جامعه دین زده چگونه است؟

عبارت از جامعه می باشد٬ که دیندار از دین٬ چون…

نوای خلقِ غمدیدهء بغلان!

امین الله مفکر امینی       2024-13-05 آسمـان گرفته سخت برما، زمیــــن از سوی…

تنهایی و غربت شناخت نامه ی تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید روایت دیگری از تنهایی و غربت روایت تبعید یعنی…

دست یاری 

بر بلای سیل بغلان مبتلا است  ساکنان اش زین مصیبت در…

تجلیل از روزمادردرکشورشاهی هالند

بتاریخ 12می سالجاری درشهرارنهم کشورشاهی هالند محفل باشکوهی ازسوی شوراي…

بجنبید ایکه خود ها، حامییان حقوق بشرخوانید!

امین الله مفکر امینی       2014-13-05! ندانم چطور گویم ویا به تصویر کشمدردوناله…

اینجا بغلان است، آدمیت را سیل برده است!

سیامک بهاری “ما نه غذا داریم، نه آب آشامیدنی، نه سرپناه،…

خشم سیلاب

رسول پویان خانه و باغ و زمین و روستا ویران گشت خـشـم…

 قاضی ی شهر شرف

محمد عالم افتخار مال تاجـر غرق دریا گشـته بود تاجر آنجا محوِ…

خیزش های مردمی نشانه های شکست طلسم وحشت طالبانی

نویسنده: مهرالدین مشید تبعیض، حرمت شکنی و استبداد کار نامه ی…

مادر

ای مادر من فرخ و آباد بمانی پر خنده به لب…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

انتظارم، بوی سیگارهای زر گرفته... و روزهای تلخِ نیمه سوخته میان بغض خاموشت…

جنگ قدرت ها

رسول پویان جنگ قـدرت ها دل زخمین وخونین آورد جـای صلح و…

افراطیت پادزهر خیانت رهبران اسلام سیاسی و یا شکست مبارزات…

نویسنده: مهرالدین مشید علل و عوامل یا چگونگی و چیستی باز…

زبان آریایی یا آریویی چی شد؟

نوشته: دکتر حمیدالله مفید ——————————— زبان بازتاب خرد آدمی است و انسان…

تعامل 

نور محمد غفوری از چندی به اینطرف در مکالمات و نوشتار…

جمال غمبار

آقای "جمال غمبار"، (به کُردی: جەمال غەمبار) شاعر و نویسنده‌ی…

چین کاوشگری به نیمه تاریک ماه فرستاد

منبع تصویر، GETTY IMAGES ۱۴ اردیبهشت ۱۴۰۳ - ۳ مه ۲۰۲۴ آژانس فضایی…

        تقدیم به ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان

معروضه محمد عالم افتخار ولد محمد قاسم دارنده تذکره تابعیت 1401100148058   حضور…

حاکمیت طالبان؛ افزایش بحران و تکانه های بی ثباتی ملی…

نویسنده: مهرالدین مشید استبداد و تبعیض طالبان و به صدا درآمدن…

«
»

د کورنيو جبهو له لوري د سولې پروسې د سبوتاژ هڅې

د څو لسيزو راهيسې په افغانستان کې د آی ايس آی، د پاکستان د پوځ، د ايران او ځينې نورو کړيو له لوري د جنګ ډګر ګرم ساتل شوی دی. که څه هم دلته د وخت هر واکمن ولسمشر په يو نه يو ډول په افغانستان کې د سولې هڅې کړې دي خو پايله يی منفي وه. علت یې دا دی چې آی ایس آی، د پاکستان پوځ، ايران او نورې استخباراتي کړۍ خپلو افغاني او بهرني لاسپوڅو ډلو ته د جګړې د روانې ساتلو لپاره په وجود کې انرژي تقويه کوي. دوی ته د وخت سره سم او په عصري تکنالوجۍ سمبال د جنګ ابزار ورکول کيږي. د دوی مالي او معنوي ملاتړ کيږي. خو کله چې ځينې جګړه مارې ډلې له جګړې لاس اخلي، نو له هغوی څخه هغوی چې ټوپک په ځمکه ږدي او سوله ايز ژوند غواړي نو بيا د همدغو جنګ غوښتونکو هيوادونو لخوا، ځينې وژل کيږي، زنداني کيږي او ترور کيږي چې ښې بيلګې يي په پاکستان کې د طالب مشرانو وژل کيدل، بندي کيدل او ترور کيدل دي. خو ځيني نور يي بيا لکه کباړ شوې وسپنه او پلاستیک ويلې کېږي، او په يو بل شکل ترې ګټه اخيستل کيږي.

اوس يو ځل بيا د افغان حکومت له لوري د سولې په ټپه دريدلې خبرې ګرمې شوې دي. نه يوازې افغان لوری بلکه دا ځل په دې معامله کې د پاکستان تر څنګ امريکا او چين هم ښکېل دي. افغان حکومت پاکستان ته تر دې وړاندې هم، درې لسیزې باج ورکړی، او په يو نه يو ډول په يو طرفه امتيازاتو هم نازول شوی دی خو پاکستان يي په مقابل کې افغان حکومت په تشو ژمنو غولولی او له نړيوالو یي هم امتیاز ترلاسه کړی دی.

دلته د حامد کرزي له حکومت وروسته د اشرف غني او عبدالله تر منځ د ګډ حکومت په رامنځته کيدو سره د غني د ډیرو هڅو او منډو ترړو په نتیجه کې پاکستان دې ته حاضر شو چې د افغان طالبانو په مشرۍ څو کسان د افغان حکومت د استازو سره د میز پر سر د سولې د خبرو لپاره کینوي.لومړی پړاو ترسره شو خو دويم پړاو د ملا عمر د مرګ له اعلان وروسته تر ننه په ټپه دريدلی دی. دلته اساسي ستونزه يوازې دا نه ده چې ځينې بهرنۍ کړۍ د سولې د دويم پړاو پر وړاندې خنډونه جوړوي بلکه ځينې کورنۍ کړۍ هم شته چې په جنګ کې خپلې موخې، ګټې او خپل سياسي ژوند ويني او نه غواړي چې له طالب سره سوله وشي.

دلته ځينې جبهې دي چې نه غواړي د طالبانو سره سوله وشي ځکه د دوی ګټو او اهدافو ته طالبان ډیر لوی خطر دی او دوی هیڅکله دې خطر منلو ته تیارې ندي. دغه کړۍ په دې فکر کې دي که سوله وشي نو طالبان به هم د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې راداخل شي. او طالبان هغه څوک دي چې د هرڅه نه مخکې غواړي د ځينو جبهو سره حساب وکړي. طالبان ځکه له دغو جبهو سره عقده لري چې ددوی نظام يي د بهرنيانو په مرسته له پښو وغورځاوه.

دا څرګنده خبره ده چې د افغانستان په شان د يو جنګ ځپلي هيواد سوله دوه کورني او بهرني اړخونه لري. د افغانستان په څېر هيواد کې سوله بايد لومړی له کورني اړخ سره وشي ځکه همدا کورنی اړخ دی چې د بهرني اړخ لپاره د ملا د تير حيثيت لري. که چيري کورنی اړخ له پامه وغورځولی شي او له بهرني اړخ سره خبرې کيږي نو دا به بيا يوه موقتي او نمايشي سوله وي چې ډير ژر به خپل ماهيت له لاسه ورکړي.

که افغان دولت غواړي چې افغان ولس د يوې رښتونې، سرتاسري او دايمي سولې څښتن شي نو باید لومړی د سولې پر وړاندې کورني خنډونه له منځه يوسي او بيا په بهرني اړخ کار وکړي. د دې تر څنګ افغان دولت بايد د سولې عالي شورا په اوسني جوړښت ، ميکانيزم او ستراتيژۍ کې هم تغيرات راولي. ځکه اوسنۍ د سولې په نوم هسې د معاشاتو يا ځينو ته څوکۍ ورکړې په خاطر جوړه شوې شورا هيڅ ډول موثريت نه درلود او نه به يي ولري ځکه د دې شورا مکانيزم له پيله سم نه وو. همداراز سوله د نورو په سوال او هيله لرلو نه شي راتلی. سوله هغه وخت شونې ده چې ريښتونی افغاني رنګ ولري او له افغاني ادرسونو يي په اړه خبرې وشي.

لیکنه : خوشحال آصفي