کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

د سیاسی فعالیت اړتیا     

نورمحمد غفوری

بشری ټولنه په لویو واحدونو ویشل شوې چې ځانګړی هیوادونه جوړوی. هر هیواد یو ځانګړی سیاسي، اقتصادي او جغرافیایي واحد دی چې د اوسیدونکو ګټې او زیانونه یې شریک دي. د هیواد په داخل کې د هرې ټولنیزې ډلې کړه وړه په نورو باندې په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول اغیزه کوي. څرنګه چې د ټولنې هر وګړی د نورو د فعالیتونو څخه متأثره کیږي، نو د هغو په وړاندې بې تفاوته پاته کیدل او منفي یا مثبت بدلون نه ښودل د خپل ځان او ټول هیواد د ګټو په وړاندې بیغوري ده. د خپل ژوند د چاپیریال او د ټول هیواد د چارو په سمون کې برخه اخیستل د انسان د لوړ شخصیت او د ټولنیز- سیاسی شعور د پخوالی علامې دي.

د ټولنې په پرمختګ، بدلون او سمون کې هر څوک کولای شي چې د مختلفو لارو برخه واخلي. په اقتصادی ډګر کې بوخت کسان د هیواد د اقتصادي پیاوړتیا له لارې د خلکو د ژوندانه د سطحې په لوړوالي کې خولې تویوي. ځینی نور بیا د ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو او خدمتونو د وړاندې کولو په واسطه د خپل چاپیریال او ټول هیواد د چارو په سمون کې زیار باسي. خو د ټولنی د اصلاح او ترقۍ له پاره د سیاست په ډګر کې هلی ځلې تر ټولو نورو اغیزمنې دي، ځکه چې همدا سیاست او سیاسي فعالیت دی چې د اقتصادي، کلتوري او ټولنیزو فعالیتونو له پاره اساسي چوکاټ، قانوني زمینه او په محلي، ملي او نړیواله کچه د اقتصادي او ټولنیزو کلتوري چارو د سیالۍ او راکړې ورکړې ډَوَلْ ټاکی.

که په هیواد کې سیاسی بهیرونه د راسیستی مفکورو او قومی اصالتونو پر بنسټ روان وي، هیواد به د نفاق، بی امنیو، بد بختیو او ان د تجزیې خواته بیایي. په داسې حال کې یوازې اقتصادي او فرهنګي فعالیتونه د هیواد د سلامتیا، ثبات او پرمختګ له پاره ضمانت نه شي کولای. خو که د سیاست په سرکې داسې اراده، فکر او ځواک موجود وي چې د ټول هیواد عامې ملي ګټې تر قومي، ګروپي او شخصي ګټو غوره وبولي، کولای شي چې اقتصادي او فرهنګي بهیرونه په هیواد کې د ترقۍ، ملی یووالي او ټولنیز عدالت د رامنځته کولو په لوری وخوځوي. له دې کبله په سیاسی فعالیتونو کې د هغو کسانو عملی ګډون ډیر اړین دی چې د خلکو د هوساینی او د هیواد د سمسورتیا هیلی یې په زړونو کې څپې وهي.

د هر هیواد وګړي د اقتصادي، کلتوري، جنسیتي، دیني، سیمه ایزو، ژبنیو اړیکو او نورو معیارونو پر بنسټ پر مختلفو ګروپو او کتګوریو ویشل کیږي. دا د ملت لویې او کوچنۍ ډلې د هیواد په دننه په ټاکلي اقتصادي – سیاسي نظام کې یو له بله بیلې ګټې لري. د کار په ټولنیز ویش او د هیواد د مادي نعمتونو او معنوي شتمنیو څخه د ګټې پورته کولو امکان یې هم یو له بله بیل دی. د ځینو کتګوریو ګروپي ګټې کیدای شي چې په ټاکلو شرایطو او معینو حالاتو کې د نورو ګروپونو او یا عامو ملي ګټو سره په ټکر کې شي او یا دا چې د ځینوکړیو ګروپی ګټې بیا د یو شمیر نورو ګروپونو سره شریکې او د عامو ملی ګټو په چوکاټ کې جوړې وي. د دموکراتیک نظام په چوکاټ کې هر چا او هرې ټولنیزې ډلې ته د آزاد فعالیت او آزاد رقابت شرایط برابریږي.  په سیاسي ډګر کې د یوې او یابلې ټولنیزې ډلې د ګټو ساتندویان د هغو له استازو څخه جوړ شوي سیاسی سازمانونه او ګوندونه دی چې په سوله ایز او آزاد ډول له نورو سره د ولس د زړونو او مغزونو په تسخیر او پخپله خوا را اړولو کې آزاده سیالي کوي. څرګنده ده چې که د هر ټولنیز ګروپ سیاسي سازمان غښتلی وي، د سیاسي سیالیو په ډګر کې به بریالیتوب د هغو وي.

زموږ په هیواد کې هم د افغانانو تر منځ ډول ډول ټولنیز ګروپونه او قشرونه شته، چې ځینې یې په اوسنۍ پیچلې وضعه کې د همدې ناوړه حالاتو په دوام کې خپلې ګټې ویني. دوی خپل ځانونه د جګړو، قتل او قتال او وروروژنې له لارې دولتی چوکیو ته رسولي، د نړیوالو مرستو د چور او چپاول له برکته د دنګو دنګو بلډنګونو څښتنان شوي، د عامه شتمنیو د ورانولو او د ولس د غربت په قیمت ېې ځانونه د بانکونو او خارجي ملکیتونو څښتنان ګرزولي،  د مافیایی فعالیتونو او له خارجی استخباراتو سره د تړون په واسطه یې ځانونه د خلکو په اوږو سپاره کړی، د شر او فساد له لارې یې په  ولس کې نفاق اچولی، دولتي مځکې او د بیت المال نورې شتمنۍ یې لوټ کړې او د وسلو او پیسو په زور یې ولس برمته نیولی او په جهل کې ساتلي دی. همدا قشر د سیاسي، اقتصادي، اداري او مالي فساد سرچینه دي.  د شر او فساد، جنګ او جګړو، بې قانونۍ او ګډوډۍ په موجودیت کې د همدې قشر ګټې نغښتې دي او د همدې وضعیت دوام د دوی د زړه غوښتنه ده.

د دولتی چوکیو انحصار همدې ګروپ د وسلو او پیسو په زور پخپل لاس کې نیولی. د ولس د ارادې، رایو، غوښتنو او پریکړو تبارز ته موقع نه ورکوي او که په استثنایي ډول د ولس د ارادې د ښکاریدو کومه موقع هم برابره شي، همدا زورواکي یې هیڅ په پام کې نه نیسي او د ولس د پریکړو په عوض بیا هم خپله شخصی او ګروپی اراده او اغراض په ملت ور تپي. دا پنځلس کاله کیږی چې ددې ګروپ اړوندانو د ډول ډول مانورو له لارې د ملت په پښتورګو ګونډې وهلې دي. په هیواد کې د ملي سیاسی شعور د کچې ټیټوالي، د بیسوادۍ د سطحې لوړوالي، د خارجې استخباراتو سره ددې ګروپ د غړو تړون، خارجی لاسوهنو او داسې نورو عواملو د ملي سیاسي لویو او سراسری سیاسي جوړښتونو د جوړولو مخه نیولې او د شر او فساد د تسلط له پاره یې زمینه برابره کړې ده.

ددې کوچنۍ ډلې په وړاندې زموږ د ویاړمن ولس هغه لوی اکثریت قرار لري چې په جنګ او جګړو، بې قانونۍ او فساد، قومي شخړو او مافیایي حرکتونو کې یې سر او مال ته زیان اوړي. د  شخصی ظرفیتونو او استعدادونو د روزلو او څرګندولو او د وطن د سمسورتیا په لارکې د هغو د کارولو امکان نه ورکول کیږي، خپل او د کورنیو امنیت یې ډاډمن نه دی او په روان حالت کې عامې ملي او وطني ګټې هم په خطر کې ویني. دا د ولس غوڅ اکثریت چې بې پیسو او بې وسلو دی، له منظم او ځواکمن سیاسي حرکت او تشکُل څخه هم بې برخې دی. د دوی له بې نظمۍ، احتیاج او غریبۍ  د قومونو هغه ټیکه دار تاجران ناوړه ګټه پورته کوی، چې د همدې قومونو په خولو او وینو یې د ځانونو له پاره په لوړه سطحه ژوندونه جوړ کړي او د موټرو قطارونه او د ګارډانو پلتنې یې خلکو ته د زور، بې رحمۍ، قساوت او فساد ښکارندوی دي. همدا حالات د وطن ټول وطنپال زامن او لوڼې دې ته رابولي چې باید د سیاست ډګر ته را ودانګي او د خپلو شخصي، ګروپي او ملي ګټو د دفاع له پاره په منظمو سیاسی سازمانونو کې ځانونه تنظیم کړي.

زموږ د هیواد ډیره بدبختي په دې کې ده چې د تیرو پنځلسو کالونو راهیسې داسې کسانو د دموکراتیک نظام د جوړولو لارښوونه په غاړه اخیستې چې په ټول تیر تاریخ کې یې له دموکراسۍ سره کرکه او دښمنی لرله. نه له تیوریکی لحاظه په دموکراسۍ پوهیږي، نه د ایدیولوژیک لحاظه د هغو منلو ته چمتو دي، نه یې په کوم دموکراتیک نظام کې عملی تجربه زده کړی او نه یې د دموکراسۍ په پلی کیدو کې شخصي او ګروپي ګټې ساتل کیږي. د دوی د ناپوهۍ، عملی تجربو نشتوالی او د دموکراسۍ د عمدي سپکولو په خاطر، ولس له دې رژیم او په پایله کې له داسې دموکراسۍ بیزاره دی.

څرنګه چې نن په افغانستان کې تر زیاتې اندازې د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسی فعالیتونو د سیالۍ موقع شته، نو ټولو ملي، وطنپالو او دموکراتو ځواکونو ته لازمه ده چې له دې موقع څخه اعظمی ګټه پورته کړي؛ د سوله ایزې، قانوني او دموکراتیکی مبارزې له لارې د ولس د خدمتګار دولت په رامنځته کولو او د شر او فساد د عاملانو په پیژندلو او له واکه غورځولو کې کار او پیکار وکړي.

په پای کې د « هالګر بُرنر» دآلمان دسوسیال دموکرات جنبش سیاست پوه دا خبره را نقلوم چې زما ډیره خوښیږی او وايي چې « هغه څوک چې سیاست نه کوی، سیاست به ورباندې کيږی.» نو که موږ ځانونه له سیاسته ګوښه کړو، نور به پر موږ سیاست کوی او د ځان غوره مدني حق او واک به مو په سمه رضا خپلو مخالفینو ته سپارلي وي.