شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

نسل‌کشی هزاره‌ها یک پروژه چندوجهی بود که ریشه در سیاست‌های…

افغانستان سرزمینی نیست مانند روسیه و یا هند که بزرگ‌تر…

اگزیستنسیالیسم؛ آزادیاست، یا ترس و مرگ؟

Existenzphilosophie. آرام بختیاری فلسفه وجودی انسان؛ آزادی بورژوایی، یا رهایی جامعه؟ آیا انحلال…

۱۱ سپتامبر جهان را تغییر داد؛ زندگی من را نیز…

از صبحی که آمریکا را تغییر داد تا میدان‌های افغانستان؛…

د سیاسي فعالیت لپاره د ایډیا او رهبر جوړول

نور محمد غفوری (هیله من یم چې دا لیکنه د سیاست…

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

«
»

د شخصيتونو تخريب؛ د پنجاب بله لوبه

جنرال رازق یو افغان اتل

وروسته له هغې چې پاکستاني ملېشو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ  د لقمان او نظر په نامه سيمو کې له افغان اتلو سرحدي امنيتي ځواکونو لخوا شرمېدلې ماتې وخوړه؛  د ملګر ملتونو د ځورونې ضد کمېټې په يو راپور کې وويل چې، د زندانیانو د ربړونې له امله د کندهار امنیه قومندان باید تر عدلي څار لاندې ونیول شي. د دغې کمېټې مشر یینس موډویګ ویلي، جنرال رازق  زندانونو کې له زندانیانو سره زور زیاتی کوي، پولیس يې زندانیانو ته د برېښنا شارټونه ورکوي، معدې ته يې اوبه پمپ کوي، له نارینتوب يې غورځوي، زندۍ کوي يې او پټې توقیف خانې هم لري.

جنرال رازق پر ځان د لګيدلو تورونو د رد تر څنګ دا کار د ده پر وړاندې د نړيوالو استخباراتي ادارو دسيسه بولي. جنرال رازق وايې « دا راپور يو اړخيزه دی، دا د سيمې د استخباراتي کړیو کار دی، په دې سره غواړي موږ وپاشي، زه په دې اړه هر ډول داخلي تحقیقاتو ورکولو ته اماده يم، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه داسې راپورونه د خلکو په خوله جوړوي»

دلته مهمه پوښتنه دا ده چې د کندهار په امنيې قوماندان لګيدلي تورونه د کندهار د سپين بولدک د لقمان او نظر سيمو سره څه اړيکه لري؟

مخکې له دې چې يادې پوښتنې ته ځواب ورکړو؛ لومړی د کندهار د امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق په کاري وړتيا او شخصيت غږيږو. د کندهار امنيې قوماندان جنرال عبدالرازق له کلنو راهيسې د طالبانو او پاکستان په وړاندې خورا توندې څرګندونې کوي. آن په تازه کې د کندهار سپين بولدک په لقمان او نظر سيمو کې پاکستاني ملېشو ته د شرمېدلې ماتې ورکولو وروسته يې په تونده لهجه وويل چې په افغان خاوره کې هيڅ پنجابی ورته د زغم وړ نه دی. د پاکستان پر وړاندې د نوموړي همدا توندې څرګندونې سبب شوې چې پاکستان د نوموړي د تخريب او له منځ وړلو لپاره لاس په کار شي.

څه موده وړاندې چې په کندهار کې خونړی بريد وشو چې د اماراتو پنځه ډيپلوماتان او د هغوی سفير په کې ووژل شول؛ د استخباراتي معلوماتو له مخې نوموړی بريد هم د کندهار امنيې قوماندان جنرال رازق د وژلو لپاره چمتو شوی و. استخباراتي معلومات ښيې چې آی ايس آی د وسله والو طالبانو په مرسته د جنرال رازق د وژلو پلان جوړ کړی و، طالبانو هم په هغه هوټل کې دننه چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کړل؛ په کوم کې چې جنرال رازق ناسته درلوده. کله چې جنرال رازق هوټل ته ننوځي او طالبان پر نوموړي چاودنه کوي نو ګوري چې خوا کې يې اماراتي ډيپلوماټان ناست دي. په دې وخت کې طالب له آی ايس آی سره اړيکه نيسي چې له رازق سره اماراتي ډيپلوماتان ناست دي. له پاکستانه ورته امر کيږي چې خير دی دواړه والوځوئ. خو په دې وخت کې جنرال رازق ته زنګ راځي او نوموړی له هوټله د باندې وځي. په همدې مهال کې طالبان هم چاودنه کوي چې جنرال رازق په کې ساتل کيږي او اماراتي ډيپلوماتان وژل کيږي.

همداراز جنرال رازق په کندهار کې د طالبانو په مخنیوي کې ډېر مهم رول لوبولی او تل يې د طالب په څېر د پنجابي استخباراتو غلامانو ته ستره ماتې ورکړې ده. د جنرال رازق تر قوماندې لاندې د کندهار په څېر سرحدي ولايت چې د ترهګرو له ځالې پاکستان سره پر پوله پروت دی؛ په کې امنيت او قانون ته پابندي کوچنۍ خبره نه ده. همدا اوس  هم د کندهار امنيت د پلازمېنې کابل په پرتله څو وارې ښه دی. دليل يې هم د جنرال رازق سالم مديريت، له هيواد او ولس سره  د نوموړي مينه، په دنده کې رښتينولي، خاورې، ولس او قانون ته ژمنتيا او د پاکستان هر رنګه لوبې په مقابل کې کلک مقاومت کول دي.

پاکستان په ځلونو ـ ځلونو د جنرال رازق د تخريب هڅه کړې، پاکستان د رازق د بندنامولو لپاره د طالبانو په مټ د کندهار د شخصيتونو ترور ترسره کړی څو د رازق پر وړاندې د خلکو غبرګون راوپاروي. همدا څو ورځې وړاندې يې مشهور عالم او لیکوال عبدالغفور پیروز د طالب په لاس شهید کړ څو د سپين بولدک په لقمان او نظر کليو له جنرال رازق څخه د ماتې خوړلو غچ واخلي. وسله والو طالبانو په تېرو ۱۶ کلونو کې د کندهار څو زره دیني عالمان، قومي مشران او مخور په ورته ډول ترور کړي دي. همداراز د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې بيلابيلو بنسټونو پر نوموړي د فشار راوړلو او استعفا ته په مجبورولو هڅې کړې، آن کابو درې کاله وړاندې د فشارونو له امله د نوموړي د استعفا خبرونه هم خپاره شول.

د جنرال رازق پر وړاندې د پاکستاني استخباراتو دسيسه هر ځل شنډه شوې ده خو دا ځل يې د نړيوال بنسټ په مرسته د رازق د تخريب ناکامه هڅه وکړه. پر جنرال رازق د ملګر ملتونو د ځورونې ضد کمېټې لخوا خپور شوی راپور د پاکستاني استخباراتو په لارښوونه د افغانستان د تش په نوم د بشر حقونو په کميسيون کې له تعصبه ډکو څېرو په مرسته جوړ شوی او د جنرال رازق د شخصيت د تضعيف یوه هڅه ده.

افغان حکومت بايد خپلو اتلو شخصيتونو ته درناوي او د پاکستان د استخباراتي کړيو د شومو پلانونو د شنډولو لپاره د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق د نظامي رتبې په ورکولو سره د ټولو امنيتي سرتيرو روحيه پياوړې کړي. همدارانګه ملي شورا او نور بنسټونه هم بايد د هڅونې په موخه جنرال رازق او ورته نورو اتلانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړي.

لیکنه : خوشحال آصفي