نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

ابو نواس اهوازی؛ نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی

(بخش 1)، علی میرفطروس ۳۱٫ شهریور ۲۵۸۵ شاهنشاهی هم باده، گوارا وُ هم…

نگاهی هنری و زیبایی‌شناختی

به آثار آیبک (موسی تاش‌محمدوف)  نویسنده بزرگ ازبکستان دوران شوروی برگردان. رحیم…

افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

«
»

د علماوو د سولې اړوند اعلامیه

نظرمحمد مطمئن

له انګلیسې متن څخه پښتو ته ژباړه

د درې اړخیزه علماوو غونډه

افغانستان – اندونیزیا – پاکستان

د افغانستان سوله او ثبات

بوګور ښار، ۲۵ شعبان ۱۳۳۹ هـ ق، ۱۱ مئ ۲۰۱۸ ز. کال

—————————————————————————————————————

بسم الله الرحمن الرحیم

 

فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ  الْآخِرِج ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (سورهٔ نساء-آیهٔ ۵۹)

ژباړه: كه ستاسې تر مينځ په كومه چاره كښې شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته ور وګرځوئ،  كه رښتیا تاسې پر الله ﷻ او د اخرت په ورځ ايمان لرئ. همدا كار غوره او په انجام کې ډیر ښه دی.

 

موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت، د اندونیزیا جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت علماء د شعبان ۲۵مه ۱۴۳۹ هـ ق کال ( مئ ۱۱مه ۲۰۱۸) د اندونیزیا په بګور ښار کې سره را ټول شوي یو، تر څو پر هغو ستونزو بحث وکړو چې زموږ افغان وروڼه او خویندې او د نړۍ نورو برخو کې مسلمانان ور سره مخ دی.

 

د وحدت او یووالي د اصولو د لارښوونې، او همدارنګه د اسلامي ورورولۍ د اصولو او تګلارې له مخې موږ د افغانستان او اسلامي نړۍ د سولې په ټینګښت کې د مرستې کولو ژمنه کوو.

 

د لیسزو په پام کې نیولو سره ، په افغانستان کې زموږ وروڼه او خویندې د اوږدې او سختې ازموینې او مصیبت سره مخ شوي. د ټولو ستونزو سره سره، دوی هیڅ کله د سولې لپاره په مبارزه کې نهیلې شوې نه دي. دوی د یو پیاوړي ملت او د پوخ باور لرونکي مسلمانانو په توګه د انساني ژوند استقلال او نیکمرغۍ غوره نمونه وړاندي کوي.

 

سولې ته د رسیدو لپاره، موږ د قرآن کریم او سنت په رڼا کې د یووالي او اتحاد د لارې  مبارزه او هڅې کوو. موږ د یوه سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره خپل ملاتړ څرګندو، همدا ډول مشوره کوو چې علماء څه ډول کولای شي چې د سولې د ښه چاپیریال را منځته کېدو لپاره د سولې پروسه کې ښه رول ولوبوي.

 

ټینګار وشو چې زموږ د هڅو بنسټ؛ د امت یووالی او یو صف ساتل داسي لکه په لمانځه کې چې مسلمانان په یو صف کې دریږي، مسلمانان باید یو بل سره اوږه په اوږه ودریږي، علماء باید په ګډه  کار وکړي چې د ستونزو له منځه وړلو او تشو (خالیګاوو ډکولو) لپاره همدوی (علماء) د اسلامي امت لپاره پُل جوړ شي.

 

خپل ځانو ته یادونه کوو چې الله ج موږ ته حکم کړی: ” او تاسي ټول د الله ج په رسۍ  منګولي ولګوئ او ګوندي (بېلول، پاشل کېدل) مه کوئ” ال عمران ۱۰۳ ایه.

راځئ چې همدا رسۍ ټینګه کړو، نو د الله ﷻ رحمت او برکت به بیرته په موږ  وشي.

هغه ټکې چې توافق ورباندي وشو:

۱ –  اسلام د سولې، روڼتیا او یووالي دین دی. د اسلام کلیمې اصلي ريښه له عربي (سلیماً) کلیمي څخه اخیستل شوی،  چې معنی یې سوله او خلاصون (نجات) ده، په اسلام عقیده لرونکې باید د رحمت او رحم په اړه د ژور غور او فکر لرونکي وي.

۲ –  د اسلام اساسي او رښتوني پېغام د سولي، رحمت او رحم پر اصولو ولاړ دی، له همدې امله موږ پېغام پاکستان، افغان اعلامیه او د سولې اړوند د اسلامي نړۍ د علماوو د هلو ځلو ملاتړ کوو؛ هغه هڅې چې د سولې، اسلامي وروولۍ او د تاوتریخوالي او ترهګرې د مخنیوي لپاره دي.

۳ –  سوله د الله ﷻ حکم او امر دی، مسلمانان مکلف دي چې د دوی په ژوند، په لیک او د ژوند تګلاره او روح کې یې عملي کړي. د مسلمانانو تر مینځ ټولې شخړې او لانجې باید د قران او سنت په رڼا کې حل شي.

موږ دیني عالمان، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر لخوا د فبروری په ۲۸مه ۲۰۱۸،  د کابل سولې پروسي د سولې او بیا پخلاینې د وړاندیز ستاینه کوو.

موږ همدارنګه د سیمه ییزو هیوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ستاینه کوو چې د افغانستان د سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

۴ – موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د مناسب چاپیریال غوښتنه کوو او په ټولو اړخونو ږغ کوو چې د سولې مخامخ خبرو پروسې سره یوځاى شي، ځکه چې د سولې اساس په قرآن کریم کې “شورا” د مشورې په نامه یاد شوی دی. او لکه څنګه چې د الشوری سورت  په 38 آیت کې اشاره شوې.

” د مؤمنانو هر کار په خپل منځي مشورې سره وي.”

۵ – د پېغمبرانو د وارثانو، د قران او حدیث په تفسیر کې د مستند ږغ په توګه، دیني عالمانو (د  محمد ، رښتوني وارثانو) په اسلامي ټولنو کې مهم رول ولوباوه؛ ترڅو د اسلام د ریښتینې او فطرې بڼې ساتنه وکړي. دا چې محمد  رحمة للعالمین دی، له همدې کبله علماوو دغه درانه امانت پورته کولو ته خپلې اوږې ورکړي، ترڅو هغه لوړ اخلاقي اصول وساتل شي، اسلامي او انساني ورولۍ ته وده ورکړي.

۶ –  علماء ورثت الانبیاء دي، د سولې نړیوالو اسلامي ارزښتونو، روڼتیا، ټولنیز عدالت او اعتدال ته د ودې ورکولو مسولیت لري، او همدارنګه د اصولو پلې کول د یادو لارښوونو، معیارونو د منلو او نظر کې نیولو سره د علماوو دنده ده.

۷ – د اسلامي امت علماء، په ځانګړي ډول د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان په څیر هیوادونو علماء، د مسلمانو هیوادونو اړوند چې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي؛ په اړه یې ژور پوهاوی لري، همدوی کولای شې چې د سولې او یووالي برخه کې په اسلامي نړۍ او ځانګړي ډول افغانستان کې مهم رول ولوبوي.

۸ –  د قران کریم او محمد  د احادیثو په رڼا کې، د علماوو د لارښوونو پر بنیاد په ژوند او چارو کې منځنی حالت (وسط)  غوره ګڼل شوی دی.

محمد  فرمایې: په سمه لار ولاړشئ او اعتدال غوره کړئ ، د ورځي ، ماښام او دشپي په کومه برخه کي عبادت کوئ او خپل اصلي مقصود (جنت)  ته ورسيږی . اتم جلد ۴۷۰ حدیث، بخاري شریف.

۹ – موږ تایدوو چې تاوتریخوالي او ترهګرۍ د هیڅ ډول مذهب، قومیت، تمدن یا قومي ډلو سره تړاو نه لري، تاوتریخوالی، افراطیت او تروریزم، ټولو د ملکي وګړو ضد کړنو او او انتحاري بریدونو ته شاملیږي، کوم چې د اسلام د سپیڅلو اصولو مخالف دي.

۱۰ – د امت د یوې کورنۍ په توګه، موږ د سولې د ټولیز بهیر ملاتړ کوو او د سولې پروسې لپاره په منظم ډول د مرستې لپاره چمتو یو، په داسې حال کې چې د سولې اړوند بېلابېلو هڅو او وړاندیزو په نظر کې نیولو سره یوه سمه  او مناسبه حل لاره د افغان سولې لپاره پيدا کړو.

لکه څنګه چې په لاندې ډول قران کریم او احادیثو کې ذکر شوی:

  • یقیناً مؤمنان (سره) وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو منځ کې سوله کوئ او د الله ﷻ څخه وویریږئ ترڅو رحم درباندي وکړل شي.  قران کریم، سورة الحجرات، ۱۰ ایت
  • رسول الله ﷺ وفرمایل: داسې ستر عبادت در وښیم چې له روژې، لمانځه او زکاته یې درجه لوړه وي؟
    هغوی (صحابه وو)  وویل: ولې نه، محمد وفرمایل: هغه ستر عبادت د مسلمانانو ترمنځ روغه جوړه ده. ځکه د زړونو ترمنځ د فساد لپاره شیطان تخریب کوي. د ترمذي حدیث
  • د مؤمنانو مثال يو و بل ته په نږدېوالي، يو بل باندې رحم کولو او همدردۍ کې داسې دی لکه د يوه جسد، کله چې د بدن يو غړی په عذاب او درد شي، ټول بدن ورسره نارامه وي. بخاري شریف ۵۶۶۵ حدیث

 ۱۱ –  په دې اړوند موږد افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو رول د سولې د ودې او پرمختګ برخه کې ، د علماوو ترمنځ د قرآن، سنت او اسلامي لارښوونو په رڼا کې د همږغۍ او اسلامي وروولۍ  د پیاوړتیا په برخه کې؛ ورڅخه ننګه کوو.

۱۲ – موږ د اندونیزیا د حکومت  څخه مننه کوو چې د دریو هیوادو او اسلامي نړۍ د علماوو ترمنځ د همکارۍ د رښتونې پروسې د پېل کولو لپاره یې مرسته وکړه.

الله ﷻ دي زموږ نیک عملونه قبول کړي.

بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ

بلکې الله ج مو مل او ملګری دی او هماغه تر ټولو غوره مرستندوی دی. سورة العمران ۱۵۰ ایت

 

بګور ښار، د مئ میاشتې ۱۱مه ۲۰۱۸

 

د افغانستان د علماوو د ډلې مشر د پاکستان د علماوو د ډلې مشر د اندونیزیا د علماوو د ډلې مشر

مولوي عطاء الله لودین پروفیسور دکتور قریشي شهاب دکتور قبله ایاز