مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

دمنځنی ختیځ داتلولی لوبه

 دوهمه برخه

منصور احمدزی  =  المان ۰

     22-02-2014

  ۲ – زموږ لویدیځ ګاونډی هیوادایران داوږدی مودی را پدی خوا دلویدیځ له لوری داتومی پروګرام له امله دبند یز ونو سره  لاس او ګریوان وه چه په ورستیو کی دغرب سره دخپل اتومی پروګرام پر سرخبری پیل کړیدی چه یوه اندازه  پرمختګ پکی لیدل کیږی  مګر پایلی یی تر اوسه معلومی ندی چه څومره پرمختګ به وکړی ۰

دایران اقتصاداوږدی مودی بندیزونو ځپلی دی چه په کور او بهر یی ستونزی مخ په ډیرید ودی  اما دنوی ولسمشر حسن رو حانی په را منځ ته کیدو سره یی په خپله بهرنی تګلاره کی یو څه بد لون را منځ ته کړی تر څو وکولای شی دایران هغه شتمنی چه غرب کی کنګل شوی را خلاصه او خپل اقتصاد پری ورغوی په سیمه کی خپلو دوستانو سره هم مرسته وکړی ۰

 ایران سره دامریکی اړیکو جوړول داسراییلو او سعود ی عربستان دنا خوښی سبب ګر ځیدلی دی ځکه چه ایران د سوریی جګړه کی نیغ په نیغه برخه اخیستی دی چه دسعودی په وړاندی ایران ګټونکی تر سترګو کیږی مګر دایران پو ځی تخنیکی وسایل تر سعودی وروسته دی ځکه چه اکثره خپله تو لیدوی او ځینی توکی  له نورو هیوادو څخه رانیسی مګر دبندیزونو له امله پر مختللی وسلی نشی را نیولی بیا د سعودی ټول پو ځی توکی له امریکی په لوړه بیه را نیسی او خپله هیڅ نشی جوړولی یوازی تیل صادروی ۰

   دایران په لار ښونه دلبنان حزب الله جګړی کی ونډه اخستل دسوریی حاکم رږیم ته دعمر بښلو سبب شو۰

دایران خارجه وزیر پدی وروستیو کی دتیر په خلاف ویلی دی چه موږ داسراییلو سره کومه ستونزه نلرو او هولو کوست یی هم ومانه چه تیرولسمشر احمدی نږاد اسرا ییل په سیمه نه غوښت او هولو کوست یی یوه معما په ګوته  کاوه ۰

په عراق کی دصدام حسین له منځه تلل او افغانستان کی د طالبانو رږیم ړنګیدل دایران په ګټه تمام شول ځکه چه دواړه دایران مخالف څه چه دښمنان وه او نن ایران دافغانستان په کورنیو ستونزو کی هر اړ خیزه لاس لر ی او افغان چارواکی یی په لاس وهنه سترګی پټو ی ۰

داسی معلومیږی چه ایران به داوږدی مودی لپاره دغرب سره تړون یا خبرو ته پابند پاته نشی یو پربل ډیر  باورهم نلری د خپلو مطلبونو د تر لاسه کولو لپاره دخبرو میز ته کشینا ستلی دی که نه دغرب او ایران تر منځ دموږک او پشو لوبه روانه وه اود غرب لپاره هم بله لیاره نه وه چه دخبرو لاره یی غوره وبلله که وکولی شی استخباراتی کړیوته دعربو پسرلی په شان د مدا خلی لاره پیدا کړی ځکه چه ایران افغانستان او عراق ندی ایران نن په سیمه کی ځان زبر ځواک بولی  ګر چه اسراییل تر نن پوری دایران سره دخبرو سخت مخالف دی ۰

۳ – دمنځنی ختیځ زبر ځواک او د اتومی وسلو لرونکی اسراییل په سیمه ایران خپل دښمن ګڼی دسوریی سره یی هم اړیکی دعرب او اسراییلو دجګړی له وخته د ګولان  څوکوپرسرچه اسراییلو نیولی دی او مهمه سترا تیږیکه سیمه دی  سوری ته یی څو ځلی دسولی خبرو وړاند یز کړی سوریه په یوه شرط د سولی خبرو ته امادګی ښودلی دی چه دګولان څوکی بیرته وروسپاری مګر اسراییل دی ته غاړه کیښودلی نشی ځکه چه په نوموړی سیمه کی خوږی اوبه مو جودی دی چه دکرهڼی او څښاک لپاره یی کارو ی سوریه هم ورته اړتیا لر ی دبل لوری ایران د حز ب الله لبنان اودفلسطین حماس ډلی ته  دسوری له لاری مرسته کوی  اونن چه دغر  ب  په ملاتړ سوریه کی جګړه پلار اچول شویدی یوه وجه یی هم داسر ییلو دخوندیتوب  لپاره چه امریکا یی خپله دنده ګڼی  پلاره اچول شویدی ۰

داسراییلو دبهرنیو چارو پخوانی وزیر ی( لیونی )چه له سیاست څخه لاس په سر شوی وه پدی وختو کی بیرته د سیا ست ډګر ته را وګر ځیده  د ټایمز مجلی سره  یی په مرکه کی ویلی وه چه داسراییلو  داستخبا راتو ادا ر  ی مو ساد سره دکار په وخت کی له یو شمیر عربی مشرانو سره جنسی اړیکی درلودی ددی لپاره چه دعربو یو شمیرمشرانود بد نامولواو له هغوی څخه  داستخاباراتی معلو ما تو د تر لاسه کولو لپاره له هغوی سره جنسی اړیکی ټینګی کړی وی ویلی یی دی چه پخپل کار ویاړی او که اړینه وی بیا هم دی کار ته تیاره ده ۰

اسراییل په جنوبی سودان کی هم مصروف دی چه دامریکی په مرسته یی په دوو برخو وویشه چه پراخه  طبعی زیرمی لری ۰

اسراییل په منځنی ختیځ کی ځان زبر ځواک شمیری چه دا واقعیت کیدلی شی ځکه  په سیمه کی هر بدلون تر اوسه داسراییلو په ګټه تمام شویدی یوازی دایران اتومی پروګرام باندی تر اوسه  بر لاسی شوی ندی چه امریکا یی ستونزمن بولی ۰ دامریکی یو له هد فونوڅخه په منځنی ختیځ کی درژیمونو بد لول  اوکمزوری کولد اسراییلو دبر لاسی به خاطردی۰

داسرایلو مذ هبی مشر (خا خا م اری شفا ت ) فتوا ورکړی چه اسرا ییلی ښځی ا وپیغلی دمهمو استخباراتی معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره کولی شی جنسی اړیکی ټینګی کړی۰  لدی څخه په ډاګه کیږی چه اسراییل مذهب هم دسیاست قربانی کوی۰

 ۴- دمنځنی ختیځ کړ کیچ کی دنورو هیوادو نه علاوه روسیه هم  ښکیل شوی ځکه په سیمه کی سمندری پو ځی اډه لری دبل لوری روسیه فکر کوی چه دلیبیا په شان  بیا تیر وتنه ونکړی او دامریکی درژ یمونو بدلو نکی سیاست ورته دزغم وړ ندی او دخپلی سمندری  اډی دخوندی ساتلو چه ورو ستی سمندری اډه یی منځنی ختیځ کی  بلل کیږی  دسوری حاکم رژیم څخه سیاسی او لو ژستیکی کلک ملا تړ کوی چه تر اوسه  یی دملل متحد څو پرکړی د چین په ګډون ویتو کړی دی ۰

داسی تر سترګو کیږی چه نن سوریه  دسړی جګړی دزوراز مایی په ډ ګر بدله شوی اودرنه  بیه یی دسوری

 دسوری ملکی وګړی پریکوی۰

 تیر میلا دی کال دسعودی داستخباراتو مشر بندر بن سلطان  دروسی ولسمشر پو تین سره په لیدو کی ورته ویلی وه که همدا ډول دسوری له رژیم څخه ملا تړ وکړی ریاض به هم  قفقاز  او چیچن کی له خپل  نفوس څخه دروسی په وړاندی کار واخلی ۰

په روسیه کی دورو ستیو بمی چاودنو له امله دروسی حکومت غصه دسعودی عربستان په وړاندی را وپار وله دسعودی عربستان حکومت یی یو تروریستی حکومت په ګوته کړی همدارنګه یی ویلی چه روسیه به لږ وخت کی د والګا ګراد دچاودنو عاملانو ته سزا ورکړی ۰

په روسیه کی  چاودنی د عراق ، سوریی  او لبنان دچاودنو په شان ښودل شوی دی چه روسیه وایی دمجرمینو دپیږند لو لپاره وخت ته ضرورت نشته موږ به دهغوی جواب ورکړو او زموږ جواب به داسی وی چه دمنځنی ختیځ نقشه به بدله کړی ۰

 دپخوانی شوروی له ړنګیدو  را وروسته چه اوسنی روسیه یی ځای ناستی دی او  (۱۶ ،۷ ) میلیونه مسلمانان په روسیه کی ژوند کوی چه دروسی (  ۱۱ ٪ ) نفوس جوړوی چه دا لویه شمیره دمسلمانانو په غیر اسلامی هیواد کی دی او  اړیکی له اسلامی نړی سره دوستانه شویدی ۰

داسی معلومیږی چه روسیه  دسوچی ژمنی المپیا یی  لوبو دپای ته رسیدو پور ی به انتظار شی ځکه لدی ویره لری چه دتیر په شان چه پخوانی شوروی  پر افغانستان یر غل کړی وه نړیوالی المپیایی لوبی روسیه کی   تحریم شوی وی چه بیا ورته چلند سره مخامخ نشی علاوه لدی داسلامی نړی له غبرګون څخه هم په ویره کی دی چه امرکا  زموږ په وړاندی ورڅخه ګټه پورته کړی البته روسیه به هم پدی  وخت کی ارامه نه وی نا سته دیپلو ماتیکی هلی ځلی به کوی تر څو خبل دریځ په اسلامی نړی کی پیا وړی کړی د بل لوری سعودی عر بستا ن ته هم اسلامی نړی کی  پخوانی موقف ندی پاته چه یوه وجه یی هم  داسلامی هیوادو په کورنیو چار وکی دامریکی په لار ښونه لا س وهنه کوی ۰

داوکراین وروستیو خونړیو پیښو روسیه هم په فکرکی اچولی دی او دغرب په لاس وهنو یی کلکی نیوکی کړ ی مګر د نا امنیو لړی روانه دی ممکن دا ځل روسیه دغرب په وړاندی کلک غبرګون وښیی او یا به او کراین په دوو برخو وویشل شی ۰

۵ – د بهرنیو دښمنانو څیرو دامریکی  په سیاست کی ډیرمهم رول لوبولی دی لکه دپخوانی شوروی اودهغه ځینی پلویانو چه امریکا به داسلامی هیوادونوله مشرانو سره په خبرو کی تل دا ټکی را پورته کاوه چه شورو ی اتحاد داسلام ستر دښمن دی چه دا خبره به داسلامی هیوادونو ځینی بی خبره او دغفلت په درانه خوب وید و مشرانو په ټینګه منله  او یا هم له ویری تر نن پوری اغا بلی دی ۰

سعودی عربستان  او امریکی د سوریی په اړه فکر کاوه چه داجګړه به هم دلیبیا په شان  ژر ختمه شی او موږ به بریالی شو مګر دا ځل یی دخوب لیدل رښتیا نشوبر خلاف دسوریی خونړی جګړه  په لوړه بیه دسوری ولس  په وینوروانه دی امریکی او انګلیس په وار وار دسوریی له مشره وغو ښتل چه سوریه پریږدی مګر اسد بر خلاف دملګرو په مرسته تر نن په واک کی پا ته دی ۰

اوس چه امریکا او ملګری یی دسوریی په جګړه کی بریالی نشول او په  ۲۰۱۴ میلادی کال له افغانستانه پښی سپکوی دا ځل به مخ دروسی په لوری کوی چه دروسی لپاره ستونزی را پورته کړی چه زیات فشار به شر قی ارو پا کی وی ۰

امریکی دافغانستان له جګړی څخه دپخوانی شورو ی په وړاندی ډیر لاسته راوړنی او ښی تجربی هم تر لاسه کړی په هرهیواد کی د مخالفینو څخه مالی او لو ږستیکی ملا تړ وکړ چه دپخوانی یو ګوسلا ویا څخه پیل تر افغانستان عراق لیبیا او نن په سوریه کی روانه دی اوس به امریکا کوشش وکړی چه دسوریی نه ګټونکی جګړه په یوه ډول سره درو سی په مشوره پای ته ورسوی ۰

القاعده چه دامریکی په مرسته جوړه او رشد یی وکړ وروسته  د پخوانی شوروی له ړنګید ویی خپل دښمن    په ګوته کړی مګر سوریه کی داسد رژیم په وړاندی جنګوی اونن القاعده دامریکی د پو ځی صنعت د ودی  ، بازار موندلو او داشغال لپار بهترینه وسیله دی ۰

 دبا امنه سمسور سر لوړی او اشغال څخه ازاد افغانستان په هیله ۰

په درنښت