جغرافیای سیاسی افغانستان و رقابت های نیاتی قدرت ها

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان ژیوپلیتیک نیابتی؛ در هم زیستی با گروههای…

اعلامیه در مورد یورش سبعانه امپریالیسم آمریکا به ونزوئلا

سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان سرانجام شنبه ۳ جنوری، پس از آنکه…

زخم کهنۀ سال نوین

رسول پویان سال نو آمد ولی جنگ و جـدل افزون شدست کودک…

تحول ششم جدی، روزی که برایم زنگ زنده‌گی دوباره را به…

نوشته از بصیر دهزاد   قصه واقعی از صفحات زنده‌گی ام  این نوشته…

دوستدارم

نوشته نذیر ظفر ترا   از  هر کی بیشتر دوستدارم ترا  چون قیمت  سر دوستدارم سرم  را گر    برند…

مولود ابراهیم

آقای "مولود ابراهیم حسن" (به کُردی: مەولود ئیبراهیم حەسەن) شاعر…

پدیدار شناسی هوسرل؛ ایده آلیستی و بورژوایی؟

Edmund Hussrel(1859-1938)    آرام بختیاری جهان شناسی؛ فنومنولوگی و شناخت ظاهر پدیده ها…

ميسر نميشود

28/12/25 نوشته نذير ظفر پير م    وصال  يار   ميسر   نميشود وقت  خزان   بهار    ميسر  نميشود بيكار م اينكه شعر و…

مهاجران در تیررس تروریستان و بازتولید سلطه طالبان در تبعید

نویسنده: مهرالدین مشید ترور جنرال سریع ، سرآغاز یک توطئه مضاعف،…

شماره ۳/۴ محبت 

شماره ۳/۴ م سال ۲۸م محبت از چاپ برآمدږ پیشکش…

مارکس و اتحادیه‌های کارگری(۸)

نوشته: ا. لازوفسکی برگردان: آمادور نویدی مارکس و جنبش اعتصاب مارکس و انگلس حداکثر توجه خود…

مائوئیسم در افغانستان: از نظریه‌پردازی تا عمل‌گرایی بدون استراتژی

این مقاله به بررسی تاریخی و تحلیلی جنبش مائوئیستی در…

                        به بهانه ی آمستردام              

   نوشته ی : اسماعیل فروغی          من نمیخواهم درباره ی چند وچون…

فدرال خواهی و هویت خواهی

در کنار فدرال خواهی درین تازگی ها پسوند دیگری بنام…

 ضرورت و اهمیت ادغام سیاسی در افغانستان

رویکردی تحلیلی به مشارکت سیاسی و تعامل مدنی نور محمد غفوری عصاره دقیق…

افغانستان معاصر و بازتعریف هویت ملی پس از فروپاشی دولت

 نویسنده: مهرالدین مشید     افغانستان معاصر یگانه کشوری در جهان است که…

یار در پیری

نوشته نذیر ظفر12/30/25سفیدی  يى که  به زلفان  یار  میبینمشکوفه  هاى…

هستی، بود و است !

امین الله مفکر امینی                        1015-22-12! بهشتِ این دنیا را مفروش به نسیــــه…

از روایت سازی تا مهندسی نفوذ و تاثیر گذاری بر…

 نویسنده: مهرالدین مشید     سفید سازی، معامله و مهار؛ الگوهای نوین تعامل…

د ارواښاد سمیع الدین « افغاني » د پنځم تلین…

نن  د ارواښاد  سمیع الدین « افغاني »  چې  د…

«
»

دسولي عالي شورا په راس کي یو ځل بیا دجنګي جنایت کار ګومارل په څه معنا؟

دجهاد دبریا څخه وروسته اوه ګونې او اته ګونې تنظیمونه په داخلې جنګونو کې سره ښکیل شول یواځي په کابل کې ۶۰ زره کابل ښاریان شهیدان او ۲۶۰ زره مهاجرت ته اړ شول دهیواد وضیعت دوحشت او بربریت پولو ته ورسید په ټول هیواد کې ملک قطوایفي شروع شوه په دي وخت کې په کندهار کې دطالبانو په نوم تحریک سر راپورته کړ او دکندهار شاو خوا یی دحکمتیار ډلو ته ماتي ورکړه او دهیواد نورو برخو ته یی مخه وکړه.

دحکمتیار دماتي سره سم دجمعیت قومندان مسعود طالبانو سره اړیکه ونیوله او دخپل داخلي دښمن حکمتیار دماتي څخه یی خوښي څرګنده او طالبانو سره یی دهر راز همکاری وعده وکړه او په وعدي باندی دوفا په غرض یی خپله تفانچه طالبانو ته دمیز په سر پریښوده .

خو کله چي طالبان دکابل خواته رانږدی شول دجمعیت قومندان دتل په څیر خپل تعهد مات او مقابلي ته یی ځآن تیار کړي او طالبانو هم ښه زړه بوږنونکي ماتی سره مخ دهیواد ۹۵ فیصده خاوره یی ونیوله او جمعیت یی په یوه تنګه دره کې محاصر کړ.

دسپتمبر له پیښی څخه وروسته امریکا دطالبانو سرسخت دښمن شمال ټلوالي ته خاصه پاملرنه وکړه او په پیل کې یی ۲۰ ملیارده ډالر او نو رتجهیزات دوي ته ورکړل تر څو دامریکا سره یو ځاي دطالبانو په وړاندي مقاومت وکړي دجمعیت مشرانو دامریکا څخه وغوښتل ترڅو په طالبانو او دپښتنو په سیمو لوي لوي توغوندي استعمال کړي او دافرادو په شمول سیمه هم تس نس کړې هماغه وه چي دطالبانو حکومت نسکور او دپښتون قام کورنه او سیمه یی ورانه کړه .

دطالبانو په عوض حامد کرزي سمبولیک رئیس جمهور او اصلي قدرت بیا هم شمالي ټلوالي سره پاتي شو .

دعامه ولس خصوصاً پښتون قام،ملي پولیسو ،ملي اوردو دتلفاتو او طالبانو ددوباره پیاوړي کیدلو څخه وروسته ولس دسولې په لټه کې شو حکومت هم دلوي جرګي په اساس دسولي عالي شورا په نمامه شورا رامنځته کړه خو د دولت په څير دلته هم سیاسي لوبه تر سره شوه او دسولي په راس کې دطالبانو او پښتون میشته سیمو تاریخي دښمن مشري ته ورسید چې دا په حقیقت کې دسولي شورا ته ډراماټیک شکل ورکول وه ځکه ټول پوهیدل چې  دداسي شخصیت په وجود کې هیڅکله سوله نشي راتلاي .

بلاخره طالبانو پوهه شو چي سولې شورا سمبولیک شکل لري او حکومت او امریکا نه غواړې چې سوله قایمه شې که نه نو داسې دسولې ضد اشخاص به یی په راس کي نه راتلل نو ځکه یې دسولې ضد دسولې شورا مشر ترور او وواژه .

ګوندې دهغه په مړینه سره دسولې لار هواره شې خو ګوډاګې حکومت سولې شورا ته میراثي رنګ ورکړ او د ربانې پرځآی یی دهغه ځوې چي نه سیاسی او نه ملي شخصیت وه او نه هم اکثریت ملت او طالبانو ته دمنلو وړ وه همغه وه چې بیا هم دمظلوم ملت دسولې ارمان په هوا کې پاتې شو .

دغنې دحکومت په رامنځته کیدلو سره تمه کیده  داچې نور ارمانونه دملت  دګډ حکومت په رامنځته کیدلو سره دخاورو سره خاوري شول خو حد اقل سوله به تامېن او هیواد او هیوداوال به مو دارام ساه واخلي نوري ستونزی بیا دهواري چانس لري خو مهمه سوله ده مګر دیونس قانوني ګمارل دسولي شورا په راس کې یو ځل بیا دتیر تاریخ تکرار او ددې مظلوم ملت خصوصاً پښتون مظلوم اکثریت سره یو ستره جفا ده .

یونس قانوني همغه شخص دې چې دطالبانو باندې دلويو لویو توغندي غوښتنه کې دربانې سره شریک وه .جمعیت او قانونې دسولې طرف دي څنګه کیداې شې ددوه تاریخې دښمنانو تر منځ بیدون ددریم ګړې سوله وشې اصلاً طالبان دچا سره سوله وکړي دسولې مشر بیاد بې طرف شخص وایی.

نه دطالبانو مقابل جانب نو ځکه دمقابل طر تر مشرې لاندې سوله هیڅکله نشې راتلاې .

او طالبان به دده سره نه یواځې داچې دسولې ته درسیدلو په هکله موافقي ته ونه رسیږی بلکه دده ګمارنه لکه چې معلومه ده دسولې دپروسې دناکامې او یواځي دسولې په نوم د امکاناتو دحیف او میل څخه بل څه هدف نه لري .

دده دګمارني څخه معلومیږی چې حکومت او نړیواله ټولنه  دسولې دراتلو په هکله واقعې او حقیقې او قوې اراده نه لري بلکه یواځې غوړاې چې افراد او اشخاص مصروف وساتې او ټول امتیازات او امکاناتو څخه یو خاص قشر چې په تیرو دیارلس کالو کې په میلیاردونو ډالرو روږي شوې دهغوي دعیش او عشرت لپاره دسولې شورا دبودیجې څخه هغوې ته لازې اسانتیاوې برابرې کړي او بس.

نو اوس په کار ده چې ملت ،سیاسي او مدنې ټولنې قومې شوراګانې او ملې مخور د دې څلورو لسیزو ځپلې ملت په خاطر په دې حکومت او نړیوالې ټولنې فشار راوړي تر څو نور زموږ افغانانو وینه هدر لاړه نشې او واقعي سولې او هیواد رغوڼي ته یی متوجه کړې .که نه نو دوه لسیزي به نور هم په دي اورکې سر وسیځل شو .