افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

جنگ های فناورانه وفکری در عصر جدید ، بررسی جایگاه…

مقدمه . إِنْ يَنْصُرْكُمُ اللَّهُ فَلا غالِبَ لَكُمْ وَ إِنْ يَخْذُلْكُمْ…

خطر متافیزیگ نادیده گرفته شد

Metaphisiker. آرام بختیاری فلسفه متافیزیک؛ رونق دین، اعتراض سکولاریسم.  نوع تفکر متافیزیکی در…

مرگ چیست؟

برهان الدین « سعیدی »  به روز مرگ چو تابوت من…

وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

«
»

د طالبانو هوايې خبرې د هوا ګزول

ورسته له هغې چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ بین الافغاني خبرې وشوې او په بريا پايته ورسيدې؛ ليدل کيږي چې له وسله والو طالبانو سره هم په قطر کې د افغان حکومت خبرې تر سره شوې دي. اوس یو شمېر افغان شخصیتونه وايي چې د طالبانو د قطر د دفتر له غړیو سره یې درې ځلې خبرې کړي او دا ډله نور د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار نه کوي. د ولسي جرګې غړی سید اسحق ګیلاني وايي، د طالبانو د قطر له دفتر او دغه راز د کوټې له شورا سره یې تماسونه نیولي دي. د نوموړي پر وینا، د طالبانو د قطر د دفتر غړیو ورته ویلي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې دې په ټولو تصویب شویو قوانینو له سره غور وشي او هر هغه قانون چې له شریعت سره په ټکر کې نه وي، ورسره مخالفت نه لري. ګیلاني وايې طالبان دغه راز د موقت حکومت د جوړېدو غوښتنه لري او وايي چې د موقت حکومت له جوړېدو وروسته دې په دوو کلونو کې ټاکنې وشي. افغان حکومت او وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم وسله والو طالبانو د سيد اسحق ګيلاني د خبرو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو په ټوله کې که طالبان په رښتيا هم نور د لويو استخباراتي ادارو له مزدورۍ په تنګ شوي وي او له حکومت سره سوله کوي او د موقت حکومت او د ټاکنو غوښتونکي وي نو ځنې پوښتنې شته چې بايد وسله وال طالبان ورته ځواب ووايې.

  • تر اوسه خو وسله والو طالبانو له افغانستانه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل د سرې کرښې په توګه يادول؛ اوس يې څنګه په نظر کې ۱۸۰ درجې بدلون راغی چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو تيريږي؟
  • د اساسي قانون کومه ماده له اسلامي شريعت سره په ټکر کې ده؟
  • شريعيت اصلاً دوی څنګه تعريفوي؟
  • دوی خو انتخابات ناروا ګڼل او له رايه ورکوونکو خلکو يې ګوتې پرې کولې؛ اوس څنګه ورته انتخابات حلال شول؟

همداراز په ټوله کې د هيواد اوسنيو حالاتو ته د نظام د بدلون اړوند هم ځينې پوښتنې شته چې د طالبانو د نويو شرطونو د پوره کيدو پر وړاندې خنډونه جوړولی شي.

  • د هيواد اوسنيو شرايطو  او حالاتو ته په کتو آیا ددې زمينه برابره ده چې موقت حکومت رامنځته شي؟
  • آيا د ملي يووالي د حکومت مشران (ولسمشر او اجرايه ریيس) او امريکا د موقت حکومت له جوړيدو سره موافق دي؟

که د ملي يووالي حکومت په خپله دوه کلنه دوره کې د ولس رضايت هغسې چې لازمه وه؛ نه دی ترلاسه کړی خو بيا هم د هيواد اوسنيو سياسي او امنيتي حالاتو ته په کتو د وسله والو طالبانو نوي وړانديزونه د منلو وړ نه دي. ځکه موقت حکومت په همدې لسيزه کې افغان ولس تجربه کړی دی او يو ځل بيا يې د تجربه کولو غوښتونکي نه دي. اوسني حالات داسې برابر شوي دي ورځ تر بلې بدتري راتلونکې ده او بهتري نشته. که د ملي يووالي دا نظام بدليږي نو پرته له شکه چې د هيواد امنيتي او سياسي حالات به لا پسې کړکيچن شي او دښمن چې تيار په کمين کې ناست دی؛ له دې فرصته به پوره ګټه واخلي.

دويم دا چې نه د ملي يووالي حکومت مشران او نه هم امريکا د دې غوښتونکې ده چې په افغانستان کې دې موقت حکومت جوړ شوي. د ملي يووالي د حکومت دواړو مشرانو په ځلونو ويلي چې د حکومت دوره پنځه کلنه ده او هغه څوک چې د نوي يا موقت حکومت د جوړيدو خبرې کوي نو دا يې یو خيال او محال دی. همداراز امريکا هم په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړيدو طرفداره نه ده. ځکه د ملي يووالي حکومت د ولسمشرۍ د دواړو ټيمونو تر منځ د سياسي هوکړه ليک د لاسليک له مخې يې د دې حکومت بنسټ ايښی دی او دوی هيڅکله نه غواړي چې د دوی په نسخي جوړ شوی حکومت دې ناکام ثابت شي.

پر همدې دليلونو چې د اساسي قانون هيڅ ماده له اسلامي شريعت سره په ټکر کې نه ده، اوسنيو شرايطو ته په کتو د موقت حکومت جوړيدل ناشوني دي، او همداراز نه د ملي يووالي حکومت مشران او نه امريکا د موقت حکومت د جوړيدو طرفداران دي؛ په همدغو دلايلو ويلی شو چې د طالبانو د دريځ اړوند د ښاغلي سيد اسحق ګيلاني خبرې به تش د هواز ګزول وي او بس.

لیکنه : خوشحال آصفي