کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

زلمی رسول او بې پښتو ارګ!

                     

په بریښناپاڼه تاند کې مې د لیکونکي ښاغلي عبدالمالک سوله مل په نوم « زلمی رسول او پښتو ژبه» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه، تر سترګو تېره شوه. مقاله چې د ټاکنو په تړاو کښل شوې، هغې کې له پښتو ژبې سره د تېرو دربارونو او پاچایانو د ناوړه چلند د یو ډول ستاینې او بلخوا ددې ژبې د نه رواجېدو د لاملونو د پټولو لپاره، ښایسته ډېر ګلان کرل شوي چې دلته يي یوازې څو ګلانو ته اوبه ورکول، اړین بولم.

که څه هم په لومړی سر کې مې ځان سره وویل، څه توپیر لري، یو لیکونکي خپل نظر لیکلی او هغه يي مدني او طبیعي حق دی، خو روسته متوجه شوم چې نه، پښتنو تل داسې تېروتنه کړي او هرکله چې چا په ملي ارزښتونو او ملي ژبې پښتو ملنډې وهلې، دوی بلاپسې ګڼلې او ورڅخه ښویه تېر شوي او په دې لامل اموختیان ډېر زړور شوي او سپينسترګي او بېحیا يی له چتې وتلې ده!

بلخوا کاشکې چې ددې لیکونکی موخه، په یوه ساده خبره او چاره کې له نورو سره یوازې د خپل نظر شریکول وای، خو نوموړي په ټوله مانا هڅه کړې، د یوې مهمې چارې په اړه چې د افغانانو له هویت سره نیغ تړاو لري، د افغانانو پام بلخوا واړوي او هغه هم په داسې حساسو شېبو کې چې افغانان د ۱۳۹۳ کال ټاکنو ته تیاری نیسي.

پښتوژبه لکه نړۍ کې د نورو ملتو د ژبو پشان، د افغان ملت دهویت نه بېلېدونکی جز دی. افغانستان د خپلو نورو ملي ارزښتونو په څنګ کې، په ملي ژبه پښتو، افغانستان دی. که پښتوژبه له افغان ملت او د افغانانو له واکمنۍ او دولت څخه وویستل او یا واخیستل شي، داسې ملت ته افغان او داسې دولت ته افغان دولت نه شي ویل کېدای!

ملي ارزښتونه او ملي ژبه داسې څه نه دی چې یوڅوک يي د خلیفه له جیبه بل ته بخښښ کړي.

د ښاغلي سوله مل د لیکنې په یوه برخه کې لولو« نن سبا خبره ټوله په دې راڅرخي چې ډاکټر زلمي رسول پښتو نه ده زده او که ولسمشر شي، پښتو ژبې ته به کار ونه کړي او یا به یې د محوه کولو هڅه وکړي…. انصافا قضاوت وکړئ چې ایا د پښتو ژبې د نه زده کړې ګناه پښتو او پښتانه تباه کولای شي؟ او که د پښتو ژبې د زده کړې شرط پښتو او پښتانه ژغورلای شي؟»

زه له دغه لیکونکي پوښتم، د چا چې خپله کورنۍ، قومي او ملي ژبه زده نه وي او د لسګونو کلونو په تېریدو يي د هغې د زده کړې اراده نه وي ښودلې، ایا خدای مکړه که هغه ولسمشر شي، داسې ژبې ته په ولسمشرۍ کې هم د خدمت اراده درلودلای شي؟ ځواب منفي دی، نه هیڅکله نه!

تازه دا چې د بهرنیو چارو په وزارت کې يي پښتوژبې ته د خدمت کومه بېلګه راښودلای شې؟ لږتر لږه يی په کوم ملي او نړیوال مناسبت کې په دې ژبه، مبارکه خوله خوځولې ده؟

 ازموده را ازمودن خطا نیست؟

که زلمي رسول یو عادی سړی وای، زړه يي چې هره ژبه يي ویلای، چا ورسره ګوته نه ماتوله. خو کله چې د افغانستان ولسمشرۍ ته ملاتړي او غواړي د افغانانو مشر شي، باید د هغو په ژبه، پښتو وپوهیږي!

لومړی خو دده خپله ملي او افغاني دنده وه چې د یوه افغان پتوګه يي پښتو زده وايی، دا دنده خو ده په تېرو ۶۰ ــ ۷۰ کلونو کې ترسره نکړه. کېدای شي څو نورې ژبې يي زده وي، خو خپله قومي او ملي ژبه يي هېره کړه!

اوس له ده څخه لومړۍ پوښتنه داده، چې خپله قومي او ملي ژبه يي ولې هېره کړه؟ نوموړی باید ټول هغه لاملونه، ختاوې او جفاوې چې له ده څخه يي خپله مورنۍ، قومي او ملي ژبه، پښتوهېره کړې افغانانو ته یو په یو بیان کړي او د هغو لمنځه وړلو لپاره خپل دلایل او راتلونکی کاري پلان، په تېره بیا چې ولسمشرۍ ته نوماند دی، په تفصیل سره وړاندې کړي.

همدارنګه نوموړي ولې کله چې په پښتو ژبه نه پوهېده، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت دنده پرغاړه واخیسته؟ د بهرنیو چارو وزارت خو په بهر کې د افغانانو د ملي ګټو، ارزښتونو او هویت ښکارندوی دی، هغه څوک چې پخپله ملي ژبه پښتو ونه پوهیږي، ایا هغه پر دغه څوکۍ د کارکولو جوګه دی، ښایي وویل شي چې له پخوا دغسې دود پاتې شوی، خو نن پوښتنه دا ده ایا اوس هم موږ دغه ناسم او ملي ضد دود ته ادامه ورکړو، که ورکوو يي په کومو دلایلو؟

د مقالې لیکونکی د زلمي رسول په پښتو د نه پوهېدو د تبريي لپاره د پښتنو د پخوانو پاچاهانو بېلګې وړاندې کوي چې د ګوندې د هغوی هم پښتو زده نه وه او په دربارونو کې پاړسو ویله، نو زلمی رسول هم باید یوازې په پاړسو دربار وچلوي!

خو پوښتنه دا ده، داسې څه ولې او په کومو دلایلو تکرار شي؟

 د پخوانیو پاچاهانو که پښتو زده نه وه او هغه يي نه ده پاللې، زلمي رسول ته برات نه شي ورکولای، بلکې پښتنو سره د زلمي رسول ستونزه نوره هم زیاتوي.

که پخوا په هر لامل هر یو ناسم دود پالل شوی وي، د ولس حقونه خوړل شوي وي اویا څو واکمنانو د ولس له جیبه د ولس حق بل ولس ته بخښښ کړی وي، ایا په ۲۱مه پېړۍ کې هم موږ پخپلو رایو داسې کسان واکمنۍ ته ورسوو چې تېر ناسم دود پرلپسې وپالي او ولس له خپل ریښتیني حق څخه محروم وساتي!

دلته نه وایم چې زلمی رسول او یا بل افغان دې په پاړسو، ازبکي، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او نورو ژبو چې ټولې د هیواد ژبې دي، خبرې نه کوي. په اساسي قانون کې د ټولو ژبو حقوق خوندي دي، هلته د پښتوژبې حقوق هم خوندي دی چې د افغانستان لومړۍ، ملي او سراسري ژبه ده، نو بیا زلمی رسول د بهرنیو چارو په وزارت کې ولې دا ژبه شاته غورځوي او که ولسمشر شي نو ایا وضعه به له بیخه بدله کړي، په کومو دلایلو؟

جنګ شودیار، سر شودیار!

موږ له زلمي رسول او یا ولسمشرۍ ته د بل هر یو نوماند څخه پخوا له دې چې ارګ کې واکمن شي، د ژبو په اړه څرګنده تګلار او د هغو په تړاو د اساسي قانون پلیتوب غواړو.

خو ارګ ته له رسېدو مخکې باید د پښتوژبې د خوړل شویو حقوقو د اعادي په اړه، خپل راتلونکی پلان افغانانو ته هغه هم په پښتو ژبه بیان کړي او د پښتنو دا اندیښنه لیرې کړي. د ډېری پښتنو په اند ارګ ته د زلمي رسول په ورتګ سره به پښتو چې هسې هم په ارګ او دولت کې هېره شوې، په اداره او دولت کې نوره هم ترپښو لاندې شي!

بله خبره پښتنو سره لرم. تاسو ولې هغه چاته رایه او ووټ ورکړۍ، چې له ژبې مو کرکه لري؟

هغه څوک ولې پخپلو رایو او ووټونو ارګ ته ورسوۍ چې ستاسو په ژبه نه پوهیږي او هغه يي نه خوښیږي؟

تېر دوه ځلې پښتنو حامد کرزي ته رایه ورکړه، ایا تاسو له هغه وپوښتل چې پخپل دیارلس کلن دربار کې يي ستاسو د ژبې او نورو لومړیو حقوقو په اړه، څه ترسره کړل؟

بلخوا د زلمي رسول ستونزه یوازې له پښتو ملي ژبې سره نه ده، بلکې په نورو برخو کې هم، هغه زیاتې ستونزې لري. د هغه ټاکنیز ټیم یو لټ، بيکاره او خنثي ټیم دی چې کرزي د خپلې واکمنۍ د دوام لپاره خوښ کړی او درګرده ورته په دولتي وسایلو کمپاین کوي. داچې کرزی وايي په ټاکنو کې له هیچا ملاتړ نه کوي، خوشې خبرې دي او د پښتو دې متل ته ورته پاتیږي چې وايي « کارغه مرداره خوري او مښوکه څنډي» !

نن يي خپل ورور قیوم کرزی، د زلمي رسول بېکاره ټیم ته ورشېوه کړ او سبا به نور چې پر لیکه ولاړ دی، ورشېوه کړي!

افغانستان د راتلونکو ټاکنو له لارې په کور دننه، ژور بدلون او تحول ته اړتیا لري. افغان هیواد داسې نوي مشرتوب ته اړ دی چې هغه د کرزي واکمنۍ په توپير، په سیمه او نړۍ کې د هیواد ملي ګټې او ارزښتونه خوندي کړي، هغه وپالي او هغو ته ژمن پاتې شي.

خدای د هغه قوم برخلیک نه ښه کوي او نه بدلوي چې خپله يي د ښه توب او بدلون لپاره هلې ځلې نه کوي !

د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۲۱ مه

سرلوڅ مرادزی