او سویلي کوریا تر منځ لانجې او مسایل هغه نمونې دي چې د خبرو له لارې هوارې شوې دي.

ولس ته څرګنده ده چې د جګړې په ټولو اړخونو کې یوشمېر کسان او یا هم ډلې په زرګرۍ(جګړه ییزه سوداګرۍ) لګیا دي، له جګړې ګټه وړي او دغه کار تر نورو زیات په طالبانو کې دود دی او یا طالبان یې پخپلو کسانو د نه حاکمیت له کبله مخه نه شي نیولای. په دې توګه ویلای شو، که د سیمې او نړۍ په کچه د افغان لانجه هوارېږي، نو په دا منځ کې به تر ټولو لوی زیان هغه ډله او اړخ کوي چې له خبرو لرې پاتې شوي دي.

   شاید یوشمېر کسان په دې نظر وي چې ولس تراوسه د هېواد په جګړه او سیاست کې نه کوم حضور لري او نه کوم د قدرت موضع، نو څنګه کولای شي د جګړې کومه خوا دې چلنج کړای شي.

لویه د بدبختۍ خبره همدا ده، چې د جګړې ښکېلو اړخونو تل هڅه کړې چې ولس له خپل شاخصه محروم کړي، واک یې تمثیل نه شي او ترېنه په څنګ تېر شي. د اختناق په داسې حالاتو کې ولس چوپه خوله پاتې کېدای شي، خو له اغېزه یې بې برخې کېدای نه شي، ځکه ولس په پټه خوله د جګړې د یوه اړخ ننګه او ملاتړ کوي او کړنې یې تاییدوي او د بل اړخ په وړاندې بې تفاوته پاتې کېږي.

د جهادي تنظیمونو د ۹۰ مو کلونو د مشرانو په څېر یوازې د یوې ناشوني خبرې لکۍ یې ټينګه نیوله او هغه یې د یو مخکې شرط په توګه مطرح کوله او د خبرو مخنیوی یې پرې کاوه.

که غوا توره شېدې یې سپینې دي، نور نه هغه تېره بېړۍ ده او نه یې هغه کوډې د چلېدلو دي. که څوک غواړي یا نه غواړي هغه پېړۍ نوره تېره ده، سیاستونو، هدفونو، دپلوماسۍ، ستراتیژیو، دريځونو، بالیسیو، تکنالوژۍ، زور، ځواکونو او انډولونو بدلون موندلی دی. نور د تکفیري ډلو بخت هم زوال موندلی، دې ډلو په عمل کې د خپلو ولسونو لپاره څه ونه کړای شول، ايله د پردیو د نیابتي جګړو بار یې پخپلو اوږو وړی او د نږدې د ټولو جګړو ګټه یې کفارو ته رسېدلې ده. که د دوی د زور، جبر او نیرنګونو کوډې نه وي، نو په ازاد بازار کې به یې څوک په څلو ټنګو هم وانخلي.