میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

«
»

د افغانستان وروستی سياسي حالت او د سولې بهير

نظرمحمد مطمئن

دا چې په تېره څه باندې يوه لسيزه کې د ښاغلي کرزي هوډ يو پر بل پسې بدلون موندلی، همدا لامل دی چې ډېری افغانان د ښاغلي کرزي وروستيو غوښتونو او څرګندونو ته هم د شک په سترګه ګوري.

خو که ښاغلی کرزی پر خپل همدغه دريځ ودرېږي، چې له امریکا سره امنيتي تړون نه لاسليک کوي او د رښتينې سولې لپاره له امريکا څخه د فعال رول لوبولو غوښتنه کوي، په هېواد کې دننه او بهر به، تر ډېره د خلکو ملاتړ خپل کړي.

د ۲۰۱۴ د جنورۍ په ۲۸مه او ۲۹مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د فکر او عمل ادارې له خوا (په افغانستان کې د سولې او پخلاينې) تر نامه لاندې يو لوی کنفرانس جوړ شوی و، چې پکې د افغانستان او پاکستان د ډېرو مهمو مذهبي او سياسي ګوندونو پر مشرانو سربېره، ځينې نورو سياسي څېرو او څېړونکو هم ګډون کړی و.

د جماعت علماء ګوند مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت علماء (س) مشر مولانا سميع الحق، د جماعت اسلامي مشر سید منور حسن، د تحریک انصاف ګوند مرستيال، د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅګزی، د عوامي نشنل ګوند مشر افراسیاب خټګ، د خیبر پښتونخوا والي انجنیر شوکت خان، د اسلامي حزب (حکمتيار) استازی ډاکتر غیرت بهير، په افغانستان کې له بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهې مشر انجنیر احمدشاه احمدزی، د اسلامي حزب (ارغنديوال-کابل) استازی مولوي جانباز سرفراز، د سولې شورا غړو مولوي شهزاده شاهد او حاجي دين محمد، د سولي شورا د مشر او اسلامي جمعيت په استازيتوب عبدالستار مراد، افغان لیکوال او څېړونکی استاد محمد زمان مزمل او دکتور صفت الله قانت، د ډېرو نورو ترڅنګ هغه کسان وو، چې د کنفرانس ګډونوالو ته يې ويناوې وکړې.

د ټولو نظر دا و، چې سوله او سولې ته ژمن پاتې کېدل لومړنۍ اړتيا ده، دا چې سوله څه ډول راځي، په دې اړه ډول ډول څرګندونې د يادو شوو کسانو له خوا وشوې، يوه خبره چې د دغو کسانو په ويناوو کې پرې توافق و، دا وه چې ترڅو چې په افغانستان کې سوله رانه شي، په پاکستان کې هم د سولې هڅې نتيجه نه ورکوي، دغه راز بله خبره دا وه، چې د فکر او عمل ادارې مشر محمد اصف لقمان او همدا راز ځينو نورو ويناوالو اشاره ورته کوله، چې په کنفرانس کې يو مهم اړخ (طالبان) ګډون نه لري.

اوس ټول لوري دې پايلې ته رسېدلي دي، چې ترڅو چې طالبان د سولې په اړه کېدونکو خبرو اترو کې مخامخ برخه وانه خلي، د سولې هر ډول هڅې به نيمګړې وي.

که ښاغلي کرزي دا دريځ، چې له بهرنيانو سره د تړون نه لاسلیکول او د سولې غوښته ده، څو کاله وړاندې نيولی وای، اوس به يې لږترلږه په ولس کې خواخوږي درلودلای او دا ډول په عمل کې به يې ښودلې وای، چې سولې ته ژمن دی؛ حال دا چې په تېرو دولسو کلونو کې ډېری شنونکي په دې نظر دي، چې د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ خپله ښاغلی کرزی و.

اوس چې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره درې مياشتې پاتې دي، د ښاغلي کرزي دوره به ختمېږي او دی غواړي، هغه کار چې په دولسو کلونو کې يې ونه شو کړای، اوس يې په دريو مياشتو کې وکړي، خو دا به ډېره عجيبه وي.

اصلي خبره دا ده، چې لاهم امريکا، ولسمشر کرزی او نور ښکېل اړخونه سولې ته ژمن نه دي، امريکا غواړي چې سياسي لوبه وکړي او طالبان د سولې په نوم، پر بې معنا او بې هدفه خبرو تېرباسي او بل لوري ته هڅه وکړي، چې په دې سره د طالبانو نظامي ضعف او سياسي کمزورتيا نړيوالو ته وښيي.

ولسمشر کرزی هڅه کوي، چې په دې پلمه له امريکا، طالبانو او افغان ولس څخه امتيازات ترلاسه کړي، له امریکا څخه وغواړي چې د ده د خوښې کانديد راتلونکی ولسمشر شي، له طالبانو څخه وغواړي، چې له امريکا سره يې جګړه ده، د ده ننګه دې وکړي او په افغان حکومت کې ګډون وکړي، يا هم له ولس څخه د ټاکنو د ځنډېدلو امتياز ترلاسه کړي، چې څو نور کلونه هم د واک پر ګډۍ کېني.

لاهم ښاغلی کرزی نه سولې ټينګښت ته او نه هم د ټاکنو ترسره کېدلو ته ژمن ښکاري؛ ځکه چې سوله له پاکستان څخه غواړي او پاکستان هېڅکله نه شي کولای، چې په افغانستان کې سوله راولي؛ او نه هم پاکستان دومره واک او زور لري، چې پر طالبانو فشار راوړي، چې د سولې په نوم د افغان حکومت غوښتنې ومني؛ خو بيا هم داسې انګېرنې شته دي، چې اوسمهال ښاغلی کرزی د سولې اړوند خبرو ته مشروط تمايل لري.

ښاغلی کرزی خپل شرطونه لري، چې طالبانو ته يې په پټ ډول پېغام استولی دی، خو داسې برېښي چې طالبان به په هېڅ ډول په دغه حساس پړاو او د ښاغلي کرزي د کمزورتيا په وخت کې، د هغه شرطونو ته غوږ کې نه ږدي.

کرزی له مختلفو لورو څخه له دومره فشار سره مخ دی، چې اټکل يې ګران دی، د امریکا د ولسمشر او په ټول کې د دیموکراتانو فشار، په کوردننه د شمال ټلوالې فشارونه او دا ډول د طالبانو نظامي فشار.

خو بيا هم ښاغلی کرزی په دې هڅه کې دی، چې څه ډول واک انحصار کړي، کله چې اسلامي حزب (ارغنديوال) او شمال ټلوالې (عبدالله عبدالله) د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره ائتلاف وکړ، سملاسي يې قطب الدين هلال د هغوی په مقابل کې راپورته کړ، په اوسني وخت کې ښاغلی جمعه خان همدرد، قاضي محمد امين وقاد، محمد اکبر بارکزی او فیضان هم هڅه کوي، چې د اسلامي حزب غړي له ارغنديوال څخه جلا کړي او په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي کرزي په ګټه کمپاين وکړي.

تر اوسه خو امريکا او افغان حکومت ډېره هڅه وکړه، چې طالبان هم په ډول ډول نومونو او ګوندونو ووېشې ترڅو د سولې دروازه په يو مخيز ډول بنده شي؛ خو اوس داسې برېښي، چې د جګړې وخت مخ په ختمېدلو دی او سياسي لوبه پېل شوې، سياسې لوبه تر جنګ ګرانه ده او ډیر دقت کول غواړي.

اوسمهال هم د طالبانو او امريکا ترمنځ د مخامخ خبرو او بيا وروسته د بین الافغاني تفاهم لپاره وخت او چانس شته دی؛ ځکه داسې ویل کېږي، چې د ګوانتانامو د بنديانو د تبادلې خبرې نږدې شوې دي، چې د سولې لپاره يو ښه پرمختګ دی؛ طالبان او امريکا دواړه غواړي، چې بيا ځل خبرې پيل شي، خو طالبان دا ځل مخکې له مخکې شرطونه لري، چې يو له هغو څخه امريکا باید ومني، د ګوانتانامو بنديانو خلاصون او تبادله، د ټاکنو لغوه کول او ځنډول، د امريکا له خوا په افغانستان کې د اډو نه غوښتل او له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وتلو اعلان.

له بلې خوا امریکا نور په افغانستان کې د درنې او اوږدې جګړې د دوام لپاره پیسې هم نه لري او نه هم د امريکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې زغم لري، غواړي چې له جنګ څخه ووځي او د سولې لاره غوره کړي، ترڅو د يوه جوړجاړي له مخې له افغانستان څخه ووځي او دغه اوږده، ګرانه او له اقتصادي پلوه درنه جګړه پای ته ورسوي.

بلخوا طالبانو هم وخت ناوخت داسې څرګندونې کړې دي، چې نه غواړي هغه تېروتنې بيا تکرار شي، چې په نويیمو کلونو کې مجاهدينو وکړې او د کورنۍ جګړې لامل شوې.

دا چې مذاکرات او خبرې په خپل ذات کې د  جګړې برخه ده، که ښکېل اړخونه (طالبان، افغان حکومت او امريکا) جګړې ته دوام ورکوي، يو له بل سره د جګړې په ډګر کې زور ازمايي کوي، نو ترڅنګ يې بايد خبرو ته هم کېني.

دغه راز افغان ولس او هغه سياسي څېرې، چې غواړي افغانستان ته امن او سوله راشي، بايد کرار کې نه ني، له ښکېلو اړخونو سره خبرې ولري، هغوی چمتو کړي چې سوله د ټولو په ګټه ده او بالاخره يوې رښتينې سولې ته لار هواره شي.

تر ټولو غوره لار همدا ده، چې د افغانستان په قضيه کې ټولې ښکېلې غاړې پر يوه درېيمګړې ډله هوکړه وکړي او د سولې په ټپه درېدلی بهير له کوم چل او فرېب ورکولو پرته بيا پيل شي.