کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

د سولې له پاره د سیاف د وژلو غوښتنه – پګواش  غونډ‌ه

نظرمحمد مطمئن

ليکوال او شناند

د پګواش غونډې لومړۍ ورځ ځینې داسي خبرې وشوې چې اړینه ده افغان ولس ورڅخه خبر شي. خبرې به ګرده مهمې وي، زما له پاره پکې درې داسي ټکي دی چې غواړم ستاسي سره یې شریک کړم.

عمر داودزی چې د پخواني ولسمشر کرزي د دفتر رئیس، پاکستان کې افغان سفیر او بیا وروسته د کورنیوچارو وزیر و، لومړی ځل و چې د طالبانو سره په یوه مخامخ ناسته کې په دوحه کې ناست و.

د ۲۰۱۵ ز کال په ډسمبر میاشت کې ښاغلی محمد عمر داودزی امریکا ته تللی و، هلته یې د امریکا د بهرنیو چارو او ځینو نورو پټو ادارو له مهمو غړو سره ناستې درلودلي. 

ښاغلی داودزی هوډ لري چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې که کیږي یو مهم نوماند به پکې دی وي، له اوس نه یې خپل په ګټه کمپاین پېل کړی، په امریکا کې یې بېلابېلو امریکایې چارواکو ته د نورو خبرو تر څنګ دا هم ویلي ‌وو چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د راتلونکې ولسمشر کیدو له پاره به دده له نوماندي سره طالبان هم ستونزه ونه لري. دا ډول یې امریکایانو ته ډاډ ورکړی وو چې له ځینو طالبانو سره په اړیکه کې دی.

ښاغلي داودزي ځینو ځوانو سیاستوالو ته ویلي و چې د امریکا څخه له راستنیدو سره سم به یو لوی دفتر په کابل کې پرانیزي او خپلې سیاسي هڅې به په جلا ډول پېل کوي. ولي کله چې راستون شو مایوس ښکاریدی او امریکایانو ورسره د ده د توقع مطابق ژمنې نه وي کړي، د ښاغلي داودزي نیت و چې د کابل سربیره خپل فعالیتونه ولایتونو ته هم وغځوي. 

همدا لامل و بیا نو د حراست او ثبات په نوی جوړښت کې ورسره پاتې او له هغوی سره یوځای اوس د واک له پاره هڅې کوي،‌ په دغه نوی جوړښت کې ښاغلی استاد سیاف او ښاغلی‌ قانوني هم هیله لري‌ چې راتلونکې افغان مشرتابه کې مخکښ وي.

د ښاغلي داودزي سره امریکایانو ځکه په ژمنو کې شرطونه وړاندي کړل، هغوی له بېلابېلا نورو افغان سرچینو سره په امریکا کې اړیکې ونیولي،‌ د داودزي او طالبانو د اړیکو پوښتنه یې ورڅخه کوله،‌ هغوی چې په دي پوهیدل چې د کورنیو چارو پخواني وزیر رابطه نه درلودله او امریکایانو ته یو ډول دغه خبره ناسمه معلومه شوه، اوس به ښاغلی داودزی خپله ټوله هڅه کوي چې امریکایانو ته وښیې چې له طالبانو سره اړیکې لري.

داسي راپورونه هم شته چې د ښاغلی‌ داودزي نوم د پګواش کانفرانس په لومړني لسټ کې نه و، په وروسته وخت کې دغه نوم پکې ورزیات شوی و.

 

له طالبانو څخه بخښنه غوښتل

خپلې تیروتنې منل او پر خپلو تيروتنو اعتراف کول او بخښنه غوښتل د پیاوړو خلکو کار وي،‌ او همداسي په خپله خبر دریدل هم د ځواکمنو او ازادو سیاستوالو کار وي.

دوحه کې د پګواش دوېمه ناسته کې ښاغلي‌ داودزي د غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې طالبان مظلوم واقع شوې پر دوی ظلم شوې، په تیرو ۱۴ کلونو کې بېلابېل مشکلات ورته پېښ او له خپلو کورونو څخه پسي‌ واخستل شول،‌ زه د تیر وخت د کرزي د دفتر درئیس،‌ پاکستان کې د سفیر او کورنیو چارو د وزیر په صفت له طالبانو د حکومت د دغو ناسمو تګلارو له امله بخښنه غواړم.

ښه خو داوه چې د خپل واک په وخت کې یې داکار کړی وای،‌ که بخښنه یې نه غوښتلای اقلا د حکومت د ناسمو تګلارو څخه یې په ځینو وختونو کې یادونه کړي وای. مګر هلته خو دواک او ځواک خبره وه،‌ طالب تروریست او د وژلو وړ و.

ښاغلی دوادزی چې په پاکستان کې سفیر او کله به کابل ته راغی نو د معلوماتو شریکولو په موخه به یې له ښاغلي وحید مژده سره خامخا کتل، حتی څو ځله، خو کله چې د کورنیو چارو وزیر شو او مژده صاحب ته راپیدا شو ستونزو لا هم دوام درلود، هغه هم له دي کبله چې  ښاغلی مژده له طالبانو سره اړیکې لري، مژده صاحب چې هرڅومره هڅه وکړه چې دغه پخوانی سړی وویني خو په سیاستوالو باور کول خامي ده،‌ هیڅکله یې دده د وزارت د دندې پرمهال ونه لیدی.

بیا هم چې پګواش کې چې کومې خبرې داودزي وکړي موږ یې پرځای ګڼو چې په خپلو تیروتنو یې اعتراف وکړ، او په اصل کې دا امریکا په راتګ هم نیوکه ده چې هغوی دلته د مظلومو افغانانو د وژلو له پاره راغلي دي.‌

ولي کاش چې په همدې خپله خبره پاتې شوی وای، له همدې خبرې کولو اته ورځې وروسته یې لیکنه وکړه او ویې ویل چې له طالبانو مې بخښنه نه ده غوښتې.

ډاکټر فیض محمد ځلاند په همهغه تالار کې وویل چې کاش داودزي صاحب دا خبره د خپلې دولتي دندې پر مهال کړي‌ وای، او کاش هغه وخت چې پخواني ولسمشر کرزي په قطرکې د طالبانو د دفتر د پرانستلو مخالفت وکړ،‌ په هغه وخت کې یې کرزی له مخالفت څخه راګرځولی وای،‌ که کرزي مخالفت نه وای کړی اوس به مو د سولې اړوند ډیر پرمختګ درلود، او یا خو هغه وخت کې داودزي صاحب د احتجاج په ډول استعفی ورکړي وای او د حکومت په ناسمو تګلارو یې نیوکه کړي وای.

اوس هم کله چې کابل ته ځو امید دی چې داودزی صاحب په خپله خبره پاتې شي او ورڅخه ونه ګرځي، دا ډول نور پخواني او اوسني چارواکي هم وهڅوي چې د حکومت د ناسمو تګلارو اړوند په وخت څرګندوني وکړي. د ځلاند صاحب انديښنه پرځای وه، دادی داودزی صاحب له خپلې خبرې چې تر ۴۰ زیاتو د غونډې ګډونوالو مخکې یې له طالبانو بخښنه وغوښته اوس بیرته په شا شوې. ماته د غونډې ځینو ګډونوالو وویل چې اوس که دوادزی هر څه ووایې دا نو نور هم خپل حیثیت جرحه کوي ځکه موږ شاهدان یو چې ده له طالبانو څخه په روښانو ټکو کې بخښنه وغوښته.

 

طالبان دي استادسیاف ووژني

د ولسمشر اشرف غني تره قیوم کوچی د خپل وراره له ډیر صفت کولو وروسته او پر طالبانو له توندو نیوکو کولو سره سره یوه د زړه خبره هم وکړه،‌ هغه طالبانو ته وویل چې تاسي ظالمان یاست، بې ګناه خلک وژنئ، بې ځایه جګړه کوئ، ‌حکومت نه شئ نیولای، راشئ له حکومت سره یوځای شئ او زه په خپل وراره ویاړم چې په ډیر مهارت سره یې له ډاکټر عبدالله سره ګډ حکومت جوړ کړ.

ښاغلي کوچي وویل طالبان چې په کابل او نورو ځایونو کې بې ګناه عام افغانان وژني او غټ مجرمین نه وژني‌ دا زموږ له پاره د منلو وړ نه ده،‌ طالبان که رښتیا غواړي چې د افغانانو قاتلین او اصلي مجرمین ووژني نو مهرباني دي وکړي تر ټولو لومړی دي استاد سیاف او د هغه هم مثله ووژني. خينې ګډونوال وایې چې د استاد محقق نوم یې هم واخیست خو دغه نوم بیا نور ګډونوال نه تایدوي یواځي د استادسیاف د وژلو غوښتنه د کوچي له خوا تایدوي.

د طالبانو د هيئت او قطر دفتر مشر ښاغلي‌ شیرمحمد عباس ستانکزي د ښاغلي قیوم کوچي د استاد سیاف د وژلو د غوښتنې اړوند ځواب کې ورته وویل چې: موږ ټولو هغو مجاهدینو کشرانو او مشرانو ته په درنه سترګه ګورو چې پخواني شوروي اتحاد سره یې په جهاد کې برخه اخستي او کمونیزم یې د نړۍ له مخې ورک کړ. استاد سیاف د جهاد د رهبرانو څخه دی هغه له کمونسټانو سره جهاد کړی، موږ به هغه څوک وژنو چې د شوروي د یرغل پر مهال دهغوی غلامان او دهغوی له پاره جنګیدل، په اوس مهال کې د امریکا غلامان او د امریکا د ګټو له پاره له افغان ولس سره جګړه کوي، موږ به د هغو سیکولر کسانو سره هم جګړه کو چې له لویدیځ څخه راغلي‌او په افغانستان کې د سیکولریزم له پاره مبارزه کوي. 

ښاغلی کوچی! موږ پوهیږو چې لویدیځ غواړي زموږ او مجاهدینو تر منځ اختلافات لا زیات کړي او غواړي موږ په مجاهدینو او د مجاهدینو مشران په موږ ووژني ، موږ به هیڅکله د مجاهدینو د مشرانو وژلو له پاره د لویدیخ د دغي سیسي ښکار نه شو.

 

د ملامحمد عمر مجاهد فاتحه

کله چې د طالبانو د هیئت مشر پورته خبرې د پروان ولایت اوسیدونکي او د کرزي په وخت کې د وزارت مرسیتال او د شمال ټلوالي مهم غړي ډاکټر حسام الدین همراز واوریدلي، او مجاهدینو ته د طالب مشر درناوی او له مجاهد سره د میني‌او محبت څخه ډګې څرګندوني یې په داسي یوه مهمه ناسته کې په خپلو غوږو واوريدي هغه ډیر تعجب کاو، د ده سره نږدې ملګري ته یې وویل چې مرد است مرد، طالب مرد است

هغه نږدې د غونډې بل ګډونوال ته وویل چې د ستانکزي صاحب خبره دي واوریدله چې کوچي ته یې سخت جواب ورکړ او د مجاهدینو ډیر درناوی یې وکړ.

ډاکټر حسام الدین خپل مایک روښانه کړ او نوبت د خبرو هم دده و، هغه وویل چې مخکې له دي چې زه په خبرو پېل وکړم، زه غوښتنه کوم چې کوم ورور د قران کریم څو ایتونه تلاوت او ملامحمد عمر مجاهد ته دعا او دهغه فاتحه له موقع نه په استفاده همدلته واخلو.

هغوی چې د ملامحمد عمر مجاهد د مرګ پر مهال د حکومت مهم غړې و او په کابل او نورو ښارونو کې یې د ملامحمد عمر مجاهد پر فاتحه بندیز لګولی و، همدلته په تالار کې ناست او هیچا هم ددې خبرې مخالفت ونه کړ، د قران کریم ایتونه تلاوت او ملامحمد عمر مجاهد ته د مغفرت او جنت الفردوس غوښته له الله  ج څخه وشوه.

پاتې دي نه وي چې د فاتحې د غوښتنې اړوند د پګواش مشر ښاغلی پاولو هم ډیر متحیر و،‌ او هغه زیاته کړه چې عمومي فاتحه او دعا به وکړو.

له دعا او فاتحې وروسته بیا ډاکټر حسام الدین په خپلو خبرو پېل وکړ او د سولې اړوند یې رغنده خبرې وکړي.

 د کانفرانس د همدې ورځې د غونډې د پای ته رسیدو وروسته ډاکټر حسام الدین ته ښاغلي کوچي ګوت څنډنه وکړه چې تا یو ناسم کار وکړ،‌ ولي دي په عام تالار کې د ملامحمد عمرمجاهد د فاتحې غوښتنه وکړه.

 

د خبرو ازادي

په قطر کې د پګواش دوېمه ناسته یو ښه پرمختګ ګڼلای شو، د بېلابېلو افغان شکېلو اړخونو غړو په ناسته کې ګډون درلود، په پوره ازادي سره یې خپل نظرونه، غوښتنې او انديښنې یو له بل سره شریکولي،‌چې له دي جملې څخه د ملالۍ شینواري خبرې هم موږ یادولای شو، هغه خبرې چې د غونډې په ډیرو ګډونوالو ښې نه وي لګیدلي.

د طالبانو د نظام پرمهال یو ځل د لوی اختر د لمانځه د اداء کولو له پاره دخپلې ولسوالۍ عیدګاه ته ولاړم، هلته مې د خبرو له پاره اجنډا داوه چې د ښوونې او روزنې په اهمیت خبرې وکړم، خلک وهڅوم چې خپل اولادونه ښوونځیو ته واستوي او پوهې ته توجه وشي، ولي ولسوال زما څخه وغوښتل چې د تیرو حکومتو د نظامونو په جوړښت هم خبرې وکړم،‌ ما لومړی د ښوونې او روزنې په اهمیت خبرې وکړي، خو دوېمه برخه چې لاهم تر اوسه ماته پښېماني پرې راځي او د ولسوال فرمایش و، زما د خبرو هغه دروندوالی یې متاثره کړ.

ملالۍ شینواري مخکې له تګ څخه د ولسمشر غني باصلاحیته سلاکار ښاغلي ډاکټر اکرم خپلواک وروغوښتله، له هغې سره یې د پګواش کانفرانس اړوند خبرې وکړي او خپل فرمایشونه یې هم ورته ورکړل، شینواري وویل چې طالبانو ښځې مجبورولي چې په چادري کې غوا ولوشي (بیخې لوی تهمت دی)، دیته ورته نامناسبې او له ادبې چوکاټ څخه وتلي خبرې یې وکړي ، هغې ویل زه که مور نه یم،‌ تر اوسه مې واده نه دی کړی خو د مور عاطفه لرم،‌ تاسي د میندو زامن مه وژنئ،‌ دا ډول د خپلو ایمانو د ساتلو په موخه مو ښځو ته له کوره د وتلو او ښوونې او روزنې حق نه ورکاو. د خپل ځان ګناه څخه ساتلو له پاره مو ښځې په کور د کیناستلو قرباني کړي وي،‌  جالبه خبره یې دا هم وه چې که ځینې تلویزونونه ستاسي په آند ناسم پروګرامونه پر مخ وړي مهرباني وکړئ تاسي مه ورته ګورئ ، پدې معنی چې د عامو خلکو فحشا ته د تشویق مخه نیول نو ستاسي دنده نه ده.

د طالبانو ځواب داو چې د ښځو له پاره د زده کړې مصؤن چاپیریال چې د نارینه او ښځو اختلاط نه وي  حق لري چې پوهنتون ووایې، ماسټرې او دوکتورا وکړي د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په نظر کې نیولو سره خدمت وکړي.

باوري یم چې زما په څیر چې د ولسوال په فرمایش مې یوه برخه خبرې کړي وی اوس هم پښېمانه یم دا ډول به ملالۍ شینواري هم د فرمایشې خبرو په کولو پښېمانه وي‌ او یا خو به په راتلونکې کې پښېمانه شي. مګر هوښیاره میرمن ده د مزمل صاحب خبرو ته یې هم سم غوږ ونه نیو او د حاجی فرید د خبرو پر مهال له تالاره ووتله.

 

د ناستو تسلسل

د پګواش او هر نړیوال کانفرانس ناستې موږ ته دا چانس راکوي چې خپلې غوښتنې، انديښنې او ګیلې یو بل ته په مخامخ ډول وړاندي کړو، کلونه وړاندي‌ سوال نه پيداکیدی چې د افغان دولت د کورنیو چارو وزیر داودزی، د ماليې پخوانی وزیر شهراني، د مالیې او سوداګرۍ پخوانی وزیر احدي، د لویدیځ په غیږ کې رالویې شوې ځینې افغان میرمنې (چې پښتو او درې یې خبرې نه شوای کولای او په انګریزي یې خبرې کولي)، مدني فعالان او د بېلابېلو نظرونو لرونکې دي د طالبانو سره مخامخ کښینې او خپلې نیوکې دي په مخامخ او توند ډول سره د طالبانو مشرانو ته وړاندي کوي.

د همدې نړیوالو کانفرانسونو نتیجه همدا ده چې طالبان د تیرو کانفرانسونو په پرتله داځل خپلې خبرې ډیرې روښانه او په ۱۳ پاڼو کې یې په بېلابېلو سولې اړوند موضوعاتو بحث وکړ،‌ د ګډونوالو پوښتنو،‌اندیښنو او ګیلو ته یې په حوصله ځواب ووایه.

که دغه ډول ناستې تسلسل پيداکړي باوري یم چې یوه ورځ به بین الافغاني تفاهم د باور لرلو سره پېل او موږ به سولې ته ډیر نږدې شوې یو.