روز جهانی زن در میانۀ بحران و عقبگرد تاریخی

اعلامیۀ سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان به پیشواز هشتم مارچ، روز…

نه به جنگ، نه به استبداد؛ راه ما رهایی اجتماعی…

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان در مورد جنگ امریکا-اسرائیل با…

زردشت نیچه؛ پیشگویی تراژدی ایرانی؟

Friedrich Nietzsche (1844-1900) آرام بختیاری تراژدی ایران، یا شیعه ایرانی، از زبان…

جنگ با ایران؛ معادله برنده و بازنده در ترازوی ژئوپلیتیک

نویسنده: مهرالدین مشید تهران خشمگین در نبرد برای بقا این نوشته با…

کوتاه خاطره هایی از مسکو

(کمیته سرتاسری سازمان دموکراتیک جوانان افغانستان، فستیوال جهانی جوانان و…

اعلامیه در محکومیت جنگ ارتجاعی میان پاکستان و افغانستان

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان جنگ و صف‌آرایی نظامی میان قدرت…

بوی ریا 

برسد کاش به تو یار چو پیغام کنم  وصفی از لعل…

               کاروان وحدت 

بر خیز تا هم آ ییم ، با  کاروان وحدت  جا…

دوست دارم این وطن را !

امروز زمان آن فرارسیده است که مردم افغانستان یک‌صدا بگویند…

زبرځواکونه څنګه په نورو هېوادونو خپل نفوذ ساتي؟

ليکنه: حميدالله بسيا په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower…

افغانستان در مدار واگرایی؛ تراژیدی‌های اجتماعی، سیاسی و رسانه‌ای

نویسنده: مهرالدین مشید با ادعا های فراتر از « پنج چاریک»…

آیا طالبان دروغ می گویند یا وزارت خارجه ی روسیه؟ …

  نوشته ی : اسماعیل فروغی       بتاریخ بیست و سوم…

د سعوديانو او تر دوی بر لاسونه هم بيا د…

عبدالصمد ازهر                 …

چهل و یکمین سالگرد وفات مولانا داکتر استاد محمد سعید…

روز پنجشنبه مورخ « هفت حوت سال ۱۴۰۴ هجری شمسی…

محکومیت تجاوز نظامی پاکستان بر افغانستان

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

وزیر دفاع پاکستان؛ از ناگفته های ساختاری تا راهبرد های…

نویسنده: مهرالدین مشید سیاست ابهام استراتژیک پاکستان؛ ازاعتراف‌های تاکتیکی تا ناگفته‌های…

بمناسبت روز های جهانی عدالت اجتماعی و زبان مادری

بنام خداوند حق و عدالت هموطنان گرامی، ۲۰ و ۲۱ فبروری روز…

مارکوس تولیوس سیسرو

هغه د لرغوني روم فیلسوف، سیاستوال، وکیل، ویناوال، شاعر او…

مبانی نظری عدالت اجتماعی

نور محمد غفوری بررسی نظریه‌ها و رویکردهای معاصر چکیدهعدالت اجتماعی از بنیادی‌ترین…

اینشتین؛ جمهوری خواه، سوسیالیست احساسی

Albert Einstein (1879-1955) آرام بختیاری آلبرت اینشتین: دانشمند، فیلسوف، هومانیست، جهان وطن.  آلبرت…

«
»

د غرض لاسونه 

د سمیع الدین افغاني لیکنه

دا یو څرګند حقیقت دی په کومه ټولنه کې چې نفاق او تــربګنۍ وي طبعي ده چې د خلکو د بد بختیو اصلي عامل همدا تربګنۍ او چرته چې یوالی او ورورګلوي وي هلته بریا او نیکمرغۍ  خدای پاک د خلکو نصیب ګرزوي چې دا اصل د کورنۍ نه راوخله بیا تر کلي کور،ولسونو،هیواد او د بشریت په کچه د منلو وړ خبره ده ٠ 

 کله کله دځینو بشري ټولنو یوالی داسې کیدای شې چې د نوروپه ګته یا زیان وي هغه داسې چې ډیری تیري کوونکي هیوادونو دخپلو خلکو په یووالي سره دنورو حقوق تر پښولاندې کړي او دنور انسانانو حقوق  غصب اودهغوی هستي او شتمنۍ تباه او د هغه خلکوحیثت ته یې په سپکه کتلي چې د نړی استعمار ګره سیاستونه ددې مثال ژوندۍبیلګې دي ٠

اوس که راشو او دخپلې ټولنې او خلکوتاریخ ته ځیر شو نــو دا به ټولو ته معلومه و ي چې د تاریخ په اوږدو کې ددغسې اشغالګریـــو او په وطن کې د ځان ځانی او تر بګنیو پــه نتیجه کې دا وطن د تاریخ په اوږدو کې  د اشغال د مستقیم اوغیر مستقیم ډول د منافع دخوندي ساتلو میدان ګرځید لی او زمونږ د خلکوسره داسې جفاوې تر سره شوي چې د نورو ټولنو په تاریخ کې به داسې نارواوې کمې تر سترګو شوې وي٠ 

دا یوه څرګند حقیقت دی چې زمونږ هیواد په اوسنی حساسه تاریخي مرحله کې زمونږ د خلکو یووالی او پیوستون ته اړتیا لري اومونږ داسې حرکت او پوه لیډر ته اړتیا لرو کوم چې زمونږ هیوادوال او پرګنې پدې څو لسیزو کې پـه مختلفو ډلو تظیمونـــو اوپـارټیو تقسیم کړل شوي د ملي مصلحت تر شعار لاندې سره یو او متحد  کړي تــر څو وکولای شو ددې ناخوالود له مینځه وړلــو لپار عملي ګامونه اوچت کړای شي٠

اوس اوس ددې ترڅنګ چې اوږدې جګړې زمونږ د خلکو هـرڅه تباه کړي خو دخلکو سیاسي پوهاوی واقعا داحسا س وړ دی ، او س د افغانستان خلک پـــدې پوهیږ ي چې یواځې د ولسونو یووالی دی چې کولای شي ستونزې حل اوپه هیواد  کې دورورګلوي او ترقي اساس کیښودل شي۰ 

په ډیرخواشني سره باید وویل شي چې یو شمیر اجنبي افغان نما مصنوعي لیډران  په ډیر هوښیاری زمونږ په وطن کې د پردو ګټو پلانو نه طرحه او په ډیره سپین سترګی د پردو استخباراتي ادارو په اشاره ، مادی او معنوی ملاتړ نورهم غواړي زمونږ په هیواد کې  تراژیدیو تـه دوام ورکــړي اودوی هغه خلک دي چې تر پرونه پوری یی د افغان ولس د یو واحد وطن د د ورور وژنې او نورو ته دپنځمې ثوبې خوبونه لیدل اواوس ظاهرا د افغانیت چيغې وهي او په عمل کې غواړي  پدې بهانه او پلمه د افغانانو په حاکمیت او سرنوشت لوبې وکړي او زمونږ هیواد د پردو ولکې لاندې بوځي چې دا ارمان به خپل ګور ته له ځانه سره یوسي۰ 

 کله چې زمونږ په هیواد کې د ډیموکراسي نـاری سورې پورته شوې ، دې مغرضو سیاستوالو د موقع څخه ګټه پورتــه کړه او د خپل قـــدرت او منافعو د خـــوندي ساتلو په مقصد د هر چا سره د معا ملو تړونونه لاسلیک کړل او داسې ښکاري چې حتی داسې معاملې هم روانې دي چې د ډیورن ګرغیړنې کـــرښې د رسمیت پیژندلو تــه هم لاس اچوي۰ 

همدغه کړیو بیا د روسې سره دپخواني شوروی د جنګی جنایتونودغراماتو د بښولوتیاري ښودلې اوکله بیا د خپلو ځاني ګټو د ساتلــو په مقصد دایران او پاکستان له ګریبانـه سرونه  را پورته کړي اودهغوی د شوموپلانو د تطبیق لپاره په میلینونو دالر او نورو امتیازات تر لاسه او په ډیر سخاوت مندانه او آزاد لاس یې مصرفوي ٠ 

زمونږ هیواد وال شاید دې ټکې ته پام کړې وي چې یــو شمیر مغرضه سیاست وا ل غـــواړي زمونږ هیواد نه د مختلفو پوچوسیاستونـو دتطبیق لابـراتـوار وګرځوي او غـواړي چې پدې وطن کې پداسې شرایطو کې چې باید ددې وطن د بچیانو او دټــولو قومونو او پرګنو دیووالی لارې چارې ولټول شي بلکه داسی شعارونو لپاره کار کوي چـې په وطن کی د بې ثباته کیدو ، بېباوریو او اختلافاتو ته نور هم لمن ووهي تر څو پدې ملک کې دسولې او وروری فضا همداسي کمرنګه وساتي ٠ 

داسې کړه وړه څه تصادفي خبرې نـدي بلکه دا هغه منظم پلانو نه دي کوم چې دپردوڅخه یې تر لاسه کوی او غواړي چې د خپلو تشکیل شوو کړیو له لارې زمونږ په هیواد کـې عملي کړي ٠

زما په اند په اوسني خاصو شرایطو کې  د وطن د هر اصیل بچي دا ملي او وطني دنده ده چې دوطن ملي مصالحو ته په پام کې نیولو سره د داسې غیر مسؤلانه اهدافو په مقابل کې خپله وطني او ایماني مسو لیتونه تر سره کړي او اجازه ور نه کړي چې د وطن دښمنان زموږ دپرګنو اوولسونو ملي یو والی او استقلالیت زیانمن کړي او او اجازه ورنکړي چې د غرض لا سونه نور هم زمونږ دبې ګناه ولسونو او خلکو پـــه وینوسره او هره ورځ په وطن کې د افغان وژنې سلسله او تراژیدیوته دوام ورکړي ٠

بادرده هیوادوالو هر چرته چې یاست مه پریدي چې زمونږ د هیواد او د سولې دښمنان د سولې تر نامه خپل شوم اهداف ته ورسیږي مونږ باید خپلې سیاسي هوښیاري او دهرڅه نه دمخه خپل منځني اختلافونو ته د پای ټکی کیږدو او په یو واحد قوت د دښمن دسایسو ته یو موټی شو تر څو د غرض دا شوم لاسونه ونشي کړای زمونږ په هیواد کې خپل شوم اهداف عملي کړي۰ 

په وطن کې د یوې سراسري او متمئنې  سولې او ورورګلوۍ په هیله ٠

ومن الله التوفیق

ای قهرمان ملته

دګران وطن د لوی افغان ټبره

په لر او بر پروت قهرمان ټبره

پاڅئ یو موټی یوقوت شئ سره

پښتون،تاجک د نــورستان ټبره

د هــزاره ازبک تــرکمن پــرګنو

ای د امــو نــه تر بــولان ټبره

نن ستاسو پوهه متانت دی پکار

د قندهار، غــور ،سمنګان ټبره

راځۍ په ګډه خپل وطن جوړ کړو

ای په بادغیس پروت په لغمان ټبره

په ننګرهارکه په زابل کې میشت دي

د پکتیا ، خوست، بدخشان ټبره

ټول ای زمونږ درانه، خواره قومونو

میشت په زابل اوپه جوزجان ټبره

*********

څو به ګیله ددې حالت  کوومونږ

سره یو موټی شو همت کـوو مونږ

دلته کې څه تیرشوي څه تیریږي

لدې حالاتو شکایت کــوو مـونږ

دا د لسیزو مــاتمــونــو لــړۍ

ټولې نړۍ ته حکایت کوو مونږ

د یو پاڅون او د خلاصون په خاطر

په لر او بردا مصلحت کو مونږ

داسې حالت نور د زغملو نــدی

لا به تر څو ژوند د غفلت کوو مونږ

*********

لــږ شئ دخوبــه را بیدار ولسه

ای مدبــر، اتل ،هوښیار ولسه

سره یو موټی یو قوت که نشوئ

شئ به محتاج د هر اغیارولسه

ته وې فاتح ته وې باتور د زمان

د تــاریخــونــو افتخــار ولسه

*********

پاڅئ را ویښ شئ ولسو ته ګورئ

تاسو دپلار، نیکو شملو ته ګورئ

ټول نن په ویر او په ماتم ژړیږي

ته لــر او بــر دا پښتنو ته ګورئ

دي کــور او کلي مالتونه په غم

دا نــور قومونه پرګنو ته ګورئ

اوس دې په ژبو او قومو بیلوي

تاسو غلیم مکراو پلمو ته ګورئ

ستا د نیکونو حماسې معلومې

هغو پاکو زړونو کارنامو ته ګورئ

دپاکو هیلو، ارمانونو منصور

دا په وطن شهید بچو ته ګورئ

*********

ددې بــدیــو انتقــام پــکار دی

دغو ناخوالو ته انجام پکار دی

څوبه د غم نارې سورې وي دلته

مونږ ته بادرده پوه زمام پکار دی

نور په دوکو تشو وعدو څه نشي

پردي صفتو تــه لږ پــام پکار دی

چې مو نورخلاص لدې ظلمت کاندي

یــوبــا تدبیره انسجام پــکار دی

نــور بــه یــو کیږو د بــقــا لپاره

پوهه اخلاص رښتینی ګام پکار دی

افغاني هیلو ارمــانو پــه خــاطر

دغه نا خوالو ته فرجام پکار دی

——————————

شاعر : سمیع الدین افغاني