جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

«
»

دافغانستان دروانـــی بهیر

عوامل څه دی اومسوول څوک دی؟ څوک څه کړیدی اوکوی !!!؟؟؟

تاریخی څیړنه

« لیکوال :نصیراحمد – مومند »

***************

نـــــــه خلاصیږی له وختوله انتقامــه            راغورځیږی هرظالم له هسکه بامه

مونږه ټوله نړی خلاصه له خطره کړه            خو پخپله مونږپاټی شو نـــــــارامه

دا یوځرګنډ حقیقت او مڼل شوی واقعیت دی چی دهری کورنی ، قام اوټولنه نیکمرغی ، سوکالی او پرمخټګ ،دملی ګټواوملی مصالحو دتفکرخاوندانواود روغ او سالمی خپل واک ذهن ، دپوه، امین او نیکنامو وګړو دلارښوونی او عمل محصول نتیجه دی ،اویوه ټولنه اوهیوادهغه مهال دترقی او تکامل، سوکالی اوامن استقامت او لوری ته تلای او رسیدلای شی چی قایدین ،مخګښان اومشرتابه یی درښتین ، مجرب اودکارپوه ،باکفایت اهل او دلارښوونی صفات اوممیزاتواو روښانه سرچینه څخه برخه من وی او په رښتیادټولنی داکثریتو دأزادی ارادی اوملاتړڅخه مینځ ته راغلی وی او دوی ته وفاداراو ددوی ګټواومصالحوته مخلص ساتندویان وی یا په بل بیان «ددرک اودرداهل»وی. په عکس صورت کښی تجربه ښودلی ده چه هرډول سیاسی، اقتصادی اوټولنیزوبدلونواوپرمخټګ دپاره چی صالح اوامانت کارخذمتګاران موظف اوګمارل شوی نوی ، هغه ټولنه دنیکمرغی او ترقی پرځای دلابدمرغی اومصیبتونوکنډی ته غورخیږی . 

دا هم روښانه خبره ده چی پدی مهال اومرحله کښی چی بشری ټولنی او په خاصه ټوګه دافغان ځوان نوی نسل له هروخت نه زیات تاریخی معلومات اوآګاهیوته اړتیا لری چه دخپل لاره او نظردپاره ډیوه وګروځوی اوورنه ګټی واخلی، ځکه چی تاریخی معلومات او أګاهی دی چی دمحرکی قوی په حیث خپلی داهمیت وړځای اومقام موندلی دی، ترڅوبشروکولای شی دهغه په وسیله دنړی نه یوازی طبیعت اوټولنود پیژندنی اووډی دپاره ، بلکه مهم اړخ یی دکړکیچنو اوبغرنجومسایلوته چی ددوی پرمخ قرارنیسی حل وکړی اوستونزوته دعادلانه ګټوری حل لارپیدا کړی .

نوپردی بناء تاریخ یوازی دواقعاتواورویدادونولیکل ، یادونه او اشاری ندی ،بلکی داواقعی تاریخ دی چی په زړه پوری اورسا غږمونړته وایی چه ټولڼی ولی پدی څنګ غورځیدلی اویا پدغه استقامت ځی یاروان دی ،اودغه بهیریا حرکت څرنګه دانسانانو په فعالیت او ژوندکښی اثر او تړاو لری .

له بلی خواد بشری ټولڼی تاریخ داسی و‌‌ډه کړی او پرمخ ځی چی هیځکله پای یا انجام تلری ، یعنی ترڅو چه جهان موجوددی دنیکو اوبدوپدیدوترمینځ مجادله اومبارزه جاری دی اوتوقف نه مڼی . لذا پدی ترتیب چی مبارزواومجادلودتاریخ بنیادی اوبڼسټیزموادتشکیلوی اودعلمی ،فرهنګی، سیاسی اواقتصادی تجاربولپاره ډګراو صحنی جوړوی په نتیجه کښی بشری ټولنی بدلون اوتحول مومی،نوددغه رویدادونواوتحولاتودعلل توضیح اوتشریح کول ډنډه هم تاریخ په غاړه کی نیسی چی ددی اصل په ملګرتیا انسانان په مختلفوزمانوخپل تجربو تدوین او تعمیم کړی او په عین زمان همداسی ددی تجاربوڅخه زده کړی اوپند اخیستی دی،او ددی ټولوذکرشویواونورومرستندویو فکتونواوموادوپه رڼا کی دخپل ژوندانه دچاروکړنلاره اوپوهه تاکلی او پرمخ بیولی. « زده کول هغه دی چی مونږ ځان پوه کوواوورنه کاراخلو، اوعبرت هغه دی چی ځان خبرکړواوله هغه نه ډډه کړو». چه دغه کارسربیره دمحققینواو مورخینو بالاخره دژورنالستانورسالت او مسوولیت دورځنی تاریخ لیکونکوپه ټوګه له همدی ځای نه تاکل کیږی اوڅرګنډیږی .

نن ورځ انسانان دخپل تلاشونواوهلی ځلی په مرسته داتوفیق ترلاسه کړیدی چی حقایق درک اودټولنی اوطبیعت دغوامضواوناپیژندل شویوپدیدوکشف کړی اودیومعقول منظم اوهمغږی تدبیرونواوفعالیتونو پربڼست پرخپل مشکلاتواوستونزو دحل لاری چاری ولټوی او زیار باسی .چی له همدی لامله نوی ټولنی ، پوهه او معلوماتونه او همداسی پلانونه اوطرحی داټول دتاریخ دعملیی نه جلاکیدونکی یالاینفک جزدی چی همدااوس زمونږدسټرګو په مخ کی قرا رلری .

که دتاریخ پاڼوته یوه ځغلنډه کتنه وکړوپه آسانی څرګنډبږی چی زمونږافغانانوپه تاریخ کښی ډیری سپین او تورعملونه او کردارثبت شویدی چی زمونږ په نننی نیکمرغیو اوبدمرغیو پر مخټګونو اوورسته پاټی والیوکښی لوی لاس اوسټر اثر لری . نولازمه ده چه په لمړی پړاو د هرځه دمخه خپل خاوری ،خلکواو ماحول ويیژنو او تاریخی شاته دیو خغلنده کتنی سره دتاریخ غټی اومهم تکونه په ګوټه کړو ترڅود قضلوت اوداوری دپاره په خلاصه سټرکی اوعادلانه ډول بڼسټ کیښودل شی او پر مخ تلای شو۰.

مونږ پوهیړوچه افغانستان دیوسیاسی واحد په ټوګه دپنځه زروکالو نه زیات تاریخی سابقه او شتون لری.د دی په نظرنیولوسره چی دغه هیواد دمنځنی آسیایی هیوادونوپه ډله کښی د پخوا زمانوراهسی ترننه پوری خپل سیاسی هویت په مستقل ډول او دانسانی لوړ صفتونه او ممیزاتو په درلودلوسره هسکه شمله ساتلی دی چی دغه ویاړدهره وګړی چی ځان افغان بولی روا حق ګڼل کیږی ، او پری ویاړی اوپالنه ، ساتنه اوڅارنه کوی  .

بناءلازم دی چی تاریخی ویاړنی ، دردونه ، مصیبتونه، دوروسته پاټی لاملونه اونورومسایلواو ستونزو دسوابق نه ځان تروسه پوری باخبرکړو ، خپله خلک، خاوره اود دی ملت اوهیواد ارزښتونه ، رښتینی خدمتګاربچیان ،دوستان او تاریخی دښمنان وپیژنو . دښایسته او نیکووګړواوکارنامونه یی زده کړو ، دولس او دهیوادسوکالی اونیکمرغی اوودانولو دپاره ورنه کارواخلو او پیروی وکړو ، او دبدواوناسمونه یی په کرکه او نفرت وګورو او ورنه نه یوازی ډده وکړ و ، بلکه مخ یی ونیسو او نه پریږدو چی دیو څو محدوداومعدودنا اهلوغلو ناخلفوپردی غلامان ته فرصت ورکړوچی ریشه او بڼه وکړی او راتلونکونسلونوته انتقال او ذهنونه مسموم کړی ځکه دا مهال دعمل وقت دی او یوازی تش خبری او شعارچی دپردی غوښتنی اوګټی پکښی دی، نورهم مونړ ته بی لاره کوی او وخت لا نور هم له لاسه وځی .

لمړی برخه

لنډه تاریخی پس منظر: دتاریخی اسنادوڅخه واضح کیږی چی دافغانانوهیوادپه اوایلوکښی دآریانا په نوم یادیده اوپه اټکلی ټوګه دنننی افغانستان په نسبت ددوه چنده پراخوالی او مساحت په درلودلوسره په مینځنی آسیا کی یو مهم سیاسی قدرت ګڼل کیدله ، هماغسی چی د«اوستا»داعتبار وړ سندونوله مخی څخه څرګندیږی چی دا اوستایی خاوری دسیردریا او دسند دهانی دهند په اوقیانوس او دلوط ددښت په مینځ کی یو هیوادتشکیل کړی وچی په همدغه مهال دآریاناپه نوم شهرت درلود او پیژندل کیدله .

همدا راز داوستایی سندونوله مخی دآریاناهیواددخټیځ له طرفه دګلګت له سیمی نه ترهند اوقیانوس چی دسند ټولی حوزی پکښی شامل وو، اودخټیځ لویدیځ له ګوښی نه دکسپین دبحیری نه شروع او دبلوچستان نه تیریده اوبیرته دهند په سمندر کی وصل یا یوځای کیدله . یه همدی رنګه دشمال له پلوه په سیردریا«سیحون»اودجنوب لخوادهندپه سمندرکی محدود و، داوستا ددغه سندونو پر بڼست دوه مشهورتاریخ لیکونکی«احمدعلی کهزاد» او «حسن پیرنیا»پخپل آثروکی لیکی چی هغه مهال دآریاناهیوادداداری تشکیلاتوپربناء په لاندی شپاړس ولایتونو نه ویشل شوی و چی نومونه یی په لاندی ډول ذکرشوی :

آریانا ویجو« دآمودریااوسیردریاپه مینځ کی » .
     بخدی     «بلخ»

     سغده      «سغدیان»

     نیسایا     «میمنه»

     هرویوه   «هرات»

     ویکرانه   «دکابل حوزی»

     ارودا      « هغه غرنی اراضی چی دکندهاراوسند په ساحه کښی پراته دی ».

      خنننتا      «ګرګان»

     هره وټی  «دارغنداب سیمی»

      هیومنت   «هیرمند»

      راغا       «بدخشان»

     کخره      «غزنی»

      رانګا      «ځینی مورخین دغه ځای ته سیرذریا معرفی

      وارنا      «بامیان »

      هیتاهندو   «دسندحوزی»

یادونه:استخراج شوی له دوه پورتنی منبعوڅخه.

دغه خاوری دډیرواوږدی کلونودپاره پدی ډول دلوړی شان اودبدبی  اونه یوازی دآریایی دلوی مدنیت ځانګو وه، بلکی دلویولارونوپه درلودلوسره د«سوداګرو، سیلانیانوټوریزم» اونوروخلکواو اړیکو دپاره ښه زمینه برابره کړی وچی د«وریښم مشهوره او لویه لاری» چه د خټیځ او لویدیځ دپاره دسوداګری او راکړه ورکړه خورا ډیر مهم لاروله همدی خاوری نه نیریدلواودبلخ ښارچی په مینځنی آسیایی مناطقوکښی مرکزیت درلود،دهندی، چینایی، اواروپایی سوداګریزټوکو دپاره دتبادلی«لکه نننی دوبی»غونډی مهم اونامتواو دباور وړ مرکزوو ،اوله همدی لامله دخپل چاپیریال اوماحولومناطقودفلسفی اومذهبی تظریاتواوعقایدودتبادلی سبب هم وګرځید ،چی داوضعیت دیولړواړه اولویوتحولاتوسره دوام درلود،ترڅو چی دمیلاد نه مخکښی ددریمي بړی مقدونی اسکندر«الکساندرalexander»چی دمقدونیی دپاچا «فلیپ phliep» ځوی و اوکله چی پلار یی ووژل شول ځوان اسکندر پرځای یی کیناست .

اسکندر دپلار له طرفه ځانته «هرکولیس یا دقدرت رب النوع» ویل او دمورله طرفه « آشیل یا د یونان افسانوی اتل یا قهرمان » ګڼل، تند مزاجه مبارز سړی اودنامتو فیلسوف«ارسطو» شاګرد هم و اوهمیشه دجهانګیری او اتلوالی په فکر او خیال کی وو . نوموړی کله چی دنننی ایران له لاری پرافغانستان یرغل وکړاوهجوم یی راوړ. سره له دی چی پدغه مهال کښی پدی خاوره کی یو مرکزی واحد اداره او حکومت موجود نه وه ،خوبیا لدی حالت سره سره بیاهم ددی هیواد اصیل بچیان دخلکو په مټ وتوانیدل چی مهاجمینوته دڅلوروکالودپاره دکلکی مبارزی او مقاومت او د ډول ډول مشکلاتو اوستونزو سره مخامخ اوکمزوری کړی، چی همدا مصروفول اوکمزوری سبب شول چه کمزوری شی اوبالاخره دیولړنوروعواملو ترڅڼګ دځوان سکندردمرګ سبب شی او ددوه ډیرش کلنی په عمرکښی مړشی .

دذکروړده چی دافغانانودظالم اومتجاوزځواکونوپه مقابل دهیوادپالنی روحیی ،میړانی اوسخته مقاومت نه سکندرډومره په تعجب او په عین زمان کښی په تشویش شول چی ددی خلکو ممیزات او ددی خاور ی دنمونی په استولوسره داستازو په ذریعه خپلی مورته وویله اودخپلی بی وسی او کمزورتیا په هکله مرسته اومشوری وغوښت چی داټول ماټی ماجرااوکارنامی دتاریخ په پاڼو کښی ثبت دی او پرهمدی بناء ارواښاد عبدالرحمن پژواکپخپل شعرکی په ډیر لوړه ګچه یی انځور کړی چی یوه مصراع یی په لاندی ډول دی :

هزارخم می مست نکند مستان را      چنانچه ذره خاکی وطن پرستان را

دسکندرمقدونی په راتلو سره یو زیات شمیر یونانیان «greeks» پدی سیمه کی چه راغلی و دنوموړی دماټی اومړینه یی وروسته همدلته پاټی اومیشته شول . ددوی په یوځای کیدلو سره ددعه ټولنی په فرهنګی ، فکری او ټولنیزوژونداته باندی اغیزه واچوله او په پایله کښی یونانیان باختریان شول اوددی سیمی دخلکو په مینځ کښی یو نوی مدنیت د« یونانوباختری» په نامه بڼسټ کیښودل شوچه د«ګریکو بودیک » یا «یونانو باختری تمدن»هم ددی سیمی دتاریخی دوروڅخه ګڼل کیږی چی دلسوپیړیو په اوږدوکښی په دی هیواد کښی وځلید او دیونانوباختری دولت په نامه ونومول شو.

داووم اواتموپیړیو « قرون وسطی» کله چی داعرابوحملات او راتګ په مینځنی آسیایی هیوادونوکښی پیل شول ،دباطلو بت پرستو ادیانو لکه زردشتی ،بودایی ، نستوری اونوروچی داوږدی زمانی او کلونوکلونورا پدی خواپدی سیمه کښی ریښی او رواج درلودله مینځه لاړل اوداسلام مبین دین دیونړیوال او سټر ځواک په ټوګه استقراروموند ، دتیرو ټولنیزواوثقافتی وضعی دخپل نفوذ لاندی راوړ او دنوی مدنیت بڼست کیښود . زمونږپه هیواد کښی نوی فصل رامینځته شول اوهیوادیوځل بیا دآریانا او باختری طبعی او سیاسی واک، وسعت اوحدوداتونه چی له لاسه وتلی او پاشان شوی وبیرته احیا اوترلاسه کړ اودانوی داسلام مبین آیین زمونږ دخلکو په وسیله ګاوندیواودسیمی نورو ولسواوهیوادنوته خپاره او ورسول شول او دګمراهی او باطل پرستیو نه وژغورل شول .                                                                                                                                                                                                             

له هغه زمانی نه چی اسلام او مسلمانی پدی خاوره کشی مسلط شول یو شمیر واړه حکمرانان او لو ی نامتوپاچاهان لکه طاهریان، صفاریان ، سامانیان ، غزنویان ، سلجوقیان  غوریان ، خوارزم شاهیان ټیموریان ، صفویان، هوتکیان او ابدالیان پدی خاوره کی حکمرایی کړیده چی ځینی ښایسته اونیکی کرونه کړیدی چه زمونږ دتاریخ اوتیر ژوندانه کښی ویاړلی فصل او باب تشکیلوی او ددوی دکارناموله برکته دآسیایی هیوادونوپه کتارکی دفرهنګی ، کلتوری ، سیاسی او سودا ګری په عرصو کښی ډیر ارزښتناکه او لوړ ځای اومقام ګټل شویدی.

مګر برعکس یی هم په خواشینی سره چه یو شمیر ددغه حکمرانانو اوپاچاهانودغباوت له مخی دبدوکارناموپه وجه باندی دیر ناروایی اوظلمونه پرخلکو اوخاوری دارضی بشپړتیا په اړوند لویی جفا ګا نی هم شویدی چی دتاریخ توری پاڼی تشکیلوی چه دهر یویی جفاګانی اوخیانتونوپه اړه په وخت او زمان یی دخلکو داوری اوقضاوت د تاریخ په زړه کښی  ثبت پروت او محفوظ دی .

دا چی اوس هڅی روانی دی چی تورسپین وښایی او دغل نه اتل جوړ کړی دا د زمانی جبر او دنړی خوربی سیال او ظالم ښکیلاکی زبرځواک دنفتو لیونیان او د«چنحchange »یا بدلون ترنامه دامریکا اوانګلیسی غوړونکی پالیسی دی چه هغه خپله یوبیل او لوی بحث اوموضوع دی او ایجاب کوی چه په چلا مبحث پری خبری وشی . خومونږپه ځغلنده کتنی سره دابدالیانوراپدیخوادخپل خلکواوهیوادپه اړونداو په ځانګړی ټوګه دځوان نسل دآګاهی دپاره  دافغان رښتین اتل اووفاداره بچیان اوهمداسی داجنبی بهرنی غلیمانواو د ډوی کورنی او سیمه ایزوغلامان او معامه ګرودبله ماران اوضاع او احوال ځیړو او بنه ښکاره کوو:

(ادامه لری)