این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

                یک گرفتاری با مافیا

        و یک دنیا آموزش شرعی، حقوقی، سیاسی و مدنی                               (قسمت سوم…

چند شعر کوتاه از زانا کوردستانی

گاهی اتفاقی ستاره‌ای  در دفترم چشم باز می‌کند ولی، من هنوز به آفتاب نقش…

ترور عروس خدا، توسط پدران مقدس!

Hypatia(355-415م ). ترور دختر خدا، توسط پدران مقدس! آرام بختیاری نبرد مکتب و…

«
»

د پاکستاني لوی درستیز د سفر تر شا د پېښو انځور

د روان کال د ډيسمبر په ۱۶ مه، پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي، پاکستاني طالبانو وسلوال برید وکړ چې ویل کیږي په هغه کې له وژل شویو ۱۴۵ تنو څخه ۱۳۲ تنه د ښوونځي زده کوونکي او د هغو یو شمېر ښوونکي وو. د وژل شویو سربېره، دا برید څه د پاسه سل تنه ټپیان هم لري!

له برید روسته پاکستاني طالبانو سملاسي د برید پړه  پرغاړه واخیسته او څرګنده يي کړه چې دوی دا برید له پاکستاني هغه پوځیانو څخه په غچ کې ترسره کړی چې په وزیرستان کې يي بېګنا ښځې، ماشومان او بوډاګان شهیدان کړي دي. دوی دا هم ویلي، پریږده چې ددغو زده کوونکو په وژلو د دوی پوځي پلرونه او میندی لکه د وزیرستاني شهیدانو د پلرونو او میندو پشان وکړیږي، او د هغو له زړو او درده خبر شي!

په پاکستان کې ۱۲۸ ښوونځي د پوځ لخوا چلیږي چې یو لکو پنځوس زره (۱۵۰۰۰۰) زده کوونکي لري. په دې زده کوونکو کې ۹۰ سلنه د پوځي چارواکو ماشومان دي.

دا برید، د افغانستان ولسمشر اشرف غني سملاسه د پېښې له خبریدو روسته په سختو ټکو وغانده او د قربانیانو له کورنیو سره چې ډیری يی د کوزې پښتونخوا څخه دي، د افغانانو په استازیتوب خپله خواخوږي څرګنده کړه.

دې پېښې د پاکستان په روستي تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پنجاب کې ناست  د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په ګډون پنجابي سیاسي لارډان او پوځي او استخباراتي جنرالان، د کندهاریانو په خبره له ځایه وښورول او دومره يي سربداله او سرسام کړل چې بېله ځنډه ، دمې او سا اخیستلو يي یو پلاوی د لوی درستیز، راحیل شریف او د ای ایس ای د سرخېل رضوان اختر په ګډون د کابل دروازو ته راورساوه.

که د پاکستان دا پلاوی په هر نیت کابل ته راغلی وي او ځان سره يي د مداریانو په پيټار کې هرڅه راوړې وي، چې روسته به پرې خپل نظر هم څرګند کړم، دا یو حقیقت په ډاګه کوي چې له دې روسته کابل، د سیمې په پېښو او اړیکو کې د تېر په توپیر، څوک له پامه نه شي غورځولای او لکه څنګه چې د ترهګرو د شتون او فعالیت لارې له اسام اباده تیریږي، اوس له ترهګرو سره د ریښتینې مبارزې لارې له کابله تیریږي.

کابل څو لسیزې د مذهبي توندلارو او ترهګرو په وړاندې مبارزه او جګړه کړې او په دې اړه ښاغلی او منلی نړیوال نوم لري، خو د پاکستان ټول تاریخ د مذهبي توندلارو او ترهګرو په روزنه او پالنه تېرشوی، پاکستان د القاعده د مشر بن لادین د استوګني ځای تېر شوی. د القاعده یو اوسنی مشر الظواهری اوس هم پاکستان کې اوسیږي او تر ټولو بده دا چې پاکستان، افغانستان او سیمې ته پرلپسې تروریزم صادروي او په نړیواله کچه یو رټل شوی او ګوښه شوی هيواد ګڼل کیږي!

کابل ته د پاکستاني پوځي پلاوي د موخې په اړه د پاکستاني رسنیو او د هغه هېواد د رسمي مقاماتو ترمنځ لوی توپير په ډاګه ښکاري. بلخوا هم د پاکستان رسمي مقامات او هم پاکستاني رسنۍ کابل ته د پوځي پلاوي د لیږنې موخه، له پاکستانیانو او نړیوالو پټوي او نړیوال خو پریږده خپل ولس ته ریښتیا نه شي ویلای!

پاکستاني رسنۍ چې په داسې حالاتو کې یوازې د پوځي چارواکو او ای ایس ای لخوا ورڅڅېدلي مطالب خپروي، وايي پلاوي ددې لپاره کابل ته تللی چې کابل کې د ایساف عمومي قومندان او افغان چارواکو ته ووايي، ملا فیض الله پاکستان ته وسپاري. خو د لومړي وزیر نواز شریف په ګډون نور پاکستاني مشران بیا د ترهګرو په وړاندې د افغان او پاکستان د ګډې مبارزې او همکارۍ خبرې کوي.

نواز شریف وايی، د ترهګرو ضد جنګ نیمګړی نه پریږدو. ده همداراز وویل د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف په کابل کې دی، او له خپل افغان سیال، ولسمشر اشرف غني، او د اېساف قومندان سره د ترهګرۍ ضد ګډو هڅو په باب خبرې کوي.

تر کومه چې د ترهګرو په وړاندې د همغږۍ او همکارۍ خبره کیږي، په هغه لېدنه کې چې افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستني پلاوي سره درلوده، وویل: اوس له ترهګرو سره د ریښتیني مبارزې وخت راغلی دی.

بلخوا د افغان جمهوري ریاست اعلامیه وايی: «د پېښور او د یحی خېلو بریدګر یو دي.

ولسمشرغني له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره په خبرو کې، د پېښور برید او په برید کې د ماشومانو وژل په کلکه وغندل او دا یې پر افغانستان او د نړۍ پر ټولو مسلمانانو برید وباله.

ښاغلي غني ویلي چې د پېښور بریدکوونکي، په استقلال لیسې او د پکتیکا په یحیي خیلو کې د ولیبال پر لوبې برید کوونکي یو ډول ترهګر دي. د یحیی خېلو په ولسوالۍ کې په شوي ځانمرګی برید کې څه باندې ۶۰ تنه وژل شوي وو.»

د پېښور په پوځي ښوونځي روستي برید او په دې اړه د پاکستاني لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو وارختايي، پاکستاني ولس او نړیوالو ته د پاکستان دوه مخی سیاست او شیطاني څېره یوځل بیا بربنډه کړه.

همداراز دې پېښې وښوده چې پاکستان پخپل لاس روزلې او پاللي ترهګر هم د دوی له کنتروله وتلای شي او پر دوي خوله لګولای شي.

پاکستاني واکمنو کابل ته په منډو تړوغوښتل د ځان په وړاندې د پاکستان او په تېره بیا د پښتونخوا د پاریدلي او قهریدلي ولس پام په کور دننه د خپلو ناکامو او بدنامو تګلارو څخه، بهر او افغانستان ته  واړوي، چې دا غشی يي هم پرځان ولګید او له کابله رټلي، شرمېدلي او تش لاسونه بېرته ستانه شول!

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشې به ستا په لور ګوزار شي

رحمان بابا

په دې توګه، کابل ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر نه ملا فیض الله و، ځکه پاکستان پوهیږي هغه افغانستان کې نشته او نه د ترهګرو د جارو کولو په اړه غمغږي وه، بلکې دا سفر د پاکستان او پښتونخوا د خلکو د ذهنونو د اړولو په موخه ترسره شوی وو.

پاکستان د ترهګرو په روزلو او پاللو هغه پیر ته رسیدلی چې ثمره يي له دې روسته هر وخت په کور دننه لېدلای شي. که پاکستان وغواړي خپل پاللي ماران او لیوان ګاونډي ته منسوب کړي، خپل ولس يي پرې شاهد تیریږي!

د پاکستان چارواکي یوخوا د خپلو روزل شویو ترهګرو او بلخوا د خپل ولس په منځ کې ګیر دي!

د ۲۰۱۴ کال د ډیسمبر ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی