جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

زرګري جنګ که ریښتنی اختلاف؟

 (واشنګټن او حامد کرزی)

درنو هيواد والو!    

د امريکا دمتحده ايالاتو او ناټو غړو هيوادنو د يوې لسيزې څخه زيات شتون زموږ په هیواد افغانستان کې هغه غمزپلی تاريخ دی کوم چې د امریکا متحده ایالاتو او د ناتو غړو هیوادونو دخپلو ستراتیژیکو موخو د پلي کیدوپه غرض زموږ هیواد دجګړې میدان ګرزولی او د جناب ح. کرزي اداره او عملاً نور ذیدخله کړیو په هیواد کې دننه ددغو کړنلارو اصلي ممد او همکارپاته شوي دي۰

کله چې د بن په کنفرانس کې ح. کرزی قدرت ته ورسول شو نو په نړیواله کچه افغانستان ته د مرستې او دکرزي د حاکمیت د استحکام په مقصد په ملیاردو مادي او معنوي مرستې جاري وساتل شوې اوپه نړۍ واله کچه ور څخه ملاتړ و شو۰

دا چې دا مرستې څنګه او په کومو موخووکارول شوې اویا په کومو شخصي پانګو کې ذیرمه شوې دا هغه واقعتونه دي چې زموږ هیوادوال پرې پوره خبر دي او یادونه به یې پدې لنډ بحث کې ضروري نه وي۰

وروستې محاسبې او ارقام دا په جوته توګه ښکاره کوي چې د هردالر او پوند چې دافغانستان د خلکوپه  نامه مرسته او یا قرض ورکړل شوای دی یواځې ۱۵ نه تر ۲۰ سلنه کې په افغانستان کې مصرف شوي او باقی یا بیرته د افغاني مسؤولینو او په عمده ډول د هغوئ بهرني همکاران جیبونو او بانکونو ته انتقال شوي دي .

 امریکایی شخصی کمپنی (سوپریم)، دکابل بانک، دتیل وارداتی کمپنی او په سلهاو غیر شفاف اوپه ناقانونه  توګه ورکړل شوي قراردادونه هغه بیلګې دي چې اوسه پورې افشاء او هیوادوال پرې خبر دي ۰

پدې لیکنه کې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو او د هغو د متحدینو د سیاستونو د پلي کونکو او نږدې مرستندویو اورګانونو څخه لمړي د جناب ح کرزي د ادارې په اړه یادونه دپام وړ ده کوم چې د خپل حاکمیت په ټوله موده کې یې په پوره توانمندۍ اوځواک ددې کړنلارو د عملي کیدو په مقصد زموږ هیواد د جګړې ډګر وګرزاوه اود میلنونو افغانانو د مرګ ژوبلې او بې ځای کیدو لامل اوسبب شوې ده .

اساسي پو ښتنه داده چې د ح. کرزي اداره د خپل د قدرت په ورستیو کې د یو داسې جهاني قدرتونوپه مقابل کې متضاده موضع ګیري به د هغه خپله مستقله اراده وي یا که مصلحتي او يا د عوامو په اصطلاح زر ګري جنګ؟

راځئ چې په لمړي سر کې پدې اړه د نړۍ میدیا او اطلاعاتي رسنیو ته یوه لنډه کتنه وکړو:

په دې ورستیو کې د با اعتباره نړیوالو رسنیو د دریځنو په اړه په زړه پورې مطالب تر سترګو کیږي چې یو څو اساسي ټکو ته یې د درنو لوستونکو پام را اړوم :

وال ستريټ ژورنال په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو غونډې ته په اشارې ليکي:

د ناټو دفاع وزيرانو د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په خپله غونډه کې خبرداری ورکړ چې که افغانستان امنيتي موافقه لاسليک نه کړه نو دوی هم تيار دي چې له دې هیواده خپل ټول پوځيان وباسي۰

د وال ستريټ ژورنال ورځپاڼې له ليکنې سره سم د ناټو سرمنشي په زغرده وويل:

که امنيتي تړون نه وي د ناټو پوځيان به هم له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې نه وي۰

پوښتنه

ایا د ناتو دفاع وزیرانو د خپلو هیوادونو د سیاستو او ګټو په نظر کې نیولو سره دا پریکړه کړې او که دواشنګټن سره د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس حامد کرزي د ستراتیژیک تړون نه لاسلیک یاد هیوادونه دې فیصلې ته اړ باستلي دي؟

آیا یاد هیوادونه د افغانستان دخلکو او دولت سره تړون او همکاري کوي یا که د جناب ح. کرزي سره؟

لاس انجلس ټايمز ورځپاڼه په عين حال کې افغانستان نه د ټولو پوځيانو د ايستلو خبرداری جدي بللی او ويلي يې دي چې د پنجشنبې په ورځ د امريکا دفاع وزير چک هیګل او د ناټو د نورو غړيو هيوادونو دفاع وزيرانو هيله څرګنده کړه چې د دې تړون پلان جوړوونکي به د سږکال په پای کې له افغانستان څخه خپلو ټولو پوځيانو د ايستلو د احتمال لپاره ځانونه تيار کړي ‏»۰

که د ناټو تر سرپرستي لاندې د امریکا او د هغو د متحدینو د یوې لسیزې څخه زیات شتون په افغانستان کې د ناکام سیاست بنسټیز عواملو ته ذیر شو ، اساسي خبره داده چې دوئ په افغانستان کې د ډیرو نیمګړتیاوو سره مخ وه چئ د هغو د جملې څخه لاندې فکټورونه یې د یادولو وړ دي۰

لمړی د اکمالاتو په برخه کې :

دامریکامتحده ایالاتواو د افغانستان په مسله کې ذیدخله هیوادونو دمسلحو قواو اکمالات په ډیره لوړه بیه تمامیدل هغه اساسي ستونزه ده که چیرې پدې مصارفو د افغاني مسلحو قوتونو اکمال او روزنه او تجهیر ته پاملرنه شوای وای په کم مالي لګښت کیداې شول چې د تروریزم سره به په اصطلاح د مبارزې موثره او مطمین وریانت وايي۰

دویم د یو شمیر هیوادونو دوه مخې سیاستونه :

ترروریزم سره د مبارزې تر نامه هغه هیوادونو چئ د امریکا دمتحده ایالاتوڅخه کومې مالي مرستې تر لاسه کړل او یا یې تر لاسه کوی په حقیقت کې دا کمکونه نه تنها د تروریزم د له مینځه وړلو په موخه ترې استفاده ونه شوه بلکه د تروریزم د حمایې ، مسلح کیدو او استعمال په موخه مصرف ته رسیدلي او یا رسیږي چې ژوندی مثالونه یې په هغه وخت کې د جنرال حمید ګل تر مشري د ای اس ای د ادارې نژدې اړیکې د القاعده او نورو ترروریستې ډلو سره او همدا رنګه د القاعدې دمشر بن لادن مطمین هستوګن ځای په ایبټ اباد کې هغه ژوندي او انکار نه کیدونکی واقعتونه دی چې دنیا وال پرې پوره خبر دي او همدارنګه ددونیا په هر ګوټ کې چې کوم تروریستي عمل ترسره شوی او یا تر سره کیږي اصلي ریشه اومنشا یې دهمدې هیواد څخه سر چینه اخیستې ده۰

د امريکادمتحده ايالاتو او ناتو غړو هيوادنو پورتنیو او ډیرو نورو لاملونو په نظر کې نیولو سره غواړي چې په افغانستان کې خپل میشت مسلحو قوتونو د خروج ویش مهال ترتیب او خپل سربازان د افغانستان څخه وباسي۰

اوس د امريکادمتحده ايالاتو او ناتو غړو هيوادنو ته مناسب او ښه وریانت، ممکن عملی کار دادی چې د افغان مسلحو قوتونو سره لازمه مرسته وکړي ، هغوئ په نظامي لازمو اسلحو او تجهیزاتو سمبال او د هغوئ روزنې ته متناسبه پاملرنه وکړي ځکه چې د افغانستان مسلح قووتونه اوس دا توانمندی لري چې د خپلې خاورې او سرحداتو نه په میړانه دفاع وکړي او په منطقه کې به ديوی قوي او مجربې افغاني اردو په موجودیت کې په افغانستان او منطقه کې سوله او ثبات تامین شي ۰

بناء کومه موضع ګیرۍ چې نن سبا د جناب ح. کرِزي اداره په مخه بیا یي په ظاهره کې لفظي جنګ او په حقیقت کې هغه سنجول شوي تګلاري ته ورته دی کوم چې د کرزی د ادارې په موجودیت کې تر سره کیږي ۰

سمیع الدین افغاني