به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

    دپاک تکبیر (الله اکبر) ترږغ لاند ی دتنظیمی جهادیانو غلا وی اووژنی

  انجنیرسیدعبدالقادر                                                ۱۷ـ۴ـ۲۰۱۵

                                                                                                                                   لومړی برخه    : په اسلام کی جهاد څه ته وایی اودافغانی جهاد هدف څه وو  :                                                                                                                                                                                          ددوهمه برخه  : په اسلام کی دتکبیر (الله اکبر) لومړی لوړ ږغ څه وخت  وو:                                                                                                                                                لومړی برخه :   داسلام دظهورپه وخت کی جها دپه اصطلاح کی د هغه مقدس جهد ، اوکوښښ څخه عبا رت وو، چه دیوه مقدس هدف له پاره اصحا بو دنبی علیه سلام ترقیادت لاندی مخ ته بیوی ۰دا هدف  داسلام مقدس دین ته وسعت ورکول ، دتعرض اوظلم په وړاندی تبلیغ ، مقا ومت دمظلو مانو او غریبو سره کومک  کول وه  ۰دجهاد دعربی کلمی لغوی معنا د توپک  اوتوری داخیستلوپه معنا نه ده ، بلکه دجهد اوکوښښ په معنا ده ،داچه داجهد یو انسان  پر کومه یعنی (ښه یا بده ) لاره کی کوی دا دهغه کار  دی ۰ الله پاک (ج) هرانسان ازادپیدا کړی اوحق لری چه دژوند په مختلیفو برخو کی دخپل ځان اوکورنۍ د ژوند دسمون په نیت اوځینی بیا دخپل ولس دښه ژوند دراوستلودپاره کوښښ یعنی جهد اوجها د کوی ،چه فاعلین ددی ټولو کړونو  بیا د مجا هید ینوپه نامه یا دیږی ۰ کیدلای سی چه دا کړنی ښی  دولس په ګټه اویا بدی دولس په تاوان وی، یا یوازی دیوه شخص او یا یوه ګروپ  په ګټه وی ۰دبیلګی په توګه ،زموږ په افغا نی ټو لنه کی یوشخص یا  اجتماعی  ، سیا سی جوړښت کوښښ کوی چه  وخپلومخو ته درسیدو دپاره دولس په ګټه یا تاوان بعضی کړنی  په مساالمت  آمیزه  یا قهرآمیزه توګه  ترسره کړی،کولایسوچه دافاعلین(فعل کونکی ،شخص یاډله) دجهاد دلغوی معنا درویه د مجاهد او مجا هید ینوپه نامه یادکړو ۰اوس نو که یوشخص ، تنظیم یا سیاسی ګوندادعا وکړی چه موږجهاد کړی دی مجاهد ین یو ،باید پوښتنه ځنی وسی ،چه څه موکړی دی ،که یی ښه کار ونه تر سره  کړی وه ،نو دپاک (مجا هد،مجاهد ینو) په نامه اوکه یی بد دولس په تاوان کړنی تر سره کړی وی ،نوبیا دیوه جنایت  کار(مجاهد،مجاهد ینو) په نامه یادیدلایسی ۰او په دی حا لت کی  دوی  باید دخپلو ناروا کړونو له کبله  محکمی ته معرفی اوحساب ورسره وسی ۰ دافغان تنظیمی ګرپونو مشران  جهد یعنی جهاد معنا اوپه هغه کی بیا په جهادکی دقهرمانی تعبیر دکرزی دمعاون خلیلی دڅرګندونو په هغه برخه کی ښه معلومیړی، کوم چه دعبدالحق جهادی قو مندان دوژنی د(۲۰۰۱) کال  دلومړی تلین په جلسه کی کړی وې ،دخبرو په یوه برخه کی داسی وویل : دکابل پر ښاردراکټونو اورول ،دکا بل ولایت دمکتبونو سوځول اودکا بل پرښا ریانو باندی دماهی پر دبرق قطع کول دادقومندان عبدالحق  دجهاد دقهرمانۍ څخه بلل کیړی ۰(دادبی  بی سی په ارشیف کی شاید اوس هم شتون ولری ) ۰ دخوښی ځای دی چه په اوس مهال ټول افغان ولس په دې باندی پوهیږی، چه دی  تنظیمونوداجهاد د سی آی ای ،عربی وهابیا نو،ایران اوآی اس آی ترمستقیمی لارښوونی  او دهغوی دنامشروع مخو یعنی د (دافغان ولس یرغمولو،وژلو ،ملی شتمنیوچورولو دوطن ویرانولو )ته درسیدو دپاره کړیوو،ځکه نوډیرو ناپاکو اوغلو ودې ناپاکی پروسی ته ځانونه ور وا چاول ،اوترڅنګ یی دبهرنیو استخبا راتو دډا لرو ،تبلیغا تو اوتوپک  په زور یو شمیر بیسواده اوپاک افغانان یی هم کور دننه اودمهاجرت دخیمو څخه بیا دسوخت دموادو وپه توګه  ودی ناروا اوافغان ملی ګټوضد پروسی ته ور داخل کړل ۰،چه ډیریی په شهادت ورسیدل،وڅنګ ته یی داستخبا راتوپوری اړوند رهبران او قومندانان بیا ژوندی پاته سول                                                                                               ۰د جهاد دلغت دمعنا او تعریف له رویه ویلایسوچه  ،ددې چور اوچپاول دپروسی  ټوله فاعلین یعنی تنظیمی غړی هم دمجاهید ینو په نامه یادیدلایسی ، دبله طرفه چون ددوی کړنی داسلام اوافغان ملی ګټو سره په تقابل یعنی ضدیت کی قرار درلو دی اوپه لکونوپا ک انسا نان یی د استخبا راتو په قو مانده په شهادت رسولی اودوطن لویه برخه یی په کنډواله تبد یل کړی ،اوځا نونه په غیری مشروع توګه دسل ها وومیلیونونوډالرو خاوندان کړیدی،ځګه نوولس دوی دغلواوجنایت کارومجاهد ینو په نامه یادوی۰او دافغان ولس په منځ کی اورو چه پر جهادی رهبرانو اولویو جنګ سالرانو یی د فرعونانو نومونه هم ایښی دی ،داځکه چه ددوی کړنی یی دفرعون سره یوشی بللی دی۰دافغا نستان په تاریخ دا لومړی ځل دی چه پر ځینو واکمنانو باندی دفرعونانو نومونه ایښول کیږ ی ۰ ددې تنظیمونو ،امر یکا ، پاکستان،ایران   اوعربی وهابیا نو په هکله دشهید ډاکتر نجیب الله ټوله وړاند وینی او خبرو دحقیقت  بڼه  خپله  کړل ،افسوس دا چه زموږ ولس ډ یر ناوخته پوه سو  ۰لازمه ده چه ووایو ،افغان ولس هغه وخت ددی جهادی غلوڅخه ځان ژر ازاده ولایسی ،چه سیاسی ملی ګوندونه دملی ګټو په رڼا کی دتفاهم دلاری خپل ځان يو موټی اودولس غوښتنی په یوه ږغ تر ملګو ملتونو او اشغال ګروترغوږو پوری ورسوی ،اودې پاکی ولسی مخی تررسیدو پوری  خپل کوښښ اوجهد  ته ادامه ورکړی۰باید ووایو چه داسلام دظهور څخه  څولسیزی په ځانګړی توګه  دخلفای راشدینو ترخلافتونو پو ری پاکی دی جهادی لړۍ په پوره امانت داری اوصداقت ادا مه وموند له ۰ دې راشدینو خپل ځا نونه دملت دشتمنیودسا تلو اصلی مسئولین بلل ۰دلته  به دملت سره دهغوی درښتینی وعدو او عملی کړونوڅو بیلګی رانقل کړو،اوبیا به وګورو چه د پردو په لاس جوړسوو تنظیمونو رهبرانو اوقومندا نانودجهاد دشروع  په ځانګړی توګه دحاکمیت دنیولو څخه بیا تر نن ورځی  پوری  په  څو نه پراخه اندازه بشری اواقتصا دی جنایتونه ترسره کړی ،اوهیڅ یو یی محکمه سوی هم نه دی ، داځکه چه کرزی هم نه یوازی  ددی ضد اسلامی جهاد دعضویت افتخار لری بلکه په (۲۰۰۱) کی ټوله یوځا ی دسی آی ای  په کښتی کی  دهغوی تر امنیت لاندی دافغا نستا ن داشغال  دپا ره  په داسی حال کی راغلل،چه کرزی دسی آی ای دغړی  (شپایدر)او د شمالی تلوالی غله بیا دسی آی ای دغړی (ګری شرون )ترمشری لاندی خپلی توطیی  یی  مخ ته بیولی (چه په ۲۰۰۱ کال کی دد ی تنظیمونو دوطن پلورنی پروسه دګری شرون په کتاب ،«ماموریت سقوط » کی هر څه په ګوته سوی دی )  ۰ داتنطیمونو دحا کمیت دنیولوسره سم یی لمړی یی بیت المال لویه برخه چورکړل ،چه دالړۍ  تراوسه پوری هم ادامه لری۰  دخلفا یی راشدینو په وخت کی دملت اوبیت المال سره  داسی چلند کیدی :  د محمد ( ص ) دوهم يار عمر بن خطاب ( رض ) په يوه  خطبه کي وخپلو خلګو ته  داسي و ويل :    زه ستاسو دمال ( بيت المال ) داسي ساتونکي يم لکه يوڅوک چی ديوه یتيم ساتونکي وي   ( زنده ګي اجتماعي اقتصادي عمر بن خطاب  رض  صفحه ۳۱۶ ) ۰داڅر ګندونی تا سوتنظیمی جهادیانواوګوډاګی کرزی دپا ره دشرم اوخجالت ځای دی،ځکه هرعمل مو داسلام اوافغانیت ضد ترسره کړی دی۰    تاسو جها دی ټیکه دا را نو دحا کمیت  په لومړی ورځ د بیت المال په چورولو شروع وکړل۰ تاسو په خپل حاکمیت کی داسلام کوم رکن  پر ځاي کړي دي ؟  کرزي هم  د خپل حاکمیت په کلونو کی دخپل صلاحيت څخه ليري دملت دشتمنيوډیره برخه   دخپلی کورنۍ  ، جهادی غلو او دغرب څخه  راغلی  يو شمیر تکنو کراتانو تر منځ   داسی تقسیم کړ له، چه هغو ته یی دنوروغلاوو زمینه هم مسا عده کړله۰ دولس په منځ کی ددوی دغلاوودډیری رسوایی وروسته کرزی دپاک خدای( ج ) اوولس څخه دبیری اوشرم پرته دری کاله مخ کی په یوه غونډه کی داسی وویل :زه خبر یم چه یوشمیر کسانو اختلاس اودمځکو غصب کړی دی ،زه درته وایم چه دا پیسی په وطن کی مصرف کړی ،نوروملکونو ته یی مه وړی ۰کرزی چه بله هیڅ ګناه ونه لری په دغو څرکندونو  باندی  باید محکمه ځکه سی چه دبیت المال  غله یی نورو غلاوو ته هم تشویق کړل  ۰

کرزي اونوی ولس مشرته :  یوه ورځ عمر ( رض ) دمصر او شمالي افريقا جمهوررئيس ( عمر و بن عاص )  ته وليکل : چی ماته خبر رارسيدلي دي چی ته دډير ثروت خاوند سوي يي ،   په ټول مصر او شمالی افريقا کي دا خبرهم  خپور سوي دي ۰ او پر دې ماموريت تر انتخاب دمخه دداسي لوي ثروت خاوند نه وي  ، ماته توضيح راکړه  ، چی دا دي له کومه کړي دي  هغه دده دليک په ځواب کي د خپل ثروت په هکله ډير دليلونه ورته وليکل ،  مګرد  عمر (رض ) دقبول وړ ونه ګرځيدل ۰  او ورته يي وي ليکل چی ۰۰۰ محمد بن مسلمه مي  درواستاوه او وظيفه مي ورکړي ده ، چی ټول مال دي مصادره او دخلګو تر منځ تقسيم کړي  ( صفحه ۳۴۴  ) ۰ کرزي صاحب تاسو بيا بشري او اقتصادي جنايتکاران تر خپلي ږيري لاندي  د محکمي څخه ليري و ساتل اودهغو څخه دی نورهم وحشی لیوان جوړکړل۰ عمر خطاب(رض) دخلافت په دريمه ورځ خپل ولس ته د اوږدي خطبي په يوه برخه کي داسي وويل : څوک چی پر بل چاه باندي ظلم وکړي او يا دبل چا ه پر حق باندي تيري وکړي ، ني پريږدم تر څو دمخ يو اړخ يي پرمځکه کښي نږدم اودمخ پر بل اړخ يي خپله پښه کښي نږدم تر څو وحق ته نه وي تسليم سوي ۰ زما دتند طبيعت سره بيا هم خپل سر دسالم او پرهیزګار انسان په وړاندي کښته کوم ۰ او تاسي پرما باندي حق او حقوق لري ، هغه بايد زما څخه وغواړي ( صفحه ۳۶ ــ ۳۷ ) ۰تمت با الخیر

نوربیا