جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

د پاکستان نوې لوبه

په داسې حال كې چې هند غواړي نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې افغانستان ته نوره پوځي مرسته اعلان کړي؛ افغان طالبانو له هنده وغوښتل چې د افغانستان حکومت ته وسلې او جنګي څرخکې ورنه کړي. طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ويلي «اسلامي امارت دا اقدام په کلکو ټکو غندي، دا ډول اقدامات به د دوو هیوادونو د ولسونو ترمنځ بې باوري زیاته کړي او د اړیکو د لا زیاتې خړپړتیا سبب شي.» دا خبر پاکستانۍ ورځپاڼې ډيلي ټايمز خپور کړی او د طالب وياند زبيح الله مجاهد له خولې وايې «د کابل له حکومت سره د وژونکو وسلو مرسته زموږ د هیواد له خلکو سره دوستي نه بلکې د بهرنیو تر ملاتړ لاندې جنایتکارې ډلې ملاتړ ګڼل کېدای شي او په زغرده زموږ له خلکو سره دښمني ده.»

هند په دې ورستیو کې د افغانستان پوځ ته څلور ام ۲۵ هلیکوبترې ورکړې چې د افغان ځواکونو سره د هغوي په ځمکنیوو عملیاتو کې مرسته وکړي. دغه راز هند هرکال د افغان ملي امنیتي ځواکونو په سلګونو سرتیري په خپلو پوځي اکاډمیوو کې روزي. همداشان ټاکل شوې چې هند نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په لړ کې افغانستان ته نوره پوځي مرسته هم اعلان کړي. ويل کيږي د افغانستان له لوري د هند حکومت ته د نویو وسلو لیست، چې اضافي څرخکې، درانه وسایط، زغرګاډي او پُرزې پکې شاملې دي، سپارل شوی دی. هند مخکې لا ویلي چې د افغانستان د حکومت له لوري د غوښتل شویو وسلو لویه برخه به دغه هیواد ته ورکړي.

اوس پوښتنه دا ده چې وسله والو طالبانو څنګه له افغان حکومت سره د هندوستان له پوځي مرستې سره غبرګون وښود؟

پر افغانستان د تاريخي دښمن له خوا تپل شوې جګړه لا نوره هم پسې اوږده شوې او افغان ولس نږدې هره ورځ د دې جګړې قرباني وركوي، د افغانستان د پرمختګ دښمنان هڅه کوی چې دلته د جګړې ډګر تود وساتي او دوی ترې خپلې مستقيمې او غير مستقيمې ګټې ترلاسه کړي. د غه کړيو د افغان وژنې جګړه کله د مجاهد په نامه ، کله د طالب په نامه او کله د داعش په نامه پر مخ بيولې ده. تاريخ ثابته کړې چې د دغو اورپکو تر شاه د نورو استخباراتي کړيو تر څنګ د پاکستاني پوځ او استخباراتو لوی لاس دی. پاکستان په مستقيمه توګه دغه جګړه له پاکستانه رهبري کوي او هره ورځ د لسګونو افغانانو ژوند اخلي. په تير کې مجاهد او اوس طالب او داعش د آی ايس آی غلامان دي. دوی ته چې د پاکستان لخوا هر امر کيږي؛ دوی يې پرته له ځنډه عملي کوي. په ټوله کې ويلای شو چې د اوسمهال د طالب په خوله کې د پاکستان ژبه ده. پاکستان چې ورته هر څه وايې دوی يې ترسره کوي.

اوس چې له افغانستان سره د پوځي مرستو ورکولو په غبرګون کې وسله والو طالبانو له هنده غوښتنه کړې چې افغان حکومت سره پوځي مرسته ونه کړي؛ د دې تر شا هم د پاکستان لاس دی. ځکه د کابل ـ ډهلي اړيکې تر بل هر وخت اوس ډيرې نيږدې شوي او پاکستان له دغې حالته ډیر ځوريږي. طالب خو د افغان وژنې لپاره د پاکستان پخوانۍ پروژه ده، دوی د پاکستان د استخباراتو د سازمان سره نيږدې اړیکې لري او د هغوي څخه هدایت اخلي. اوس چې پاکستان د افغان ـ هند له نيږدې اړيکو  کړيږي؛ نو غواړي له افغان حکومت سره بله لوبه وکړي او د خپل غلام طالب په مرسته له افغانستان سره د هندوستان د پوځي مرستو مخنيوی وکړي.

که طالبانو له هندوستانه له افغانستان سره د پوځي مرستو د نه ورکولو خبر د پاکستان په اشاره او لارښوونه نه وي کړی نو بیا طالبان ولې خپله اعلاميه پاکستاني رسنيو ته استوي؟ د قضيې اړخونه خو افغانستان او هندوستان دي؛ طالبانو ولې خپله اعلاميه هندي يا افغان رسنيو ته نه استوله؟ همداشان د طالبانو اړوند خبرونه تر ډیره نور لوی نړيوال خبري اژانسونه لکه رويټرز او الجزيره نشروي؛ دوی ولې دغو اژانسونو ته خپله اعلاميه نه استوله چې پاکستاني رسنيو ته يې ورکوله؟

د پاکستاني رسنيو لخوا د وسله والو طالبانو د يادې اعلاميې خپرول همدا په ډاګه کوي چې طالبانو هيڅکله په خوښه او زړه له افغانستان سره د هندوستان د پوځي مرستو په مقابل کې غبرګون نه دی ښودلی بلکې د پاکستان په اشاره يې ياد کار ترسره کړی دی.

لیکنه : خوشحال آصفي