د تمدن و فرهنګ د خونې لیدنه او کتنه
د هالند په هیواد کې د افغانستان په سفارت کې د نوي سفیر سره د یو شمیر لیکوالو، ادیبانو، شاعرانو او پېژندل شویو څیرو ناسته
د (۲۰۲۰) زیږدیز کال پر (۱۷) د اګست میاشتی د هالند په هیواد کې د افغانستان په سفارت کې یو شمیر لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو ته بلنه ورکړ شوې وه چې د نوي سفیر او په سفارت کې د تمدن و فرهنګ خونې سره معرفي شي.
ما ته هم د سفارت له خوا بلنلیک رالیژل شوې وه چې په دې ناسته کې ګډون وکړم . زه په خپل وار سره له دې بلنې څخه د زړه له کومې مننه کوم .
زه او زما ګران دوست ښاغلی ملک بابا دا ویاړ تر لاسه کړ چې په دې ګټوره ناسته کې ګډون وګړو.
ناستی دوې برخې لرلئ :
د هالند په هیواد کې د افغانستان د نوي سفیر سره پېژندګلوي او په سفارت کې د تمدن و فرهنګ له خونې څخه لیدنه او کتنه .
دا ناسته په دوو بجو پیل شوه . په دې ناسته کې ښاغلي محمد آصف رحیمي ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له ټولو دوستانو او مینه والو څخه یې مننه وکړه چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړې وه .
ده په خپله وینا کې د ادب، کلتور او فرهنګ د پرمختګ او پراختیا په برخه کې ، د ګران افغانستان د اوسني حالاتو په تړاو په تېره بیا د سولې، سوکالی په اړه او د جنګ او جګړې د ختمیدو په هکله او د افغانانو د یوالي، اتحاد او اتفاق په اړه ګټورې خبرې وکړئ.
ورپسې آغلې ښایسته جلالزی د افغانستان په سفارت کې د تمدن و فرهنګ د خونې موسسه او مسووله اوریدونکو ته خپله وینا واوروله. دې په خپله وینا کې د ګډونوالو څخه مننه وکړه، چې په دې ناسته کې یې ګډون درلود. همداسې یې د تمدن و فرهنګ د خونې په تړاو دوستانو او مینه والو ته پوره معلومات وړاندې کړ.
کله چې ما او نورو مینه والو او دوستانو د تمدن و فرهنګ خونه له نږدې ولیده په رښتیا سره چې آغلې ښایسته جلالزی په خپل نوښت سره له هیواده لرې په جلا وطنې او پردیسی کې د کلتور او فرهنګ ډیوې بلې او ځلانده ساتلې دي. او په دې خونه کې یې په خپل ځانګړي لګښت او نوښت د خپل هیواد د ویاړلي، لرغوني تاریخي کلتوراو آثار بیلابیل توکي د هیواد د دهرې سیمې، نندارې ته ایښي دي .
دا چې آغلې ښایسته جلالزی د خپل هیواد، تمدن، کلتور او فرهنګ ته پاملرنه کړیده او دا خونه یې جوړه کړیده ، دا د دې د غوره، سپیڅلي او ویاړ نه ډک ملي او وطنې احساس ښئي. زه په خپل وار سره آغلې ښایسته جلالزی ته د بریو، غوړیدو او لا نورو هستونو په هیله یم .
په دغه ناسته کې ښاغلي حبیب الله اصغري چې یو تکړه لیکوال او هڅاند شاعر دی او اوسمهال په هیواد کې د اداره امور د ریاست مشاور دی هم ګډون درلود . ده په خپله وینا کې د نوي سفیر ښاغلي محمد آصف رحیمي د ځانګړي ژوند، هاندوهڅو، کار او فعالیتونو په تړاو ګډونوالو ته پوره معلومات ورکړ او د ده ټاکنه ته یې د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه.
په دې ښکلي او ګټور مجلس کې د ادب او فرهنګ مینه والو او دوستانو هم په خپل وار سره د افغانانو د پردیسې او جلا وطنې ستونزې په تړاو او د دوی د یوالي ، اتحاد او اتفاق په اړه او د جنګ او جګړې د ختمیدو په هکله او د سولې او سوکاله ژوند په تړاو ګټورې ، اغیزمنې خبرې وکړئ او په ډیر درنښت سره یې خپل وړاندیزونه ښاغلي محمد آصف رحیمي ته وړاندې کړل. ښاغلي محمد آصف رحیمي هم ګدونوالو ته ژمنه ورکړه چې په هالند ګې د افغانانو ټولو او بیلابیلو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه وکړي .
د غونډې لومړۍ برخه پای ته ورسیده او ټولو دوستانو او مینه والو ته بلنه ورکړل شوه چې د تمدن و فرهنګ خونه له نږدې وګوري. په پای کې ګډونوالو د ښاغلی محمد آصف رحیمي او آغلې ښایسته جلالزی سره د تمدن و فرهنګ په خونه کې او د سفارت تر مخ یاد ګاري انځورونه هم واخیستل .
ناسته او مجلس کابو د څلور او پنځو بجو په شاو خواکې پای ته ورسیده .
په دې برخه کې تاسو ته د مجلس او ناستی انځورونه وړاندې کوم .
په ډیر درنښت : انجنیر عبدالقادرمسعود