شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

انگیزه های سفرملایعقوب به قطر 

                            نوشته ی : اسماعیل فروغی       اخیراً…

از واگرایی های سیاسی تا اشتباه ی راهبردی و تاریخی

نویسنده: مهرالدین مشید شعار های قومی دشمنی با وحدت ملی و…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست سوم ایجاد اصلاحات و نخست وزیری شاه محمود: به نظر میرمحمد…

کشوریکه تاریخ ندارد

حکام نظامی اش میگویند با افغانستان دشمنی تاریخی دارند ! هفتاد…

دنیای پرآشوب

رسول پویان در این دنیای پرآشوب و فقر و فتنه دلتنگم فـلـک…

گردهمایی اعتراضیه فعالین حقوق زن درکشورشاهی

تاریخ هشتم مارچ سالجاری گردهمایی به ابتکار چتراتحاد ملی زنان…

روز جهانى زن را گرامى ميداريم

هشتم مارچ روز جهانی زن است که همه ساله بخاطر…

مبنا و منبع قانون چیست؟

مبنا لاتغییر و ثابت می باشد و منبع تحول پذیر…

افغانستان تحت حاکمیت طالبان، لکه ی ننگی بردامان سیاستگران بدنام…

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت طالبان ابتذالی برخاسته از عمق فاجعه ی…

ماهیت « حقوقی »قرارداد دوحه 

https://youtu.be/J4E-bizAX1I?si=p5LkiwAjRdExuv8-

به مناسبت روز همبستگی بین المللی زنان!

پیام اجماع بزرگ ملی افغانستان «اجماع بزرگ ملی افغانستان» که ائتلاف…

نظام حقوقی سیاسی برای کشور٬ در مثال درخت!

ریشه درخت: ریشه٬ مردم و نسل موجود می باشد. که ارده…

پیدایش جهان و جامعه

دکتر بیژن باران پیدایش اتفاقی کیهان، زمین، انسان مستقل از…

مقام زن

نام نیکویت بزرگ و قامتت بالا بلند هرچه گوید دشمنان در…

روز هشتم مارچ این روز اقدس زن باید ستود!

امین الله مفکر امینی       2024-08-03! اینـــروزاقــــــدسِ زن را باید ســــتود نه تنها…

اگر خواهیم زنده گی مثل انسان!

امین الله مفکر امینی  2024-29-03! مــــا نهراسیــدیم ونهراسیم زهیـــاهوی نبـــــــردِ دشمنـــــان  سربکف بوده…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست دوم سرزمینی که تاریخ آن با خون تبعیدیان نوشته شده…

     زبان مادری را پاس میداریم  

زبان مادری عالی ترین پیوند انسانهاست  نمیدانم چگونه مقصد این پاسدار…

«
»

دعبدالله خدمتګار بختاني فاتحه

د فاتحې اعلان

بسم الرحمن الرحیم
د افغان ستراتیژیک مرکز او د حق د لارې د کلتوري ټولنې په کوربه توب ، د کونړ ځوانانو کلتوري ټولنې او د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په هماهنګۍ د هېواد نه بهر په جرمني کې د خدای بښلي عبدالله خدمتګار بختاني فاتحه اخستل کیږي  :
وخت : د جمعې ورځ  د مارچ د میاشتې  نهمه نېټه  د غرمې د یوې بجې نه  تر درې بجو پورې .
ځای :  د ٍEvent Palast  په مسجد کې .
Max – Plank  strasse 9a
50354 Hürth  
هیله ده افغان مهاجر ورونه د امکان په صورت کې به په خپل ګډون سره دځان  د پاره د ثواب او د خدای بښلي د پاره د هغوی د روح د خوشحالۍ سبب شي .
په ډېر درنښت
الحاج امین الدین  « سعیدي – سعید افغانی »

ستر څیړونکی او خدمتګار بختیانی  د علم او پوهې ځلانده ستوری هم په حق ورسید 

امین الدین  سعیدي – سعید افغاني

ستر څیړونکی او خدمتګار بختیانی او  د علم او پوهې ځلانده ستوری هم په حق ورسید

د حق  د لاری  د کلتوري مرکز  او
د افغان  ستراتیژیک  څیړنې  مرکزمسول

سر محقق عبدالله جان  بختیانی   خدمتګار  زمونږ د هیـواد  او د سیمې مشهور نومیالی   عالم ، لیکوال ، تکړه څیړونکی،  منلی  شاعر  او ټولنیز  شخصیت  زمونږ د وطن د علم او فرهنګ ستر ستوری  دی۰

ددغه عالم شخصیت په هکله د هغه دوست او دژوند ملګری دکتور مولوي  محمد سعید  « سعید افغاني »  په کال ۱۳۲۵ کښې داسی لیکلي :   

د مینې په جواري  کښې بختیاني  نه يې  زړه  وړیهستي يې ترينه ځارکړه دې دويښ ځلموپه لار کې

ګرانو  لوستونکو!   

ښاغلی عبد الله خدمتګار زما دمرحوم  پلار دکتور سعید افغاني نږدې  دوست  اوملګری  وو. هغه په کال  ۲۰۰۷ میلادي کې د جرمني دکولن ښار  ته د یو فرهنګي سفرپه ترڅ کې ددی فرصت مساعد شو چی دهغه سره وگورم او په ضمن کی  دهغه څخه مې اجازه واخیسته چې دهغوی د ژوندلیک په هکله دا لیکنه ستاسو حضورته نشر ته  وسپارم .

ښاغلی استاد بختیانی  صاحب  ما ته دعا راګړه او دادی دغه کار او لیکنه   د حق  د لارې  د کلتوري  مرکز  او  د افغان  ستراتیژیک  څیړنود  مرکز د فرهنګي کارونو به چوکاټ کې د جناب عبدالله خدمتګار بختیاني دژوند لیک ترسرلیک لاندې ترتیب او خپره شوه۰  

فاضل استاد عبدالله بختیانی خدمتګار ددغه  رسالې   په پوښ باندې، په خپل  خط  او  قلم  داسې  ولیکل :  د  محفل یاران  چې  ټول وي  او زه  نه یم

      د کاغذ تصویر ته  ګورۍ   او ما  یاد کړۍ

خدمتګار

د اکتوبر میاشت ،  د ۲۰۰۷ میلادي – کال

جرمني  ــ  کولن

د پرفیسور عبدالله خدمتګار ژوندلیک

سر محقق عبدالله جان  بختاني  خدمتګار  زمونږ د هیـواد د او سیمي مشهور نومیالي عالم ، لیکوال ، تکړه څیړونکي  ،  منلی  شاعر  او اجتماعې  شخصیت  دۍ  چه د ویښ زلمیانو د حرکت سره سم چه په کال « ۱۳۲۵ هجري شمسي د دلو په ۲۵ مه  »  په ننګرهار کښي  جوړه  شوه ، تر اوسه   پوري د  سولې ، تــرقې ،  ورورې  او برابرې  لپـاره اخلاصمندانه  مبارزه  کوي  .

استاد  بختاني خدمتګار صاحب  د ملا آقا جان طبیب زوی دی، د ۱۳۴۳  هجری قمری  د لوی  اختر د میاشتې په نهمه « عرفه »  د  ۱۳۰۴ هجری شمسی  کال د سرطان په لسمه د چهار شنبې د ورڅې د څاښت په مهال  د ننګرهار ولایت د سره  رود  په چهار باغ صفا کښې زیږیدلی  او نژدې تر شل  کلني پورۍ هلته او سیدلی دۍ، ددي مودې په ترڅ کښې یې پلار هلته طبابت کاوه . موریې د چهار باغ صفا او پلاریې د سره رود د بختان کلي دۍ.  اوس د کابل ښار د خیرخاني په دریمه برخه کښې اوسي  .

استاد بختانی خدمتګار صاحب  خپلې لومړنۍ  زده کړې په خپل کور کې  له خپل  مور او  پلار نه  پيل کړي او بيا د نورو استادانو څخه يې  پر  مخ بیولۍ دې .

عربي ديني علوم، فقه، تجويد، تفسير، حديث، اصول فقه، اصول حديث، عقايد، ميراث، صرف و نحو، بديع، بيان، معاني، حکمت او منطق یې د ننګرهار او کابل په اولسي خصوصي  مدرسو کښي ، د کابل عربي دارالعلوم د نصاب په معيار لوستي دي او د  « مولوي » درجې ته رسيدلى دى.

فارسي او عربي ادبيات، پخوانى طب او د رياضي درسونه یې  د  هغه وخت د اولسي مدرسو په معيار سرته رسولي دي.

تاريخ، جغرافيه، فزيک، کيميا او بيالوژي يې  « د بکلوريا په معيار »  په شخصي توګه مطالعه کړي ده . په فلسفه، ټولنپوهنه، سياست او سيکالوژئ کښې يې  پراخه مطالعه کړې ده .

د ديني علومو، ادبياتو، طب او رياضي په برخه کې يې له نامتو او پیژندل شويو استادانو نه زده کړې ترلاسه کړي چې د ځينو نومونه يې داسې دي:
خپل مور او پلار، د سره رود د قلعه نو حاجي ملا مدد، د چهار باغ صفا د حضرت صاحب د جامع جومات خطيب ملا محمد حفيظ، د حضرت صاحب د  جومات د حافظانو د مدرسې مشر استاد حافظ ملک، د جناب نقيب صاحب طبيب د علي خيلو ملا عبدالغني ، د سره رود د شمسه پور مولوي عبدالله جان، د خوگياڼو د نکړخيلو د جامع  جومات  خطيب مولوي مير عبدالواحد، لوګرى ملا عبدالودود معلم، د قاسم يکه ميرانو مولوي امين ګل،  د لغمان  د تيګړو د پشه اي کلي اوسیدونکى مولوي عبدالرحيم،  د لغمان مولوي  فيض الله ،  د جناب نقيب صاحب خليفه او د هغه د زامنو استاد مولوي محمد سعيد سرروضه وال او ځينې نور.

انګريزي ژبه يې تر څلورم ريډره پورې، د پغمان له ښاغلي محمد عمر قريشي معلم سره لوستې ده.
په پښتو ژبه کې څوک استاد نه لري او خپله د خپل ځان ښوونکى دى.  په پښتو شعر او ادب کې يې لارښود  استادان ، استاد  ګل پاچا الفت ، استاد قيام الدين  خادم ، استاد  صديق الله رښتين  او استاد عبدالروف بینوا دى .

استاد بختانې  صاحب  په روسي  ژبه  پوره بلديت  لري . له ۱۹۶۳ – ۱۹۶۴  میلادی  کال  پورې  د  مسکو ښار د لومونوسوف په دولتي پوهنتون کې د روسي ژبي او ادبياتو زده کړه تر لاسه کړې ، او د ژبې د تدريس او درسي موادو د تيارولو د ميتود په برخه کې يې  ډيپلوم اخيستی  دى . د ترجمې  د ميتود کورس يې هم هماغلته په برياليتوب پاى ته رسولى دى

نوموړي د خپل ژوندانه  زياته برخه د هيواد  په علمي،  تعليمي، څيړنيزو، ادبي ، ژورناليستي او ملي خدمتونو کې تيره کړې ده، په دې لړ کې ٢٣ کاله  په پښتو ټولنه  او ١٤ کاله د علومو اکاډمۍ  کې په علمي څيړنيزو فعاليتونو بوخت پاتې شوى دى.

استاد بختانې  خدمتګار  صاحب  د ١٣٢٥  هجری شمسي  کال د وري  په لسمه  د دولت  د ماموريت لړۍ د ننګرهار ولايت د پوهنې مديريت د ١١ مې رتبې مامور په  توګه  پيل کړى ،  په ١٣٢٦ هجری شمسي  کال د ننګرهار  د مطبوعاتو  په  مديريت کې  د ننګرهار ولايت  د مرکز  د مامورينو د  پښتو کورسونو د استاد په حيث مقرر شو، دغه کورسونه رسماً د پښتو ټولنې پورى مربوط  وو .
د ١٣٣١ هجری شمسي  کال د زمري په مياشت کې د زېري جريدې  مسئول  مدير  او د پښتو  ټولنى  مسلکي غړى شو.

هغه د ١٣٣٤ کال نه تر ١٣٣٩ هجری شمسي  کال پورې په  ترتيب  سره  د ننګرهار  د مطبوعاتو د مديريت مرستيال او د پښتو  کورسونو آمر ؤ ، چې  پښتو ټولنى   پورې مربوط ؤ ،  د ننګرهار مجلې  مسئول مدير، د مطبوعاتو د مستقل رياست د نشراتو د رياست مسلکي غړى، د ننګرهار د مطبوعاتو لوى مدير او د ننګرهار ورځپاڼې مسئول چلوونکى او بيا دوهم ځل د ننګرهار مجلې مسؤول مدير په توگه يې دندې تر سره کړي دي.

په ١٣٣٩ هجری شمسي  کال کې د پښتو ټولنې مسلکي غړى شو. د دغې ټولنې د ادبياتو لوى مدير او بيا د رئيس مرستيال شو او په ١٣٥٤ هجری شمسي   کال کې يې د څيړندوى علمي درجه تر لاسه کړه. وروسته د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د هيواد ورځپاڼى  مسئول مدير، د پښتو د  پراختيا او پرمختيا د ادارې آمر ، د خلکو د فرهنګ  ( فولکلور ) د ادارې آمر ، د پکتيا د  مجلې  مسؤل  مدير، د هيواد د ورځپاڼى رئيس او سر محرر په توګه وظيفې تر سره کړي دي.

په ١٣٦٤ هجری شمسي  کال کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړى شو ، دوه کاله  د علومو اکاډمۍ د غړيتوب سره د افغانستان د ليکوالو د ټولنې د رياست مرستيال او لومړى  منشي  ؤ .
بيا د علومو اکاډمۍ د علمي غړي په توګه پاتې شوى دى . په ١٣٧٣ هجری شمسي کال کې متقاعد شوى. بختانی خدمتګار صاحب  د پورته يادو شويو دندو تر څنګ وخت  په وخت  په ښونځيو او  کورسونو کې د پښتو، دري او عربي ژبو تدريس هم کړى او د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د پښتو ادبياتو د تاريخ د استاد په حيث خدمت کړى دى.

په ١٣٨٢ هجری شمسي  کال کې يو څه موده د افغان يووالي د اونيزې مسؤل مدير و،  او په هماغه کال د علومو اکاډمۍ د ضرورت له مخې تقاعد يې ترفع او د ١٣٨٥ هجری شمسي  کال د وږي مياشتې تر پيله پورې يې د دې اکاډمۍ د مشر علمي غړي په توګه خپلو علمي  وظايفو ته دوام  ورکړى او بيا تقاعد ورکړى شوى دى. د استاد وروستۍ دولتي رتبه مافوق ده.

استاد  بختانی صاحب  په ١٣٥٥ هجری شمسي  کال کې  د پښتو ټولنې لخوا  د څيړندوى  لوړه علمي درجه تر لاسه کړې،  وروسته د علومو اکاډمئ  لخوا دغه علمي  درجه  د سر محقق  په علمي  درجه واوښتله او په همدې درجه ومنل شو، چې دغه درجه د پوهنتون  د پوهاند  يا  « پروفيسر »  د درجې سره معادله  ده.

د استاد دزبږدو اتیا یمه  کلیزه د افغانستان  د علومو اکاډمې ، لخوا په یوه  درنه علمي  غونده  کښي نمانځل کیدله ، د افغانستان د علومو اکاډمي لوی ریس پخپله پرانبستو نکي و ینا کښي  وعده  ورکړه چه نوموړي استاد ته  د «  اکاډمیسن  »  د علمي درجې  دورکولو  په باب لوړ  و مقاماتو ته  وړاندیز کوې  . د غونډي د برخه والو له خوا ددي وعدي  هرکلی په  چکچکو او لولو سره  وشو ، مګر په عملی او رسمي توګه لایي  درک  معلوم  نه  دۍ . چه   د حق  د لاری  د کلتوری  مرکز  او  د افغان  ستراتیژیک  څیړنې  مرکز هیله  لری  چه   د استاد  بختانی  خدمتګار  صاحب  ؛   دا  علمي  درجه    «  اکاډمیسن  » په هکله ،  لوړ مقامات  جدی  توجه  وکړي .

استاد بختانی صاحب ؛ د هیواد او سیمي مشهور دانشمند ، د ژبو ، ادبیاتو او تاریخ تکړه څیړندوی ، منلی شاعر ، ماهر ژونالیست او فرهنګی ټولنیز ملی شخصیت دی .

هغه په پښتو او دري ژبو نظم او نثر لیکي او څیړنې کوي .  له عربي  او روسي  ژبو څخه یې  علمی څیړنیزې او ادبي ترجمعي کړي دي .  د سلو په شا و خوا کښي علمي او ادبي آثار تالیفات او تر جمې لري او تر زرو زیاتې  ټولنیزي او سیاسي مقالې  او مرکې یې  د هیواد او بهرنیو هیوادنو  په  رسنیو کښې خپرې شوي دي .

استاد بختانی صاحب د هیواد او بهر په ډیروعلمي ، ادبي څیړنیزو غونډو، سیمینارونو، سمپوزیمونو او کنفرانسونو کښي فعاله برخه اخستي ده . او په دي لړ کښې یي  پخوانۍ شوروی اتحاد ، پاکستان ، هنوستان ، عراق ، المان ،چکوسلواکیا او پولیند  ته علمي فرهنګي سفرونه  کړې دي .

استاد بختانی صاحب  په ۱۳۸۵ هجری شمسي « ۱۴۲۷ »  هجری قمری کال ،  عربستان  ته  د حج فریضي د ادا کولو لپاره ولاړ . اوس یو نوی  کلن دۍ ، په سپینه ژیره  په ډیر شوق ا و ذوق  مطالعه  کوي ،  قلم چلوي ، دعلم او ادب په خدمت بوخت  دی .
درس  ورکوي د علومو د اکاډمۍ  د یو شمیر غړو د علمي پروژو لارښودنه  کوي او په ژبنیو ، ادبي ، ټولنیزو او سیاسي چارو کښي ځانله مستقل فکر او دریځ لرې .  هغه  ته د الله پاک له  دباره روغتیا  او با ثمره اوږد  ژوند  غواړو او  د چاپ  په اعتبار ، په کرونولو ژیکه بڼه د هغه د تالیفاتو نومبنود وړاندې  کوو:

د سر محقق بختاني خدمتګار یو لړ آثار « کتابونه او رسالې »

    ــ په اسلام کښې د ښځو حقوق – د مصرد (المنار) د جريدې د مدير، رشيد رضا، د (الوحى المحمدي) له کتاب څڅه ترجمه  د ١٣٢٧ هـ ش چاپ  

     ــ مصايب الدخان (د تمباکو زيانونه) د مصر د (الازهر)

ــ د استاد سيد محمد عبدالغفار الهاشمي الافغانى د عربي کتاب ژباړه – د ١٣٣٢ هـ ش چاپ . دوهم ايډيشن له زياتونو سره بيا ترجمه  د ١٣٤٨ هـ ش چاپ   

    ــ اراده – (روحيات) – د پروفيسر غلام حسن مجددى له دري ليکنې نه ژباړل شوی او د آريانا دايرة المعارف د يو شمير نورو ليکنو ژباړه – د ١٣٣٢ هـ ش چاپ

    ــ شعر او ادب  د پښتو د معاصر شعر او ادب تيوريکي څيړنه ټولونه ، سريزه او اهتمام د ١٣٣٣ هـ ش چاپ

   – د زړۀ راز  د شعرونو لومړئ مجموعه  د ١٣٣٥ هـ ش چاپ  ــ

  -. پښتانه د علامه اقبال په نظر کښې  ١٣٣٥ هـ ش

    ــ ميرزا عبدالرحيم رحيمى ( احوال و اشعار ) بزبان درى  ١٣٣٥ هـ ش . چاپ دوم با افزونى ها   ١٣٨٠ هـ ش

–    پښتني خويونه _ ادبي ټولنپو هنيزه څيړنه  ١٣٣٥ هـ ش ــ

    ــ د ملنگ جان خوږې نغمې  ټولونه ، سمون ، سريزه او ترتيب   ١٣٣٥ هـ ش . دوهم چاپ له زياتونو سره  ١٣٤٨ هـ ش

ــ خوږې ترخې  د ادبي او انتقادي نثرونو مجموعه   د ١٣٣٦ هـ ش چاپ  

   ــ سيدو ملنگ   موزيکال اصلاحي ډرام په څلور وپردو کښې  په ننگرهار نندارې کښې ښودنه : ١٣٣٨ هـ ش  په کابل کښې چاپ ١٣٤١ هـ ش

   ــ علمي آزمېښتونه په ساده وسايلو  ساينسى درسي مرستيال – د موريس پارکر ليکنه – د استاد غلام علي آيين له دري ترجمې نه پښتو شوی – ١٣٤١ هـ ش  

   ــ راز   د شعرونو دوهمه مجموعه   ١٣٤٢ هـ  

 ــ پښتو کلي څلورم ټوک   درسي   ١٣٤٥ هـ ش                           

   ــ شرنگ   د شعرونو درېيمه مجموعه   ١٣٤٦ هـ ش

   ــ معاصر اديبان   تذکره   ١٣٤٧ هـ ش

   ــ توربريښ   د پښتنو ملي تاريخي شفاهي سندرې   ټولونه ، ترتيب او سريزه   ١٣٤٧ هـ ش   دوهم چاپ   ١٣٨٧ هـ ش  

   ــ پښتو لنډې کيسې   د لنډو د استانونو مجموعه  ١٣٤٧ هـ  

   د خوشحال خان خټک ربا عيات دا کادميک متن جوړونه   له ملگرو سره  ١٣٤٩ هـ ش ــ

 ــ د پښتو ټولنې رئيسان او غړي ( تذکره )   ١٣٤٦ هـ ش

   ــ ابربهارى   د دري شعرونو مجموعه  ١٣٥١ هـ ش

   ــ مرغلرې   د ادبي نثرونو مجموعه  ١٣٥١ هـ ش

   ــ د پښتوپت   د لنډو د استانونو مجموعه   ١٣٥٢ هـ ش  

 ــ ديونس خيبري ديوان _ نقل ، سمون ، سريزه ، اکادميک متن او اهتمام   ١٣٥٦  هـ ش

 . ــ دپادري هيوز کليد افغانى   سريزه ، تعليقات او لغتنامه  ١٣٥٦  هـ ش

 ــ پښتانه شعرا ء څلورم ټوک  تذکره   ١٣٥٧ هـ ش

 ــ د افغانستان سفر له روسي نظم څخه پښتو منظومه ترجمه   ١٣٥٧ هـ ش  

   ــ پښتو چاپي آثار   ټولونه ، اوډنه او سريزه  ١٣٥٧هـ ش  

 . ــ د گلوکر  د شعرونو پنځمه مجموعه   ١٣٥٩ هـ ش

   ــ څورب او خوار  له روسي څخه د انتون چيخوف د داستانونو ترجمه   ١٣٥٩ هـ ش

   ــ د زړه آواز  د شعرونو انتخابي مجموعه ١٣٦٣ هـ ش  

   ــ شفق  د شعرونو مجموعه   ١٣٦٣هـ ش

 ــ تذکرة الشعرا ء   تدوين ، سريزه او حواشي  ١٣٦٣ هـ ش

   ــ د باچا خان ليکونه لومړى ټوک   ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي   ١٣٦٣ هـ ش  

 ــ زمونږ وطن د جرگو وطن  تاريخي   ١٣٦٤هـ ش

   ــ د سولې اوآز ادئ قهرمان خان عبدالغفار خان   تذکره   ١٣٦٦ هـ ش

   ــ د بابا مشالونه   د باچا خان وجيزې  انتخاب ، ټولونه او سريزه ١٣٦٦ هـ ش

   ــ د اخلاص هديه   د خان عبدالغفار خان په باره کښې شعرونه   ټولونه ، اوډنه او سريزه   ١٣٦٦ هـ ش

    ــ د سولې او تفاهم د ليارې مبلغ  دوکتور سعيد افغانى، د دوهم تلین په ویاړ. تذکره  ١٣٦٦هـ ش

   ــ پښتانه شعرا ء پنځم ټوک   تذکره   ١٣٦٧ هـ ش

   ــ سوله او سلام د اسلام په رڼا کښې   ديني څيړنه   ١٣٦٧هـ ش

   ــ د خان عبدالغفار خان اندونه او انځورونه   ټولونه ، اوډنه او سريزه   ١٣٦٨ هـ ش

 ــ د پاکستان اسلامي ماهيت . .   تاريخي  ١٣٦٨هـ ش

   ــ د ملي ادب اوژور ناليزم خادم  د استاد قيام الدين خادم تذکره   ١٣٦٨ هـ ش   دوهم چاپ   ١٣٨٦ هـ ش   درېيم چاپ   ١٣٨٧ هـ ش

   ــ فراقنامه  منظومه  ١٣٧٨هـ ش

   ــ زما استاد الفت   تذکره او ادب څيړنه   ١٣٨٠هـ  

ــ خوشحال خان او يو څوفرهنگيالي خټک  تذکره او ادب څيړنه  ١٣٨٠ هـ ش

ــ گلنامه بولـله   ١٣٨١هـ ش

د ملي ادب او ژور ناليزم يو هير شوى خدمتگار شمس الدين قلعټکى  تذکره  ١٣٨١هـ ش
 ــ ترنم دل ــ مجموعۀ اشعار درى  ١٣٨١هـ ش

 ــ ويرنې  د شعرونو مجموعه  ١٣٨١هـ ش

 ــ خدمتگار د فقير خېل په کتب خانه کښې  خاطرې او څيړنى  ١٣٨٢ هـ ش

 ــ د قرآن شريف ځينې خطي نسخې  تجويدونه ، تفسيرونه ، مفسران او مدرسى  ١٣٨٣هـ ش

ــ د بياض ديوان نقل سمون حاشيې او سريزه ( اکاډميک متن) ١٣٨٣ هـ ش

 ــ زه ، ملنگ جان او خوږې نغمې  تذکره او خاطرې ١٣٨٣ هـ ش

 ــ د باچا خان ليکونه  ټولونه ، اوډنه ، سريزه او حواشي ١٣٨٤ هـ ش  د لومړي  او  دوهم  ټوک يو ځاى دوهم چاپ  ١٣٨٧ هـ ش

 ــ بشربت مجبور ورنجور در آستانه هزارۀ سوم ميلادىاجتماعى سياسى ١٣٨٤ هـ ش

 ــ پښتو پالنه او ژب څيړنه  ١٣٨٤ هـ ش

ــ حماسه ويونکى مبارز شاعر اجمل خټک ايډيټ ، سريزه او اهتمام ١٣٨٤هـ ش

 ــ د سيد جمال الدين افغان د ژوندانه هدف  ١٣٨٥ هـ ش

  ــ د هيلې د هيلئ سپين وزر  بديعي ترجمې  ١٣٨٦هـ ش

 ــ ددين ستورى مولانا نجم الدين دهډي اخوانزاده  ١٣٨٦هـ ش

ــ ستارۀ دين مولانانجم الدين اخونزاده هده ترجمۀ محترم فضل الرحمن فاضل  ١٣٨٧ هـ ش

  ــ د سپين غره په لمنو کښې  سياسي ، ټولنيزې ليکنې ١٣٨٦ هـ ش

ــ شجرۀ پير پټان  مرتب : غلام حبيب نوابى  تصحيح ، تنقيح ، ايډيټ ، مقدمه و اهتمام ١٣٨٦ هـ ش

 ــ د گلکڅونو په ارمان د څلوريزو مجموعه  ١٣٨٧هـ ش

 ــ پير افغانان د حکيم الله تصور ليکنهايډيت ، سريزه او چاپڅارنه ١٣٨٧

 ــ بازتاب رويداد هاى تاريخى در سروده هاى اولسى پشتو   ١٣٨٧هـ ش

 ــ دوه ادبي ليکونه  ١٣٨٧ هـ ش

ــ د کوشانى دورې ځينې يادگارونه  تاريخي ، لرغون پوهنه  ١٣٨٧ هـ ش

 ــ د حج سفر کيسې او خاطرې  ١٣٨٧ هـ ش

 ــ فخر افغان او افغانستان   ١٣٨٧ هـ ش

 ــ ابن سينا اديب طبيب  ١٣٨٨ هـ ش

  ــ د نارنج بهار تاريخي ، ادبي ، څيړنيز او طبي  ١٣٨٨ هـ ش

چاپ لاندې « ناچاپ »

     ــ تازه گلونه  د معاصرو شاعرانو د شعرونو انتخابي مجموعه   انتخاب   ټولونه ، سمون ، اوډنه او اهتمام  

  ــ اقبال ، افغان او  افغانستان      

 ــ رسالۀ (تعاملات حقوقيه و جزائيه ملى نگارش عبدالرحمان پژواک . استنساخ ، تصحيح ، تنقيح و پيشگفتار

    ــ يودوه گوتې کاغذ  ــ  د خدمتگار مکاتبې

 ــ د خدمتگار د اشعارو کليات

ناچاپه آثار

  ــ د مرغلرو لټون   ادب څيړنه

    ــ دستور وانجمن  ادبي څيرې او څيړنې

    ــ د کتابو کتنه  بيبليو گرافي

    ــ پښتانه شعرا، شپږم ټوک   تذکره

 ــ پښتانه شعرا ، اووم ټوک  تذکره

    ــ تذکره نويسئ معاصر به ارتباط شعر درى در افغانستان

    ــ ديوان خليفه قاسم قاسمي چهار باغى  نقل ، تنقيح ، مقدمه و  

 ــ در گسترۀ ادب درى ، پژوهشهاى ادبى

    ــ د ملي شاعر ژوند او هنر  ــ  د ملنگ جان په باره کښې

   ــ رنگين غوندې عذاب  ــ  د اجمل خټک ژوند اوفن

   ــ د خدمتگار طبي ليکنې

   ــ د هیواد د بيا رغولو په هيله   ټولنيزې سياسي ليکنې

   ــ د احمد گل شاعري

   ــ د ملک نعيم سندري

   ــ د بينا د وړو لوبې

   ــ د خاطراتو دفتر

   ــ افغانستان   د شعرونو مجموعه

   ــ تشد د او نفرت   څلوريزې

   ــ د زړه زخمونه   بوللـه

   ــ د ميراث ضابطه   فقهي

    ــ ويښ زلميان  « کار لاندې »

 ــ د شوروي اتحاد سفر

   ــ يوه هفته په اوزبکستان کښې

   ــ د چکوسلواکيا او پوليند سفر

 ــ د عراق سفر

 ــ د بن سفر

 ــ چکچکستان زنده باد ــ خاطرې

 ــ د خدمتگار د کتابخونې خطي او نادرې نسخې  بېبليو گرافي د کار لاندې

 

امین الدین  سعیدي – سعید افغاني

د حق  د لاری  د کلتوري مرکز  او
د افغان  ستراتیژیک  څیړنې  مرکزمسول