جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

«
»

د روغ او فعال دولت غوښتنه جدي ده!

 

 له ټولټاکنو روسته د افغانستان له ګوټ ګوټ او د افغانانو له هر قشر څخه که هغه نرینه یا ښځینه دی، ځوان پښت دی یا منځنی او په کور دننه او یا له هېواده بهر افغانان دي، په ګډه دا یو غږ پورته کیږي چې موږ یوه روغه، فعاله، ملي ګټو ته ژمنه او د وخت له غوښتنو سره سمه اداره یا دولت غواړو.

په نوې اداره کې د پخواني دولت، فاسدو چارواکو ته ځای نشته. هغه چارواکي چې لاسونه يي د خلکو په وینو ککړ دي، د خلکو ځمکې يي نیولې، د نیشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري، غله او لنډه غر دي په نوې اداره کې د منلو وړ نه دي!

بلخوا په نوې اداره کې باید داسې وزیر ونه ټاکل شي چې د هیواد هویت، تاریخ او ملي ګټو ته ژمن نه وي!

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د جهاد او مقاومت د میراثې په نوم، پخوانیو غلو او چپاولګرو، افغانانو ته په فساد ککړه او مافیايي ۱۳ کلنه اداره راپرییښې چې د څنډلو لپاره يي افغان ولس په ټولټاکنو کې رايي ورکړي او د خپلو رایو په پایله او د هغو پر بنسټ اوس د یوې روغې او فعالې ادارې غوښتنه کوي.

افغانانو د ملي یووالي د حکومت وړاندیز هم چې د افغانستان په اساسي قانون کې ځایګی او پېژند، نلري او نه په لومړي سر کې د داسې حکومت لپاره رايي اچول شوي، یوازې د هېواد د خیر ښېګڼې او د افغانانو ترمنځ د پیوستون د لا ټینګښت په موخه ومانه. د افغانانو په اند داسې حکومت به یوخوا په ټاکنو کې د بریالي اکثریت او ترڅنګ به يي د ملي یووالي په نوم حکومت کې د بایللي ټیم ګډون او ریښتیني همکاري د پخواني فاسد او چینجن دولت ویجاړیو او ختاوو ته د پای ټکی کیږدي او د روغې ادارې په رامنځته کولو کې به مرسته وکړي.

د ملي یووالي د حکومت نظریه او بیا د هغې پلیتوب په هیڅ شان د ټولټاکنو له موخو سره په مقابله کې چې په سر کې يي روغه او هیوادپاله اداره راځي، نه دی رامنځته شوې.

که ځینې کسان وغواړي چې د ملي یووالي حکومت د ټولټاکنو د موخو او لیدلورو د پلیتوب د مخنیوي لپاره وکاروي او یا دا یو د بل ضد وګڼي او یا داسې لیدلوري ته نور وهڅوي، لویه تېروتنه او له افغانانو سره ستره جفا کوي.

همداراز د ملي یووالی د حکومت رامنځته کېدا، د ملي اړتیا ترڅنګ باید په ټاکنو کې له بایللي ټیم سره د بریالي ټیم روغ نیت، میړانه او د مسئولیت زیات احساس وګڼل شي!

 د دیموکراسۍ او قانوني ارونو له مخې، ټاکنو کې بریالي ټیم په یوازې ځان د نوې ادارې د جوړولو حق او واک لري، خو که بایللي ټیم غواړي د انتخابي ادارې سره ګډ کار وکړي او له پټ او ښکاره اپوزیسیوني فعالیت او سبوتاژ لاس په سر شي او غواړي یوازې ملي ښېګڼو ته په پام په حکومت کې برخه واخلي، په روانو حالاتو کې د هېواد په ګټه ګڼل کېدای شي. په اوس حالاتو کې جګړه ځپلی هېواد درواغجنو اپوزیسیونو ته چې غواړي هم په واک کې غوښنه ونډه ولري او هم لکه چینجي حکومت له دننه خوري او چیچي، اړتیا نلري.

افغانان د عبدالله له ټیمه چې د اساسي قانون او د ترسره شویو ټاکنو له چوکاټه بهر يي د ملي ګټو په موخه، په نوې اداره کې  راشریک کړ، غواړي نوې ادارې ته دی هم، لکه د بدلون او دوام ټیم پشان وړ او اهل کسان چې لاس يي په تېر رژیم کې په فساد، غلا او د افغانانو په وینو نه وي ککړ، مسلکې پوهه او کاري وړتیا ولري، وروپېژني.

بلخوا د ملي یووالي حکومت کې د چوکیو د پنځوس پنځوس ویش افغانانو ته د منلو وړ نه دی او نه ښايی نوې اداره په داسې بې مفهومه وړاندیز رامنځته شي!

په نوې اداره کې باید کار اهل کار ته ورکړل شي!

افغانستان په کور دننه او هم د سیمې په کچه د لویو ننګونو او ستونزو سره مخ دی. افغان هېواد څو لسیزې په بې مفهومې جګړې کې چې د افغانانو ملي ګټو سره هیڅ تړاو نه لري، ښکېل دی. افغانان تر هرڅه مخکې، په کور دننه سولې او امنیت ته اړتیا لري. سوله او امنیت د یوه غښتلي او پیاوړي مرکزي دولت له جوړېدو پرته منځته نه شي راتلای. د داسې دولت جوړښت هم پخپل وار بې له توپیره د ټولو افغانانو شریکه دنده ده.

البته دلته د ملي یووالي حکومت جوړښت له ټولو مخکې د پورته یادو موخو لپاره په پام کې نیول شوی. پخوا له دې چې د ملي یووالی حکومت په لیرې پرتو او اوږدمهاله کورنیو چارو لکه په اساسي قانون کې تغییر، د ریاستي او یا پارلمانی نظام ناندرۍ، د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ګوتې وهنه او یا په ځینو نورو څنګنیو او یو اړخیزه غوښتنو بوخت او سرسام کړو، ښه به دا وي چې حکومت د سولې او امنیت په راوستلو او په کور دننه افغانانو ته په وړکار او فعالیت  بوخت وساتو. هغوی چې د ملي یووالي حکومت داسې وسیله ګڼي چې په مټ به يي د ملي او سراسري ګټو پرځای، یوازې ددوی یو اړخیزه او غرضي ګټې په پام کې نیسي، سخت تېروتلي دي! دا په هېواد کې سولې او امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ او خطر دی چې نوې اداره له اصلي ملي دندو او لوري کږه او په سمتي او فرعي غوښتنو بوخته پاتې شي

د ملي یووالي حکومت چې تومنه او ښېرازه يي ټولټاکنې دي، د افغانانو د پراخو ملي او سراسري ګټو د سرته رسېدو لپاره رامنځته شوی او افغانان به یوازې له داسې ژمن حکومته ملاتړ وکړي. د ملي یووالي له حکومته دا تمه چې د یوې ټاکلې کړۍ د ګوښه او سمتي موخو لپاره دې وکاریږي، اوبو ته خوب ویل دی!

لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه، د سیمې په کچه هم افغانستان له داسې نویو ستونزو، ننګونو او بلخوا فرصتونو سره مخ دی، چې پخوا هیڅکله هم په دې کچه نه وو لېدل شوي. افغانستان چې په وچه کې ښکېل او په پردیو جګړو کې لتاړ او ځپل شوی هیواد دی، د ګاونډیانو له بېلابېلو فشارونو څخه د وتون او ژغورنې لپاره نویو تګلارو او پالیسو ته اړتیا لري. په ټاکنو کې ولسمشر اشرف غني ته د افغانانو زیاته او غوړه رایه هم په دې لامل وه چې نوموړی به په کوردننه نوی دریځ او تګلار خپلوي او د هغو د پلیتوب لپاره به وړ او له فساده پاک کسان حکومت کې شریکوي. په نوې ادارې سره باید له هغه ځایه چې افغانستان په طبیعي توګه د سیمې منځ کې د یوه پله حیثیت لري، په اړیکو او پیوستون کې هم د سیمې هېوادو ترمنځ مرکزي رول ولوبوي.

  البته اشرف غني د واک په لنډ مهال کې د سیمې او هم په نړیواله کچه د اړیکو په سمون کې فعال رول اداکړ. چین ته سفر او چیني واکمنو سره په سیاسي او اقتصادي برخه کې د همکاریو څلور هوکړه لیکونه ددې خبرې څرګند ثبوت دی. همدارنګه سعودي عربستان او پاکستان ته د نوي ولسمشر سفرونه د فعالې بهرنۍ پالیسې زیری ورکوي.

نن سبا چې د نوي کابیني د جوړښت په اړه تود بحث جاري دی، افغانان له دواړو ټیمونو غواړي چې راتلونکی حکومت دې یوازې پخپلو ټیمونو پورې تړلی ونه ګڼي. په واک کې دې نور افغانان هم شریک کړي. بلخوا افغانان په هیڅ بیه نه غواړي چې نوې اداره دې بیا د پخوا پشان د جهادي مافیا په کرغېړنو څېرو ناولې شي. نه ښايي د تېر رژیم لنډه غرو، د نیشه يي توکو او د ځمکو مافیا او د ایران او پاکستان پېژندل شویو تالي څتو ته، حکومت کې بیا ځای ورکړل شي.

نوې اداره باید « د کار اهل ته د کار سپارل» پر ار او بنسټ رامنځته شي. د ښځو په ګډون، نوی پښت او ځوانان باید د نوې ادارې د ملاتېر جوړ کړی.

د ۲۰۱۴ کال د نومبر ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی