انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

«
»

د واک د ویش په اړه، د یوه مهم راز افشا

د روان کال د مارچ په ۲۴ مه، د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیری لخوا، ولسمشر اشرف غني او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله ته چې د یو پلاوي په ګډون امریکا ته په رسمي سفر تللي، درنه میلمستیا شوې وه. په میلمستیا کې د خبرو په مهال جان کیري د افغانستان د تېرکال لانجمنو ټولټاکنو ته په اشارې، یو ډېرمهم راز چې تر اوسه پورې يي ټولو افغانانو ته د یوې مهمې پوښتنې او معما حیثیت درلود، افشا کړ. جان کیری وویل « غني د هیڅ قانون او یا مخکیني شرط پر بنسټ،  د واک ویش او د ملي یووالي حکومت ته اړتیا نه درلوده، خو هغه ( اشرف غني) دا کار د افغانستان د لوړو ګټو لپاره وکړ او په دې اند وو چې د پرمختګ لپاره دا تر تولو غوره لار ده»

البته مخکې، ډیری افغانانو د ګیلو او کلکو نیوکو په بڼه، څرګندوله چې ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دوام او تحول ټیم بریالی وو، حکومتي واک باید په یوازې ځان، دې ټیم په لاس کې اخیستی وای او هغه يی په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ له ناکام ټیم سره نه وای ویشلای. همدارنګه  دغو افغانانو دا هم ویلې، پريښودل شوی وای چې د عبدالله ټیم د حکومت په وړاندې اپوزیسیون جوړ کړی وای، خو امریکا په سیمه کې د راتلونکو پلانونو په موخه، د کورنیو چارو خپل وزیر جان کیری ته دنده وسپارله چې کابل ته پرلپسې سفر وکړي او په پای کې واک د ټاکنو او دیموکراسۍ د دود پرخلاف په ټاکنو کې د بریالي ټیم او ناکام ټیم ترمنځ په مساوي توګه وویشي.

په داسې مهال واکمن او غالب اند دا وو چې د ټاکنو پایله امریکایانو د افغانانو له لاسونو وشکوله او هغه يی د خپلو ناروا ګټو لپاره، د سوغات پتوګه د عبدالله عبدالله  د ناکام ټیم په لاسونو کې کېښوده!

خو له نیکه مرغه، نن دا حقیقت په ډاګه شو چې د حکومتي واک ویش د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نه، بلکې ولسمشر اشرف غني خپله د افغانستان د لوړو ګټو لپاره ترسره کړیدی.

بلخوا په دغه میلمستیا کې چې ولسمشر اشرف غني د جان کیری ښي اړخ او عبدالله عبدالله يي کیڼ اړخ ته ولاړ وو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په خوله د داسې خبرې اعلان نیغ په نیغه څرګندوي چې ټولټاکنې اشرف غني ګټلې او وړې دي، خو هغه ( اشرف غني) د هېواد د لوړو ګټو لپاره په ټاکنو کې د عبدالله ماته ډله هم په حکومتي واک کې راشریکه کړه.

دلته یو وار بیا داسې چلند، د افغانستان لوړو ګټو ته د زیات ارزښت ترڅنګ،  د ولسمشر اشرف غني لوی زړه او ستر ملي هوډ څرګندوي.

اوس پوښتنه دا ده،لکه څنګه چې مخکې وویل شول، اشرف غني چې ټاکنې يي ګټلې وې، بیا يی هم د افغاني ټولنې د یووالي او پرمختګ په موخه، ښه او غوره لار وګڼله چې حکومتي واک وویشي، ایا په دې کې به په ټوله کې افغانان ګټه وکړي که تاوان؟ د دې پوښتنې ریښتینی ځواب به وخت ته پریږدو او وخت به دې پوښتنې ته سم ځواب ووايي.

خو د ډیری افغانانو په اند، دا چې افغانان د اوس لپاره  په داسې ګوندونو او سیاسي ډلو کې نه دې راټول شوي چې ټاکلې علمي او عملي تګلارې ولري، ښه به دا وي چې د ولسمشر اشرف غني لخوا په وړاندې شوې علمي او عملي تګلار راغونډ شي. د ملي او پرمختللو تګلارو پرته او یا په بابیزه او ګوښه غوښتنو او وړاندیزونو سره په بېلا بېلو ډلو او ګروپونو کې د ویشلتیا پرځای، په یوه سراسري ملي او وطني خوځښت کې د افغانانو ګډون، ګټور تمامېدلای شي.

بلخوا سیمه یز او نړیړال ګواښونه او ننګونې هم چې افغاني ټولنې ته مخامخ دي، د دې اړتیا پېښوي چې افغانان د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ په یوه ټغر راټول شي.

همداراز په دې میلمستیا کې د اجراییوي رییس عبدالله عبدالله دې خبرې ته په درنه سترګه کتل پکار دي چې وايی« ابتدا به تشکیل حکومت وحدت ملي باور نداشتم، اما اکنون در همکاري به رییس جمهور غني متعهد به خدمت در افغانستان میباشم»

که عبدالله عبدالله او د هغه ټاکیز ټیم چې اوس يي جلا ټیم نه شو ګڼلای او د افغان حکومت برخه جوړوي، د اشرف غني په مشرۍ دولت سره چې د همکارۍ ژمنه ورسره کوي، په ریښتیا ودریږي، په کور دننه د ستونزو له حل سربېره مخې ته پرتې ډېرې سیمه یزې او نړیواله ستونزې هم حل کېدلای شی.

د ملي یووالي حکومت باید هغه ژمنې پلې کړي چې مشرانو يي امریکا ته په سفر کې افغانانو او بلخوا امریکایانو ته د هغوی د مرستو او همکاریو د ملاتړ لپاره ورکړې دي. زه دلته د افغان لوړپوړې پلاوی له نورو ژمنو څخه چې په جیګ امریکايی دریځ يي اعلان کړي، دوه ژمنې د بېلګې پتوګه رااخلم:

ــ د فساد په وړاندې غوڅه مبارزه او په چارو کې روڼوالی

ــ افغانستان ته د سولې او امنیت په بیرته راستنېدو کې ټینګې هلې ځلې او کلکه هڅه

که د ملي یووالي حکومت د نورو او ډېرو ژمنو پرځای، په لومړي قدم کې خپلې هڅې او نووښت د دغو دوه ژمنو په پلیتوب راټول کړي، افغانان به يي د نورو ژمنو په پلیتوب کې ملا وروتړي او د دولت او ولس ترمنځ رامنځته شوی واټن به ژر له منځه لیرې شي چې د ټولو ستونزو مورینه ده!

امریکا ته د ولسمشر غني په مشرتوب د پلاوي سفر له ټولو خواوو، یو بریالی سفر ګڼل شوی او ډېرې لاسته راوړنې لري، خو د ژمنو پلیتوب او د افغانانو په ژوند کې مثبت بدلون به د دې سفر ښه او غوره ارزونه وکړای شي.

د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی