طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

زورا سورونبایوا  شاعر، نویسنده و نمایشنامه‌نویس قرقیزی شوروی

برگردان. رحیم کاکایی زورا سورونبایوا  نخستین نویسنده زن در قیرقیزستان شوروی،…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

خاطرات امین الله مفکر

خاطرات اینجانت امین الله مفکر امینی شاعر و نویسنده درچـــاربــــــخش مختصرا…

افغانستان در دوراهی تاریخ؛ تداوم بحران یا گذار به حاکمیت…

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان امروز در نقطه‌ای حساس از تاریخ معاصر…

بی تفاوتی جهان در برابر تروریزم جهادی در افغانستان!

القاعده و طالبان دو رویی یک سکه اند! جهان در برابر…

اخلاق و تمدن

رسول پویان مگـر جـزیـرۀ اپـسـتـیـن دام شـیـطان بود که مرگ ارزش واخلاق…

مشروعیت‌زدایی قومی طالبان؛ خلع سلاح قومی این گروه

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از مهم‌ترین موانع در مسیر حل بحران…

آن کارسون، برنده نوبل ادبیات ۲۰۲۶؛ از ادبیات کلاسیک تا…

      بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  آکادمی سوئد روز پنج‌شنبه ۸ اکتبر ۲۰۲۶، جایزه نوبل…

رمانتیسم؛ عطر شانل آیدا، یا سیگار اشنو شهلا ؟

Romantik . آرام بختیاری رمانتیک، مکتبی چند وجهی؛ خردگریز، اتوپیستی، هومانیستی. رمانتیک واژه…

رساله‌ای در باب تخیل (3)

« آزادی و هراس انسان از خلوت خویش » تهیه و…

جنگ ایران، محاسبات ترامپ و بازتعریف آسیب‌پذیری در جغرافیای منطقه

وحیدالله نورزی جنگ‌ها را نمی‌توان تنها با شمار حملات، میزان خسارات…

دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

«
»

د هند په کونسلګري حمله پاکستان کړي، ولسمشرکرزي وايې

ليکوال او شنونکی: نظرمحمد مطمئن

ولسمشر کرزي په خطرناک وخت او خطرناک مجلس کې وویل چې په هرات کې د هند پر کونسلګري حمله د پاکستان لشکر طیبه کړي وه، دا په داسي حال کي ده چې د هند او پاکستان د کړکيچنو اړيکو په نظر کي نیولو سره په لومړي ځل د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د هند د لومړي وزیر د سوګند يادولو او معرفي کولو مراسمو کې برخه اخستي ده، څو مياشتي ، کال او يا هم تر کال ډیر وخت مخکې داسي ګنګوسي وي چې نواز شریف او کرزی موافقې ته رسيدلي چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر به د کرزي په خوښه وي، مګر پاکستان چې واک يې د پوځ او استخباراتو په لاس کې دی، د کرزي سره په کړي توافق نوازشریف ونه دريدی، اوس مهال پاکستان په ښکاره ډول د ډاکټر عبدالله عبدالله څخه  ملاتړ کوي، همدا به لامل وي چې کرزي صاحب غوښتلي وي په دغه حساس وخت کې د هند او پاکستان اړيکې تر نور وخت هم خرابې کړي، مګر د هند او پاکستان مشران او سياست کوونکې زموږ افغانانو په ډول نه دي چې له وخت څخه مخکې  پریکړه وکړي، ممکن همداسي به وي کرزي صاحب به هم پرته له ثبوت څخه دغه خبره نه وي کړي، مګر په کار  وه چې دغه خبره د حملي په  ورځ، يا هم هند ته له تګ څخه مخکې کرزي صاحب کړي وه، اوس هر سړی پوهيږي چې کرزی صاحب اوبه خړوي او ماهيان پکې نيسي.

زما له پاره داهم جالبه وه او ده چې داځل چارواکو او رسنيو پر د هندپر کونسلګري د برید پړه په پټو سترګو پر طالبانو وروانه چوله، مخکې له دي داسي ډیر موارد وو چې طالبانو د پيښې پړه نه ده منلي افغان حکومت او افغان رسنيو يې پړه پرته له ثبوت څخه پر طالبانو اچولي ده. د طالبانو دي هم کور ودان وي نه يې خپله او نه د طالب په نوم  کوم چا په هرات کې دهند پر کونسلګري د برید پړه په غاړه واخستله.

زما د معلوماتو له مخې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال، دا ډول اوسمهال غواړي چې له هند هیواد سره ښې اړيکې ولري، مګر د طالبانو دواکمني پرمهال د هند له لوري هیڅ ډول مثبت ځواب طالبانو تر لاسه نه کړ، اوسمهال هم هند په ډیر احتياط سره په دي اړه لاهم فکر کوي، حال داچې طالبان په ښکاره غواړي چې د نړۍ له هر هیواد سره ښې اړيکې ولري.

دا ښه خبره ده چې طالبان له دغه تور څخه خپله ولسمشر کرزي سپين کړل، مګر د ګاونډيو هیوادونو سره د سياسي او ډيپلوماټيکو اړيکو په نظر کې نیولو سره د يوه ولسمشر له پاره په کار نه وه چې د هند لومړي وزیر د سوګند او معرفي کولو مراسمو پر مهال دي د کوم هیواد ولسمشر هڅه وکړي چې د اوږدې تربګنې لرونکو هیوادونو تر منځ د دښمنې اور ته لمن ووهي.

زما هدف هيڅکله دا نه دی چې پاکستان داحمله نه ده کړي، په دي اړه معلومات هم نه لرم، نه يې تاید او نه يې رد کوم، تمه ده چې ولسمشر کرزی او افغان امنيتې اداري به يې ثبوت هم وړاندي کړي، مګر مهمه خبره داده، افغان مشران چې ښه پوهیږي په افغانستان کې پاکستان او هند اور ته لمن وهي، دلته يې خپلمنځي جګړه پېل کړي، ولي افغان مشران دواړو هیوادونو ته ددي اجازه او زمينه برابروي، په کار ده چې دواړو هیوادونو ته ووايې چې خپله دښمنې بل ځای پر مخ يوسئ، که بيا هم یاد هیوادونه په افغانستان کې خپلې نا اعلان شوې جګړې ته دوام ورکوي، په کار ده چې افغان چارواکې د دوی له دښمنې څخه  سمه او پرځای ګټه پورته کړي.

کله چې دننګرهار ولایت اړوند د ګوښتې ولسوالي کې پاکستاني پوځيانو د تاسيساتو جوړول پېل کړل ، دافغان او پاکستاني پوځيانو تر منځ نښته وشوه، چې يو افغان عسکر پکې  خپل ژوند د لاسه ورکړ. مګر تاسيسات د لنډ مهال له پاره وځنډول شول، خو بیرته يې کار دوام پيداکړ، په هغه مهال مې يوه لنډه تبصره پر خپل فیسبوک ولیکله چې د هند او پاکستان د کشمیر جګړه ګوښتې ته راورسیدله، له دي وروسته به دهند او پاکستان جګړه د افغانستان په خاوره کې وي، ښه ده چې افغان شنونکې همدې نتيجې ته اوس رسيدلي چې زموږ په هيواد کې د هند او پاکستان نا اعلان شوې جګړه پېل شوي، همدغه ډول تحلیل مې پرون ورځ د نړيوالو رسنيو څخه واوريد.

افغان چارواکو ته په کار ده چې دغه مهمه او ستونزمنه مسئله په ښه ډول سره درک کړي، هند او پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د افغانانو پر خاوره د يو بل څخه غچ واخلي او د افغانستان خاوره د خپلو موخو له پاره وکاروي.

اوس وخت چې د کرزي صاحب د ولسمشري وخت په رسمي ډول سره پای ته رسیدلی دی، نړيوال او سيمئیز هیوادونه نور ښه پوهیږي چې کرزی صاحب د افغانستان ولسمشر نه دی، او نه هم ده ته د ولسمشر په حیثیت قایل دی، که داهم ومنو، چې  کرزی لا هم رسمي ولسمشر دی، خو د پریکړو صلاحیت نور نه لري، او نوي پريکړي او نوي تګلاره به نوی ولسمشر او دهغه په خوښه جوړيږي، ښه داده چې ولسمشر کرزی خپل موقف ته په کتلو سره خپل حیثیت وساتي، داسي معنی لري لکه چې يو کس له خپلې چوکۍ څخه ليري کړل شي مګر ترهغه وخت پوري وخت ورکول شي چې کار وکړي تر څو دهغه پر ځای کوم بل وړ او مناسب سړی معرفي کيږي، حتمي ده چې ددغه شخص چې موقت کار کوي، پریکړو او خبرو ته خلک ډیره اعتنا نه کوي.

همدغه ناکام سیاست وو چې د امريکا ولسمشر اوباما داځل بیخې له ولسمشر کرزي سره لیدنه ونه کړه، د موضوع د حساسیت په نظر کې نیولو سره يې له مجبوریته په ټلیفون خبرې سره وکړي، څه معنی يې درلودله، په ټلیفون خو يې له امريکا څخه هم له کرزي سره خبرې کولای شوای، داچې دخلکو دغه خبره چې اوباما خپل اشغال شوې هیواد ته راغی، دهمدي موخي او همدي ټکې په نظر کې نیولو سره اوبام له کرزي سره پر ټلیفون خبرې وکړي.

امريکايان او په ځانګړي ډول اوباما ښه پوهيږي چې نور د کرزي صاحب وخت ختم شوي، هغه د يو سمبول په ډول د څو مياشتو له پاره ناست دی، ځکه خو يې دولسمشر کرزي همدومره سپکاوی وکړ، مهمه داده چې امريکا هر وخت د خپلو لاسپوڅو سپکاوي کوي، او تر هغه وخت پوري راکړه ورکړه ورسره کوي تر څو چې ددوی ګټې پکې خوندې وي.

امید دی چې راتلونکې ولسمشر چې هر يو کيږي هغه به دغه ترخه تجربه لیدلي وي چې څه ډول کرزی مشر شو؟ څومره واک ورکول شو؟ څومره مشهوره نړيواله څیره ورڅخه جوړه شوه؟ او بالاخره دهغه چا له خوا (امريکا)چې همدغه ټول موقفونه يې پري لورولي ؤ، څومره سپک شو.

راتلونکې ولسمشر به هم تر هغه وخت پوري امریکا ته ډیره مهم وي تر څو امنيتې تړون لاسلیک کړي، ترڅو ددوی د ګټو له پاره کار کوي، او ترڅو چې امريکا ورته اړتیا لري، کله چې د امريکا د اهدافو له پاره وړ او مناسب ونه ګڼل شي، هغوی به هم د کرزي په ډول د امريکا له خوا سپک او له سياسي دایرې څخه لیري کيږي.

Attack on Indian Consulate was planned in Pakistan- Per-Karzai

By: Nazar Mohammad Mutmaeen

Writer and Analysts
The President Karzai problematical statement in problematical situation, he said attack on Indian consulate in Herat done by Lashkar e Taiba Party of Pakistan.

In the view of issue, Karzai statement in this time, since long time there is problem between India and Pakistan on Kashmir issue, this is the first time that Prime Minister of Pakistan Nawaz Sharif participate in the swearing-in ceremony of Narendra Modi the new Prime Minister of India.

Months, a year or more than a year ago, it was reported that PM Nawaz Sharif and Pre-Karzai agreed the upcoming president would be supported according the Karzai selection and demands, as we know the foreign policy of Pakistan belong to Armey and Intelligence agencies of the country, so Nawaz can’t to follow the agreement with Karzai.

Presently Pakistan clearly supporting Dr. Abdullah Abdullah, so it might be the reason that Pre-Karzai would like to damage the India and Pakistan Diplomatic relation in such sensitive situation. But Indian and Pakistani leaders & Politicians are not the same like Afghans to decide without deeply thinking, might be attacked by Pakistan Lashkar e Taiba, and Karzai not stated without docs, but it was important to state it on the incident day, or before going to India, now everyone know that Karzai trying to make the water dirty and capture fishes.

Interested, this time officials and media didn’t said the Indian Consulate attacked by Taliban, there were many incident in the last, Taliban didn’t accepted but officials and Media announced attacked by Taliban, it is good that Taliban and By the name of Taliban also didn’t accept attack on Indian consulate.

According my understanding, During the Taliban Gov and presently Taliban would like to have a good relation with India, but during the Taliban Gov, they didn’t hear positive response from India, presently India very carefully thinking about the relation with Taliban, and Taliban clearly stated that they want to have a good relation with all neighborhood, regional countries, International community and world.

It is good, Karzai stated Taliban were not involved in the attack, according the Diplomatic and Political regulation it was unlikely that a president of the country trying to create problem between to enemy countries (India and Pakistan) and try to prepare brushwood for flame of the fire.

I am not saying that not attacked by Pakistan, and don’t know, don’t have doc for the rejection and confirmation, hope Pre-Karzai and Afghan Security organization will present docs.

It is important, Afghan elders know that India and Pakistan started unannounced fight in Afghanistan, so why Afghan Leaders and Politician allowed and preparing situation for both countries to test their power in Afghanistan. Afghan leaders will not let both enemy countries, will let them to fight in other location, if again both of them trying to fight inside Afghanistan, so Afghan politician will get positive benefit from their problems and enmity.

Lost year, when Pakistani troops started installations in Goshta Dist of Nangarhar Province, there was fight between Pakistani and Afghan Bordered Security forces, and killed an Afghan Soldier, Installations stopped for a while, and restarted, I issued a comment on that time (the India and Pakistan Kashmir fight arrived to Goshta District, after that the India and Pakistan fight would be in Afghanistan), it is good that the Afghan Analysts come to the point and stated that the Pakistan and India fight started in Afghanistan, it is reported in the international media.

Afghan Politician should know and deeply thing about this conflicted issue, and will not allow India and Pakistan to use The Afghanistan soil/earth for their own aims and benefits, and will not allow revenge of each other in Afghanistan.

Officially the Pre-Karzai time is ended, and he is not official president any more, International community and region knows better, so no need such kind of statements in official Indian Prime Minister Swearing-in ceremony.

The Pre-Karzai failed politician in last 12Years, this time Obama didn’t meet with Karzai in Kabul, Obama came to Bagram-Kabul, but don’t want to meet with Karzai, as Afghan civilian knows, Obama thinking he came to his occupied land (Kabul), so according the sensitive situation he called to Pre-Karzai, and talked via phone, what does it mean? Obama can to talk with Karzai from America via phone, and can to have a video conference?

American and Particularly Obama knows better that the Pre-Karzai time is ended, he will be set as a symbol for a few months, so he looked littleness as a slave to Karzai.

Important, Americans usually using their spies and slaves till they have benefits, when they get and use slaves, later on ignoring and despised.

Hope the upcoming president will learn and get experience, how Karzai made a leader? How much power given to him? And recognized as an International garland, and finally ignored by those (America) who made him as a powerful person, everything during last 12 years were artificial in Afghanistan, even official and politician, media and progress of telecommunication and construction.

The new president is important to American till he singing BSA, and to working for the benefits of America, and to need America to him, when he is also recognized that he is not useful for the purpose and aims of America, he will be ignored and despised and will be used as slave.