بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

«
»

زمونږکلي اوبانډې دویمه  برخه

د سمیع الدین افغاني لیکنه

د حیدرخانیو کلی اوجامع جومات

 

په لغمان کې د حیدر خانیو کلی  اوجامع جومات  زمونږ دکلي څخه د څلورمیلو په شاوخوا لرې واټن درلود چې زمونږ دکلیوالي ښوونځۍ درسي پرګرامونه دلته  په همدې  جومات  کـې تر سره کیدل او استاد شـیر احمد ددې ښوونځۍ  یواځنی ښوونکی وه چې د تدریس او اداري  چارې یې پر مخ بیولې  ۰

دحیدرخانیو کلی پـه هغه وخت کـې دلاسی صنایعو پـه بـرخه کې ښه شهرت درلود،هلته صنعت کارانو ښکلې چړې اوچاقو ګان جوړول چې  ښایسته لاستي به یې ورته برابرول اوهمدا رنګه د خمتا په اوبدلو کې یې هم خاص ځای درلود، دحیدرخانیود کلي دخمتا تولید نه یوازی د  لغمان په بازارونو کې بلکه ز مونږد هیواد په  نورو  ولایاتو کې هم  ځانګړی بازار او ارزښت درلود۰

 

زموږ  دعمر هلکان  دحیدرخانیو  کلیوالي  ښوونځۍ ته شاوخوا د ۶-۷ میله څخه لرې دزدکړې په مقصد راتلل او تردریم ټولګي پـورې شاګردان پکې په زدکړو  بوخت وه ۰

 

د حیدرخانیو په کلیوالي  ښوونځۍ کې  هغه وخت په اوسط ډول دسلو شاګردانو په شاوخوا  زده کړې کولې  چې په درې درسي صنفونو یعنې  په لمړي ، دویم  او دریم   صنفونو کې په تعلیم بوخت وه  لکه مخکې چې مو وویل د ښوونځی ټولو درسي صنفونو لپاره صرف یو ښوونکی  وه ، او استاد شـیر احمدخان  کولای شول چې د ټولو شاګردانو درسي نصاب او پرګرامونه په ښه توګه پر مخ بوځي او دشاګردانوستونزې او مشکلات په خپل وخت حل کړی۰

 

درسي کتابونه ټولو ته نه رسیدل ،کله به د یو درسي کتاب څخه  څو شاګردانو په شریکه استفاده کوله ۰

استاد شیر احمد  به  د دریم   ټـولګي لایقه او پوه شاګردان  د هغود تــدریسي  پروګرامو ترڅنګ په لمړي او دویم  ټولګیو کې  وګمارل ترڅو  افتخاري درس ورکـړي  چې دې کار که له يوې خوا لايقه شاګردان د تدريس دميتود او روشونوسره اشنا کول  له بلې خوادغه شاګردانو داستاد شیر احمد سره د تدريسي پرګرامونو په عملي کولو  کې ډيرښه او مثمر رول لوبوه ٠

 

مونږ چې د قلم ،کاغذ او نوروقرطاسیوي موادو نشتوالی احساسوه  نو د کاغذ پر ځای مو دوړې تورې تختې څخه چې دخپلوکتابونو سره به مو یو ځای کور ته وړ له  او راوړلـه استفاده کوله ،  هغه داسې چې هر شاګرد به دا وړه تخته ، دکړکو قلم اومشواڼۍ چې دغنمو سیاهي به پکې وه له ځانه سره لرله، شاګردانو به د درس دشروع  څخه څو شیبې دمخه دا تخته داوبوسره دجومات یا ښوونځۍ په ویاله کې مینځله  او وروسته بــه یې   دتختې مخصوصه  خټه  پرې و هله  او دلاس په  څنګل به یې  دا خټه  په تخته کې هواره  کـړه،کله چې دا اوبلنه خټه په تخته کې په  مساوي ډول هواره  شوه بـیا به یې  لمرته د وچیدو په موخه په مناسب ځای کې  ایښودله  چې وروسته  د څو شیبو به دا  تخته وچه او لیکلو ته اماده  شوه۰

 

په ښوونځۍ کې  د دنیات، قرانکریم اوحساب ترڅنګ حسن خط  ته خاصه پاملرنه  کیده چې په همدې تخته کـې به  مو مشق او تمرین کوه ،الفبا به مو په مشقي تــوګه په کې لیکله بـیا به مو ښوونکي  ته  د اصلاح   لپاره  ښودله  چې په همـدې ترتیب او طرز دکارکې شاګردانو خپل مینځي رقابتونه  هــم درلودل،هغه یو شاګرد بــه  ویل چې  زه  یې ښکلی لیکم اوهغه بل به ویل چې زه یـې تر تا ښه لیکم په  همدې ډول دحرفونو،جملو اومقالود لیکلو سیالۍ د شاګردانو په مینځ کې روانې  وې،یو شمیر نورو به بیا په دغه تخـته  کې خـپلو خپلوانو ته   لکه پلار ، ورنو، کاکا ، ماما  او ملګرو ته د خطونود لیکلو مشق او تـمرین  کاوه او ادبي  جملې او اصطلاحات به یې  پکې کارول ۰همدې درسي رقابتونو زمونږ د ښوونځی د شاګردانو دتدریس سطحه لوړه ساتلې  وه  چئ  په سیمه کې  خورا ښه شهرت درلود او ډیر مرزایان ترې فارغ شول۰

استاد شیر احمد چې دلوړ قد اوقامت خاوندوه ډیر مهربـانه اومدبر ښوونکی وه۰ هغه به کله کله تر ښوونځۍ  پورې زمونږ د لارې مل وه په لاره او ښوونځۍ  کې به ېې  دنصیحت  ډکې خاطرې  له مونږ سره شریکولې ۰

مرحوم شیر احمد خان زمونږ د کلیوالي ښوونځې د قدر وړ استاد

 

استاد شیراحمدخان تل هڅه کـــوله چې  دشاګردانودرسي ستونزې او نیمګړتیاوې حل کړي ،استاد د شاګردانو تدریس اوپوها وۍ ته خاصه لیوالتیا او پاملرنه درلوده چې د دوئ د زحماتو له برکته د لغمان ډیری ځوانان د علم او پوهې لوړو مدارجو ته ورسیدل  ، ټولنې اوهیوادوالو  ته د خدمت مصدر وګرځیدل۰

استادشیر احمدبه شاګردانو ته تل دپنداومعنی ډکې خبرې او نصیحتونه  کول او په دې اصل به یې ټینګار کوه چې :

 

د تعلیم سره تربیه   ضــرور ده او مــونږ  بایــــد دې اصل  ته  ډیره پـــاملرنه  وکړو، که څوک تعلیم ولري اوتربیه ونه لري مکمل انسان نه دی اوپه ټولنه کې ځای نلری همدارنګه بې  تعلیمه انسان  نه شي کولای چې  خپلې ټولنې او خلکو ته د خدمت مصدر وګرځي  او په ورځني ژوند او چارو کې پوره بریاوې تر لاسه کړي۰

 

———————

نور بیا