دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

«
»

د ولسمشر د ښکار پیل د هېواد پالنې روحیه غښتلې کړې!

زلمی جهش

وروسته له هغې چې د ولسمشر لومړي مرستيال جنرال دوستم ځانګړی نماينده او په فارياب کې د ملېشو قوماندان نظام الدين قيصاري، افغان امنيتي ځواکونو ته د توهين او ګواښ په تور لاس تړلی کابل ته راوستل شو؛ د قيصاري پلويانو او د جنبش ګوند او د افغانستان د نجات د ايتلاف غړو مظاهرې وکړې څو حکومت اړ کړي چې قيصاري له بنده خلاص کړي.

دا يواځې قيصاري نه دی چې د شخصي ملېشتو درلودو او حکومت ته د سرخوږي جوړولو په تور نيول کيږي، بلکې له دې سره هم مهال له ارزګان څخه رحيم الله، له بغلان څخه ملنګ خان، له فراه څخه حاجي داود او له بدخشان څخه درشاه کوفي هم د افغانستان کومانډو ځواکونو لاس تړلي کابل ته رسولي دي.

په داسې حال کې چې د قيصاري د نيول په غبرګون کې د جنبش، جمعیت او د افغانستان ژغورنې ايتلاف غړو او پلويانو يې مظاهرې وکړې او مرګ په حکومت شعارونه يې ورکړل، په ورته مهال د ولسمشر له لوري د شخصي ملېشو د قوماندانانو او زورواکانو نيول کيدل په ولس کې د پراخ هرکلي سره مخ شوي دي او د خلکو د هېوادپالنې رحیه ورسره غښتلې شوې ده؛ ځکه د خلکو له ولسمشر سره د مینې مانا له هېواد سره د مینې په مانا ده او همدا شان ټول ولس هيله ښيې چې د زورواکانو په نيولو او بنديانولو سره به نه يواځې د اړوندو ولايتونو امنيت ښه شي بلکې راتلونکې انتخابات به هم د امنيت په فضا کې ترسره شي.

په ورته مهال خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د زورواکانو او د نامسوله وسله والو د نيولو لړۍ ته دې ادامه ورکړي. دوی له حکومت څخه غواړي چې يواځې په شمالي او جنوبي ولايتونو بسنه ونه کړي بلکې د هيواد ټولو ولايتونو ته دې دا لړۍ وغځوي. تېره ورځ د هرات ولايت اوسيدونکو هم د حکومت له لوري د شخصي ملېشو د قوماندانو او زورواکانو د نيولو اقدام د ملاتړ په ترڅ کې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هرات ولايت ته دې هم مه وکړي او هغه زورواکان چې دلته په هرات کې اوسيږي، لاس تړلي کابل ته ورسوي او ولس دې له شره ورته خلاص کړي.

همداراز په ټولنيزه ميډيا کې هم خلکو د ولسمشر غني لخوا د نامسوله وسله والو د نيولو د اقدام پراخ هرکلی کړی او هر يو يې د دوی په سیمه کې د ورته اقدام غوښتنه کړې ده. خو د دې تر څنګ چې د زورواکو او له قانونه په سرغړونې د تورنو کسانو په وړاندې د حکومت مبارزې څخه ولس په پراخه کچه هرکلی وکړ، د ځينو سياسيونو او د هغوی چې په يو نو نه يو ډول له دغو زورواکانو او نامسوله وسله والو سره اړيکې لري ځيني اعتراضونه هم راپارولي دي. ښه بېلګې يې د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم او په دولت کې ورپورې تړلي کسان، د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور او ورپورې تړلي کسان، د افغانستان د ژغورنې ايتلاف غړي، په پارلمان کې د يادو کسانو پورې اړوند وکيلان او د مشرانو جرګې لومړی مرستيال محمد عالم ايزديار يادولی شو.

ولې مخالفت؟

دغو کسانو په لومړيو کې د ولسمشر لخوا د نامسوله وسله والو د نيولو اقدام سره سخت توند غبرګون وښود، آن دا چې د ټاکنو د تحریم او د هيواد په شمال کې د کورني جنګ د پېليدو خبرداری يې ورکړ، خو کله چې يې د ولسمشر له ياد اقدام څخه د ولس هرکلی وليد نو اوس د ولس تېرايستلو په خاطر د ټولو فاسدينو او زورواکانو پر وړاندې په يو شان عملي کېدلو غوښتنې شروع کړې. دوی اوس حيران دي چې که د ولسمشر د ياد اقدام مخالفت کوي نو ولس ته يې اصلي څېره معلوميږي چې له غلو، غاصبينو، فاسدينو  او زورواکانو سره يو لاس لري، او که ولسمشر پريږدي چې د زورواکانو او مفسدينو د نيولو لړۍ ته دوام ورکړي نو يې هم سياسي بقا په خطر کې ده.

د زورواکانو د بادارانو د مخالفت دويم هدف دا دی چې دوی د ولس په منځ کې خپل تللی موقف بېرته ترلاسه کړي. دا چې راتلونکې ټاکنې راروانې دي او بل لور ته دغو زورواکانو د ولس پر مخ څه نه دي پريښي، چا له بوډا سره جنسي زياتی کړی او په ولس کې مختورن شوی، د چا د غلا سرمايې کنګل شوي، د امپراطورانو څخه موقف چې د اقتدار او حکومت سره د مخالفت وسيله يې وه؛ له لاسه ورکړی او نور د ولس تر منځ ځای نه لري او چا هم د وکالت پر روان جریان کې د خپل سمت د خلکو پر سر معاملې وهلي او په ولس کې يې موقف د لاسه ورکړی، او د دې لپاره چې له قومي ادرسه بېرته ځان مطرح کړي؛ ولس ته داسې ښيې چې ګويا غني قومي برخورد کوي او په حکومت کې يې د دوی برخه کمه کړې. دغه ډلې اوس له دې طريقه غواړي چې ولس بېرته په ځان راټول او په راتلونکو ټاکنو کې سر له اوسه ځان ته ځای پيدا کړي.

ولې حکومت ناوخته مبارزه پيل کړه؟

ځينې خلک بيا د ولسمشر غني لخوا د زورواکو او له قانونه په سرغړونې د تورنو کسانو پر وړاندې اوسنۍ مبارزې ته هم د شک په سترګه ګوري او وايې حکومت ناوخته د زورواکو او له قانونه په سرغړونې تورنو کسانو پر وړاندې مبارزه شروع کړه. زه ورته وايم چې ماهي که هر وخت له اوبو اوباسې نو تازه وي. اوس هم سري وخت دی چې زورواکان بايد د خپل جرم په سزا ورسيږي. دا چې حکومت هم په وروستيو کې دغې کار ته مخه کړې دليل يې د حکومت او ولس تر منځ زیاتېدونکی واټن دی.

یعنې په وروستيو کې د هيواد په ډيری ولايتونو په ځانګړې توګه په شمالي ولايتونو کې د حکومت پر خلاف د بغاوت ډيرې نارې وهل کيدلې او دغې چارې پر خلکو د حکومت تسلط کم کړی و، نو حکومت اړ و چې د دغې بې تسلطۍ مخه ونيسي او د ولس او حکومت تر منځ د واټن زياتېدو مخنيوی وکړي. په شمال کې د خودمختاره حکومتونو نغارې وډنګول شوې، په خوا کې ورسره دښمن له دغه فرصته پوره ګټه واخيستله او په ځينو ولايتونو کې يې پوستې په پرله پسې توګه سقوط کړلې چې دغې چارې پر حکومت د خلکو باور ته سخت زيان ورسولو. د همدې چارې د کنټرول لپاره ولسمشر غني اړ شو چې د ښکرورو ښکرې ماتې کړي او لاس تړلي يې کابل ته راولي. اوس له نورو شغالانو ( هغوی چې د خودمختاره حکومت ناره يې وهله) او ورپورې اړوندو ګروپونو څخه يې لار ورکه ده چې کوم لور ته وتښتي.