جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

دولت داری عبارت ده له ( مکلفیت او مسولیت ) څخه

لیکونکۍ : دکتور طاوس وردک لندن د نوامبر اتمه نیټه ۲۰۱۴ کال

قدر منو هیواد والو ډیر خلک د ملی وحدت له دواړو مشرانو نه ډیره جدي
غوشتنه لری چې باید کابینه او والیان او سفیران ، معینان ، ریسان د ادارو
تعین شي ځکه د همګراۍ دټیم د لومړی مرستیال په خوله چې وایی موږ لستونه
لرو ، موږ د خلکو سره وعدی کړی دی ، د حکومت اولینه وظیفه د کابینی جوړول
وو خو متاسفانه چې بیا تر نن پورې دواړو مشرانو تر ننه د کابینې په ترکیب
موافقه نه ده کړې او ما نن د عبدالله عبدالله په څیره کې یو دول قهر او
غصه او بې باوری اونفرت ولیدو تاسې د ریس جمهور د وینا په جریان کې دده
څیرې ته توجه وکړۍ  ، انجینر محمد خان دا هم زیاته کړه چې د توافقاتو له
مخي اشرف غنی ته امتیاز ورکړل شوو چې ریس جمهور شي(( یعنی اشرف غنی مستحق
نه وو او دغه کار په عبدالله دیکټه شوۍ دی ، په داسې حال کې چې انتخابات
داوله بیا تر ازله اشرف غنیانتخابات وړي وو او غیر قانونی او د افغانستان
د اساسی قانون څخه په سر غړونی سره د اجرایه پوست په اشرف غنی تحمیل شوو
)) محمد خان ادامه ورکوي او وايي متباقی نوره کابینه باید مثلا که (  الف
وزیر د تحول او تداوم شوو ، نو د ب وزیر باید د همګرایانو له ټیم نه وی )
یعنی ۵۰ = ۵۰ ٪ ، تقیسمات باید وشي ، په داسې حال کی چې اشرف غنی په وار
وار ویلي چې تقسیمات اصلا مطرح نه دي او موږ باید یو پراخ بنسټه حکومت
جوړ کړو ،او د شاغلي انجینر محمد خان څخه زما پوشتنه داده چې انجینر صاحب
فرضا دولت در سره مناصفه تقسیم شوو ، اوس تاسې باید خپل وزیران – معینان
– ریسان – والیان – ولسوالان – سفیران – شارزدافران – قنسلان او د قطعاتو
قوماندانان داسې کسان معرفی کړۍ چې غاصب نه وی ، لاسونه ېې په وینو او
رشوت الوده نه وی ، غل نه وی ، چپاولګر نه وی ، هم پذیره وی ، په پشتو او
دري دوو رسمی ژبو رواني خبری وکي ،او حتما ېې انګلیسی او روسی ژبې زده وی
او په سیاست او نظامی اموراتو هم بلد وی او حتما دیوه هیات لخوانه چې
دکتور اشرف غنی او داکتر عبدالله عبدالله په هیات کې ګدون ولرې ورنه د
مکلفیت او مسولیت په باره کې پوشتنی وشي  تر څود مکلفیت او مسولیت موضوع
په دقت سره کاندیدان وپیژني . جناب محمد خان – حاجی محمد محقق – عبدالله
عبدالله ، او د ریس صاحب جمهور په ټیم کې د دوو معاونینو او نورو هغو
کسانو نه چې د کمپاین په وخت کې مو مصارف لرل او منډې ترړې مو کړې دي او
نن د خپلو مصارفو د جبیره کولو په خاطر د وزیرانو – ریسانو – معینانو
والیانو چوکۍ غواړۍ ، او د کمپاین په دوران کې مو خلکو ته وعده ورکړې وه
چې مقامونه او چوکۍ د شایسته سالارۍ – تحصیل او تخصص په لرلو سره باید
وویشل شي ، اوس هغه نر ، باشرف ، باوجدانه ، بیطرفه ، مومن مسلمان قاضی
را ته وښياست چې د تا سې د کاندیدانو تحصیلی اسناد او مدارک او د کړو وړو
، سرمایی ، او هغو کارو چې تاسې د جهاد په دوران کې کړي دی هغه په دقیق
صورت وڅیړي ، نو داسې نر او ګرده والا شته ؟؟؟

فضل الهای مسلم یار – نن وایی باید قاتلینو او زموږ دشمنانو ته جزا ورکړل
شي او د قانون منګولو ته حواله شي ؟؟ ، تاسې ټول دیوه سره (( بیدون له
اشرف غنی نه چې لاسونه ېې په وینو  او رشوت نه دی ککړ )) ما ته را وښیاست
چې تاسې دجنګی جرایمو مسولین نه یاست ، که وایاست نه؟؟  لاړ شۍ فیسبوک ته
او د هریوه د خرابکاریو او تخریباتو او قتلو سلسله په ویدو کلپوکې وګورۍ
،ایا دیوه معاش نه قصرونه جوړیژی ؟ ایا دیوه معاش نه بلډنګونه او شرکتونه
جوړیژي ؟؟ ایا د یوه معاش نه شهرکونه جوړیژي ؟؟ ایا دیوه معاش نه زرهی
موتران او په ملیونو او ملیاردو ډالر د کومه شول ؟؟ ایا په خارج کی
بلډنګونه او بلند منزله د کومه شول ؟؟ ایا زموږ وسله والی ملی پوځ چا ،
په چا او څومره پیسو خر څ کړو ؟؟ ایا تر نن ورځې پورې د کرزي د حکومت
چارواکي په ترور ، وژلو ، قاچاق ، غلا ، کډنپولو ، اداری فساد ، رشوت ،
او د ښځو په ازیت او ازار کی مصروف نه وو او نه دی ؟؟ او چا ورسره تصفیه
حساب وکړه چې دغو جایدادونه او قصرونه مو له کومه کړل ؟؟  او همیشه تر نن
ورځې پورې ډبل ګیم بازی نه کوۍ ؟؟ ایا په شیر پور او د کابل په نورو
منطقو کې نور کورونه نه لرۍ ؟؟ شاغلو تاسې چې بیرته غله – مافیا –
تروریستان – توپک سالاران – تخریب ګران – د پاکستان – ایران – عربانو –
امریکا مزدور او ګوډاګیان په وزارتو تعینوۍ او پشتیبانی ېې کوۍ خاص په
خاطر ددې چې یو ځلې بیا په رشوت او اداری فساد کی نوۍ ریکارد ټینګ کړۍ ،
که داسې نه ده نو د هغو شینواری پیغلې خبرو ته لږ اهمیت ورکړۍ چې نن ېې د
تلویزیون سره په خبرو کی ویل چې د جلال اباد اکثریت خلکو اشرف غنی ته
رایه ورکړې دا او د جلال اباد ټول خلک غواړې چې زموږ اداری دیوه سره باز
سازی کړۍ او نوی تحصیل کرده او پاک کسان مقرر کړۍ ، جنابانو کوشش مه کوۍ
چې بیرته غله او زورواکان او غاصبین په قدرت ورسوۍ تر څو تفرقه اچونی او
قوم پرستۍ ته نوره لمن ووهی ، بلکه داسې کسان و ټاکۍ چې په مسولیت پوه وې
، ریس جمهور باید ورنه پوشتنه وکړي چې څه مسولیت لری د خلکو – د حکومت –
د باز سازۍ او نو سازي په مورد ، ایا د اقتصاد تعریف مو زده دی ، ایا
نیروهای مولده او وسایل تولید تعریفولاي شۍ ، ایا یو غنډ – یوه لوا – یوه
فرقه او یو قول اوردو د جنګ په میدان کی رهبری کولای شۍ ، که مو کولای
شول نو ولی دغه خونړۍ ناورین تر ننه زموږ د خلکو په سرنوشت دوام لري ، زه
فکرکوم چې ریس جمهور باید له عبدالله عبدالله نه وغواړې داسې کسان را
معرفی کړې چې ماستری یا دکتورا ولري او د پخوانی رژیم غړیتوب ونه لری که
اسماعیل خان وی – که عطامحمد نور وی – که قانونی وی – که محمدی وی – که
ظاهر قدیر وی – که یوبل جنګ سالار وی – او ډیره مهمه خبره داده چې هر هغه
څوک چې وزیر یا والی کیژی باید تحصیلی اسناد ېې د افغانستان څخه وې او
لوړ تحصیلات لکه ماستری یا دکتورا د خارجی معتبرو هیوادو وی او دهغو
هیوادو د خارجه وزارتو مهر او نشانی شد ولری .

بله مهمه او اساسی خبره داده چې که نوی وزیران – معینان – ریسان – والیان
– ولسوالان – سفیران – شارزدافران – قنسلان تر شپږو میاشتو په خپلو کارو
کی پاتی را غلل باید د هغو ټیمو نه چې ناکام کاندیدان ورته منسوب دی  دوه
واری بیا څوک دهغو ټیم له خوانه کاندید نه شي، مثلا بسم الله محمدی د نور
وسله وال پوځ د وزیرانو سره سلب صلاحیت او برطرف شول چې په بی واسطه دوو
وردکانو قانون تطبیق شوو او محمدی چې پنجشیرۍ فهیم خان ېې واسطه وو بیرته
نور هم په لوړ مقام وګمارل شوو ، بیا ازین نوده پیوند کن ؟؟

زما پیشنهاد ټولو هغو کسانو ته چې دوزارتو او ولایتو او سفارتو او
معینیتو یا ریاستو په مقامو ګمارل کیژۍ، ډیر دقیق او متوجه ووسۍ چې د
رشوت – غلا – قاچاق – اداری فساد یا نورو طریقو نه په استفادی سره سرچینی
در باندې تړل کیژی او بندیژی او جدا تر تعقیب لاندی نیول کیژی او هره
هفته ریس جمهور در نه حسابی غواړی په اندکترین بې پروای لوی شرم او تهقیر
ځان ته مه ور کوۍ او سر له ننه دغو مقامو ته د اشرف غنی په حکومت کی
ځانونه مه کاندیدوۍ ، وسلام .