سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

بیکس محمد قادر

استاد "بیکس محمد قادر" (بێکەس حەمە قادر) شاعر و نویسنده‌ی…

عشق بود آن !

امین الله مفکر امینی                        2026-22-!06 در ایــن دهری ِ مجاز مجوییـــد ومگویید…

اسلام‌گرایی؛ از رستاخیز ضد استعمار تا چالش افراطیت و امکان…

نویسنده: مهرالدین مشید مطالعه‌ای در اندیشه متفکران مسلمان و تجربه افغانستان،…

لرمانتوف نابغه سرکش ادبیات روسیه

برگردان. رحیم کاکایی «خانه من هر جا که آسمانی باشد، آنجاست...» مترجم: همپای…

افغانستان در چهار راۀ رقابت های ژیوپلیتیک و ا ستراتیژی…

نویسنده: مهرالدین مشید از عمق استراتژیک پاکستان و هند تا عمق…

«
»

د بوسو لاندې اوبه؛ ټاکنې نه ترسره کيږي او که نه يې ترسره کوي؟

په داسې حال کې چې د حکومت اجرايه ريات ټينګار کوي چې په روان کال کې د ټاکنو له ترسره کيدو پرته بله لار نشته؛ د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فيفا وايې په روان کال کې د ټاکنو په ترسره کيدو باوري نه دي. فيفا وايې د ټاکنو کميسيون لخوا د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د يو ځانګړي پروګرام نه شتون او په چمتووالي کې خنډ له امله؛ دا احتمال شته چې پارلماني ټاکنې بل کال ته وځنډيږي. دغه بنسټ د ټاکنو خپلواک کميسيون د سل کاري ورځو د کار په ارزولو سره زياتوي چې دغه کميسيون تر اوسه نه دی توانيدلی څو په روان کال کې د ټاکنو د ترسره کولو لپاره يو اساسي پروګرام جوړ کړي. د فيفا د مسولينو په وينا؛ په ټاکنو کميسيون کې بې برنامه ګي د دې باعث شوې چې د ټاکنيزو اصلاحاتو روند له پلي کيدو پاتې شي او پر دغه کميسيون د خلکو بې باوري له منځه ولاړه نشي.

بل لور ته بيا د حکومت اجرايه رياست وايې چې دوی د ټاکنيزو اصلاحاتو اړوند خپلو غوښتنو ته رسيدلي او په روان کال کې د ټاکنو له ترسره کيدو پرته بله لار نشته. د ملي ارمان ورځپاڼې د راپور له مخې د اجرايه رياست وياند مجيب رحيمي ويلي؛ د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې ډاکټر عبدالله عبدالله خپلو غوښتنو ته رسيدلی دی. رحيمي ويلي عبدالله عبدالله چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په برخه کې حکومت ته کوم شرطونه ايښي و؛ پوره شوي دي. د نوموړي په وينا د رايه ورکوونکو د نومونو ثبتول؛ يو له اړينو شرطونو څخه و، او د ټاکنيزو حوضو مشخص کيدل هم هغه بحث دی چې اوسمهال د ټاکنو کميسيون د وظايفو په لايحه کې قرار لري. نوموړي ټينګار وکړ چې په دواړو برخو کې هم د ټاکنو په قوانينو او هم په مديريت کوونکو بنسټونو کې بدلون راغلی دی.

اوس اساسي پوښتنه دا ده، چې آيا د هيواد اوسني شرايط دا ايجابوي چې ټاکنې دې ترسره شي؟ اوسنيو شرايطو ته په کتو د ټاکنو ترسره کيدل اړين دي که نه ترسره کيدل؟ او په داسې حال کې چې د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره ټول شرطونه هم پوره شوي وي نو بيا په روان کال کې د ټاکنو د نه ترسره کيدو اندېښنه د څه لپاره ده؟

لومړی راځو دې ته چې آيا اوسني شرايط دا ايجابوي چې ټاکنې دې ترسره شي؟
که له يوې خوا له وسله والو طالبانو د روسيې او ايران ښکاره ملاتړ او په مسکو کې د طالبانو څو غونډو او له بلې خوا د افغانستان امنيتي حالات په داسې حال کې چې پسرلی دی او د وسله والو طالبانو د جګړو موسم دی؛ نو پرته له شکه چې اوسني حالات دا نه ايجابوي چې په افغانستان کې دې سراسري او  افغانستان شموله ټاکنې ترسره شي. ځکه افغانستان له يوې خوا له طالب او داعش سره په جګړه کې دی او له بلې خوا حالات داسې دي چې په سيمه کې د لويو قدرتونو په ځانګړې توګه د روسيې او امريکې تر منځ توده سيالي روانه ده. ګمان کيږي چې د روسيې او امريکا تر منځ د سياليو ډګر به افغانستان وي.

دويم په داسې حال کې چې د ټاکنيزو اصلاحاتو لپاره ټول شرطونه هم پوره شوي وي نو بيا په روان کال کې د ټاکنو د نه ترسره کيدو اندېښنه د څه لپاره ده؟
د ملي يووالي حکومت له جوړيدو د حکومت د دواړو شريکانو (ولسمشر او اجرايه رييس) تر منځ ټاکنيز اصلاحات راوستل يوه جنجالي موضوع وه. په دغه برخه کې د ټاکنيزو کميسيونو د اصلاحاتو لپاره بيلابيل کميسيونونه هم جوړ شول، ريسان او مرستيالان يې وټاکل شول او په رسنيو کې پرې بحثونه هم وشول خو څه موده وروسته به بيا په دغه برخه کې په اصلاحاتو د ولسمشر او اجرايه رياست تر منځ د اختلاف ګونګوسې خپرې شوې. بلاخره وروسته له ‌ډيرو ناندريو په ټاکنيزو کميسيونو کې افراد بدل شول، کميشن کاران يې نوي شول، رييس يې نوی شو او اوس د اجرايې رياست د وياند په وينا چې د دوی شرطونه ټول پوره شول.

دا چې اوس فيفا وايې چې امکان لري چې په روان کال کې هم پارلماني ټاکنې ترسره نشي؛ دوه دليلونه لري.

اول: داسې احتمال شته چې د ملي شورا لخوا دې په ارګ او سپيدار ماڼۍ او ددوی لخوا دې په ټاکنو کميسيون فشار راوړل شوی وي څو په روان کال کې ټاکنې ترسره نه کړي. څه موده وړاندې د امنيتي ارګانونو د مشرانو د استيضاح اړوند ملي شورا ته د ولسمشر د ګواښ خبرونه خپاره شول چې وروسته بيا ارګ رد کړل، نو همدغو اخطارونو ته په کتو داسې معلوميږي چې اوس ممکن ملي شورا، ارګ او سپيدار ماڼۍ سره معامله کړي وي څو په روان کال کې ټاکنې ترسره نه کړي.
دویم: دا احتمال هم شته چې ممکن د ټاکنو مرستندويه موسسو هغوی چې د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره مالي له افغان حکومت سره مرستې کوي؛ ممکن دوی خپلې مرستې د دهغوی د غوښتنو منلو سره مشروطې کړي وي. داسې انګيرل کيږي چې ممکن د ټاکنو مرستندويه بنسټونو حکومت ته ځینې شرطونه د اصلاحاتو وړاندې کړي وي خو حکومت تر اوسه نه وي ترسره کړي نو په همدې خاطر به مرستندويه بنسټونه مرستې نه کوي. نو کله چې د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره مالي امکانات نه وي نو ټاکنو کميسيون به څنګه د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره چمتووالی ونيسي.
لیکنه : خوشحال آصفي