در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

«
»

د حرمین شریفین د امامانو څرګندونې او د اسلامي نړۍ پام افغان جګړې ته یو ښه ګام

ا- ځواک

د حرمين الشريفين د امامانو څرګندونې د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي؛ ځکه دا د هغه امامانو څرګندونې دي چې ټوله مسلمانه نړۍ ورته ځانګړی احترام او د ټولو له پاره ژور عقدوي ازرښت لري چې دا په اصل د ټولې نړۍ متوجه کول دي د افغانستان روانې خونړۍ جګړې ته.

په مکه مکرمه کې د مسجد الحرام امام شيخ عبدالرحمن السديس ویلي چې په افغانستان کې د چاودنو، بمباریو، بریدونو او نورو ورته پېښو قربانیان عام وګړي دي او په خبره یې چې په افغانستان کې د جګړې د درېدلو لپاره سم د لاسه اور بند، سیاسي خبرې او روغه جوړه تر ټولو افضل جهاد دی.

همدا شان د نبوي مسجد امام هم په دې اړه څرګندوې کړې دی دا تر ټولو مثبت او مهم ګام دی ځکه د جګړې زیاتره برخه عام افغانان دی دا په دې مانا چې د سولې دیپلوماسۍ خپل کار کړی دی او د افغان دولت تمایلات او هڅې سولې  د نتېجې په حال کې دي چې هیله ده د سولې له نعمته برخرداره شي او د ټولې اسلامي نړۍ پام یې دې بدمرغې جګړې ته را اړولی دی د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په همدې هڅه او تلاش کې دي چې باید جګړې پای ته ورسي او سوله قایمه شي؛ ځکه نړیوال هم نور له جګړې ستړي شوي غواړي په سیمه کې سوله وي، اقتصاد وي او پرمختګ وي او بل خوا ټول افغان ولس د دې تپل شوې زغم نور نه لري؛ نو ځکه هر خوا د سولې په هکله حرکتونه او مجلسونه پیل شوي دي او بل دا چې الله جل جلاله د هغې پاکې او مقدسې خاورې (د حرمینو شریینو) له خوا د داسې بسیاري څرګندونو له برکته دې خدای (ج) سوله راولي. نه زموږ د تورو اعمالو له رویه.

د اختر په دریو ورځو خلک سولې ته دومره خوښ وو چې په تېرو څلوېښتونو کې بالکل بیساری حتی په لوګر ولایت کې د یوه سپین روبي زړه له خواشالی ودرېد او همدا په پکتیا ولایت کې دوو کسو خپل خوږ ژوند هم د ډېرې خوښۍ له امله لاس ورکړ.

او همدا شان خکل وی چې شکر او مننه خدایه! له پرونه راهیسې خدای ج زمونږ په ولس دوه خوښۍ ولورولې… یو زمونږ مذهبي جشن ”کمکی اختر” بل زمونږ ملي جشن چې په تیرو څلورو لسیزو کې لومړنی عملي اوربند دی، چې دواړو خواوو په اخلاص عملي کړ… د سوله ییز اختر په ویډيویي صحنو کې مې دوه عجیب شیان ولیدل، چې پخوا مې تصور نه کاوه، یو داچې طالب جنګیالي سولې ته تر مونږ ډير تږي ښکاریدل… دوهم پدې باوري شوم چې که افغانان سل کاله دښمن وي، په یوه لحظه کې بیرته سره یو کیدلی شي… د سولې لمر په راختو دی، انشاالله زمونږ ورورولي به تر روانې دښمني سل چنده پیاوړې وي.؛ خو وسله والو طالبانو د سولې په تړاو د ولس را ټوکېدلې هیلې ډېر ژر په نهیلۍ بدلې کړې او بېرته یې جګړې ته مخه کړه چې پدې کار سره یې یو ځل بیا بهرنیانو ته په هېواد کې د پاتې کېدو پلمه په لاس ورکړه. په داسې حال کې چې افغان ولس هېڅکله د بهرنیانو شتون او د جګړې دوام نه غواړي، بلکې د سولې هڅو ته لبیک وایي.

دا خو لا څه کوې چې د دیني علماوو کرامو خبره هم دې خرڅ شویو ونه منله یعنی طلباوو کرامو په علماوو کرامو برید وکړ او شا و خوا 20 تنه یې شهیدان او ټبان کړل. دا خرڅ شوي به په دې خوښ شوي او افتخار به یې هم کړی وی خو دا چې د یوه بې ګناه وژل د ټول بشر د وژلو په معنی دی؛ نو د دې ځواب څنګه وایي په داسې حال کې زموږ په دین کې په علما پسې خبرې کول هم سخته ګناه ده وژل خو یې لا پرېژده.

خبره ده دا چې نر هغه دی چې د سولې آواز اوچت کړي د سولې پر لور یو قدم اوچت کړي او سولې ته تمایلات وښيي ځکه دا سوله د الله جل جلاله خوښه ده، سوله د هغه د انبیاوو او پیغامبرانو خوښه وه او سوله د د هر چا خوښه ده؛ نو که سوله ونه شي نور به هم وینه تویدونه زیاته شي، نور به هم دربدري او تورتم تم زیات شي او د رڼا یعني تعلم ځای به تورتم او بېسوادي ونیسي او بربریت او وحشت به زیات شي چې د دې ټولو ځواب به همدا شر خوښوونکي ورکوي.

افغان ولسمشر  خو خپل ټول صداقت او هڅه د سولې په هکله نړۍ ته ورښودله او نړوالو هم وستایه او سوله یې یوه اړینه او مقدسه کلمه وبلله افغانانو خپل احساسات په اختر کې ښکاره کړل حتی ویل چې کېږي د اختر په ورځو کې ښځو آن تر دې چې په پکتیا – زرمت لار یا سړک کې په کیلو مترونو سړک آب پاشي کړ او له سولې سره یې خبله لیوالیتا وښوده او همدا شان د سولې کاروان له هلمند- کندهار- غزنی- میدان وردګ او او کابل څخه پلی تګ وکړ او د سولې نارې او سورې ټولې نړۍ ته وروسلې، خلکو وستایل، افغان ولسمشر اشرف غني وستایل خو دې خرڅ شویو مخالفینو حتی غوږ هم پرې ونه ګراوه زه فکر کړم چې دا یا ډېر بې عقله دي او یا ډېر کبرجن خو د کبرجن کاسه نسکوره وي او له انسان سره کبر نه ښایي یا خو دې خدای(ج) هدایت ورته وکړي او یا دې خدای (ج) تباه او برباد کاندي.

دا چې د خلکو غوښتنه نه مني د دیني علماو پرېکړه نه مني د کعبې د امام څرګندونې چې یوه نوراني او بشاشه څېره لري نه مني او د تور لینګي خبره مني چې د اسلام او افغان دښمانان دي یا د بل اجنبي خبره مني چې خپلې ګټې په دې بدمرغه جګړه ویني او یا یې په جېبونو کې اچوي. د اختر په درېیمه شپه د شمشاد ټولوزیون یو ډېر ښه متوازن او بشپړ رپورټ جوړ کړی و یوه طالب قوماندان وویل چې موږ ټول خپل مصراف له کانونو پوره کوو د ننګرهار ټول کانونه له موږ سره دي او یوازي زما د سیمې میاشتنی عاید درې سوله لکه دی؛ ښو نو چې طالبان یوازي د یوه قوماندان له اړوندې سیمې څخه درې سوله لکه روپي عاید ولري نو څنګه به سوله خوښه کړي او بل دا چې دا کانونه چې استخراجېږي دا چېرته او کوم ملک ته انتقالېږي او ګټه ترې څوک اخلي یعنی دا خو معلومه خبره ده چې زموږ ملکه بهر نورو هېوادونو ته انتقالېږي او له دې څخه پله ملونونو لکه ګټله اخلي او افغان زورېدلي ملت ته هېڅ په کې نه رسي؛ نو آیا هغه څوک چې عقدوي وي او دا دعوه هم کوي چې موږ خو د عقیدې په خاطر جګړه کو دوی دا په کوم دلیل د خپل ملک کانونه د نورو په اختیار کې ورکړي او ولې به دا کار کوي نو معنی یې دا ده چې جګړه له انسان وحشي جوړوي او دا جګړه جې هر څومره اوږدې همداسې بدمغرۍ به ورسره ډېرېږي او خدای (ج) رحم به راڅخه لیرې کېږي او د نورو لاس ته به مو د تل لپاره لار اوږد وي.