افغانستان؛ وقتی دخالت خارجی سرنوشت یک انقلاب را تغییر داد؛…

https://www.youtube.com/watch?v=cX5Rlj8weaA از ورود شوروی تا فاجعه نجیب‌الله؛ چه بر سر افغانستان…

دیوانگان نفت و ثروت

رسول پویان از خواب بخیز که دشمنان بیدار اند غافل منشین که…

میان مبارزه طبقاتی- و هنر عشق ورزیدن

Erich Fromm (1900- 1980 ). آرام بختیاری اریش فروم؛ التقاط مکاتب جهت…

  تاریخ در آینهٔ نویسنده؛ از حقیقتِ روایت تا روایتِ حقیقت

 نویسنده: مهرالدین مشید باور بر این بوده است که نویسندگان داستان‌ها…

وقتی بحران دیگر در مرز متوقف نمی‌ماند

Wahidullah Noorzai | NIDA Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field-Based Strategic…

از فارسی‌ستیزی استعمار بریتانوی در هند تا دگرگونی نام‌های فارسی…

سلیمان کبیر نوری دوست ای ویدیویی برایم فرستاد که از جهات…

                       کام بلا 

جهان در معرض نابودی و کام  بلا  تاکی همیشه مردمان در…

میان چشمه‌های شعر

مجموعه اشعاری از روناک آلتون برگردان به فارسی:زانا کوردستانی بانو "روناک توفیق…

افغانستان؛ میدان رقابت قدرت‌ها پس از خروج آمریکا

 نویسنده: مهرالدین مشید جایگاه مردم افغانستان در میدان رقابت های کشور…

عربستان در افغانستان چه می‌خواهد؟

Wahidullah Noorzai — Former Senior Military Officer, Field Strategist &…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش دوم)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

تجربه میدان در غرب افغانستان — از ادرسکن تا شیندند

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer, Military & Security…

روایت اسدالله کشتمند از جنگ افغانستان؛ مجاهدین، شوروی و قدرت‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=DGsTJnpdYQk مروز، ۱۶ سپتامبر ۲۰۲۶، بار دیگر در خدمت رفیق عزیزم،…

غنچه‌های پژمرده

گزیده‌ی اشعار اسعد لُرزاده برگردان به فارسی: زانا کوردستانی شاعر و نویسنده‌ی کُرد…

شعرهایی از روناک آلتون

بانو "روناک توفیق محمد"  (به کُردی: ڕووناک تۆفیق محمد)، متخلص به…

زندگی بدون محدودیت یا مرگ ...!

مرگ برخلاف دید صوری٬ چون نیستی تام باور موجه نیست.…

طالبان؛ از سرکوب مخالفان تا مهندسی حذف هویت‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید بازگشت طالبان به قدرت در ۱۵ اگست ۲۰۲۱…

فراتر از فروپاشی؛ چگونه ملت‌ها پیش از شکست نظامی، شکست…

Wahidullah Noorzai Former Senior ANCOP/ANP Officer | Field Strategist | Military…

انسان و نیروهای سازندهٔ تمدن( بخش اول)

«انسان معمار روشنایی در دل تاریکیِ جهان» تهیه و تدوین :…

 دشمنی با فارسی؛ بازتاب سیاست زبانی برتری‌جویانه طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید فارسی‌ستیزی؛ چهره پنهان سیاست زبانی طالبان برای بررسی  دقیق…

«
»

    دولسمشرپه ځای ماوژړل

محمدآصف خواتی

نن مې دنوروورځو په څیرخپل کمپیوتر ولګاوه اودځینوویب پاڼولوستل مې پیل کړل۰ په یوه پاڼه کې دالیکنه ترسترګوشوه چې دولسمشراقتصادي سلاکارښاغلی زاخیلوال په پلازمیینه کابل کې د خپلواکۍ د ۹۶ کالیزې په مناسبت په جوړه شوې ناسته کې ویلي « موږدآزادۍ ورځ نمانځو، آزادي نه نمانځو، ځکه موږآزادي نلرو۰۰۰ » دنوموړي وینا هک پک کړم چې داښاغلي چې پدې وروستیو څوارلسو کلوکې  لوړدولتي مقامونه لري داخبره کوي ښایي کوم شربت یې څښلي وي اویایې څه شی دودکړي وي۰  کله مې چې بلې ویب پاڼې ته مخه کړه نوموړي په ځینورسنیو کې دده دخبروانعکاس غلط فهمي ښودلې ده۰ خوبیایې هم دآزادې دنه لرلوخبره کړې اووایي « ترهغوځانته آزادنشوویلی چې امنیت موبهرني عسکرساتي۰»  په بله پاڼه کې مې دښاغلي عبالجبارمطمئن د لیکنې په دې سرلیک « ولسمشره! راشه چې وژاړو» سترګې ولګیدې۰ لیکوال دولسمشر دخوارۍ مظلومیت اوبیوسۍ انځور کاږي اودنوموړي سره دیوه نږدې دوست په شان دزړه خواله کوي اومشوره ورکوي چې «دملت په وړاندې خپل مظلومیت،بې وسي اوغربت بیان کړه ، دوجدان دروندپیټۍ له غاړې وباسه »۰ لیکوال، ولسمشر ته دنوموړي هغه خبره هم  وریادوي چې چا ترې پوښتلي و ستا اودکرزی څه فرق دۍ؟ ولسمشر په ځواب کوي ویلې و «هغه ژاړي اوزه نه ژاړم»۰هو:کرزي دبهرنیو لښکرو له لوري د خپلو خلکو دډله ئیزو وژنوله امله ژړل ۰ د نوموړي ژړا ښودله چې هغه بیوسې اوناتوانه ولسمشردۍ  خلکوته یې خپله بیوسي اوناتواني دژړا له لارې څرګندوله۰ داهم دهغه یوهنرو۰ په رښتیا سره چې پردیو کینولي مشران دسیاست په رمزونواو هنرونوښه پوهیږي چې څه ډول ولسونه تیرباسي اوخپل باداران راضي وساتي۰ هغه چا چې دمتفکر جمهورنه دنوموړي اوکرزي دفرق پوښتنه کړې وه  پدې ښه پوهیده چې نومونه اوڅیرې یې بیلې دي، ژستونه اواکټونه یې بیل دي نور هیڅ توپیر نلري ۰ دوی دتیاتردتمثیل کونکوپه شان تمثیل کوي دهغې پرته د بل کوم هنراونوښت دڅرګندولو واک  نلري۰ د(ولسمشره! راشه چې وژاړو) دلیکنې ښاغلی لیکوال دهیواددولسمشر مظلومیت ویني بالاخره نوموړي ته داسلا اومشوره ورکوي چې دخپل کړیدلي ولس سره ګډ په  چیغو چیغو وژاړه ۰ زما له انده داښه وه چې ورته ویل شوې وای چې دناروغۍ په نامه خپله استعفی وړاندې کړه ۰ داځکه چې که په بل نامه استعفي  وکړي ښایي هغوی چې سترمتفکر یې دطالبانو دواکمنۍ دراپرزولو وروسته هیوادته راوستلی دۍ دغوسې لامل شي اوګوانتانامو یې ځای نشي۰

په بله پاڼه کې مې دښاغلي عبدالخالق رشید (دهغې ورځې په ویاړچې په آزادۍ پیل شوه اوپه غلامۍ ودریده)  دلیکنې په لوستلو پیل وکړ۰ لیکنه په روم کې داعلیحضرت  امان الله خان دادلوړوانساني ځانګړتیاوو لرونکي  پاچا سره دیوه ایراني لیکوال( احمدنامدار) په مرکه څرخیږي۰ کله چې دمرکې په پای کې غازي امان الله  دایرانی لیکوال  سره مخه ښه کوي اعلیحضرت ورته وایي : « سلام مې وایه ! لیکوال سره لدې چې موسکی شوژړا ورغله : اعلیحضرته په چا؟ اواعلیحضرت په غیږکې کلک ونیوپه نیولي آوازیې ورته وویل : پرهغوی چې ژوندلري ،پرهغوی چې هیوادلري ،پرهغوی چې مینه لري اوپرهغوی چې خپلواکي یې دغلامۍ په وړاندې وینه اومینه وي ۰۰۰ اعلیحضرت لیکوال په ډکو سترګو په خدای وسپاره ۰۰۰، درنګ شیبې یې پرهغه پسې کتل اودهغه لنډ قدمونه یې له هغه سره دمینې په نامه یویوڅاره اوپرهغې پسې یې کتل۰۰۰لایې له سترګوپناه شوی نه وچې  له جیبه یې دسمال راویوست اوهغه یې سترګوته ونیو!؟» ددې جملو په لوستلوسره مې چې  دیاددوو شوودولیکنواغیزپخپل قوت پروت و ماته ژړا راغله او ښه مې وژړل چې پدې ډول دولسمشرپه ځای ماوژړل۰ زما نه یادیږي چې کوم وخت  دې ما داسې ژړلي وي۰غازي  امان الله نه یوازې دوطن ، خپلوملګرو ،خپلوانو اوعزیزانوڅخه لیرې والي ژړاوه بلکې دهیوادحالاتو هم ژړاوړه چې پرولس یې غله ، داړه ماران، پردي پال اودعلم او پوهې دښمنان واکمن دي، هغه لدې کبله هم ژړل چې  دوطن دآبادې اودخپل ولس دښیرازۍ لپاره یې ښې نخښې لرلې خومکارانګریزورته دسیسې اوتوطئې جوړې کړې، دوطن څخه تیښتې ته اړشواو هغه نخښې یې پلې نشوې۰ شاه امان الله  خیال درلود چې کابل یې  دپاریس ، لندن، برلین، روم  یا مسکوپه شان ښکلا ولري۰ هغه پدې لاره کې لومړني ګامونه اوچت کړل اوددارالامان په شان ماڼۍ یې جوړه کړه۰ دهغه ځای ناستي نوموړی لاتې اوملحداعلان کړ او د یحیی دکورنۍ لومړي واکمن پدې ماڼۍ ددارالفنون نوم کیښودخوولس دا نوم هیڅکله هم ونه مانه او دارالامان هماغسې دارلامان پاتې شو اوبیله شکه پاتې به وي۰ داولس که هرڅومره په تیاروکې ساتل شوی دۍ ، کله ناکله  دنړیوالو استکباري شیطاني مرکزونود توطئواودسیسوپه لوموکې لویدلی ، ځینې ځینې وختونه ددین اومذهب په نامه  دهغوي دسپیڅلو احساساتو څخه ناوړه ګټه پورته شوې ده اوپدې توګه تیرایستل شوی دۍ خویوه ځانګړتیا لري چې خپل خدمتګاران نه هیروي۰

اعلیحضرت امان الله کله چې دهغه سره ایراني لیکوال دده دژونداوهیوادپه هکله مرکه کوله  ددې سترمیړني انسان په سترګوکې اوښکې لیدل کیدي ځکه چې په وطن یې پردی پال داړه ماران واکمن وو اودهیوادواکمن حالت یې دخواشینۍ وړ اوراتلونکې یې تیاره  لیدله۰زموږدهیوادنني چارواکي پدې ښه پوهیږي چې دوی واک نلري ، دوی دنورو د ارادې له مخې باید ددولت او دهیوادچارولارښوونه وکړي۰ کله یې چې وجدان او ضمیرلږشانتې راویښ شي ناببره یې دخپلواکۍ دنلرلوخبره  له خولې راووزي اوبله ورځ بیا  دده له خبرونه غلط تفسیرراوباسي۰ متفکرجمهوردا نه وایي چې ولې کرزي ژړل؟ ښایي متفکرووایي چې کرزی داړینې پوهې نه بې برخې و اود کوچنی ماشوم په څیر به یې چې دڅوتنودشهادت خبرواورید ژړا به ورغله اودی دنړۍ  ستر متفکردۍ اوسترجګړه ماریې دلومړي مرستیال په توګه ترڅنګ ولاړ دۍ چې همدااوس اوس په فاریاب کې دخپلوخلکوپه وړاندې جنګیږي،  دلسو،سلوتنووطنوالو جنازه څه چې زرګونوافغانانوجنازې هم وویني چورت یې ندی خراب۰ څرنګه چې پدې ورځوکې دخپلواکۍ دګټلو خبرې تودې دي چې باید همداسې هم وي۰ موږته په کارده چې  دهیوادخپلواکۍ د لارې د نوم ورکواوڅرګندواتلانونومونه اویادونه راژوندي کړواوهغوی چې دپردیو پرمټ په هرنامه واک ته رسیدلي دي وغندو۰ دایوه ملي ، اسلامي اووطني دنده اووجیبه ده۰ داعلیحضرت امان الله په اړه دیوې موضوع اویا په بله خبره دیوه واقعیت یادول اړین بولم چې هغه هغوکسانوته ددرس یوه بیلګه ده چې پردیو واک ته رسولو چارواکوپه هکله سپین کاغذونه توروي۰ دا موضوع مې لوستې وه اوهرڅومره مې چې پخپلویادداښتونوکې وپلټله ماخذ مې یې پیدا نکړترڅویې کټ مټ  رانقل کړم۰ وایي هتلرکله چې غوښتل دخپلونخښودپلې کولو لپاره افغانستان هم خپل ملګری کړي په روم کې یې اعلیحضرت اما ن الله ته یوخط واستاوه اوده ته یې واک ته درسیدوټټروهلی و چې البته خپل شرطونه یې هم ورته لیکلي وو۰ غازي امان الله دمننې په څرګندولوسره دې کارته دغاړې دنه ایښودلوله امله بخښنه غوښتې وه۰ دلته دغازي امان الله  دستر شخصیت جوهرڅرګندیږي چې دپردیوپرمټ واک ته رسیدل یې ځانته عاراوبې ننګې ګڼله۰ هغه پدې ښه پوهیده که څوک یوه چاته دسلطنت اویا دهیواد د زعامت ژمنه وکړي هغه خپل شرطونه لري۰ ددې کارمعنا داده چې ته خپلواک نه یې اوواک دهغه چاسره دۍ چې ته دهغوی پرمټ واک ته رسیدلی یې اودهغوی پرمټ بایدواک وچلوي چې دا دغلامۍ څرګنده نښه ده۰ لدې امله شاه امان الله په هغوکسانوسلام وایه چې خپلواکي یې دغلامۍ په وړاندې وینه اومینه وه۰

ویاړ په خدای بخښلي ستراتل غازي امان الله اودخپلواکۍ دلارې په ټولواتلانو

پای