وحدت نیروهای ملی دموکراتیک ومترقی

وحدت بمثابه واقعیت انکار ناپذیری ضرورت تاریخی در برابر استعمار…

عدالت اجتماعی

نوشتهء نذیر ظفر‎عدالت روزی پیـــــدا میشه آخر‎سفاکان ترد و رســـوا…

خودتحقیری و خودتخریبی؛ تبیین فلسفی مفهومی

۱. خودتحقیری (Self-Denigration) در معنای فلسفی، خودتحقیری حالتی است که در…

سرمایه‌داری لیبرال و واکنش سوسیال‌دموکراسی

نور محمد غفوری تقابل، اصلاح یا همزیستی انتقادی؟ مقدمه سرمایه‌داری لیبرال به‌عنوان نظام…

             تشدید تنش تهران و واشنگتن؛ پس‌لرزه‌های منطقه‌ای آن

نویسنده: مهرالدین مشید سرنوشت دیکتاتوری‌های دینی؛ آزمون بقا برای اخوندیسم و…

دربارۀ «اصولنامۀ جزایی محاکم» اداره طالبان

اعلامیۀ انجمن سراسری حقوق؜دانان افغانستان بنام خداوند حق و عدالت انجمن سراسری…

هر که را مشکلی است!

امین الله مفکر امینی          2026-30-01 ! هر که را مشکلی باشد ناچار…

آ.و. لوناچارسکی

برگردان. رحیم کاکایی و.گ. بلینسکی پیشگفتار مترجم درباره ویساریون بلینسکی نویسنده، منتقد…

برهنه گویی و عریان سالاری؛ سیاستِ بی‌پرده و حاکمیتِ بی‌نقاب

نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی از زوال مشروعیت و فروپاشی پوشش های…

لیبرال کپیټالیزم: تاریخي شالید، بنسټونه او علمي نقد

نور محمد غفوری لنډیز  لیبراله سرمایه‌داري یا (لیبراله پانګوالي) يا (لیبرال کپیټالزم)…

همراه جمیله، وداع با گلزری!

Aitmatow, Tschingis) 20081928- ) آرام بختیاری سوسیالیسم، دیالکتیک وحدت خلقها شد. چنگیز آیتماتف،…

کیست ژورنالیست ؟

هرکی مایک در اختیارش بود ژورنالیست نیستیا  به یک رسانه …

مخاطب خاص نیست!

این سخن، با آنانی‌ست که روزی از شیر و قیماق…

نظریات قوم‌گرایانه و راسیستی مردود است!

نویسنده: نور محمد غفوری ۱. مقدمه مقالهٔ حاضر با عنوان «نظریات قوم‌گرایانه و…

       اصولنامه ی جزایی طالبان خیلی نفرت انگیزو ضد اسلامیست 

       نوشته ی : فروغی        پس ازنشروتطبیق احکام سختگیرانه و نفرت انگیز…

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن

وفاداری به آرمان‌ها و رسالت نجات وطن پس از فروپاشی حکومتی…

شصت و یکمین سالگرد با افتخار حزب ما خجسته باد

رفقاى گرامى از نام سازمان حزبى ما در ايالات متحده امريكا به…

مرکه

له ښاغلي (عبدالملک پرهیز) سره د نړېوال ادبي ښوونځی اکسپرسیونیسم…

سرمایه‌داری در لبهٔ شکست؛ اقتصاد بحران‌زده و سیاست مشت‌آهنین

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های ساختاری نظام سرمایه داری و ظهور…

سوسیال دموکراسی؛ تمایز مفهومی، تجربهٔ تاریخی و امکان بومی‌سازی در…

نور محمد غفوری مقالهٔ را تحت عنوان (چرا نهضت جدید سوسیال‌دموکراسی…

«
»

سرسايه په روژه کې

 

د سرسایې ذکرپه اسلامي منابعـو کې:

1-صدقةالفطر 

2- ز كاة  الفطر 

3-زكاةالصوم

4- صدقة په رمضان کی

 د سرسايې فلسفه:
که څه هم د روژې لپاره د صدقة الفطر د ورکولو حکمت په روژه کې دممکن نقصان جبيره کول ښوول شوي، خو ټولنيزه فلسفه يې د بې وزلو او نېستمنو خلکو سره مرسته او لاسنيوى دى.
رسول الله صلي الله عليه وسلم  ټينګار کړاى چې د اختر په مناسبت بايد له بې وسه او مسکين سړي سره مرسته وشي او هغه له سوال او احتياجه خلاص کړای شي.

پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي:  « اغنوهم عن المسالة فی مثل هذا اليوم» يانې په دغه شان ورځو کي فقيران او مسکينان له سوال کولو څخه مستغني ( بې پروا) کړئ.
او همدارنگه وکيع بن الجراح رحمه الله وايي: « د رمضان مياشتي صدقة الفطر (سرسايه) داسې ده لکه سجده سهوه په لمانځه کې چې د لمانځه ټول نقصان ختموي.

 همدارنگه سرسايه د روژې ټولې نيمگړتياوې له منځه وړي.»
صدقة الفطر (سرسايه) اصلاً د هجرت په دوهم کال په کوم کال چې روژه هم فرض شوې لازمه شوې ده.  د حکم له مخې، د فطر صدقه واجب ده. د وجوب له دلايلو څخه يې د ابن عباس (رضي الله عنه) خبر دی  چې فرمايي:
« فَرَضَ  رسول الله (صلی الله عليه وسلم ) زکاة الفطر طهرة للصايم من اللغو والرفث وطعمة للمساکين…» رواه ابوداود. ( فرض (واجب) کړې ده  رسول الله د فطر صدقه چې 
د روژه  نيوونکي  د بېهوده خبرو او چټياتو پاکونکې ده اود مسکينانو لپاره طعام دی.)
سرسایه په چا باندې واجب ده؟
د احنافو په مذهب کې: سر سایه  په هر مسلمان ، آزاد ، صغير ، کبير، نارينه ،زنانه، عاقل، او ليوني چې د کور له حاجت نه علاوه د نصاب مالک وي واجب ده.
سړی به د خپل ځان ، کوچنيانو (ځامنواو لورګانو) او هغه غلام چې د خدمت لپاره وي سرسايه اداء کوي . او که چيرته دمشرانو ځامنو، ښځې ، مور، پلار او وروڼو صدقة الفطر (سرسايه) د هغوی له امره پرته ادا کړي، استحساناً صحيح کيږي.
دسر سایې د اداء کولووخت:
دا چې صدقة الفطر (سرسايه) د اختر د ورځي په سهار ختلو سره واجبيزي خو جايزه ده چې د  روژې په مياشت کې له واجب کيدو څخه مخکې ورکړل شي. او له خپل وخت څخه په تأخیر سره نه ساقطيږي، بلکه ورکول يې حتمي دي .
دحضرت  ابن عمر رضی الله عنه ، څخه په یو حدیث کې راغلي  چې: پیامبر صلی الله علیه وسلم هدایت ورکړای چې :« سرسایه (زکات فطر) مخکې لدې څخه چې مسلمانان داختر دلمانځه اداء کولو ته راشي، باید سرسایه تادیه شي .»( دحدیث شماره  1503  امام بخاري ).

ګرانو لوستونکو!
 تقاضا، حكمت  اونصب  العين  د وجوب دسرسایې دادی چې دغه وجیبه باید څو ورځې مخکې  د اختر د لمانځه نه اداء شي، ترڅو د مستحقین لاس ته ورسیږي.
دحضرت ابن عمر رَضِیَ اللَّهُ عَنْهُ  په یو حدیث کې راغلي: «و کانوا یُعطُون قبل الفطر بیوم أو یومین »(  بخاری 1511)  یعنې:« هغوی خپل د فطر زکات (سرسایه ) یوه یا دوه ورځې مخکې د اختر دلمانځه نه اداء کول »

په سر سایه کې کوم اجناس ورکول کيږي؟
په سر سایه (صدقه فطر) کې (غنمو، خرما، اوربشې او مميز(کشمش) ورکول کي واجبيزي.  په حدیث شریف کې راغلي :«عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال : كُنَّا نُخْرِجُ فِي عَهْدِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَوْمَ الْفِطْرِ صَاعًا مِنْ طَعَامٍ ، وَكَانَ طَعَامَنَا الشَّعِيرُ ، وَالزَّبِيبُ ، وَالْأَقِطُ ، وَالتَّمْرُ» متفق علیه .
ابو سعید خدري رضي الله عنه وايي: مونږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د واړه  اخترو په ورځ دخپلو خوړو یوه صاع سر سایه (صدقه فطر) ورکوله، او زمونږ طعام اوربشې، ممیز، کورت (قروت) او خرما وه .
او د احنافو او امام مالک په نزد انسان کولای شي چې دخپل وطن د خوړو نه که له دې اصنافو پرته هم وی سرسایه ورکولی شي.
صاع څومره ده؟
صاع څلور مده سره مساوي ده او یو مد د یوه میانه انسان یوه ډکه لپه ده، نو یوه صاع څلور لپې کیږي چې په دې کې دکیلو په حساب دمختلفو موادو په حساپ په وزن کې فرق راځي، یعنې دخرما څلور لپې د وریجو له څلور لپو سره په وزن کې فرق کوي.
په اوسط ډول دوزن په حساب ( 2 کیلو او 400 گرامه یا 2 کیلو 500 گرامه ) غنم او یاهم وریجې کیږي.
په سرسایه کې دنغـدو پیسو ورکولو حکم:
اګرچه غوره طریقه خو داده چې په سر سایه کې غنم، وریجې یا خرما  ورکړل شي مګر دامام ابوحنیفی (رح) دمذهب پیروان د پيسو په بڼه د سرسايې ورکړه روا ګڼلې، او دا د الثوری، حسن البصری، او عمر بن عبدالعزيز نظرهم  دی. ولې درې نور مذاهبو پیروان  د پيسو په بڼه د سرسايې ادا کولو  ته اجازه نه ورکوي.
د هغوی دليل دا دی چې پيغمبر صلی الله علیه وسلم  سرسايه د پيسو په بڼه نه ده ورکړې، نو ځکه يې د پيسو په بڼه ورکړه له سنتو مخالف کار دی.
ولی ځينې ډیراوسني علماء د احنافو رايه تائيدوي، ځکه چې اوس مهال د خلکو له پاره آسانه ده، او په ځانګړي ډول په ښارونو کې چې د خلکو ټولې معاملې په روپيو او پېسو دي.
د دغه نظر له اوسنيو پلويانو څخه شيخ شلتوت(رح)، الغزالی(رح)، او القرضاوي(حفظه الله) دي.
شيخ قرضاوي د دې دوه لاملونه وړاندې بيان کړل چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ولې د پيسو په بڼه سرسايه نه ورکوله. په همدې ډول هغه وايي چې د سرسايې هدف د بېوزلو د اړتياوو لرې کول دي، او هغه د پيسو په بڼه ممکن دی، او دا چې په زياترو حالاتو، او په زياترو هيوادونو کې د پيسو ورکړه د بېوزلو په ګټه وي. هغه دا هم وايي چې د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د رسول الله صلی الله عليه په وخت کې هم د ورکوونکي له پاره اسان وو، او هم د اخيستونکي له پاره په ګټه. مګر نن ورځ د خوراک په بڼه د سرسايې ورکول د بېوزلو په تاوان دي، او چندان ګټه نه شي ترې اخيستلای. مثلاً، غنم يا خُرما چې تر څو بېرته و نه پلوري، او هغه هم په ټيټ نرخ، تر هغې خپلې اړتياوې نه شي پوره کولای.
شیخ قرضاوي، له دغه نظر څخه د قحطۍ حالات چې د خوراک ورکړه پکې ډېره ګټوره ده، مثتثنی ګرځولي، او وايي چې په سرسايه کې بايد د غريب ګټه معيار وګڼل شي، او دا چې د قحطۍ، او آفتونو په وخت کې اصلي اړتیا خوراک وي، نو د جنس ورکول په کار دي. او که چېرې پيسې ګټورې وې، نو بيا دې پيسې ورکړي.
نن ورځ که مونږ په اسلامي هيوادونو کې په عامه توګه، او لويديزو هيوادونو کې په ځانګړې توګه، د مسلمانانو حالت ته وګورو، مومو چې دويمه رايه ډېره اسانه، او د اسلامي قانون له روح، او د مسلمانانو له اوسني حالت سره ډېره روغه ده. او که چېرې په امریکا او یا په اروپا کی ميشتي مسلمانان وغواړي د خپل زکات مالونه يا يوه برخه يې اسلامي هيوادونو ته وليږي، نو د پيسو په بڼه ورکړه يې تر ټولو غوره لاره ده.
دسرسایې مستحقین:
دسرسایې مستحقین په (60 لمبرآیات دسورهء التوبه کې ) داسی بیان شوی :«إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاء وَالْمَسَاکِینِ وَالْعَامِلِینَ عَلَیْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِی الرِّقَابِ وَالْغَارِمِینَ وَفِی سَبِیلِ اللّهِ وَابْنِ السَّبِیلِ فَرِیضَةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِیمٌ حَکِیمٌ»

بناً سرسایه، د نورو صدقو په شان فقيرانو ، مسکينانو ، قرضدارانو، د الله په لاره کې طالب علمانو مجاهدينو، مسافرينو ( اگرچه دغه مسافرین  په وطن کي غني وي) ورکول کيږي، اوکه دا فقيران يي خپل خپلوان هم وي بلکه په خپلو خپلوانو چي مستحق وي ډير ثواب لري.
يواځې مور، پلار، نيا او نيکه او همداسي پورته نياګانې او نيکو ته به يي نه ورکوي که فقيران هم وي په همد ي توگه زوى , لور, او د هغوي اولادونو ته به يي نه ورکوي او ښځه به يي خپل خاوند (ميړه) ته او خاوند خپلي ښځې ته نه ورکوي نورو ټولو خپلوانو ته چې مستحق وي صدقة الفطر (سرسايه) ورکول کيدای شي.

 

و الله اعلم بالصواب